Apr 16, 2023 14:25 Asia/Kabul
  • د لویديځي آسیا د تیرې اونۍ په هینداره  کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ دځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې په دغې سیمې کې د ځینو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*/*/*/

د سیمې په مختلفو هیوادونو کې دقدس دنړیوالې ورځې پرتمینې دستورې،

*/*/*/

سعودي عربستان ته د سورئې دخارجه وزیر سفر

*/*//*/

او  په یمن کې د جنګ د لورو ترمینځ د بندیانو سره مبادله ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې ،اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د  تحلیلي برخې آوریدو ته .

***************************

    د روژې دمبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې ورځې یعني په جمعةالوداع  د قدس د نړیوالې ورځې ولولناکې او پرتمینې دستورې د سیمې په مختلفو هیوادونو کې ترسره شوې . د فلسطین رسندویو په راپورونو کې وئيلي   دي،د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ترممکن بڼه په ډیر پرتم او ولولې سره ترسره شول.د فلسطین دشهاب خبری آژانس د راپور په اساس،د الاقصی جومات مختلف صحنونه د جمعې په ورځ د کابو دوه نیم لکه  فلسطینیو لمونځ ګوزارو شاهدان وو چې د فلسطین له ګوت ګوټه په پرتم سره په الاقصی جومات کې د لمانځه د قایمولو لپاره قدس ته ورغلي وو. سره له دې چې  صهیونیسټي رژيم پوځ د لویدیځي  غاړې په مختلفو ځایونو کې څه دپاسه زر ځواکونه دیره کړي وو،خو فلسطینیانو د جمعې ورځې په هماغه سباؤن مهال کې ځانونه د الاقصی جومات تر دروازو رسولي وو او ځوانانو او بوډاګانو  په پرتم او ولولې سره د جمعې لمونځ  ادا کړ.

Image Caption

 

    د سورئې په دمشق کې د فلسطینیانو په الیرموک کیمپ کې هم په  تیرو څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پوځي پریډ سره د قدس نړیواله ورځ ولمانځل شوه .د یمن خلکو هم د صنعاء پشمول د څوارلسو ولایتونو په لسګونو چوکونو کې په میلیوني لاریون سره د قدس نړیواله ورځ و لمانځله.المسیره ټيلیویژني چینل  هم راپور ورکړ،د یمن په پلازمینې صنعاء کې له باراني هوا سره سره،په لسګونو چوکونه  له خلکو ډک وو او په لکونو خلک له صنعاءسره له نزدې مختلفو سیمو پلازمینې ته ورغلي وو څو د قدس د ورځې په دغه میلیوني لاریون کې ګډون وکړي.په دغه لاریون کې ګډون کونکو د صهیونیسټي دښمن په سختو شعارونو سره ټينګار کاوۀ چې یمن به هیڅکله هم د قدس له آرمانه لاس وانخلي او د وحشي صهیونیسټي موقتي رژیم د جنایتکار دښمن په وړاندې به  دفلسطین د آزادۍ لپاره په هر یوه جنګ  کې شتون ولري.

د عراق د بغداد په لسګونو زره  روژتیانو هم د جمعې په ورځ د قدس دنړیوالې ورځې  په مناسبت په پرتمین لاریون کې ددغه ښار په فلسطین روډ کې غونډ شول او د الاقصی جومات او د فلسطین دمظلوم ملت په ملاتړ کې ئې  شعارونه ورکړل.. د عراق د رسندویو په وینا د جمعې له سهار وختي سوکه سوکه خلک دغه سړک ته په زیاتیدا وو،داسې دستورې چې  د لومړي ځل لپاره  پکې د فلسطین د  اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله  هم پکې وینا وکړه . پر بغداد سربیره،دعراق په نورو لسګونو ښارونو  کې  هم د قدس نړیوالې ورځې دستورې ترسره شوې.د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي په دغې وینا کې ووئيل،که مبارزه تر زرو کلونو پورې هم اوږده شي ، د فلسطین ولس او مقاومتي چورلیز به له نیواکګر او وحشي رژيم  سره له ډغرې لاس وانخلي .زیاد النخاله  دغه راز ووئيل،حضرت امام خمیني د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه یعني جمعةالوداع   د قدس د نړیوالې ورځې په توګه په اعلانولو سره الهام بخښونکی ؤ. په دغې ورځې یو ځل بیا  د قدس او فلسطین  د آزادولو په لاره کې د جهاد لپاره خپله ژمنتیا نوي کوو او  د اسلامی امت  دوحدت پر ضرورت ټينګار کوو.:

Image Caption

 

    د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... هم د جمعې په ورځې د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل، د قدس ورځ له فلسطین او ددغه ټاټوبي له مظلوم ولس سره د نړۍ د شرافتمندو د پيوستون ورځ ده.د قدس ورځ د فلسطین له ملته پر ملاتړ مشتمل د پیغام ورځ ده .دقدس په نړیواله ورځ  پیوستون ، دښمن ته یو پیغام مخابیره کوي او  دهغوي ویره او وحشت دوه چنده کوي.مونږ په اعتماد سره جشن  لمانځو او د امنیت ،قدرت او عزت احساس لرو،البته  صهیونیسټي رژيم ، پخپلو ټولو جبهو کې  تیارسی اعلان کړی دی او د شاوخوا هیوادونو په ضد ئې چټي او ډَډ  ګواښونه مطرح کړي دي.:د  لبنان د حزب ا...غورځنګ عمومی منشي په دوام کې ووئيل؛دښمن په ټولو جبهو کې تیارسئ اعلان کړی او ویریږي او اندیښمن دی او سربداله شوی دی،خو د مقاومت چورلیز په آرامښت کې دی..

په غزې تړانګې کې د حماس غورځنګ مشر یحیی السنوار هم په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قدس ورځ د هغو مجاهدینو په  توغندي،سرنګ او باروتو بدله شوې ده چې د جنګ په ډګرونو کې خپل ژوند قربانوي. دنیا د قدس او لویدیځي غاړې په ضد تلمودي دیني جنګ(Talmudic war against Quds)شاهده ده. مګر په الاقصی جومات کې د نیواکګرو اقدامات د څه لپاره دی؟... عالمان او شیخان چرته دي  او د هغوی واجبات څه دي ؟،جنګ یوازې د اسلام په ضد نه دی ، بلکې د مسیحیّت په ضد هم دی .د نړۍ اطلاعاتی او استخباراتي ادارې پوهې شوي دي چې په روژې مبارکې میاشتې کې تآؤتریخوالی  دسیمې  حالات  دچاودنې تر حده کاږي او په همدې دلیل راغلی دي ،څو  اسرائيلو ته خبرداری ورکړی.

Image Caption

 

Image Caption

 

    عربستان ته د  سورئې د خارجه وزیر فیصل المقداد سفر په تیرې اونۍ کې د لودیځي آسیا سیمې یو تر ټولو مهم  خبر ؤ. فیصل مقداد د خپل عربستاني همڅنګ فیصل بن فرحان په رسمي بلنې سره  عربستان ته سفر وکړ. جدې ته د المقدادسفر  عربستان ته د سورئې له خارجه زوارته لومړنۍ رسمي سفر ؤ چې له دولسو کلونو وروسته ترسره  شو.له سورئې سره د عربستان د اړیکو احیاء د هغو بدلونونو په اوږدو کې دی چې د عربستان په بهرني سیاست کې رامینځةشوی دی . له تهران سره د ریاض د اړیکو له احیاءوروسته او د جنګ دختمیدا لپاره له یمن سره په موافقې  پسې،له دمشق سره د اړیکو احیاء، دسعودي عربستان په سیاست کې دریم بدلون دی .

ریاض او دمشق د پنجشنبې په سهار وختي او د عربستان جدې ښار ته د فیصل المقداد د رسمي سفر په پاي کې  یوه مشترکه اعلامیه صادره شوه چې په هغې کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د کنسولي  خدماتو او الوتونو بیرته پيلیدا ، او دغه راز په ټولو شکلونو کې له ترهه ګرۍ سره  پر مبارزې ،او دامنیت د پیاوړتیا پر اهمیّت ټينګار وشو.

عربستان ته د فیصل المقداد سفر عربی اتحادئې ته  دسورئې د بیرته ستنیدا  دموضوع د ارزونې لپاره په جدې کې د فارس خلیج د ملګرتیاشورا د غړو هیوادونو او همداراز د مصر اردن او عراق  له غونډې دوه ورځې مخکې ترسره شو.د قطر د خارجه وزارت ویندويماجد الانصاري ددغې ناستې په باب روښانه کړې ده ، دې ته په پام سره چې د سورئې له موضوع سره  په رابطې کې  او عربی  اتحادئې ته د دمشق د بیرته ستنیدا په نسبت  دعربانو دلیدتوګې  په باب ډير بدلونونه   رامینځةشوي دي ،ددغې غونډې اصلي موخه   دسورئې  د وضعیّت ارزونه ده . له بل پلوه روئيټرز خبری آژانس  راپور ورکړیو عربستان نیّت لري،د سورئې ولسمشر بشار اسد ته  دعربي اتحادئې په ناستې کې چې  په راتلونکي مئ میاشت کې د ریاض په  کوربتوب سره ترسره کیږي،دګډون بلنه ورکړي.

عربی اتحادئې ته د  سورئې د بیرته ستنیدا لپاره د عربو هیوادونو مشورتي ناسته د تیرې جمعې په شپه  د نهو هیوادونو د چارواکو اونمایندګانو په شتون سره ترسره شوه او  په یوې پایزې اعلامیې سره هم پاي ته ورسیده. ددغې مشورتي ناستې پایزې اعلامیې کې ټينګار شوی دی چې  اردن ،مصر اوعراق هیوادونه د فارس خلیج دملګرتیا شورا له غړو سره یو ځاي دسورئې پر وحدت ټينګار او د عربو هیوادونو ټول ته د دغه هیواد دبیرته ستنیدا غوښتنه کوي .

Image Caption

 

  د  یمن دجنګ د بندیانو لومړنۍ ډله  دتیرې جمعې په ورځې د صنعاء هوائي ډګر ته وارده شوه . د یمن د بحران دختمیدا  دامید بڅرَ کئ نن سبا د تیر وخت په نسبت لازیات پیاوړی شوی  او دجمعې ورځې په یمن کې د  جنګ د بندیانو لومړنۍ ستره مبادله  د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټې د یوسل پنځه ویشت بندیانو په بیرته ستنیدا سره او دغه راز د یمن د مستعفی شوي ولسمشر د ورور ناصر منصور هادي پشمول د سعودي ائيتلاف  سره داړونده    ۳۵ بندیانو ډله هم سره پخپلو کې مبادله شوه.

وئيل شوي دي،ټاکل شوې ده،د یمن د داخلی نښتو له دواړو لورو څخه د پاسه اته سوه بندیان  خوشي شي.د نیول شوو بندیانو د خوشي کیدا لپاره د دواړو لورو موافقه، له یوه بل سره داړیکو د بیرته پیلیدا لپاره د ایران او عربتسان ترمینځ  دموافقې له اعلان وروسته ترلاسه شوه.

Image Caption

 

 ټاکل شوې وه په یمن کې د جنګ دبندیانو د مبادلې عملیات د روژې د مبارکې میاشتې له نولسمه پيل شي،خو د سره صلیب دنړیوالې کمیټې د اعلان په اساس په مارب جبهې کې  د تیریګرو د نه چمتووالي په  دلیل، د بندیانو دمبادلې د موافقې اجرا وځنډیده.د جمعې په ورځې د  اسیرانو  مبادله د ۲۰۲۰کال له اکتوبر میاشت څخه تر دې دمه ددواړو لورو ترمینځ  دبندیانو دبدلون یا مبادلې ترټولو مهم پیښه  حسابیږي.

په یمن کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازيد جمعې په ورځ دی وې اعلامیې په صادرولو سره د یمن  د ملی نجات د حکومت او عربستان ترمینځ د جنګي بندیانو د مبادلې  تود هرکلی وکړ او په یمن کې ئې د جنګ دختمیدا لباره دیوې سیاسی  حل لارې د ترلاسه کولو  غوښته وکړه.

              د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې د ځینو مهمو بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره  ؤنو دتر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه