Apr 17, 2023 13:02 Asia/Kabul
  • ایرانسیل ۱۳۹

عزیزانو دا دی د شهریار ښکلې ولسوالۍ ته راغلي یو داسي یو لرغونی ښار چي د تهران په ۴۵ کیلومټرۍ کې پروت دی.

د دې ښار تاریخ ۸ زره کاله مخکې ته ورګرځي، اکثره لرغون پوهان د شهریار د ښار تاریخ د قره تپې له تاریخې سیمې سره اړونده بولي، دغه تاریخي سیمه ۷ زره کلنه ده، په دغه سیمه کې موندل شوي اثار ښیي چي شهریار ۶ زره کاله له میلاده مخکې له ځانګړې تمدن څخه برخور و او حتی د ساسانیانو تر پړاو پورې هم یوه ډېره مهمه سیمه بلل کېدا.

قره تپه سیمه په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د شهریار په ولسوالۍ کې د برتانوي او فرانسوي لرغون پوهانو له لورې کشف شوه، بیا وروسته د دې سیمې پورې اړوند اثار د ایټالیا او اسپانیا په شمول په نورو لرغونو سایټونو کې هم وموندل شول.

موندل شوي اثار وښودله چي د قره تپې په سیمه کې دغه لرغونی تمدن له ایټالیې او اسپانیې سره هم فرهنګي او سوداګریزې اړیکې درلودلې دي.

د قره تپې د سیمې خلګو د اوبو د رسولو په برخه کې هم ځانګړې وړتیاوې درلودلې، څېړنې ښیي چي د دې سیمې خلګو ۷ زره کاله مخکې یې په کورونو کې د سوریج یا د ګنده اوبو د ایستلو منظمې شبکې جوړې کړې وي، د قره تپې کلۍ د انسانانو د هغو ډلو کوربه پاته شوې چي په غارونو کې یې ژوند پرېښې وه او د ژوند نوې طریقه یې غوره کړې وه.

عزیزانو که تاسو له تاریخ او لرغوني سیمو سره ګروهنه لری نو له شکه پرته شهریار ولسوالۍ به تاسو ته ډېر په زړه پورې ځای ووسي، ځکه چي په شهریار کې د لرغوني له پړاوه نیولې بیا د سلجوقیانو، صفویانو او د قاجار تر زمانې پورې اړوند تاریخې کلاوې او نور ډول ډول اثار موجود دي.

په ټول کې په شهریار ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي اثار پېژندل شوي دي چي پکښې ۳۸ غونډۍ، ۸ لرغوني سایټونه، ۱۶ قلعې، دوه جوماتونه او درې حمامونه شامل دي.

د تخت رستم اورتون، د بابا محمود د مزار برج او دهشاد قلعه د دې ولسوالۍ له مشهورو اثارو څخه دي چي هر کال ګڼ شمېر توریستان ځان ته جلبوي.

که یو وخت تهران ته راغلاست نو حتما شهریار څخه لیدنه وکړئ او په شهریار کې بیا دهشاد قلعه له یاده مه باسئ، دغه قلعه کابو دوه سوه کاله مخکې د دهشاد په کلۍ کې جوړه شوې ده.

قلعه په خپل څلورو څنډو کې څلور برجونه لري او چت یې هم د ذوزنقه ای په بڼه ډیزاین شوی دی او دوه طاقونه یې په دواړو لورو کې تر سترګو کیږي، قلعه په خښتو جوړه شوې ده، د قاجار د واکمنۍ په پړاو کې له دغه قلعې څخه د سیمې د څارلو لپاره کار اخیستل کېده.

د خپرونې په دوام کې مو په خدمت کې یو شهریار ولسوالۍ کې ګښت او کذار ته دوام ورکوو، خو که د تاریخې اثارو نه ورتېر شو، د شهریار ولسوالۍ خورا ښکلې باغونه، ویالې او طبیعي سیل ځایونه هم لري،

د تهران اکثره خلګ په دوبي کې شهریار ته د میلې لپاره راځي، په باغونو کې ګرځي او له ډول ډول مېوو څخه استفاده کوي، دغه ولسوالۍ کې میوې فریمانې دي، او له دغه سیمې نه خلګ میوې په سوغات کې راوړي. شهریار ښه انګور هم لري، شهریار کې د انګورو شهد، کشمش او د غورې اوبه هم خرڅیږي. انګور زیات درملیز خاصیتونه لري او د ایران په اکثرو ولایتونو کې یې باغونه موجود دي، که انګورو سره شوق لرئ نو شهریار درته یوه مناسب ځای دی.

له انګورو او میوو څخه ماسېوا، د شهریار خلګ اوس هم کلیوال ژوند لري او لا هم لاسي صنایع کې خورا ماهر دي، یوه له دغو لاسي صنایعو څخه د خټینو لوښو جوړول دي، شهریار کې ډول ډول خټینې لوښې او ګلدانۍ په خورا زیات مهارت سره جوړیږي او خلګ ترې استفاده کوي.

اوس به له شهریاره د اسلام شهر په لورې روان شو، دغه سیمه لا تهران ته نژدې ده، که څه هم پخوا اسلام شهر کلو کې شمېرل کېدی خو اوس پوره ولسوالي ده، د قاجار په  زمانه کې باچایان به دې سیمې ته د میلې لپاره راتلل.

د دې سیمې مخکني نوم قاسم آباد شاهی او بیا وروسته په شاد شهر او بیا اسلام شهر باندې بدل شو. اسلام شهر د تهران له تاریخي او مهمو سیمو په شمېر کې راځې چي ۱۲ لرغوني اثار یې د ایران په ملي نوملړ یا لیسټ کې شامل شوي دي،

د موندل شویو لرغونو اثارو پر بنیاد د اسلامشهر تاریخ هم کابو ۷ زره کاله مخکې ته ورګرځي، اسلام شهر کې هم لرغوني غونډۍ او  زیات مذهبي او تاریخې اثار موجود دي .

مافین اباد د اسلام شهر یوه لرغونۍ غونډۍ ده چي د یوې کلي په څنډه کې واقع شوې دهو د لرغون پوهانو د څېړنو له مخې، په دغه غونډۍ کې موندل شوي اثار له میلاده پنځه زره کاله مخکې ته ورګرځي، چیچکلو او تپه واران د اسلام شهر له نورو لرغونو غونډیو څخه دي.

دغه ولسوالۍ کې یوه تاریخي اثار هغه یخچالونه دي چي د کویر په وچو او ګرمو سیمو کې جوړې شوي دي، ترشنبه یو له هغو یخچالونو څخه دی چي د چهاردانګې په کلۍ کې جوړ شوی دی.

د ترشنبې کلۍ هم لرغوني تاریخ لري، په دې کلۍ کې د باروت برجونه او پخوانې قعې موجودي دي، د دې سیمې پخوانی یخچال په ټول تهران کې تر ټولو لوی او لرغونی طبیعي یخچال دی چي د ایران د فرهنګي میراث د سازمان له لورې بیارغول شوی دی او اوس هم موجود دی، د دې یخچال ودانۍ د قاجاریې په پړاو کې جوړه شوې ده.

څه کم دوه سوه کاله مخکې حشام الشکر مالک په نامه یو زمیندار وو، چي ډېرې ځمکې یې درلودلې، هغه دغه لوی یخچال د خپلو کړهنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره جوړ کړی و، په هغه وخت کې له دغه یخچال څخه یخي ښار ته اوړل کېدل، یخچال کې یو حوض وو چي له کارېزه اوبه ورته رارواني وي، او بیا په یخي باندې بدلېدلې، خو د وخت په تېرېدو سره، کاریزونه یې وچ شول، اوس ۷۵ کاله کیږي چي دغه یخچال له کاره لوېدلی دی.

دغه یخچال چي ترشنبه نومیږي ۴۰ متره ژور والې لري، اوس یې د سیل لپاره په کښې څراغونه لګولي دي، ګڼ شمېر سیلانیان ورځي، یخچال دوې وړې دروازې لري او دېوالونه یې سپین دي، چت یې د ګونبد په څېر دی او خنکه هوا په کښې چلیږي، دغه تاریخي اثر د ایران په ملي اثار و کې ثبت شوی دی.