May 03, 2023 13:53 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۵۰)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (پنځوسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په تېر پروګرام کې، د ماشومانو د اوسېدو د آدابو موضوع مو وڅېړله. په دې مطلب کې غواړو چې د کاریزماټیکو کسانو ځانګړنې وڅېړو. له موږ سره اوسئ.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دی. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کېږي، عمومي دي او شونې ده ځینې د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

موږ ډېری وخت د کاریزما اصطلاح اورېدلې او شونې ده د هغې په اړه ځینې معلومات ولرو. د دې عبارت د معنی په اړه د لازیاتو معلوماتو او د کاریزماټیکو خلکو د ځانګړتیاوو او په ځان کې د دغو ځانګړتیاوو د پیاوړتیا لپاره، په دې او راتلونکي پروګرام کې له موږ سره پاتې شئ.

په عموم کې، کاریزما یوه ځانګړتیا ده چې ځینې خلک یې لري. هغه خلک چې د کاریزماټیک ځانګړتیا لري، د نورو سره په اړیکو کې که هغه په عادي ورځني تعاملاتو کې وي او یا که د یوې بېلګې او الهام بخښونکي شخص په توګه وي، په ژورو احساساتي بهیرونو کې پر نورو کسانو اغېزه کوي. د نورو له آنده د دوی جذابیت، د دوی د نظر او شتون اغېزمنتوب او د نورو د لارښوونې ځواک، هغه ځانګړتیاوې دي چې د کاریزما کلمې یا کاریزماټیکو خلکو په اورېدلو سره ذهن ته راځي.

خاریس د یوې افسانوي نجلۍ یا انجونو نوم دی، چې په یوناني افسانوي ادبیاتو کې د ښکلا او جاذبې سمبول په توګه پېژندل کېږي. دا کلمه په انګلیسي کې د چارس (Charis) په نوم لیکل کېږي. البته، د چاریس کلمه پخپله د زړه راښکونکي معنی نه درلوده او د خدایانو د فضل معنی لري.

په حقیقت کې، نعمت، د ښکلا فضل او جذابیت، د دې کسانو په برخه وو. خو وروسته دا کلمه پخپله له جذابیت سره مترادفه شوه. خو که وغواړو د کاریزما معنی د هغې د لغوي رېښې له مخې اټکل کړو، باید د جذابیت په اړه فکر وکړو او فرض کړو چې یو کاریزماټیک شخصیت، هغه شخصیت دی چې نورو ته په زړه پوری وي.

داسې ښکاري چې دا اصطلاح یوازې د ارواپوهنې یا ټولنیزو مهارتونو په برخه کې کارول کېږي، مګر په نورو برخو لکه ټولنپوهنه، سیاسي علومو او مدیریت کې هم کارول کېږي. کاریزما په ټولنپوهنه کې د ځواک او مشروعیت د سرچینې په توګه، په ارواپوهنه کې د کاریزماټیکو خلکو د ځانګړتیاوو او د کاریزما جوړښت د رېښې په توګه او په سیاسي علومو کې د کاریزماټیکو مشرانو په تحلیل کې کارول کېږي.

خو دا اصطلاح د اړیکو په مهارتونو کې د یوې اغېزمنې برخې د هڅونې په توګه او په مدیریت کې د سازماني مشرتابه په توګه او همدارنګه کاریزما په خبرو اترو کې د ځواک د یوې سرچینې په توګه کارول کېږي. البته، دا هم باید په پام کې ونیول شي، چې د کاریزما تعریف په هغو برخو کې چې موږ یې یادونه کړې توپیر لري.

په عموم کې، د کاریزماټیک شخصیت درلودل، له نورو سره په تعامل کې له یوه شخص سره مرسته کوي او له ژوند څخه د هغه د رضایت کچه ډ‌ېروي. د داسې شخصیت درلودل د ځان د باور او عاجزۍ تر منځ د توازن درک کول دي، ځکه چې هر څوک د داسې شخص له ملتیا سره مینه لري.

که څه هم شونې ده په دې ځانګړتیا پوهېدل د ځینو کسانو لپاره اسانه نه وي، خو د هغو کسانو لپاره چې د کاریزماټیک شخصیت په اړه پوهېږي، خورا ارزښت لري، ځکه چې د یوه توازن موندل چې په روښانه توګه د غرور او باور ترمنځ توپیر روښانه کړي، خورا مهم دی او هر سړی غواړي د ښه والي لپاره غوره ګڼي چې دا توازن ولري.

له هرډول تکبر څخه لېري او له مینې او مهربانۍ څخه د برخمنو بریالي شخصیتونو شتون، د کاریزماټیک شخصیت پېژندلو یوه لاره ده او دا هغه څه دي چې نن ورځ زموږ ټولنه ورته اړتیا لري، ځکه چې موږ ډېرو خلکو ته اړتیا لرو چې د ریښتیني کاریزما لرونکي وي. د داسې خلکو د چلند ځینې نښې دا دي چې دوی صداقت لري، فعال شتون لري، د سترګو ښه اړیکه لري او د اورېدلو فعال مهارتونه لري. په دې ځانګړتیاوو کې عاجزي، پوخوالی او بلوغ، ځواک او سړه سینه والی هم ورزیات کړئ.

لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، د کاریزماټیک شخصیت لرونکي خلک، د خپل ابتدايي جاذبې تر شا اصليت هم لري. ممکن تاسو د هغه چا سره ووینئ چې په زړه پورې او مینه ناک وي، مګر که هغه واقعا کاریزماټیک شخصیت و نه لري، دا جاذبه به په غرور بدله شي. په کاریزما لرونکو خلکو کې، د اصليت سره سره، دا جاذبه ژوره ده. دا په دې مانا ده چې یو شخص د خپلو ملګرو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره ریښتینې اراده لري.

د فعال شتون درلودل د کاریزماټیک شخصیت بله نښه ده. فعال شتون یوازې په اوسنۍ شېبه کې د فزیکي شتون معنی نه لري. یو کاریزماټیک شخصیت لرونکی شخص کولای شي، چی خپل سل په سلو کی پام، بل کس ته واړوي، چی هغه ته پیغام وړاندي کوي.

له همدې امله، د کاریزماټیک شخصیت یوه اړتیا دا ده چې د هرې خبرې اورېدلو توان ولري او پوه شي چې دا ټول معلومات د هغه چا لپاره چې خبرې کوي یا څوک چې مرستې ته اړتیا لري، مهم دي. همدارنګه، یو کاریزماټیک شخصیت لرونکی شخص په ځان باور لري، او دا ځان باوري د سترګو د مناسب تماس له لارې ښودل کېدی شي. البته، دا د سترګو تماس باید دومره نه وي چې دا سړی وځوروي.

د اورېدلو فعال مهارت د کاریزماټیک شخصیت بله ځانګړتیا ده. ډېری وختونه په خبرو اترو کې، یو کس د پاملرنې وړ ګرځي. که څه هم دا ممکن د ځان لپاره وي، ډېری خلک نه پوهېږي چې دوی ټول پام، ځان ته راجلبوي. ډېری خلک د دې پر ځای چې د بل لوري خبرو ته غوږ ونیسي، د ځواب ورکولو لپاره خپل راتلونکي کلمې په خپل ذهن کې سره یوځای کوي.

خو د یوې ښې او سالمې خبرې د جوړولو اړتیا دا ده، چې هر هغه څه ته پام وشي چې د خبرو هر اړخ یې وايي. دا په دې مانا چې د خبرو اترو دواړو اړخونو ته باید پوره پاملرنه وشي. کاریزماټیک خلک په سمه توګه دا کار ترسره کوي. دوی واقعا هغه څه ته غوږ نیسي، چې تاسو یې ویل غواړئ. له دې سربېره، دوی ارزښتناکه ملګري دي او په ټولو خبرو اترو کې دوی د خبرو کولو په پرتله ډېر غوږ نیسي.

عاجزي د ځینو خلکو لپاره ستونزمنه ده، خو دا د هغو خلکو لپاره خورا اسانه ښکاري، چې کاریزماټیک شخصیت لري. په عاجزۍ کې د ځان قرباني هم شامله ده، ځکه چې دا خلک نورو ته خپل غوره خدمت وړاندې کوي، یا حتی د نورو لپاره خپله ګټه پرېږدي. په حقیقت کې، ډېری کاریزماټیک شخصیتونه لږ غرور لري یا هېڅ غرور نه لري.

کله چې تاسو له داسې خلکو سره ګورئ چې کاریزماټیک شخصیت لري، تاسو کولای شئ په آسانۍ سره په هغوی کې عاجزي پیدا کړئ. تاسو کولای شئ دا ځانګړتیا د نورو سره د مرستې لپاره د دوی په دوامداره هڅو کې ، په بیله بیا د دوی د غلطیو منلو په وړتیا کې وګورئ.

د کاریزماټیکو خلکو بله نښه دا ده چې په دوی کې بلوغ او پوخوالی څرګند وي. دا خلک عقل له علم څخه پورته بولي. په عین حال کې، لږ خلک چې عقل او هوښیارتیا لري، په واقعي توګه د منطق او د ژوند تجربې پلي کولو وړتیا لري. ریښتینی بلوغ د یوه کاریزماټیک شخص د هغه وړتیاوو له مخې چې هوښیارې پرېکړې وکړي، مسئولیت ومني او پر نورو باندې ښه نفوذ ولري، څوک چې د ځان وده او سمون غواړي، مشخص کېږي، دوی ډېری وختونه د خپل فزیکي عمر په پرتله هوښیار ښکاري.

ځینې ​​شخصیتونه د مهربانۍ او نېکمرغۍ څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې یو کاریزماټیک لرونکی شخص، ځواک هم لري. په یاد ولرئ چې هغه ځواک چې په اړه یې خبرې کېږي، خود غرضی ځواک نه دی، بلکې د هغو کسانو په اړه چې په لوړو ټولنیزو موقفونو کې دي، یو ډول د نه منلو وړ نفوذ او اغېزه لري.

خو د کاریزماټیک شخصیت لرونکي خلک دا ځواک د خپلو ګټو لپاره نه کاروي. دا ځواک د هغه څه په څېر دی چې یوازې د یو شخص دننه وي او د نورو لخوا لیدل کېږي. د خپل ځان په ګټه د ځواک کارول او ځواکمنه اغېزمنتیا، دوه بشپړ متفاوت شیان دي. ریښتینی ځواک د کاریزما له لارې ښودل کېږي.

همدارنګه، کاریزماټیک شخصیت یو ګرم او دوستانه شخصیت لري. د نورو شخصیتونو پر خلاف چې کېدای شي خلک د دوی په شتون کې د اندېښنې احساس وکړي، هغه څوک چې کاریزما لري، خلک داسې احساس کوي چې منل شوي، مهم او هوښیار دي. دوی هېڅکله د خپل علم په ښودلو سره د نورو پوهه نه کموي. بلکې، دوی خلکو ته په پرانیستې غېږې سره نږدې کېږي او هر هغه څه چې دوی یې ویل غواړي ترې هرکلی کوي. دا ګرموالی د هغه چا لخوا نشي کاپي کېدی چې کاریزماټیک شخصیت نه لري، ځکه چې دا یوه نادره ځانګړتیا ګڼل کېږي.

ژباړه: زماني

ټیګونه