May 17, 2023 12:10 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو تاسو د ایران سیل د پروګرام یوسل یوڅلویښتمه برخه دلته لوستلی شئ

قدرمنو لوستونکو په نني پروګرام کښې د تهران ولایت د یوې بلې ولسوالۍ یعني پاکدشت د لیدو وړ ځایونو سره اشنا کیږو.

()

قدرمنو لوستونکو په نني پروګرام کښې د تهران ولایت د یوې بلې ولسوالۍ یعني پاکدشت د لیدو وړ ځایونو سره اشنا کیږو.

نن د تهران پاکدشت ولسوالۍ ته راغلي یوو له مونږ سره ملګرتیا وکړئ چې د دغه ښکلي ښار د لیدو وړ ځایونه درمعرفي کړو.

Image Caption

 

()

ګرانو دوستانو اوس د تهران ولایت په جنوب ختیځ کښې ښکلي او تاریخي ولسوالۍ پاکدشت ته راغلي یوو.

پاکدشت ولسوالۍ د جغرافیې له پلوه له شمال لورې له البرز او دماوند غرونو او له لویدیځ لورې څخه له تهران او رې ښار او له جنوب څخه د ورامین ولسوالۍ له مرکزي برخې او له ختیځ لورې څخه  له سمنان ولایت سره وصل دی.

پاکدشت ولسوالۍ په لرغوني پړاو کښې په رې دښتې کښې یو کوچنی کلی و چې خلکو ورته« مامازند» وایه.

بیلابیلو قومونو په دغه سیمه کښې ژوند کړی دی او دلته ډیرې جګړې او جنګونه شوي دي.

لرغون پيژاندو په پاکدشت ولسوالۍ کښې له تاریخ څخه مخکې په کشف شویو اثارو څیړنې کړي دي او لاس ته راغلي نتیجې ښودنه کوي چې د پاکدشت سیمې تمدن ډیر لرغونی دی  او هغه  د تهران د رې ښار له تمدن سره د پرتله کولو وړ دی.

د ایران شهر رې ښار د نړۍ یو تر ټولو لرغونی ښار دی چې د هغه د زیږیدا تاریخ ایران ته د اریایانو د راتلو وخت ته رسیږي.

()

څیړنې ښودنه کوي چې په پاکدشت ولسوالۍ کښې د فیلستان او د محمود اباد د لوړو غونډیو د تمدن لرغونوالی  څه د پاسه اوو زرو(۷۰۰۰) کلونو ته رسیږي.

دغه راز له دغه سیمې لومړنۍ مطالعې د دې ښودنه کوي چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزې کښې یعني له میلاد څخه مخکې په کابو دولس سوه پنځوسم او دیارلسم کلونو کښې په دغه سیمه کښې په خټو مشهور  تمدن د پام وړ ودی  او رونق یې درلودلی دی.

د پاکدشت په کنډوالو کښې د فیروزو ، د شنو ،  د سروزرو په رنګونو او نورو ډیرو رنګونو کښې د خټو د جوړو شیانو ټوټې موندل شوي دي چې د هغه وخت تاریخ خلکو ته بیانوي او دغه د خټو جوړ شیانپ ه پاکدشت سیمه کښې د خلکو د مخکنیو نسلونو د هنر او د تمدن ښودنه کوي! د پاکدشت ولسوالۍ د  لرغونوالي یوه بله نښه د هغه د کلیو نومونه دي چې پکښې «مامازند »، «یبر» او نورو کلیو ته اشاره کولای شو.

محققان دغه نومونه په ایران کښې د مهر پرستۍ په پړاو پورې اړونده ګڼي.

()

پاکدشت د ایران د تهران ولایت یوه ښکلي ولسوالۍ ده چې په هر ځاې کښې یې د ښکلیو ګلانو بوې احساسولای شو.

که چیرې له ګلانو او بوټو سره مو مینه وي نو ضرور د تهران ولایت پاکدشت ولسوالۍ ته ورشئ.

پاکدشت سیمه د زرخیزې ځمکې او د مناسبې اب وهوا او د جاجرود په نوم له اوبو د ډک سیند په شان له خدای ورکړل شویو نعمتونو څخه برخمنه ده چې دغه چاره سبب شوي ده چې د پاکدشت سیمې خلک د ګلانو او د بوټو کرلو ته مخه کړي.

په حقیقت کښې د ښکلیو ګلونو تاندوالی د دښتې له رمز او راز څخه له ډک ایکوسیسټم سره اخښل شوی دی او پاکدشت ولسوالۍ یې په یوه داسې ښار بدله کړي ده چې ښکلي ګلونه یې د دغه ښار د مسافرانو او د سیلانیانو لپاره خوږې خاطرې رامینځته کوي.

پاکدشت ولسوالۍ څه د پاسه اولس زره هیکټاره کرهڼیزه ځمکه لري چې فصلونه پکښې کرل کیږي او دغه سیمه د تهران ولایت د کرهڼې یو مهم قطب او مرکز ګڼل کیږي.

په دغو  کرهنیزو ځمکو کښې په  یو زر او پینځه سوه هیکټاره ځمکې کښې ګلونه کرل شوي دي چې په ګل خانه اي یعني له  پلاسټیکونو څخه په جوړو شویو کوټو کښې دي او په دغو ګلتوني خونو کښې هر کاله څه د پاسه یو میلیارډ او دوه لکه  ګلونه تولیدیږي او د نړۍ ډیرو هیوادونو ته د ایران دغه ګلونه صادریږي هم.

()

یو کلی چې په پاکدشت ولسوالۍ کښې د ګلونو او د بوټو د کرلو او د پرورش د زیاتیدا سبب شوی دی د «ګلزار» په نوم کلی دی.

ګلزار کلی دوه سوه کاله لرغونوالی لري او هغه د پاکدشت ولسوالۍ په څلور کلومیټرۍ او د تهران په شل کلومیټرۍ کښې پروت دی.

ګلزار کلی  په تیر وخت کښې د یوې قلعې په شکل کښې و او هلته د کلیو خلکو ژوند کاوه او د دغه کلي د قلعې په شان د څيرې د لرلو په دلیل ځايي خلکو هغه ته «حصار کلات« وایه.

د وخت په تیریدا او د ګلونو او بوټو د کرلو په پراخیدا سره د دغه کلي نوم« ګلزار »ته بدل شو.

د ګلزار کلی د ځمکې لاندې ډیرې اوبه لري او همدغه چاره سبب شوي ده چې هلته د کرهڼې د فعالیتونو بالقوه او پوټیشنلونه ډیر زیات شي او په سیمه کښې د ګلونو او د بوټو کرل او پرورش وده او رونق ولري.

همدغو عواملو یوبل ته لاسونه ورکړي دي چې د ګلزار په نوم کلی په یوه ښکلي او د سیل په یوه ځاې بدل  کړي.

ښه خبره ده چې پوه شئ چې د تهران ولایت څه د پاسه پنځوس فیصده ګلان او بوټي په ګلزار کلي کښې تولیدیږي او ویشل کیږي په دې ډول چې د ګلزار په نوم کلی د ایران د  ګلونو او د بوټو د تولید یو اصلي مرکز ګڼلی شو.

د ګلزار کلي د ګلونو بازار ډیر رونق لري ځکه چې د ګلونو په مناسبو بیو او تنوع او ډول ډول والي سربیره  دغه ګلونه ډیر دوام کوي او زر نه خرابیږي.

د پاکدشت ولسوالۍ په ګلزار کلي کښې تولید شوي ګلونه چې څانګې څانګې یې جوړې شوي  وي له څلویښتو تر پینځه څلویښو ورځو پورې او د خاورو په ګلدانونو کښې په کیښودلو سره تر دریو میاشتو پورې نه خرابیږي.

په ګلزار کلي کښې اکثره کرل شوي ګلان  شمعدان یعني ګیرانیمز(GERANIUMS)، رز(ROSE) یعني ګلاب،میخک یعني پینک(PINK)، ژربرا یعني ټرانزوال ډیسي(TRANSVAAL DAISY)، سنبل ، هایاسینت(HYACINTH)، داودي یعني کریسنتیمم(CHRYSANTHEMUM) ، انتریوم  یعني لیس لیف(laceleaf) او ارکید(orchids)  دي.

()

خوږو لوستونکو په ایران کښې مو د ګلونو او بوټو د یوه قطب په توګه د  تهران ولایت د پاکدشت ولسوالۍ د ښکلاو په هکله تاسو ته معلومات درکړل.

اوس په دوام کښې غواړو په دغه ولسوالۍ کښې له تاریخي ودانیو سره اشنا شو.

د «ناصریه جمال اباد» ودانۍ ، د «یبر» طبیعي یخچال ،«جیتو» پل  د «فرون اباد» تاریخي جوړښت او د «خاتون اباد» کاروان سرای د پاکدشت ولسوالۍ تر ټولو مهم اثار ګنل کیږي.

د پاکدشت ولسوالۍ یوه تر ټولو مهمه ودانۍ د« یبر داغلان» یخچال دی چې پاکدشت ته نږدې په همدې نوم کلي کښې پراته ده.

له دې مخکې چې د یبر داغلان د یخچال په هکله تاسو ته معلومات درکړو ښه خبره ده چې لږ شان په ایران کښې د یخچال په نوم له ودانیو سره ډیر بلد او اشنا شو.

کابو دوه زره کاله مخکې ایرانیان وتوانیدل چې د دښتې په مینځ کښې د یخ یعني د واورې د جوړولو لپاره یوه کارنده او هوشمندانه لاره پیدا کړي او دغه حل لاره له یخچالونو پرته بل څه نه ده! یخچالونه چې د یخو د ذخیره کولو لپاره مناسبه سرچینه ده مخروطي شکل لري.

دغه مخروطي شکل یوازې د هغې د ښکلا لپاره نه دی بلکې د کارندوالي اړخ لري.

د مخروطي یخچال په لوړې برخې کښې د لوږي د نل لیک په شان یو شی وي چې هوا د یخچال داخل ته هدایتوي.

دغه مخروط د ساروج په شان له یو ډول عایقو موادو جوړیږي.

ساروج له شګو، ریږو، خاورو، د هګیو له پوټخکو ، چونې ، د  وزې(بیزې) له ویښتانو او ایرو څخه جوړیږي.

هغه هوا او باد چې د نل لیکې په وسیله یخچال ته ورننوځي له یخو سره د ټکریدا په لاره کښې سړیږي او په ټول اوړي موسم کښې د یخچال داخلي فضا سړه او خنکه ساتي.

حتی هغه وخت چې د لمر سترګې وړانګې نیغ په نیغه په یخچال پریوځي عایق خپل کار په ښه ډول ترسره کوي او یخ له هیڅ بدلون پرته پاتې کیږي.

په زړه پورې خبره دا ده چې پوه شئ دغه یخ په اوړي کښې نه بلکې د ژمي په موسم کښې جوړول کیږي او په ژمي کښې د یخچال چاپیریال د یخ یعني د واورې د جوړولو لپاره مناسب دی.

د یخو د جوړولو بهیر د ځمکې لاندې له کانالونو یعني په قناتو یعني کاریزونو مشهور دي د اوبو په جاري کیدا سره شروع کیږي او له کاریزونو څخه د اوبو په بهیدا سره اوس اوبه فرصت لري چې دمه وکړي او دغه اوبه د ژمي په موسم کښې په یخو بدلیږي.

کله  نه کله دغه اوبه د غرونو د وارو له ویلي کیدا څخه تامینیږي.

()

خو اوس به د «یبر داغلان» یخچال وګورو.

دغه لرغونی یخچال مخروطي شکله دی او لوړوالی یې کابو اوه میټره دی.

د دغه یخچال محیط څلورپنځوس میټره دی او دیوالونه یې کابو دوه میټره پلن دي او دغه دیوالونه سبب کیږي چې یخچال په اوړي کښې سوړ وي او د یخو او د واورې د ویلي کیدا مخنیوی وشي.

د یخو د جوړونې ډنډ به  په ژمي موسم کښې له اوبو ډک کیده او د هغه یخ  ټوټي ټوټي کیدل او د یخچال په هغه برخې کښې اچول کیدل چې په اخري برخه کښې یې یوه څا وه او چت یې په وښو باندې پوښل کیده.

په دې ډول اوبه د اوړي تر لومړیو پورې پاتې کیدې او یخ یخچال ته له ننوتونکي دروازې څخه خلکو ته یخ  ورکول کیدل.

د یبر داغلان لرغونی یخچال د ایران د قاجار باچاهانو په پړاو کښې جوړ شوی دی او ویل کیږي د ګلین په نوم یوې ښځې دغه یخچال د کلي د وسیدونکو د استفادې لپاره جوړ کړی دی.

()

زړه ته رانږدې لوستونکو  اوس د ایران سیل دغه پروګرام پاې ته ورسید په راتلونکي پروګرام کښې به د تهران ولایت سیل وکړو او د ایران له پلازمینې تهران سره به بلد شو نور له تاسو اجازه غواړو خوشحاله وسئ.

 

 

ټیګونه