May 27, 2023 16:04 Asia/Kabul
  • زینب عصام (پورته انځور) او مهسا امیني (لاندي انځور)
    زینب عصام (پورته انځور) او مهسا امیني (لاندي انځور)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې دکیسو جنګ د لړۍ په دې برخه کې له ننني (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې خپرونه کې له ورته پېښو سره د مخامخ کېدو په اړه، د لوېدیځو رسنیو ځینې دوه مخي چلند بیانوو، له موږ سره و اوسئ.

یو امریکایی فیلسوف او نقاد، نوام چامسکي (Noam Chomsky)، د انسان د ژوند په مسله کې د لوېدیځ پر دوه ګوني چلند نیوکه کوي او لیکي، چې د امریکا له آنده، ارزښتناکه قربانيان او بې ارزښته قربانيان شته. ارزښتمن قربانیان هغه کسان دي، چې زموږ په دښمنو هېوادونو کې دي او هلته وژل کېږي او دا زموږ لپاره ارزښت لري او زموږ تمرکز باید پر دوی باندې وي. خو بې ارزښته قربانیان هغه کسان دي، چې پخپله امریکا یا د هغې د متحدینو لخوا وژل کېږي، چې باید ورته پام ونه کړو.

د چامسکي د وینا له مخې، دا باید د حیرانتیا وړ نه وي، چې ولې په ورته جغرافیه کې، د لوېدیځې آسیا په یوه سیمه کې، دوه نجونې په یوه وخت کې ووژل شوې، چې یوه یې په رسنیز ډګر کې په خورا پراخ ډول د نړۍ په مهمو رسنیو کې د خبرونو سرټکی ګرځي او  هغه بله یې حتی د هغې ډېرو هېوادوالو ته ناڅرګند پاتې کېږي.

المیادین شبکې په تېر مني کې په یوه راپور کې د دې خبر رسنیز پوښښ ته اشاره وکړه او وویل: «زینب عصام» هغه عراقۍ نجلۍ ده، چې په ایران کې د مهسا امیني له مړینې سره همهاله، د بغداد په لوېديځ کې د ابو غريب په سيمه کې، د امریکايي پوځیانو له خوا په ډزو کې په شهادت ورسېده.

زینب هغه پنځلس کلنه انجلۍ وه، چې د خپل پلار په کروندو کې د امریکايي پوځیانو له خوا د ویشتل شوې مرمۍ له امله مړه شوه، خو په داسې حال کې چې په نړۍ کې دومره کسانو د مهسا امیني نوم نه وو اورېدلی، زینب عصام، یو پېژندل شوی نوم حتی په عراق کې دننه وو.

که څه هم په عراق کې یو شمېر چارواکو او د بشري حقونو فعالانو د زینب عصام په وژلو کې د امریکايي پوځیانو جنایت غندلی او په عراق کې په ټولنیزو پاڼو کې "امریکا، زینبه ووژله" هشټاګ هم کارولی، خو په عربي او لوېدیځو رسنیو او ملګرو ملتونو پوري په اړوندو حقوقي ناستو کې د دغه عراقۍ نجلۍ د مړیني څرنګوالې ته اشاره نه ده  شوې.

امریکا تېر کال اوکراین په کړکېچ کې ښکېل کړ. پر اوکراین د روسیې برید ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده. که څه هم، د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي په وینا، دا احمقانه ده، چې خلک وایي په اوکراین کې جګړه یو ناورین دی. ځکه چې لومړنۍ عامه وژنه په اروپا کې وشوه.

خو په هرحال، پر اوکراین د روسیې د برید په غندلو سره، د نړیوالې ټولنې له خوا بېلابېل غبرګونونه راپارول شوي، چې له هغې ډلې په سپورتي ټولنې کې/فیفا لومړنی بنسټ وو چې دغې پېښې ته یې غبرګون وښود. فیفا، د یوفا سره یوځای، د روسیې فوټبال د لوبغالو ټیمونو او ملي ټیم، د اروپايي لیګ او د 2022 نړیوال جام انتخابي سیالیو کې  له ګډون څخه منع کړ. دا پالیسي په نورو سپورتونو لکه والیبال، ټینیس، منډې، تکواندو، جوډو او داسې نورو کې هم تعقیب شوه. هغه پرېکړې چې که څه هم په ښکاره په زړه پورې بڼه یې درلوده او د عامو اورېدونکو لخوا یې هرکلی وشو، خو یو ځل بیا یې دا ثابته کړه، چې سیاست په سپورت کې کلیدي او بنسټیز رول لوبوي.

بې له شکه دا ويلای شو، چې د نړيوالې ټولنې له خوا د جګړې غندنه په خپل ذات کې بده نه ده، ځکه د نړۍ په هره برخه کې خلک د جګړې مخالف دي. خو د حرکت ناوړه اړخ دا دی، چې نړۍ د یوې مسلې په اړه د دوه ګوني چلند شاهده ده. د بېلګې په توګه کولای شو د فلسطین د خلکو وضعیت ته اشاره وکړو، چې له کلونو راهیسې د صهیونیستي رژیم د تېریو او جنګي جنایتونو شاهدان دي، خو د تېري کوونکي لپاره هېڅ ډول بندیز په پام کې نه نیول کېږي.

د یمن خلک هم له ۸ کلونو راهیسي له آل سعود سره په غیر مساوي او ظالمانه جګړه کې ښکېل وو، چې د شمېرو له مخې په دغه جګړه کې ۳۷۷ زره پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي دي. خو په دې کلونو کې د نړۍ فدراسیونونو او د المپیک نړیوالې کمېټې، پر سعودي عربستان بندیزونه یا فشارونه و نه لګول. افغانستان، سوریه او لسګونه نور هئوادونه، هم یادولای شو.

دا توپېر او تبعیضي لید لوری د دې لامل شو، چې یوه کاناډایي، د کاناډا د سپورت له وزیرې مېرمن اونګه (Onge) څخه وپوښتل: "موږ په نړیوالو سیالیو کې د روسیې پر لوبغاړو بندیز ولګاوه. څوک باید پر امریکا بندیز ولګوي، چې پر عراق یې برید وکړ؟ څوک باید پر اسرائیلو بندیز ولګوي، کوم چې نیواکګر دی؟ څوک باید پخپله کاناډا پر افغانستان او لیبیا د بمباریو له امله، بندیز ولګوي؟ آغلې وزیره له ځواب ورکولو پرته، له هغه ځایه ولاړه.

دوه ګونې پالیسي یوازې د خبري پوښښ پورې محدوده نه ده، بلکې په دې ورځو کې ټولنیزې پاڼې هم شاملې دي. په وروستیو کلونو کې امریکايي چارواکو د روسیې او چین په څېر هېوادونه، د بیان له آزادۍ په سرغړونې تورن کړي دي، ځکه دوی د ټکنالوژۍ له شرکتونو او ځینو ټولنیزو شبکو غوښتي وو، چې د دوی د منځپانګې له امله ځینې پوسټونه لرې کړي.

خو امریکا همدا کار له ټیک ټاک سره ترسره کوي. هغه ټولنیزه پاڼه چې په امریکا کې له نورو ټولنیزو شبکو سره یې یوازینی توپیر، د هغې بهرني توب دی. په امریکا کې د ټیک ټاک د محبوبیت له امله، د دې هېواد چارواکي د هغې د منځپانګې سانسور او همدارنګه پر هغې بندیز یا سخت محدودیت تعقیبوي. څه موده وړاندې، د امریکا کانګرس، د ټیک ټاک له اجرایوي مدیر سره غونډه وکړه. د دې مسلې لپاره ترټولو عامه توجیه دا ده، چې په امریکا کې د ټیک ټاک شتون چین ته واک ورکوي، ترڅو امریکایان کنټرول کړي.

په دې اړه، د تگزاس استازي د ټیک ټاک اجرایوي مدیر ته په خطاب کې وویل:"ټیک ټاک د دې وړتیا لري، چې د شخصي معلوماتو لویه کچه راټوله کړي. موږ ټول په دې پوهېږو. دا په دې مانا ده چې که هغه وغواړي، کولای شي له دې معلومات څخه په روایتونو او بهیرونو کې د اغېزو لپاره کار واخلي. د ناسمو معلوماتو کمپاینونه پیل کړي، د ځان ویجاړوونکي چلندونه وهڅوي، په قصدي توګه د نشه يي توکو مافیايي ډلو ته اجازه ورکړي، چې په آزاده توګه اړیکه ونیسي او د نشه يي توکو او انسان قاچاق تنظیم کړي.

که په انصاف سره وګورو، د ټولنیزو رسنیو ټول شرکتونه کولای شي دا کار وکړي.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې تنکیو ځوانانو او نفوذ کوونکو ته په خطاب کې وویل: "شاید تاسو ته اوس مهم نه وي، چې دوی ستاسو معلوماتو ته لاسرسی لري، خو هغه ورځ به راشي چې تاسو ته به مهم وي، او اصلي ستونزه همدلته ده له دې معلوماتو سره، ځواک هم ترلاسه کېږي، کولای شي پریکړه وکړي، چې څه وګوري او څنګه فکر وکړي. دوی کولای شي داسې کار وکړي، چې تاسو په هغه شیانو باور وکړئ، چې ریښتیا نه دي، دوی کولای شي تاسو هغو کارونو ته وهڅوي، چې ستاسو ژوند له منځه وړي ... دوی کولای شي غوښتنه وکړي، چې د ټیک ټاک ټول معلومات د یوه مصنوعي هوش د الګوریټم ډیزاین کولو لپاره وکارول شي، چې یوازنۍ موخه یې، د چین د ګټو وده او له دننه څخه زموږ د ټولنې ویجاړول وي.

هغه څه چې د کانګرس استازي یې اندیښمن کړي، د ایران خلکو تېر مني کې تجربه کړل، خو د چینایي ټیک ټاک سره نه، بلکې د امریکایي ټولنیزو پاڼو لکه واټس اپ، انسټاګرام، ټوېټر او نورو سره.... دا شبکې چې د رسنیو د فعالانو په وینا، د امریکا د استخباراتو  او امنیتي بنسټونو لخوا کنټرولېږي، دوی په یوه محاسبه شوي پلان سره وکولای شول، چې د ځوان نسل په ذهنونو کې د اسلامي انقلاب نه مخکې د فاسد او انحصاري پهلوي رژیم او ټولنې یو رویايي لید راښکاره کړي، د جمهوریت او اسلام په اړه د ځوانانو د یوې ډلې په ذهنونو کې شک پیدا کړي او د ځینو ځوانانو د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او د هېواد په پرمختګ کې د هغې ارزښت ته د کتلو په لاره کې بدلون راولي.

له همدې امله، ډېری په دې باور دي چې د ایران د تېر کال ناامنۍ د مهسا امیني د مړینې له امله، یوه پلمه وه، هرې بلې پېښې کولای شول د هېواد د ګډوډۍ او امنیت د ګډوډولو لپاره د لوېدیځ د تسلطي نظام پروژه پیل کړي. په تېر مني کې د ایران ځینې ښارونه د یو شمېر تنکي ځوانان د شتون شاهدان وو، چې په پیل کې د یوې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې سړکونو ته راووتل، خو ډېر وخت تېر نه شو چې په ګډوډیو واوښت.

د نیول شویو کسانو په وينا، دوى له امريکايي ټولنيزو پاڼو، واټساپ او انسټاګرام څخه زده کړي وو، چې څنګه د اور وسايل جوړ کړي او په عامه ځايونو په بريدونو سره يې له منځه ویسي، د امنيتي او قانون پلي کوونکو ځواکونو سره د مقابلې لپاره وسلې چمتو کړي او د هېواد په کچه د اعتصاب هشټاګونو په جوړولو سره، اجازه ورکول کېږي چې د هغو خلکو هټۍ ویجاړ کړي، کوم چې په جبري اعتصاب کې ګډون نه کوي.

باید هېر نکړو چې د نړیوالتوب په زمانه کې، رسنۍ د نرمې جګړې وسیلې دي، چې په هدفي ټولنو کې نفوذ کوي او د هغو هېوادونو خلک د خپلو ګټو لپاره د هغوی د حکومتونو پر ضد هڅوي. د ټولنپوه او د رسنیو انتقادکوونکي، هربرټ شیلر (Herbert Schiller)په وینا: د رسنیو امپریالیزم دنده، د دماغونو او زړونو اداره کول دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه