Jun 07, 2023 11:14 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۵۳

په تیرې لیکنې کښې مو د درون ګرا او برون ګرا کسانو ځانګړنې وڅیړلې، په دې ننني مطلب کښې د باطن پاله او ظاهر پاله کسانو ځیني نور خصوصیات او ورسره د چلند او سلوک طریقه جاجوو.

د یو ښه ژوند د لرلو لپاره د بدن او روح دواړو روغتیا مهمه ده. کله کله د خپل نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره د ژوند په طریقه کښې بدلون ضروري دی. په (ښه عادتونه) نومې دې لړۍ کښې په ګډه خپل بد عادتونه، په ښو عادتونو بدلوو خو یادونه ضروري ګڼو چې په دې پروګرام کښې کیدونکې سپارښتنې کلي دي او ښايي ځینې په کښې د ټولو خلکو لپاره مناسبې نه وي. خو د خپل ژوند په طریقه کښې د ځینو بدلونونو لپاره له خپل ډاکټر یا صلاحکار سره مشوره کولې شئ.

*/*/*/*

زیاتره برون ګرا یعنې extrovert کسان په میلمستیاو میئن وي. دغه کسان وړومبۍ عمل کوي، بیا خبره او ورپسې فکر کوي. برون ګرا کسان زیاتره د فیصلې کولو او د حل لارې د وړاندې کولو په وخت په بهرنیو معلوماتو او محرکاتو باور کوي. هغوي له دې زیات چې خپل فکر بوخت او مشغول کړي، په خپل قزیکي قدرت او توانمنیو باندې په تکیې سره کارونه ترسره کوي. هغوي هم داشان په خپلو پریکړو نور خلک هم خبروي او د خپل فکر او پلان په هکله ورسره خبرې کوي.

برون ګرا کسانو ته د نړۍ ټول خلک خپل ملګري ښکاري. دا کسان ښه په اسانه له نورو سره اړیکه ټینګولی شي، حتی که ورسره ګډ خصوصیات ونه لري. دوي ته فرق نه کوي چې دغه کسان د مخالف جنس وي او که د موافق، حتی که ورڅخه لس کاله مشران او د یو بل هیواد وګړي وي، یو برون ګرا کس کوې شي له تاسو سره خبرې وکړي او تاسو احساس وکړئ چې هغه له کلونو راهیسې پيژنئ.

هم داشان برون ګرا خلک extroverts خپله خوشالي او خوشبختي له نورو سره شریکوي. که په یوې ټولنې کښې یو داسې کس پيدا کړئ چې ډیر کسان ترې چاپیره وي، پرله پسې په لوړ غږ خبرې کوي او لاسونه خوروي نو په زیات احتمال دغه کس برون ګرا extrovert دی. برون ګرایان په خپل اشتیاق او ولولې مشهور دي او په طبیعي توګه دغه ځانګړتیاوې نورو ته هم منتقلوي. ګرانه ده چې په یوه غونډه کښې له یو برون ګرا سره مخامخ شئ او ورڅخه انرجي وانه خلئ. هم داشان که مجبور شو چې د برون ګرایانو د خوښې وړ فعالیت غوره کړو نو له نویو کسانو سره ملاقات مو باید د لیسټ په سر کښې وي.

د برون ګرا کسانو یوه بله ځانګړنه دا ده چې له شبکه جوړونې او د ټولنې د مختلفو پرګنو له خلکو سره له تعامل سره یې شوق دی او دا هم هغه وجه ده چې په ټول کښې، په ښوونځي، پوهنتون او د کار په ځآې کښې برون ګرا کسان ډیر زر پیژندل کیدې شي. هغوي په مختلفو غونډو کښې شاملیږي او خوښوي چې د مختلفو کسانو په خبرو کښې شتون ولري. په دې وجه په ډیر احتمال د ډلو، کلبونو، ټولنو او د هر هغه څه ستره برخه چې وربته د تعامل فرصت ورکوي، دغه کسان جوړوي. هغوي په یوې ډلې کښې او د کسانو په محاصره کښې د لایات امنیت احساس کوي ځکه چې یوازې پاتې کیدل یې عصباني او په قهر کوي.

که څه هم داسې ښکاري چې د درون ګرا او برون ګرا Introverts and extroverts په دوو منظمو ډلو د کسانو ویشل یوه سمه او په زړه پورې طبقه بندي ده، خو حقیقت دا دی چې هیڅ کس په مطلقه توګه خالص درون ګرا یا برون ګرا نه دی او ټول، د دواړو برخو لږترلږه ځینې ځانګړتیاوې لري. په تیر پروګرام کښې مو د دې خبرې وضاحت وکړ چې هانس آیرزنک Eysenck)  د درون ګرا او برون ګرا دوه اصطلاح ګانې له یونګ څخه واخیستې خو ترجیح یې ورکړه چې د دوه قطبي استفادې پر ځاې، هغوي د یو طیف په دوو سرونو کښې وګرځوي. په دې وجه د آیزنک په تعریف کښې په مونږ کښې هر یو، د درون ګرایۍ او برون ګرایۍ د طیف یو ټکی ځان لره ځانګړی کړی دی. البته آیزنک عملاً خپل مقیاس، برون ګرا بولي، یعنې فرض کوي چې مونږ ټول تر څه حده برون ګرا یوو او یوازې د برون ګرایۍ اندازه مو له یو بل سره فرق لري. په طبیعي توګه که تاسو له خپل ملګري نه لږ برون ګرا یئ نو دا فرض کوې شئ چې د هغه په پرتله درون ګرا یئ.

د شخصیت پنځه فکتوره ماډل هم د شخصیت د اندازه کولو له پنځو اصلي فاکتورونو څخه یو، برون ګرايي ګڼي او د آیزینک په څیر، د برون ګرایۍ لپاره یو طیف تعریفوي. په بل عبارت، هرڅومره چې ستاسو برون ګرایي ټيټه وي، هغومره فرض کوې شئ چې درون ګرا یئ. او هغه څه چې د برون ګرایۍ په توګه په پنځه عاملي ماډل کښې مطرح کیږي، د ګرموالي، ټولنیزتیا، صراحت او پریکنده توب، د جوش او فعالیت، هیجان غوښتنې او د مثبتو هیجانونو تجربه ده. له همدې امله، د ځانګړتیاوو په دې شپږو کټګوریو کې ستاسو د وضعیت مجموعه هغه څه دي چې په نهایت کې تاسو د بل چا په پرتله ډیر بې ځایه شوي یا د پنځه فکتور ماډل کې د هغه په ​​​​پرتله ډیر درون ګرا یعنې انټروورټ ارزول کیږي.

په دې وجه دغه نظري درک او پوهې ته رسیدو ته په پام سره، درون ګرایي او برون ګرایي پر ځاې د دې چې ډول پيژندنه وي، د رنځیر په شان یو بل سره نښتې دي او نه یې شو بیلولې. په ساده ژبه، دا په دې معنا ده چې مونږ ټول په مختلفو مقیاسونو کښې او په بیلابیلو درجو سره، د دورن ګرایۍ او برون ګرایۍ ځانګړنې لرو. په دې وجه، ممکنه ده یو کس چې د نظریې وړاندې کولو شوق لري، په ټولنیزو موقعیتونو کښې د راتلو او له نویو ډلو سره د تعامل شوق هم ولري خو په عین داسې کسان هم شته چې برونګ ګرا دي خو هیڅکله په سترو غونډو کښې ګډون نه شي زغملی.

البته د کار د غوره کولو په ډول کښې چې په تیر پروګرام کښې مو د درون ګران کسانو په اړه ډیر وضاحت وکړ، د دې ټکي ذکر ضروري دي چې هسې نه دغه مسائلو مو نهیلې کړي او ممکنه ده د خپلې خوښې وړ کار له پیلولو مو ناامیده کړي. دا ستاسو له شخصیت سره سمون خوړونکې ځینې لارې چارې دي چې د کار په انتخاب کښې مو مرسته کوې شي. دې ته مو پام وي چې همیشه داسې کاري اړخونه شته دي چې ممکنه ده ځینې مو ترې خوښ وي او له ځینو یې کرکه ولرئ. هیڅ څیز مطلق نه دی او تاسو باید وړومبی یو داسې کار غوره کړئ چې ستاسو مناسب ووي او بله دا چې په مسلکي ژوند کښې مو د پرمختګ سبب شي.

نو بس تر دې دمه پوه شوو چې په هر حال، مونږ ټول په درون ګرایۍ او برون ګرایۍ باندې څه ناڅه اخته یوو او ځان یا نور خلک د درون ګرایۍ یا برون ګرایۍ په یوې اندازې کښې ګڼو. په دې وجه دې سپارښتنو ته د کره علمي نظریو په اندازه پام مه کوئ او زیاتره یې د تجربې په بنیاد د وړاندیزونو تر حده فرض کړئ. نو د پروګرام په دوام کښې راسره مله ووسئ چې یولړ هغه سپارښتنې وڅیړو چې له درون ګرا او برون ګرا کسانو سره د چلند او سلوک د طریقې په لړ کښې یې په هکله د نظر لازیات یووالي موجود دی.

له درون ګرا Introverts کسانو سره د چلند او سلوک په ډول کښې تل هڅه وکړئ چې د دغو کسانو لپاره د انفرادي فعالیتونو د حق قائل شئ. مه هیروئ چې د درون ګرا او برون ګرا کسانو ترمینځ یو ډیر مهم توپیر، په هغو باندې د ټولنیزو تعاملاتو اغیزه ده. برون ګرا کسان له نورو سره له ټولنیز تعامل څخه انرجي اخلي. برون ګرایان حتی که یوې غونډې یا دستورو یا میلمستیا ته له ننوتو مخکښې چندانې انرجي ونه نه لري، خو احتمالاً په ټول کښې په شتون سره، تازه او له انرجۍ ډکیږي او له دغې میلمستیا یا مراسمو څخه د وتلو په وخت یې حالت له مخکښې نه ښه وي.

خو دا ځانګړنه د درون ګرایانو لپاره رښتونې نه ده. په ټول کښې شتون او ډله ایز فعالیتونه له هغوي نه انرجي اخلي، په هم دې وجه، په ډیرو مواردو کښې هغوي انفرادي فعالیتونو (Solo Activities)  ته ترجیح ورکوي. نو بس که د دوستانو د راغونډیدو لپاره دومدار پروګرامونه جوړوئ یا له کاري فضا نه بهر په ډله ایزو پروګرامونو کښې ګډون کوئ نو دا حق لرئ چې زمونږ د اعتراض او نیوکې له اوریدو پرته، کله کله په دغو پروګرامونو کښې ګډون مه کوئ.

هم داشان په ډله ایزو پروګرامونو کښې فضا، د هغوي د انفرادي تجربو لپاره باید خلاصه پریږدو. دې ته په پام سهر چې د درون ګرایانو د انرجۍ سرچچینه د ټولنیز تعامل لپاره محدوده ده، ممکنه ده چې په ټولنیزو ډلو کښې د شتون لپاره مقاومت ولرئ. دا په دې معنا نه دي چې درون ګرا کسان په جمع او ټول کښې شتون نه خوښوي، بلکې ویلې شو چې درون ګرا خلک، په «هره غونډه» کښې شتون نه خوښوي او په مختلفو غونډو کښې د ګډون کولو یا نه کولو په هکله په ډیر حساسیت سره فیصله کوي.

هم دا حالت په ټولنیزو شبکو کښې د هغوي په شتون کښې هم، په ورته بڼه لیدل کیږي. شاید د یو برون ګرا لپاره په یوې ټولنیزې شبکې مثلاً انسټاګرام کښې د ملګرتیا د غوښتنو لیدل ولوله ناک او په زړه پورې وي، خو ممکنه ده د یو درون ګرا Introverts لپاره د دوستي او د اړیکو د ټینګولو د هرې غوښتنې لیدل، د سټریس د رامینځته کولو یو عامل وي. په داسې وختونو کښې یو درون ګرا ممکنه ده څو ساعته فکر وکړي، له خپلو ملګرو سره مشوره وکړي او بلآخره د یو کس د فالو کولو د غوښتنې د منلو یا ردولو په هکله فیصله وکړي. حتی ممکنه ده په څومره وخت کښې چې یو درون ګرا کس، په ټولنیزو شبکو کښې د دوستۍ د یوې غوښتنې د تاییدولو یا نه تاییدولو په هکله فیصله کوي، یو برون ګرا، بشپړه عاطفي اړیکه جوړه او ټینګه کړې وي او ښايي هغه یې حتی پاې ته هم رسولې وي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه