Aug 10, 2023 17:21 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۵۶)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو نومي لړۍ له ننني (۵۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د ښه عادتونو د پروګرام په تېره برخه کې مو د لټۍ او د هغه د لاملونو په اړه بحث وکړ، په دې برخه کې له لټۍ سره د مقابلې پر حل لارو بحث کوو. له موږ سره و اوسئ!

حضرت علي (ع) فرمايي: هرڅوک چې خپلې سستۍ او لټۍ ته دوام ورکړي، هغه خپلو هېلو ته نه شي رسېدی.

لټي د انسان د ژوند په ټولو برخو کې یوه پراخه کارېدونکې کلمه ده. له پخوانیو وختونو راهیسې، د لټ سړي په اړه یې تل د خوب او بستر په حالت کې فکر کولو. په عموم کې، کله چې یو څوک له هغه شیانو څخه ډډه کوي، چې باید ترسره شي، هغه لټ سړی دی. هر څه چې د لټۍ لامل کېږي، باید درملنه یې وشي. د لټۍ په درملنې سره، ډېره انرژي زموږ په ژوند کې داخلېږي او هغه تازه والی او خوشحالي چې له ځان سره راوړي، ژوند به ډېر ښکلی کړي.

البته لومړی، د دې بهیر پیلولو لپاره، خپل مسئولیت وټاکئ. د دې کار لپاره، تاسو اړتیا لرئ، چې اصلي ستونزه ومومئ. نو هرکله چې تاسو د لټۍ احساس کوئ، یوه شېبه په تمه شئ. فکر وکړئ چې ستونزه چېرته ده او کوم عامل یا عوامل دا ستونزه رامنځته کوي. لټي عموما یوه نښه ده، یعني دا د یوې ستونزې پایله ګڼل کېږي، او دا د یوه لامل اغېزه ده، چې باید کشف او حل شي. د لټۍ مختلف لاملونه شتون لري، له هغې جملې: د انګیزې نشتوالی، ستړیا، ویره، نه لېوالتیا او داسې نور. د لټۍ لاملونه وپېژنئ او هڅه وکړئ چې له لټۍ او د انګیزې له نشتوالي څخه ځان خلاص کړئ.

اوس چې تاسو یوڅه پوه شوئ چې ستاسو لټي له کوم ځای څخه سرچینه اخلي او لامل یې څه دی، د ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړئ او درملنه یې وکړئ. د لټۍ د ستونزې د حل او درملنې په لټه کې، تاسو باید ځینې شیان په پام کې ونیسئ. که تاسو ستړي یاست او ستاسو د بې انګیزګۍ لامل ستړیا ده، ځان یو څه آرامه کړئ. که ستاسو وخت محدود او کم وي، په ناڅارۍ سره ځینې پروګرامونه حذف کړئ. که تاسو په مختلفو پروګرامونو او دندو باندې بوخت یاست او دا موضوع تاسو مغشوشوي، هڅه وکړئ دا موضوع په کوچنیو برخو ووېشئ. د لومړیتوبونو لیست جوړ او کارونه په ترتیب سره پیل کړئ.

اوس که له کاره د تېښتې او لټۍ لامل وېره وي، باید فکر وکړئ چې وېره مو څومره منطقي ده او دا وېره څنګه تاسو له خپلو موخو او هیلو څخه لرې ساتي. کله کله موږ له یو څه سره مخ کېږو او زموږ احساسات زیانمنوي، یا ځیني وختونه موږ ناخوښه کېږو، چې زموږ روح ته زیان رسوي او همدا خپګان زموږ د عمل کولو انګیزه له منځه وړي. که دا ستاسو د لټۍ لامل وي، نو په هېڅ ډول پر ځان فشار مه راوړئ. خپل ځان ته د ښه کېدو لپاره وخت ورکړئ او بیا د خپلې لټۍ درملنه پیل کړئ. د بې انګیزګۍ له امله رامنځته شوې لټۍ د درملنې لپاره، تاسو باید خپل چاپیریال هم بدل کړئ. زاړه چوکاټونه مات کړئ او خپله ورکه شوې جذبه، په هر هغه طریقه چې ممکنه وي، بیرته لاس ته راوړئ.

نظم تل د بریالیتوب او د ورځني ژوند پر ستونزو د بریا یو لامل دی. بې نظمي او ګډوډي ستاسو څخه ډېره انرژي ضایع کوي. په ځانګړې توګه په بصري لحاظ، کله چې ستاسو چاپېریال ګډوډ او نامنظم وي، ستاسو انګیزه او انرژي به راټیټه شي. همدارنګه، ډېری شیان زموږ په شعور کې جریال لري. هغه څه چې موږ وینو او اورو او هغه احساسات چې موږ یې له چاپېریال څخه ترلاسه کوو، په غیر شعوري توګه پر موږ باندې تاثیر کوي. په حقیقت کې، زموږ د دماغ د پردې تر شا په زرګونه شیان رامنځته کېږي. نو، موږ باید د فعالیتونو پیلولو او د شعور د آرامۍ لپاره زمینه چمتو کړو.

د سستۍ درملنې لپاره، تاسو اړتیا لرئ د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې خپله انګیزه پیاوړې کړئ. کولای شئ یوه کتابچه چمتو کړئ او په هغې کې خپلې هیلې ولیکئ او د هر یوه د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړئ. تاسو کولای شئ خپل اهداف او هیلې پر کاغذ باندې ولیکئ او د لیدلو په ځای کې وساتئ. د اهدافو او هیلو ترلاسه کول، ډېرې هڅې او استقامت ته اړتیا لري. د دې هڅې او استقامت لپاره د اړینو ځواکونو یوه برخه، د اهدافو د ترلاسه کولو له اهمیت څخه سرچینه اخلي. که وروستۍ موخه هېره شي، لټي په ساده ډول لارې ته راځي او تاسو به ګمراه کړي. نو، دا اړینه ده چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د هڅې پرمهال، ځینې وختونه ودرېږئ او خپل ځواک نوی کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپلې موخې د اړتیا او اهمیت په اړه وپوښتئ او وګورئ، چې تاسو یې په یوازې توګه اداره کولای شئ، یا که تاسو یو ملګري او ورته فکر لرونکي شخص ته اړتیا لرئ.

پیل کول د یوه کار ترټولو سخته برخه ده. د نوي کار د پیل لپاره پر هغه مقاومت برلاسي کېدل، چې زموږ په بدن کې شتون لري، یو څه ستونزمن دی.

په کوچنیو ګامونو سره پیل وکړئ او د جزئي بدلونونو اغیزې وګورئ. ژوند سخت دی او دا تمه کول بې ځایه ده، چې فکر وکړئ ښه ژوند یعني له د ننګونو او ستونزو پرته ژوند دی. خو دا باید ومنئ چې د دې ستونزې ترڅنګ، له هیلو، امیدونو  او خوږیو څخه ډک ژوند هم شته. په لټۍ سره، تاسو خپل ځان له حیرانوونکو بریاوو، ممکنه خوښیواو داسې نورو څخه بې برخې کوئ. باید خپل مهارتونه ډېر کړئ ، د ستونزو د حل لارې ومومئ، وده وکړئ او په خپل ټول ځواک سره خپله ویره لرې کړئ. نو عذر مه کوئ او زړور اوسئ.

هڅه وکړئ خپل فعالیتونه په کوچنیو برخو ووېشئ. کله چې کارونه په برخو ووېشل شي، د دوی ترسره کول آسانه او ډېر د ترسره کېدو وړ دي او له پیلولو څخه ستاسو ویره کمېږي. ځینې ​​خلک په دوامداره توګه د وخت د کمښت څخه شکایت کوي، ځکه چې دوی له وخت څخه په سمه توګه کار نه اخلي. په نامناسبو لارو د وخت ضایع کول د دې لامل کېږي، چې د دوی د چارو تعقیب لپاره اړین وخت ضایع شي. له بلې خوا، د پلان نشتوالی ګډوډي رامنځته کوي، او په ګډوډۍ کې، دماغ د سمې پریکړې کولو او اداره کولو ځواک له لاسه ورکوي. نو د لټۍ په درملنې سره له خپل دماغ سره مرسته وکړئ.

په ځان باور، د نورو مثبتو ځانګړتیاوو په څېر، لکه نظم او استقامت، د لټۍ پر وړاندې یو بل اغېزمن عامل دی. نو هڅه وکړئ د خپل ځان روزونکی او د انرژۍ او الهام سرچینه و اوسئ. له بلې خوا، ډېری خلک نه خوښوي چې له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د دې ستونزې لامل کېدای شي، شرم او د نورو له خوا د منفي غبرګون ویره وي. په هر حالت، د مرستې له غوښتلو څخه ډارېدل سم چلند نه دی. انسان یو ټولنیز موجود دی او د هغه د وجود یوه برخه له ټولنې سره په اړیکه کې، له  نورو سره په مرسته کولو او له هغوی څخه په مرسته اخیستلو کې معنی پیدا کوي. کله چې موږ له نورو سره په ټولنې او ارتباط کې یو، زموږ د مسئولیت احساس زیاتېږي او د لټۍ درملنه به خورا اسانه وي.

د اونۍ د موخو لیکل تاسو متمرکز او هڅوونکی ساتي. د هیلو او اهدافو لیکل ستاسو د فکرونو تنظیمولو ترڅنګ، تاسو ته انګیزه درکوي. په یاد ولرئ چې له بریا څخه د خوند اخیستو لپاره، تاسو باید د هغه قیمت ورکړئ. اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په لاره کې د ستونزو او ننګونو ویره، تاسو مایوسه کړي او تاسو د لټۍ لور ته بوځي. له خوندي سیمې څخه د وتلو لپاره، تاسو باید یو څه درد او تریخوالی تجربه کړئ. البته، تل د هر عمل لګښتونه او ګټې وزن کړئ او وګورئ چې تله د کوم لور په ګټه درنه ده. که بریا له ګټو سره وه، خپل لسټوڼي پورته کړئ، پیل وکړئ او د موخې په لور ګام واخلئ. له هڅو پرته هېڅ نه ترلاسه کېږي. دا د رزوګار دود او رسم دی او باید ومنل شي.

ټول بریالي کسان په دې باور دي چې بریا د ۹۹ سلنه هڅو او خولو تویولو او یوازې د یوې سلنې استعداد او هوښیارتیا پایله ده. ګډوډ او غیر پلان شوی هوش به هېڅ پایلې ونه لري. تاسو په یوه شپه کې اتل کېدی نه شئ. د برياليتوب په لاره کې ښايي ډېر ځله ناکام شئ، خو بايد پاڅېږئ او پوه شئ چې ناکامي هم ښه نښه ده. ناکامي په دې معنی ده چې تاسو لا هم په لاره کې یاست او د سستۍ او لټۍ په پنجره کې نه یاست.

ځینې ​​وختونه له بریا وروسته ځان ته وقفه ورکوئ، خو کله ناکله دا وقفه د دې لامل کېږي چې باد مو په شا وخوري او بېرته راګرځېدل او کارونه بیا پیلول ستونزمن شي، نو احتیاط وکړئ. او په نهایت کې ، هېڅکله شاته مه ځئ. هدف ته د رسېدو په لاره کې به زرګونه موخې ستاسو په مخ کې خنډ وي. ځانته د مبارزې کولو جرئت ورکړئ. شاته تګ د ډارنو کسانو کار دی. خپل ځان ته پام وکړئ او ځان ته یادونه وکړئ چې تاسو د یوې مهمې موخې د ترلاسه کولو لپاره په دې ستونزمنه لاره روان یاست، هغه موخه چې د سختیو د زغملو ارزښت لري. مه تسلیمېږئ، لاره ماته کړئ او مخکې ولاړ شئ.

ژباړه: زماني

ټیګونه