Aug 15, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه

په سر کې ورځو د ایران اطلاعات ورځپاڼې ته!

دې ورځپاڼې د نن ورځې په مطالبو کې لیکلي:

د سیستان او بلوچستان ولایت د بحرانونو د مدیریت د دفتر مشر وایي، د دوړو او خرابې هوا د زیاتېدو له امله د سیستان په سیمه پرون دوشنبه دفترونه تړل شوي.

مجید محبي له مهر سره په خبرو کې زیاته کړه: د دوړو د زیاتوالي او د سیمې د خلکو روغتیایي وضعیت ته د پاملرنې له امله تېره ورځ د طبي، خدماتي ادارو او مرکزي څانګو پرته ټول دفترونه تړل شوي دي.

د سیستان او بلوچستان ولایت د بحرانونو د مدیریت د مرکزي دفتر د پریکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې د تیرې یکشنبې د شپې تر پایه په زابل کې دفترونه د دوه ساعته ځنډ سره د دوشنبې په سهار خپل کار پیل کړي، خو د دوړو د شددت له امله یې کار بند کړ.

محبي څرګنده کړه: د سيستان په سيمه کښې د طوفان او ږلۍ له امله ١١٢٠ کسان طبي مرکزونو او روغتونونو ته تللي دي.

دغه ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي:

د ایران  د کرمان ولایت د منوجان ښار عامه او انقلابی څارنوال د دغه ښار د طیاب سیمې په یوه کلی کې د څلورو کسانو له وژل کېدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړې، لومړني څېړنې ښایي چې دغه پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځته شوې خو دقیق معلومات به وروسته روښانه شي.

د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې یو پلار او زوی او دوه د هغوی خورینه وژل شوي.

 

د ایران اطلاعات ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي:

د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزیر د کوچنیو صنایعو د ملاتړ په اړه پالیسي اعلان کړه او ویې ویل: دا صنعتونه لویو پانګونو ته اړتیا نه لري، هرڅوک کولای شئ  د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د کارموندنې په برخه کې ونډه واخلي.

دې ورځپاڼې د ایرنا د راپور له مخې لیکلي: عباس علی آبادی پرون د دغه هیواد د ښارګوټو او صنعتی سیمو د شلو صنعتی، زیربنایی پروژو د پرانستلو په مراسمو کې د ۲۹۴۸ میلیارډ تومانونو په پانګونې سره وویل: په دغه هیواد کې د لګښتونو او صنعتونو د پياوړي کولو په موخه د صنعتی کلسترونو د جوړولو اړتیا شته.

نوموړي زیاته کړه، د صنعت په برخه کې د یو حرکت په بڼه د صنعت وزارت په چوکاټ کې به صنعتي املاکو ته پراختیا ورکړو او نیمه پاتې پروژو په بشپړولو سره به نوي صنعتي املاک جوړ کړو.

له دغه ورځپاڼې یو بل مطلب کې لیکلي شوي، د روان کال تر پایه به خصوصي سکټور په هېواد کې د ګرځنده تیلیفونونو تولید له دولتي اسانتیاوو څخه په استفادې یو میلیون ته لوړ کړي.

دا خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر سلاکار او د پیام نړیوال هوايي ډګر او د ځانګړي اقتصادي زون اجرایوي رییس اکبر قنبرپور اعلان کړه او ویې ویل: د خصوصي سکتور دوه شرکتونه به د روان کال تر پایه په دې سیمه کې یو میلیون موبايلونه تولید کړي چې له دې شمېر څخه به یې ۳ سوه زره هغه تلیفونونه وي چې په ټولې تکنالوژۍ کارونې سبمال دي.

او له دې ورځپاڼې وروستی مطلب دادی چې په ایران کې متشبثین په ملي تولیداتو کې د رکود او انفلاسیون د دوام په اړه اندیښمن دي

د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله چې د "د تولید د ودې او د انفلاسیون د کنټرول کال" نومول شوی، نږدې پنځه میاشتې تېرې شوې، خو سوداګر لا هم په ملي اقتصاد کې د انفلاسیون د دوام او په ملي تولید کې د ډېر کمښت څخه شکایت کوي.

 

درنو اوریدونکو اوس د افغانستان اړوند اطلاعاتې روز ورځپاڼه را اخلو، دې ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي: طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ايران د اسلامي جمهوريت تخنيکي پلاوي د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې له دستګاه څخه تر ليدنې او هلته تر کچې اخيستلو وروسته، روان کال تر عادي اوبيز کال کم ارزولی دی.

دوی د اعلامیې له مخې لیکلي: ايراني پلاوي د روانې لمريزې مياشتې پر ۱۸ نېټه د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې په دستګاه کې د اوبو جريان ليدلی او ارزولی دی آو روان کال د اقليم د تغيير څخه دپيدا شوې سختې وچکالۍ له کبله، د تېرو کلونو په تداوم د نورمال اوبيز کال څخه په مراتبو کم ارزيابي کړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميې سره سم، په کومه ورځ چې ايراني پلاوي د دهراوود د اوبو د کچې ارزونې په دستګاه کې اوبه اندازه کړې، «د اوبو جريان په يوه ثانيه کې تر اووه متر مکعبه هم کمې وې چې دا وضعيت په رښتيا هم ټکان ورکوونکی دی».

په اعلاميه کې راغلي دي چې ايراني پلاوي معلومه کړې چې هلمند سيند د اوبو حد اقل جريان لري او مرستندوی سيندونه يې لکه ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ شوي دي.

د طالبانو له اعلاميې سره سم، د هلمند سيند په مرستندويو سيندونو کې يوازي په سيلابي حالت کې اوبه راځي، «په داسي حالت کې دلتا ساحې ته د هلمند د سيند رسېدل ډېر ستونزمن شوي دي».

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده: «د ارقامو او معلوماتو د تحليل پر اساس په وضاحت سره څرګندېږي چې ايران د حقابې نه تامينېدلو کې هيڅ ډول انساني عمل او اراده دخيله نه ده، بلکې مجبره حالت د دې سبب شوی دی.»

دې وزارت ټينګار کړی دی چې د اورښت او مطلوبو شرايطو په برابرېدلو سره تر هلمند سيند لاندي په نيمروز او د ايران د اسلامي جمهوريت په سيستان کې اوسېدونکو ته به حقابه ورکوي.

 

اطلاعاتي روز ورځپانې د نن ورځې په مطالبو کې دغه راز لیکلي: د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي ګوند د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت ويلي، چې پر افغانستان د دې ډلې د «واکمنولو» له وخته، د افغانستان په خاوره کې د نړيوالې او سيمه‌ييزې سولې پر خلاف ټول ګواښونه لکه تروريزم، افراطيت، د نشه‌يي توکو قاچاق او سرحدي نښتې پياوړې شوې دي.

نن (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) د طالبانو په لاس د کابل له سقوط سره برابره ده.

جمعيت اسلامي ويلي، چې دوه کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان تر شلو کلونو وروسته «د ځانګړو داخلي او بهرنيو کړيو د توطيو او د سياسي ټولنې د يوې برخې د غفلت له وجې يو ځل بيا تاوتريخجن افراطيت، بې نظمۍ او ځپنې ته ولوېد.»

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ عمده پيغام د خلکو د ارادې ځپل او همدا راز «په ملي او نړيواله کچه» د يوې «منفورې او منزوي» مجموعې په توګه د دې ډلې ثابتېدل دي.

دې ګوند زياته کړې: «طالبان چې د افغانستان پر ښځو او سړو هر څومره ظلم کوي، په هماغه کچه يې د افغانستان وګړو او نړيوالو دولتونو او حتا يو څو ګوتو په شمېر ملاتړو ته د دوی د نه منلو د تعامل او مليشه توب ماهيت څرګندېږي.»

د جمعيت اسلامي د ګوند په اعلاميه کې راغلي، چې «د طالبانو له تمدنه د تېښتې، نيابتي او دښمنانه» ماهيت بربنډېدل د دې ډلې د حاکميت عمر راکمولای شي.

جمعيت اسلامي زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د طالبانو د کلتوري ګواښونو د درک له مخې د کلتوري ځواکونو په ځانګړې توګه د علماوو تحرک او انسجام اړين دی چې د ديندارۍ او د افغانستان د وګړو د کلتور په اړه د ناسم پوهاوي مخه ونيسي.

دې ګوند زياته کړې: «زموږ په باور، د طالباني تفکر د ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې غفلت، ټولنه له هره اړخه ناروغه او تاوتريخجنه کوي.»

 

 

د طالبانو تر واک لاندې دولتي ورځپانې هېواد بیا د طالبانو د بریا دویمې کالیزې په اړه د طالبانو د حکومت اعلامیه خپره کړې او لیکلي یې دی:

دوه کاله وړاندې د محرم الحرام میاشتې په ۷ چې د اسد میاشتې له ۲۴ مې سره سمون خوري،  د دوی ځواکونو لخوا د ۳۲ ولایتونو له پرلپسې تصرف وروسته د کابل ښار هم  ونیول شو او له همدې امله مبارکۍ ورکړي.

دوی دغه بریا نه یواځې افغانانو ته بلکې ټول ټول اسلامي امت ته د ویاړ، بریا او سرلوړۍ احساس ورکولو لامل بللی.

په دغه اعلامیه کې د نورو څرګندونو سربېره د طالبانو د مشر لخوا ژمنه لیکل شوې، چې تر هغې چې  ژوند او امکان وي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د خپل ملت خدمت کوي، د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا  لپاره به کار کوي او بیا به نه پرېږدي چې کوم متجاوز زموږ د خاورې آزادۍ او استقلال ته ګواښ متوجه کړي.

دغه ورځپاڼې په یو بل مطلب کې ویلي  د طالبانو د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې اوس د ملي دفاع وزارت ټولو ځواکونو ته يونيفورم ويشل شوی او يونيفورم يې اغوستی دی.

په وينا يې که د دغه وزارت ځواکونه د پوځي يونيفورم په اغوستلو کې غفلت وکړي، نو دوی به د قوانينو پر بنسټ مجازات کېږي. دې ورځپانې د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي له قوله لیکلي: اوس د ملي دفاع وزارت ټول ځواکونه يونيفورم اغوندي، که د پوځي يونيفورم په اغوستلو کې غفلت کړي، د قوانينو پر بنسټ به مجازات شي.

ده زياته کړه، چې د پخوانۍ ادارې توکي موږ ته رسېږي، نو د دغه وزارت ځواکونه به اوس د پخوانۍ اردو له يونيفورم څخه کار اخلي،خو د دغه يونيفورم رنګ ښايي په راتلونکي کې بدلون ومومي.

 پوځي کارپوهان هم په دې باور دي ،چې د يونيفورم اغوستل د هيواد او پوځي ادارو د نظم راوستلو لپاره خورا مهم دی. د پوځي چارو کارپوه اسدالله نديم وويل: پوځي يونيفورم د نظامي ډسپلين يوه روښانه بيلګه ده، د پوځي يونيفورم پرته، دا روښانه نه ده، چې ايا دوی نظامي دي که ملکي.

د افغانستان اړوند هشت ۸ ورځپاڼې پخپل یو مطلب کې لیکلي: په مانش کانال کې د لږ تر لږه شپږ تنو افغان کډوالو له وژل کېدو وروسته، د بریټانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د هغوی پر وژل کېدوخواشیني څرکنده کړې او دغه هېواد ته یې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره د خپل حکومت پر هوډ ټینګار کړی.

یورو نیوز د دوشنبې په ورځ د زمري په ۲۳مه راپور ورکړی، چې سونک د دغو کسانو د مړینې په اړه د «یوه وحشتناکه تراژیدۍ» په توګه یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه چې بریټانیا باید د غیرقانوني کډوالۍ د بهیر د پای ته رسولو لپاره بیړني اقدامات د اجنډا په سر کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د زمري په ۲۱مه سهار شاوخوا دوه بجې شپږ تنه افغان کډوال په یوۍ کښتۍ کې چې له ۶۰ تنو ډکه سپاره وو او هڅه یې کوله بریټانیا ته د مانش کال څخه تېر شي، مړه شول. دا پیښه د فرانسې د شمالي ساحل په اوبو کې رامنځته شوه.

دغه ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي: په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه غیرنظامي وګړي یو طالب جنګیالی په چاقو وژلی او د دې ډلې دوه نور غړي یې ټپیان کړي دي. سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دا پېښه د فيض اباد په روغتون کې تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس او ټپيان د يفتل ولسوالۍ اوسېدونکي دي. له وسله والو طالبانو سره د دغه ملکي وګړي د نښتې د انګېزې په اړه معلومات نشته.  طالبانو د دغې پېښې عامل نيولی او له ځانه سره يې وړی دی.

دغه ورځپاڼې په پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د دوو ملکي وګړو له وژل کېدو هم خبر ورکړی او لیکلي یې دي: د کاپیسا سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه ۳۵ کلن سړي د ځان وژنې خبر ورکوي. دا پېښه د دوشنبې په ورځ د زمري په ۲۳ مه د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ د قلعه کهنه کیشکتان په کلي کې رامنځته شوې ده.د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس غلام رسول نومېده او د ښکار په ډزو يې خپل ژوند پاى ته ورساوه.

دغه ورځپآنې په پنجشیر کې ځايي د ځآي سرچینو له قوله لیکلي: په دغه ولایت کې د نامعلومو وسله والو له لوري یو تن وژل شوی دی.د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژل شوي کس نوم ذکرالدين دى او ښايي د کورنۍ دښمنۍ له امله وژل شوى وي.

 

د ایران څخه خپریدونکې کیهان ورځپاڼې لیکلي: د برتانیا د پارلمان یوه پخواني غړي له داعش او القاعده سره د لوېدیځو حکومتونو ملاتړ په ډاګه کړ.

د برتانیې د پارلمان پخوانی غړی "جورج ګالوی" چې د برتانیې د حکومت په سیاستونو نیوکه کوې، د لویدیځو حکومتونو د استخباراتی خدماتو د ملاتړ په هکله څرګندونې کړي او ټینګار یې کړی چې  داعش او القاعده هغه څه نه دی چې مونږ ته ویل شوی دی. دوی په حقیقت کې د استخباراتي خدماتو او لویدیځو حکومتونو وسیلې دي.»

هغه د نایجیریا په ملي ګارد باندې د فرانسې حملې او د نایجریا په ځواکونو باندې د حملې لپاره داعش ته د دغه هیواد د اجازې ورکولو ته په اشارې سره، دا د ترهه ګرۍ په خلاف د لویدیځو حکومتونو د ملاتړ یو بل سند وباله.

دغه ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي: اسراييل ماتې نه، بلکې لمنځه ځي.

دې ورځپاڼې مخکې لیکلي: د اسرائيلي رژيم اوسنۍ ګډوډي او کړکيچ چې د نتنياهو د اقداماتو او پلان تر اغيزې لاندې رامنځ ته شوی، تل ابيب يې په يوه نا حل شوي منازعې پای ته رسوي

ورځپانې د صهیونیسټي کنیست غړي "رام بن بارک" له قوله لیکلي: موږ د غره او د سقوط په څنډه کې نه یو، موږ د سقوط په حال کې یو."

د ایران کیهان ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په امریکا کې رامنځته شوې اورلګیدنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: په امریکا کې د پیړۍ ترټولو وژونکي اور لا هم دوام لري، د هاوايي په ماوي ټاپو کې اورلګېدنې په متحده ایالاتو کې له یوې پیړۍ څخه په ډیر وخت کې ترټولو خونړۍ او ریکارډ جوړ کړ.

دې ورځپاڼې د ISNA په وینا لیکلي: په داسې حال کې چې ځینو په هاوايي کې د اور وژنې صحنې د "apocalyptic" انځورونو سره پرتله کړي، د هاوايي والي خبرداری ورکړی چې په دې پیښه کې د 93 مړو شمیر لا هم لوړیږي.

د دې اورلګیدنې له امله ۲۲۰۰ ودانۍ سوزیدلي او شاوخوا ۶ میلیارده امریکایي ډالر مالي زیانونه اوښتي.

 

ټیګونه