Oct 17, 2023 14:31 Asia/Kabul
  • ریحانه د میرمنو د ځائيګي او رول ارزونه

د تهران د  پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د میرمنو د رول او ځائيګي په باب ؛ ریحانې؛ نومې لړۍ  له ننني ۳۰مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

دوستانو په اسلام کې  میرمنې ته انسانی نظر شوی او میرمنو ته آزادي ورکول  له صنعتی انقلاب سره نه،بلکې  له معنوي او کلتوري انقلاب سره ډالۍ شوې ده .  په اسلام کې د میرمنې دکرامت او عزت اساس، د هغې انساني  خلقت  او ذات ته بیرته ستنیدا ده. میرمن لکه چې یو انسان دی ، عقل او اختیار لري ، د هغې لپاره کمال ته درسیدا لاره هواره ده ، له دې امله  له شخصي کرامت او آزادۍڅخه برخمنه ده .

د قرآن کریم په ډيرو آیتونو کې  دا ټکی روښانه شوی دی چې ښځه او سړی، په پنځون کې له یوه ګوهره پنځول شوی  او په انساني ماهیّت او روحي او بدني  اړخ کې ، یو شان دي او ددغو دواړو ترمینځ هیڅ فرق نشته. هماغه شان چې خداوندمتعال  د نساء سورې په لومړي آیت کې فرمائي ؛ یا َأَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُم مِّن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا ...»،   ؛ائ خلکو د( خپل پروردګار )له مخالفته ډډه وکړئ،هماغه چې تاسو ئې له یوه انسانه پنځولي یاست او دهغه همسر ئې (هم) د هغه له جنسه خلق کړ:::

په دغه  آیت کې روښانه شوې ده چې ښځه او سړی، له یوه جنس او یوه حقیقت څخه خلق شوي دي او  له ؛نفس؛ څخه مطلب،هماغه د ؛ انسان د ذات اصل؛  دی. پر دې اساس  اولا ټول انسانان له هرصنفه، هغه که ښځه وي او که نړ، له یوې خټې  او ګوهره  پنځول شوي دي او د ټولو  انسانانو دپنځون  ابتداء یو شی دی . ثانیاٌ میرمن هم له هماغه خټې او جوهره پنځول شوې  چې سړی ورڅخه  پنځول شوی دي، نه کومې زیاتې خټې  او نه له نورو خټو څخه:  

Image Caption

 

«یَا أَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا کَثِیرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِی تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ کَانَ عَلَیْکُمْ رَقِیبًا» (نساء:1)

             په اسلام کې  میرمنې ته انسانی نظر شوی او میرمنو ته آزادي ورکول  له صنعتی انقلاب سره نه،بلکې  له معنوي او کلتوري انقلاب سره ډالۍ شوې ده .  په اسلام کې د میرمنې دکرامت او عزت اساس، د هغې انساني  خلقت  او ذات ته بیرته ستنیدا ده. میرمن لکه چې یو انسان دی ، عقل او اختیار لري ، د هغې لپاره کمال ته درسیدا لاره هواره ده ، له دې امله  له شخصي کرامت او آزادۍڅخه برخمنه ده .  داپه داسې حال کې دي چې  په لویدیځ کې دمیرمنې آزادي   صنعتي محصول دی،ځکه چې  له صنعتي انقلاب سره او د ارزان بیّه  کاري ځواک  له غوښتې سره په یووخت ، لویدیځواله ټولنه میرمن مجبوره کړې ده چې له کورونو څخه کارخانو ته لاړې شي او  دم یرمنو د آزادۍ دش عار په پورته کولو سره ،دوي  د صنعت په بند کې راګیرې کړي څو  له دوي  په نهایت کې ګټه پورته کړي. 

د قرآن کریم په کلتور کې،میرمن او سړی د کورنۍ په نظام کې،د یوه بل د آرامښت پامته داره دي. شهید استاد مطهري په  دې باب وائي،هغه ګام چې  اسلام د میرمنو دحقوقو په لاره کې پورته کړی،له هغه څه سره چې په لویدیځ کې تیریږي، ډير توپیر لري.اولا،اسلام په دې دزمینې کې د ښځې او سړي په ارواپيژندنې کې اعجاز کړی دی.ثانیا اسلام میرمنې له خپل اسلامی حقوقو سره آشنا کړې  او دوي ته ئې شخصیّت، حریّت او خپلواکي ورکړه ، او  د کورنۍ اساس ئې ونه لړزاوه او میرمنې ئې په همسرئ،مورشونې او د بچي په تربیت کونې باندې بدبینه نه کړه.::

      انسان شونه دوه مادي او معنوي اړخونه لري ،چې اول دهغه له بدن سره  او دوهم  دهغه له روح سره  اړونده دی.د انسان دوو نورو مختلفو اړخونو ته  په پام سره ، هغه مختلفې اړتیاوې لري او له همدې امله  ځینو قوانینو ته اړتیا لري  چې د هغو هردواړو ضرورتونو ته  توجه کوي. د انسان   بشری او مادي قوانین یوازیې دنیائي او مادي ژوند کولو ته بولي  او له ابدي ژوند کونې  غافله کیږي او د انسان لپاره ډير تاوانونه  راولاړوي.

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې هغه ټول قوانین چې د اسلام په لوي اوپاک دین کې موجود دي،د انسان دغو دواړو اړخونو ته ئې دقت کړی دی.د اسلام دین په داسې شرائطو کې ظهور کړی چې میرمن هیڅ ارزښت نه درلود او حتی د حیات حق هم ورڅخه اخستل کید.د اسلام په ظهور سره او د هغه د الهی قوانینو په رامینځةکیدا سره میرمن کرامت پیدا کړ او د میرمنو حقوق په خاصه توګه په رسمیّت وپيژندل شول.

د اسلام د لیدتوګې په اساس، د انساني حقوقو له پلوه، ښځه او سړی هیڅ توپیر نه لري، ځکه هردواړه انسان دي  او میرمن دسړي په شان د خپل برخلیک کې د دخالت حق لري. البته  باید پام ولرل شي،د ښځې و سړي په خلقت کې ځيني توپيرونه شته دي او  خپلې خاص اړتیاوې لري،خو دغه توپیرونه تل  د دوي له انساني حیثیّت سره هیڅ ارتباط نه لري.د ښځې د کرامت او  حقوقو د پوره کیدا لپاره  باید د سړي اوښځې  طبیعي توپیرونو ته پام وشي څو د هغو په سیوري کې  دښځې د لوړشخصیّت  احیاترلاسه کړئ شي او اسلام دغه کار کړی دی .اسلام د ښځې او سړي د حقوقو په ورته والی نه ،بلکې په انډول باؤر لري.د ښځې او سړي طبیعي اړتیاؤ او وړتیاؤ ته په مراجعه کولو سره  پوهیږو چې دوي له یوه بل سره په مختلفو اړخونو کې فرق لري او د خلقت لاس ،هر یو د مختلفو مسئولیّتونو او کار لپاره پنځول شوی دی. پر دې اساس ښځه او سړی، که څه هم  له انساني نظره، برابر حقوقو څخه برخمن دي،خو د هغو مختلفو  وړتیاؤ او طبیعي توپیرونو په دلیل چې په وجود کې ئې سسټماټيک شوي دی،عدالت په دې دی چې په کورنیز ژوند کې له یوشان حقوقو څخه برخمن نه دي،بلکې له دوي هر یو  خپل خاص موقعیّت ،ځائیګی  او دندې لري.

       روڼ اندي او هغه کسان چې د اسلامی هیوادونو لپاره ئې بیلګه وړاندې کړې ده ، له دې ټکي غافله دي چې په اسلام کې ،میرمن له خپل خاص شان او منزلته برخمنه ده  او د مالکیّت،میراث او زده کړې له حقه برخمنمه ده او د کورنۍ د پیاوړي نظام یو مهم رکن  حسابیږي.

فمینیسټان هم د میرمنې د سم تعریف په بیانولو کې تیروتي دي. دوي د ښځې اوسړي  د فطري توپیرونو او د هغوي د مختلفو ضرورتونو په نظر کې له نیولو پرته،یوازې په ظاهری ورته والي ټينګار کوي او د کلمې په غلط والی سره؛ مساوي ؛ کاروي. فمینسټي  بهیرونه د ښځې او سړي ترمینځ له طبیعي توپيرونو انکار کوي او یوازې د ښځې و سړي لپاره په ورته  وضعیّت پسې وو.دا په داسې حال کې دي چې  نن سبا، دلویدیځوالو پخپل  اعتراف، د ښځّو او سړیو په وړتیاؤ او ګروهنو کې توپیرونه لیدل کیږی.

حضرت امام خمیني  داسلامی غورځنګ له پیل او ددین  د احیاءله پیلیدا وخت څخه ، له یوه پلوه میرمنې له لویدیځ پالنې  او له لویدیځي ګروهنو څخه او له وارداتی کلتور څخه دتقلید  او له ماډرن ښودنې  څخه منع   کولې  او له بل پلوه میرمنې  ئې په مختلفو اجتماعي ډګرونو کې شتون ته هڅولې . دوي  په سیاسی او اجتماعي ډګرونو کې د میرمنو جدي دفاع کونکی ؤ او حتی  مسئولیّت ئې احساس کاوه  چې  دوي څخه مننه او ستاینه وکړي.

Image Caption

 

      حضرت امام خمیني د اسلامی ستر او حجاب په ساتلو سره د میرمنو  د اجتماعي شتون او کارکسبونو په تائيدولو سره ، تل د کورنۍ  د  نظام  او پر مادری رول  او د میّندو په پاکو لمنو کې د ورپسې نسل د روزنې پر پیاوړتیا تل ټينګار درلود، دغه دنده  دهماغو نبیانو د دندې په څير شمیرل کیږي او  فرمائيل ئې ؛تاسو میرمنې ... دوه پاک کارونه لرئ ، یو د بچي تربیّت  کار چې  له درستو کارونو لا لوړ دی . که تاسو یو ښه بچی ټولنې ته وسپارئ ، نو د تاسو لپاره لا ښه ده  له درست عالمه.....  د میّندو لمنم هغه لمن ده چې  انسان  ورڅخه باید  انسانیّت زده کړي.... مادری کار د نبیانو کار دی  او نبیان هم راغلل ددې لپاره چې  انسان جوړکړي .:

په کورني ژوند کې د ثبات او سولې د رامنځته کولو پر مهال قانون او اخلاقو ته پاملرنه،یوازې د وَچوکلَکو قانوني معیارونو پر اساس نه شي کېدای. بشریّت  هم  اخلاقوته ضرورت لري او هم انساني حقوقو ته . د اسلام مقدس دین  دغه امتیاز لري  چې اخلاقو او حقوقو ته سره یو ځای پام وکړي. ارواښاد امام په دې اند ؤ چې  اسلام د میرمنو اوسړیو لپاره حقیقي آزادۍ ډالۍ کړې ده ، خو دا په دې معنا  نه ده چې سړي   پر میرمنو دهر ظلم په اعمالولو کې آزاد وي. ،نبیان  علیهم السلام راغلل، په آسماني کتابونو سره ئې الهی قانونونه له ځانه سره راوړل  چې د انسانانو د حرص او زیات غوښتنې  مخه ونیسي او  انساني نفس  دعقل او شرعې د قانون  په کنټرو ل کې  راولي.پس یوازې د اخلاقو اوحقوقو په سیوري کې د میرمنو د حقوقو د هراړخیز والي له رعایتیدا او  او احیاء څخه ډاډمنیدلی شو.

              دوستانو د ریحانې نومې لړۍ دنننی مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،خپل خیال ساتئ و  دخپلې کورنۍ ا و خپلوانو خیال ساتئ او سر لوړي  او ښه ژوند ولرئ.

( سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه