Oct 17, 2023 15:21 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۶۰

د ښه عادتونه نومې لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو. نن مو هم د دې لړۍ یوه تازه برخه درته راوړې ده...

خو د پروګرام له پیلولو مخکښې یادونه کوو چې د یو ښه او د خوښې وړ ژوند لرلو لپاره د روح او بدن دواړو سلامتیا ضروري او مهمه ده. کله کله د خپل نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره د ژوند په طریقې یا لایف سټایل کښې بدلون ضروري وي. د «ښه عادتونه» لړۍ په پروګرامونو غواړو چې خپل بد عادتونه، په ښو عادتونو بدل کړو. خو یادونه کوو چې دا کومې سپارښتنې چې په دې پروګرام کښې کیږي، کلي دي او ممکنه ده ځینې په کښې د بعضې کسانو لپاره مناسبې نه وي خو د خپل ژوند په طریقه کښې د ځینو مثبتو بدلونونو لپاره له یو ډاکټر یا صلاحکار سره مشوره کولې شئ.

یو پخوانی متل دی چې وايي «معما چې حل شي نو اسانه شي»، د دې ضرب المثل اشاره هغو کسانو ته ده چې د مسئلې له هواریدو او د ستونزې له ختمیدو وروسته په کار د پوهیدو ادعا کوي.

ستاسو په نظر، د یوې مسئلې له حل وروسته د هغې هواری ولې اسان ښکاري. مثلاً د ریاضۍ یوه مسئله چې کله حل کیږي بیا اسانه او د اټکل وړ ښکاري حال دا چې له حلیدو مخکښې ډیره ګرانه ښکاري؟ په ارواپيژندنه کښې دې ښکارندې ته «له لیدلو وروسته پلویتوب یا نظري تعصب» Hindsight Bias ویل کیږي. د ښه عادتونه لړۍ په دې ننني پروګرام کښې د دې مفهوم او زمونږ په لید او کړچار یې د اغیزې جاج اخلو.

د ګڼو ذهني تیروتنو او د هغو مداخلاتو په وجه چې مغزه یې په تیر وخت پورې د اړونده یادونو او افکارو په رایادولو کښې لري، مونږ پخوا ته په کتنه کښې په مختلفو تعصبونو اخته کیږو چې یو ډیر مهم په کښې نظري تعصب دی.

دې مسئلې ته د خلکو د ذهن ګروهنه چې یوه مسئله، له هغه څه نه ډیره د اټکل وړ په نظر کښې نیسي چې په حقیقت کښې وي، نظري تعصب ویل کیږي. که څه هم ممکنه ده له یوې پيښې وروسته د هغې د احتمالي نتیجې په هکله ځیني اټکلونه وکړې شئ خو د دې لپاره هیڅ لاره نشته چې پوه شو کوم اټکل صحي دی.  د یوې نتیجې له ترلاسه کیدو وروسته کسان دا ویل خوښوي چې دوي پوهیدل چې داسې یا هغسې به کیږي. په حقیقت کښې د «ما خو ویلو» مشهوره جمله، د هغې پیښې د اټکل وړ کولو لپاره د کسانو د ګروهنې یوه نښه ده چې که څه هم د هغې په هکله د اټکل امکان نه وي. دا ښکارنده له سپورټ نه واخلې تر سیاست او همداشان تر کورنیو اړیکو پورې ډیرو مواردو کښې لیدله کیږي. زیاتره کسان د یوې مسئلې او پيښې له پاې ته رسیدو وروسته خپلو اټکلونو ته لاډیر وزن او اعتبار ورکوي.

*/*/*/*/*/

ممکنه ده تاسو ته هم پيښ شوي وي چې په یوې سپورټي سیالۍ کښې له ګډون وروسته ادعا وکړئ چې له مخکښې نه مو د نتیجې اټکل کړی و او خبر وئ چې کوم ټیم به لوبه ګټي.

همداشان د نظري تعصب ښکارنده په درسي مطالعې او د امتحانونو د نتایجو په شننه کښې ډیر لیدل کیږي. ځیني زده کونکي د درسي مطالبو د لستلو په وخت ممکنه ده فکر وکړي چې ډیر مطالب یې زده کړي دي او په نتیجه کښې، لږ دقت او کوشش کوي. له بلې خوا کله چې د امتحان له صحي ځوابونو سره مخامخیږي نو ممکنه ده ادعا وکړي چې ځوابونه یې زده وو خو په ځینو وجوهاتو نه دي توانیدلي چې د امتحان په ځوابي پاڼه کښې یې ولیکلي. دا ډول اخیستونونه ممکنه ده د هغوي د زده کړو لپاره منفي پایلې ولري ځکه چې په دې نظري تعصب سره به هغوي د خپلې مطالعې طریقه سمه نه کړي او پرمختګ نه شي کولې.

اوس غواړو پوه شو چې زمونږ ذهن ولې په دې ښکارندې کښې ښکلیږي. له لیدلو وروسته لورنیونه یا نظري تعصب هله رامینځته کیږي چې زمونږ لاس ته د یوې پيښې د څرنګوالي په هکله معلومات او نتایج راځي او زمونږ ذهن د دې مشهورې جملې په لور بیايي چې «ما خو درته ویلي وو». مونږ په انتخابي توګه نويو معلوماتو ته له هغه څه سره چې مخکښې مو اټکل کړي و، سمون ورکوو ترڅو دې نتیجې ته ورسیږو چې له مخکښې نه پوهیدو چې داسې یا دغسې به کیږي. د دې تعصب د لاملونو تشریح کولو لپاره، ساینس پوهان درې ادراکي، له ادراکه وتلې او هڅونکي تغیرات په پام کې نیسي. دوی په دې باور دي چې دا درې متغیرونه په یو ځای سبب کیږي چې  مونږ، شیان د هغو له حقیقته ډیر د اټکل وړ په نظر کښې ونیسو.

*/*/*/

په شناختي یا ادراکي متغیرونو کښې کسان ګروهنه لري هغه څه چې اټکل کړي یې دي، تحریف یا حتی بدل یې کړي. د خلکو ذهن غواړي هغه معلومات چې له نتایجو سره سمون خوري، رایاد کړي. کسان د پایلو له لیدلو ورسوته د یوې پیښې په هکله د معلوماتو په اندازه کښې په زیاتوالي سره مدعي کیږي جې هغوي له مخکښې نه اټکل کړی و.

فراشناختي متغیرونه (meta-cognition)  داسې دي چې کله مونږ د یوې پيښې د واقع کیدو له څرنګوالي او پایلو سره مخامخیږو نو هغه پيښه مو په نظر کښې د اټکل وړ وښکاري.

په انګیزشي یا هڅوونکنو متغیرونو کښې باور په دې دی چې زمونږ د چارچاپیره ښکارندې حتمي دي او تیښته ترې نه شي کیدې او د پلان مطابق رامینځته کیږي چې د ډیرو خلکو لپاره د ارامښت لامل دي. کسان او ټولنې غواړي د اټکل وړ او منظمې نړۍ کښې ژوند وکړي. په دې وجه کله چې دغه درې واړه متغیرونه راغونډیږي نو په ډیر احتمال له نظري تعصب سره مخامخیږو.

د دې درې واړو متغیرونو د ښې څیړنې لپاره درته یو مثال وړاندې کوو. کله چې یو فلم ختمیږي او د کیسې قاتل شخصیت معلومیږي نو مونږ خپلې حافظې ته رجوع کوو او په غیراختیاري توګه په هغو معلوماتو پسې ګرځو چې د فلم له پاې سره سمون وخوري. په پام کښې د فلم د کردارونو او موقعیتونو په نیولو سره ممکنه ده دې نتجې ته ورسیږو چې له مخکښې نه معلومه وه چې قاتل کوم کس دی، حال دا چې ښايي مونږ ته په رښتیا هم د فلم په مینځ کښې دا مسئله نه ښکاریدله.

*/*/*/*/*/

په کلي توګه په داسې بڼه کښې چې وغواړو نورو ته ثابته کړو چې مونږ د یوې موضوع په نتیجې خبر وو، نتیجه بیخي معلومه وه او کومه خاص پيچلتیا یې نه درلودله، په کلي توګه منفي اړخ نه لري خو که نظري تعصب په یو عادت بدل شي او په هر موقعیت کښې پرې تکیه کول وغواړو نو زمونږ لپاره به منفي پایلې ولري. په عین حال کښې که ورسره پر وخت او په اصولي توګه مقابله ونه شي نو پایلې به یې زمونږ د ژوند ټول اړخونه تر اغیزې لاندې راولي. په دې کښې یوه پایله دا ده چې کله دا ښکارنده په عادت بدله شي او د یو کس په ژوند کښې پخه شي نو هغه ورو ورو د خپلو تیروتنو له مسئولیته تښتي. د «زه خو پوهیدم چې داسې به کیږي خو له ترسره کولو پرته مې بله چاره نه لرله× په شان جملو سره، ذمه واري نه مني. ورو ورو، پر وخت او سمه توګه د کارونو د ترسره کولو کوشش پریږدي او بلآخره خپلو غوښتنو ته په رسیدو کښې پاتې راځي.

«له لیدلو وروسته د لور نیونې» یا نظري تعصیب یوه بله پایله په هغو کسانو پوړې اړونده ده چې یو ځل یې صحي اټکل کړی وي. له هغه وروسته په ځان بنادې په کاذب او درغجن اعتماد اخته شوي وي او په خپلو اټکلونو باندې له حده زیات باور کوي او په هم دې بنیاد د شرط بندۍ او جوارۍ په لارو سر کیږي. په نتیجه کښې د یوې موضوع مختلفو اړخونه نه سنجوي، په سمه توګه فکر نه کوي او د خپل اټکل په توان باندې په تکیې سره به ورته مالي تاوانونه ورسیږي. د تیرو تاوانونو د جبیره کولو لپاره دوباره اټکل کوي، دا ځل د روحي دباؤنو او د تمرکز د نشتوالي په وجه لاډیر تاوان کوي.

همداشان هغه کسان چې له دې ښکارندې سره مخامخ دي او ورسره مقابله نه کوي، ورو ورو له حقیقته د لرې کیدو لپاره نور رټي. د اغیزناکو او داسې نورو عواملو  بیلابیلو اړخونو ته پام نه لري خو بس غواړي چې نورو ته ثابته کړي چې د اټکل او وړاندوینې توان لري. په هم دې وجه د خواوشا په خلکو غوصې کوي او د هغوي د خوابدي کیدو لامل ګرځي.

په کلي توګه ځیني کارونه او شغلونه د دغه نظري تعصب له خطر سره لږ مخامخ دي. د حسابدارۍ یا اکاونټنګ په شان کار کښې سړی تل له ثبت شویو معلوماتو سره مخامخ وي نو د نظري تعصب یا د لورنیونې ډیر لږ امکان پاتې کیږي. په عین حال کښې په زیاتره کارونو او موقعیتونو کښې د ډیر پیچلي ماهیت او د ګڼو څرګندو او پټو عواملو د شتون په وجه، په کسانو کښې د دې وړاندوینې یا نظري تعصیب امکان ډیریږي.

*/*/*/*/*/*

د دې ښکارندې څیړونکو په دې نظري تعصب کښې د نه ګیریدو لپاره یوشمیر لارې چارې وړاندې کړې دي. په دغو کښې یوه طریقه د هغو ټولو نتایجو څیړنه ده چې ممکنه ده رامینځته شي خو نه وي رامینځته شوې. په خپل ذهن کښې د ټولو انتخابانو په څیړنې سره د یوې ښکارندې د اټکل وړوالي د اندازې او ماهیت په هکله ښه پوه شوو. د دغې ادارکي لورنیونکې د مخنیوي لپاره یوه بله ساده خو اغیزناکه لاره د خاطراتو د دفترچې یا ډایرۍ لرل او د ورځنیو یادداشتونو لیکل دي. په ډایرۍ کښې د پیښو او د هغو د رامنځته کیدو د بهیر په لیکلو سره تاسو زده کوئ چې کوم بهیر وهیل شوی دی ترڅو یوه پيښه رامینځته شي. پخوا ته د حافظې له دریمڅې نه بلکې د قلم له دریمڅې په کتلو سره په دې لا ښه پوهیدې شو چې په حقیقت کښې څه شوي دي، نه دا چې ګمان ته یې ورسیږو. په نتیجه کښې په تعصبي نظر باندې ډیر نه اخته کیږو.

یوه بله طریقه چې له لیدو وروسته د لورنیونې د کمیدو سبب کیږي، دا ده چې د خپلو تیرو ماتو ګډ ټکي راوباسو. البته باید پام مو وي چې دغه ګډ ټکي د هغو کارونو په  فیصلو او اقدامونو کښې نه وي چې په کامیابۍ ختم شوي دي. د مثال په توګه، د هغو پانګونو په څیړنه کښې چې پخوا مو کړې دي، باید پام مو وي چې کوم معیارونه او متغیرونه په هغو پریکړو کښې چې د ماتې سبب شوي او هم په هغو فیصلو کښې چې د کامیابۍ لامل ګرځیدلي دي، موجود وو او هغه چې یوازې په ماتو کښې یې شتون درلوده، اصلاح یا یې بیخي لرې کړو.

*او وروستۍ خبره دا چې که راتلونکی، د اټکل وړ وی نو ټول کسان به د خپلې خوښې شیانو ته رسیدل او همداشان به یې د ناوړه پيښو د رامینځته کیدو مخنیوی کولې. په دې وجه په بشپړه توګه د راتلونکي اټکل نه شو کولې. مونږ یوازې د ښو ورځو راتلو ته هیله لرلی شو او په مثبت فکر سره د انګیزې له زیاتولو سره مرسته کولې شو. بیا پکار ده په هغې انګیزې او هدف سره چې لرو یې، خپلو غوښتنو ته د رسیدو لپاره تحقیق وکړو، زده کړه وکړو او هلې ځلې وکړو.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه