Nov 04, 2023 16:25 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍکې

تېره اونۍ د لوېدیځو هېوادونو او جاپان ځانګړو استازو په یوه ګډه بیانیه کې ویلي وو چې طالبانو د یوه جامع سیاسي وضعیت د رامنځته کولو لپاره کوم جدي ګام نه دی اخیستی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو د نه عادي کولو لپاره سره متحد شي

 

 تیره اونۍ د ملګرو ملتو دسترې  کمېشنرۍ استازې د مهاجرت د نړيوال سازمان له عمومي مشرسره په کتنه کې د افغان کډوالود کوربه توب لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د خدمتونو قدرونه وکړه. د ملګرو ملتو د ستری کمېشنرۍ استازی  د ایران د اسلامي جمهوریت د مهاجرت د ملي ادارې له مشر روح ا... قادري  سره په کتنه کښې په تېره بیا د کډوالو په برخه کښې د تهران د ملګرتیاو قدرداني وکړه.  ښاغلی  قادري  هم په ​​دې خبرې سره چې په تيريو كال كښې د مهاجرينو او بهرنیو وګړو په ډګر كښې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي وويل د مهاجرينو په ډګر كښې بې نظمي او د مديريت نشتوالى په ټولو اړخونو په تيره بيا د نړيوالو په  ارتباط  سبب شوی دی چی د ايران اسلامي جمهوريت د هغه هيواد په توګه  د دې شرایطو په رامنځته کولو کې یې هیڅ ګناه نه درلوده، خو د ټولو نړیوالو برخو په پرتله په پراخه کچه ترفشار لاندې او د شاوخوا پنځه میلیونو کډوالو کوربه توب کوي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې ټوله نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې ونډه واخلي او د بیخ بناوو اواساسي  مسلو په برخه کې جدي رول ولوبوي او خپل خدمات له لنډ مهاله او سطحي  ،مینځ مهال او ستراتیژیک لور ته ورکش وایی. په هیوادونو کې د افغان کډوالو د نفوسو پر اساس د بیا میشتیدنې کوټه او همدارنګه په ایران کې د کډوالو ټولنې ته د لږو مرستو په اړه د نړیوالې ټولنې د کړنو د بدلون اړتیا باید د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي پروګرام کې شامله شي.

تېره اونۍ د لوېدیځو هېوادونو او جاپان ځانګړو استازو په یوه ګډه بیانیه کې ویلي وو چې طالبانو د یوه جامع سیاسي وضعیت د رامنځته کولو لپاره کوم جدي ګام نه دی اخیستی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو د نه عادي کولو لپاره سره متحد شي. د افغانستان لپاره د کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، بریتانیا او امریکا ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د کابل پر واکمنۍ نیوکه وکړه او اعلان یې وکړ چې طالبانو د بیا پیل لپاره کوم جدي ګام نه دی پورته کړی ، د هېواد د راتلونکي نظم په تړاو یی  له هېوادوالو سره د یوه ټول شموله سیاسي بهیر په اړه پرېکړه نه ده کړی  .

بیانیه  د طالبانو په نه پېژندلو د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د اړیکو د عادي کېدو په ګډون د نړیوال یووالي پر اهمیت ټینګار شوی دی.  بیانیه زیاتوی چی د افغانستان د هر وګړي د حقوقو د درناوي ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوقو ،  کار او د خلکو په  عمومي مشارکت ټینګار کوو.

د لوېدیځو هېوادونو او جاپان ځانګړي استازو همداراز  د نوي اساسي قانون د تدوین په اړه د طالبانو هڅو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د افغانستان نوی اساسي قانون باید یوازې د یوه ملي، شفاف، ټول شموله او بامعنی مشورتي پروسې له لارې تصویب شي او طالبان او نور افغانان باید په دې برخه کې له ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له سازمان سره مشوره وکړي، دغو هېوادونو په دوام کی په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کر د بندیز د عملي کېدو هرکلی او ټینګار یې وکړ چې دغه بندیز د کوکنارو په کښت کې ۸۰ فیصده کموالی راوستی دی.

د خپرې شوې بیانیی له مخې، دغو هېوادونو همداراز  د دغه بندیز د دوام او له افغانستان د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره د لا ډېرو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده او زیاتوی  د یوناما او نورو هغو نوښتونو هرکلی کوو چې کولای شي د بديل معيشت او په افغانستان  کې د نشه يي توکو د کارونې د ننګونو په ګډون له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي. لويديځو هېوادونو او جاپان د ځينو ترهه ګرو ډلو له فعاليتونو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د داعش په څېر تروريستي ډلې اوس هم په افغانستان کې مېشت دي او کولاى شي له  پولې بهر  ترهه ګر بريدونه پلان او ترسره کړي.

د سیاسي مسایلو کارپوه اسدا بشیر په دې اړه وايي لوېدیځ هېوادونه تل هڅه کوي چې د طالبانو له کمزوري ټکی  د هغوی پر ضد کار واخلي، چې تر ټولو مهمه یې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل دي. طالبانو هم په قدرت کی په انحصارپالنی سره څه د پاسه دوه کاله کیږی چی  په دې برخه کې  یی لېوالتیانده ښودلی  اولویدیځ  هېوادونه له دې وضعیت د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.له شک پرته طالبان د ټول شموله حکومت په جوړولو سره نه یوازې دا چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره شرایط برابرولی شي، بلکې  له لویدیځو هیوادونو هر ډول فرصت هم اخیستلې شی .

 په تیره اونۍ کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د ادارې عمومی منشی په افغانستان کښې له ملګرو ملتو سره د ملګرتیا او د بدیل کښت د پلانونو د اجرا، د دوامدارې پراختیا او د تولید د کمولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت په چمتووالی ټینګار وکړ. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي اسکندر مومني د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اقداماتو او لاسته راوړنو د قدرونې په ترڅ کښې ټینګار وشو چې د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان او سیمه کښې د سولې، پرمختګ او باثباته امنیت ملاتړی دی او د ایران د کړنو شننه هم د دې ادعا شاهده  ده.

مومني همداشان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې د ملګرو ملتو له دفترونو سره ملګرتیا او د ګډو پلانونو او اقداماتو اجرا ته په اشارې سره له ملګرو ملتو سره د ملګرتیا او د پلانونو د عملي کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او دغه مرکز په چمتووالي ټینګار وکړ. په افغانستان کې د بدیل کښت، دوامداره پراختیا او د تولید کمولو لپاره مارکوس پوتزل همداراز په مختلفو سیمه ایزو ډګرونو او په تیره بیا له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې د ایران د اقداماتو د قدرونې په ترڅ کښې له ایرانه  وغوښتل چې د دوامدارې حل لارې د ترلاسه کولو لپاره له ملګرو ملتو سره د خپل ماموریت په اجرا کښې مرسته وکړی.

په تېره اونۍ کې پاکستان له بېلابېلو پېښو سره مخامخ شو، چې له دې د پاکستان د ټاکنو کمېشن تر څو مياشتو ناڅرګندتيا وروسته اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ملي ټاکنې به د راتلونکي کال د فبرورۍ په ۱۱مه ترسره شي. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د دغه هېواد سترې محکمې ته د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه هېواد د انتخاباتو دقيق وخت اعلان کړ.د دغو انتخاباتو وخت په داسې حال کې اعلان شو چې د پاکستان سترې محکمې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه د درخواستونو د اورېدو پرېکړه کړې ده. د ملي اسمبلۍ له ړنګیدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه او د صوبایی  مقننه قوې کار بیا پیل شوی دی.د پاکستان په ستره محکمه کې تېره اونۍ د دغو درخواستونو د اورېدنې پر مهال د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو وخت اعلان کړ.

د ډان نیوز د راپور له مخې د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن سلاکار سجیل سواتي په دې غونډه کې وویل چې د انتخاباتي حوزو د ټاکلو لاټري به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۹ پورې بشپړه شي چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې به د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره هواره کړي. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د قومی اسمبلۍ له ړنګیدو وروسته په دغه هېواد کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه او د همدې میاشتې تر اوومې نېټې پورې عمومي انتخابات ترسره کړي وای، خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اړتیا له کبله دا استدلال کړی وچی د نویو ټاکنیزو ولسوالیو د ټاکلو په خاطر په دغه هیواد کې سږ کال د ټاکنو ترسره کیدل ناشوني دي.

په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د پاکستان د حکومت له خوا د غیرقانونی کډوالو لپاره له هېواده د وتلو مهال وېش تېر شو، د پاکستان د بلوچستان صوبی د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د سلګونو پاکستانیانو د اعتراض په غبرګون کې وویل  د اسلام اباد وروستۍ پریکړه چې له پاسپورټ او ویزې  پرته د مهاجرینو پر تګ راتګ بندیز ولګول شي څرګنده کړه: له اعتراضونو سره سره به دا پریکړه حتماً عملي کیږي.د بلوچستان د حکومت دغه چارواکي ویلي چې د نومبر له لومړۍ نیټې به د پاکستان او افغانستان په ټولو پولو کې تګ راتګ  په ویزی سره وشي.  اچکزی مظاهرچیانو ته په خطاب کی وویل مونږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ټولې اسانتیاوې برابروو، خو د غیرقانونی کډوالو د تګ په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړو او له پاکستان څخه د هغوی وتل لازمي دي.

په تیره یوه اونۍ کښې او په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم جنایتونو په دوام کښې دپاکستان خلکو دفلسطین دخلکو پرضد دامریکا په ملاتړ دصهیونیسټ رژیم د حملو په غندلو سره ددغه هیواد په پلازمینې اسلام اباد کښې مظاهرې وکړې . په دغو مظاهرو کښې مظاهره چیانو د صهیونیسټ رژیم او امریکا پرضد شعارونه ورکول او هغوی یې تیریګر وبلل او په همدې حال کښې د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کښې د جبالیه مهاجرینو په کیمپ د قدس د نیواکګر رژیم حمله یو جنګی جنایت او د ملکی خلکو په خلاف د دغه رژیم زیاتیدونکی دښمنی او تیری یې په سختو ټکو غندلی دی.کاکړپه دې اړه په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ، چې د دغه رژیم هوایی حمله د غزې په تړانګه کښې د جبالیا د مهاجرینو په کیمپ باندې کړې ده. د جبالیه د کډوالو کیمپ چې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو کسان په کې ووژل شول، په غزه کې د اسراییلو د روان ظلم او جنګي جنایتونو یادونه کوي. دغه پاکستاني چارواکي په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د اسراییلو د زیاتېدونکي دښمنۍ او تیري په کلکه غندلو سره ، ټینګار وکړ چې د اسراییلواقدامات  هیڅکله له پامه غورځول یا هیر کیدی نشي.

د سیاسي چارو کارپوه "عباس فیاض" په دې اړه وايي: پاکستان له پیله په غزه کې د صهیونیسټانو جنایتونه غندلي او د صهیونیسټانو د جنایتونو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې اسلامي هیوادونو په دې  یوه میاشت کی چی په غزې د اسرائیلو له حملو تیریږي د صهیونیسټانو په وړاندې په یووالي او کوټلتیا سره عمل نه دی کړی او دغه حالت صهیونیسټان په غزه کښې د خپلو جنایتونو په دوام کښې لا هم سپین سترګي  کړي دي.

 

 

ټیګونه