Dec 05, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۶۰) د ابو جهل د دعا قبلېدل!

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۶۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د انفال سورت د  ۱۷م  او ۱۹م آیت شأن نزول څېړو.

د مسلمانانو او قریشو تر منځ لومړنۍ سخته جګړه، د جمعې په ورځ د هجري کال د رمضان د میاشتې په ۱۷مه نېټه د بدر په سیمه کې وشوه. که څه هم دا جګړه ظاهراً یوه یرغلیزه جګړه وه، خو یقینا د رسول الله (ص) له دفاعي جګړو څخه ګڼل کېږي. ځکه چې د دې جګړې د رامنځته کېدو لامل، پر مسلمانانو د مشرکانو بزدلانه حملې او بریدونه وو. د قريشو مشركان د مکې مسلمانانو د مالونو په مصادره کولو او د ابوسفيان په مشرۍ د پنځوس زره سرو زرو دينارونو په يوه تجارتي كاروان كې شامت ته روان شول. مسلمانان د دې لوی سوداګریز کاروان خبرونه تعقیبول او د ښه فرصت په لټه کې وو، ترڅو پر هغوی په برید سره خپلې ځینې شتمنۍ بیرته واخلي. ابوسفیان چې د مسلمانانو د برید خطر یې درک کړی وو، د شام له سیمې څخه یې یو قاصد مکې ته ولېږه، ترڅو قریشو ته د خپلو مالونو د ملاتړ لپاره بلنه ورکړي.

په دې وخت کې د قریشو تر منځ د اختلافاتو تر څنګ، د وېرې څپې هم راپورته شوې. ځينو د جاهلي دود له مخې، په " اَزلام" سره بَچه اچونه کوله. " اَزلام " هغه کوچني غشي وو چې د جاهلیت عربو په ځینو باندې لیکلي وو؛ "ترسره کړه" او په ځینو یې لیکلي وو؛ "مه ترسره کوه" او هغه یې په یوه کڅوړه کې اچول. یو شخص کڅوړې ته لاس دننه کولو او یو یې ترې اخیسته. که یې لیکلي وو چې ترسره یې کړه، نو د هغه د ترسره کولو په لټه کې وو، او که برعکس لیکل شوي وو، هغه یې نه ترسره کولو. ناڅاپه دا ځل له مسلمانانو سره د جګړې لپاره « مه کوه » راغی .

خو له هغه ځایه چې پر مالي مسايلو سربېره، پر کاروان باندې د مسلمانانو بريد او د هغې نيول، د قريشو لپاره حیثیتي اړخ درلود، دوى له خپلې باطني غوښتنې سره سره، له مسلمانانو سره د جګړې پرېکړه وکړه. هغه قريشیان چې اندېښمن وو او نه يې غوښتل چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي، ځینې کسان یې پر خپل ځاى وګومارل، چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي. په هر حال، د قريشو لښکر له نهه سوه پنځوسو مبارزینو او ټولو پوځي تاسيساتو سره، په خوښیو او خوشالۍ او له مسلمانانو سره جګړې ته چمتو شول.

له بلې خوا، مسلمانان په لږو امکاناتو سره روان شول، داسې چې پر هر اوښ درې کسان سپاره وو. د ځينو مؤرخينو په وينا، رسول الله (ص) له علي بن ابي طالب او زيد بن حارثه سره پر یوه اوښ سپور وو. په ټول لښکر کې یوازې دوه آسونه وو، چې یو یې د مقداد بن اسود او بل یې د مَرْثَدبن ابي مرثد غَنَوي په لاس کې وو. رسول الله (ص) په دې امکاناتو سره ورو ورو حرکت وکړ، تر دې چې د روژې په څوارلسمه نېټه، له مدينې منورې څخه ۷۵ کيلومتره لیرې د « عِرْق الظُبْیه » سيمې ته ورسېد. رسول الله (ص) په دې ځای کې دوه کسان وګومارل، ترڅو معلومات راټول کړي. هغه دواړه په خاموشۍ سره ځانونه د بدر څاه ګانو ته ورسول او هلته د قريشو د قافلې حضور ته متوجه شول، نو د خبر رسونې لپاره په بېړه رسول الله (ص) خواته ستانه شول.

ابو سفیان چې په بشپړه ډول په وېره کې وو، له « مَجْدي بن عمرو » څخه چې په هغه ځای کې اوسېده، د محمد (ص) د لښکر په اړه پوښتنه وکړه. هغه هم چې د رسول الله (ص) د دوو سرتېرو د پښو ځای یې لېدلی وو، اټکل یې وکړ چې د رسول الله (ص) عسکر د قریشو سوداګریز کاروان ته ډېر نږدې دي. ابو سفيان د دې خبر په اورېدو سره، په بېړې سره کاروان ته د بدر له سيمې څخه د سمندر د ساحل په لور حرکت ورکړ. په دې توګه، هغوی د مسلمانانو له پلان څخه په بشپړه توګه لېرې شول.

د مسلمانانو له ګواښ څخه د کاروان له خلاصون وروسته، ابو سفیان یو ځل بیا د قریشو لښکر ته یو قاصد ولېږه، ترڅو هغوی ته ووایي چې کاروان ژغورل شوی او د مکې خلک خپل ځانونه د یثربیانو په برید کې ښکېل نه کړي. ابوجهل د ابو سفيان وړانديز ونه منلو او په خپل  ​​ټينګار سره يې د مکې او مدينې د مسلمانانو تر منځ، د بشپړې جګړې لپاره هر څه چمتو کول. هغه او د قريشو ځينو نورو مشرانو د دواړو لښکرو د وضعیت په کتو سره، د بریا ډاډ ورکولو، خو د خپلو لښکرو د روحیې د پياوړتيا په خاطر، له حرکت وړاندې د کعبې کور ته ورغلل، ترڅو دخپلې بریا او د محمد (ص) د لښکر د ماتې لپاره دعا وکړي.

ابوجهل د مشرکانو په مخکې خپل لاس آسمان ته پورته کړل او نورو هم په لوړ آوازسره د هغه دعا ته آمین وویلو. هغه داسې دعا وکړه: خدایه! محمد له خپلو خپلوانو څخه جلا شوی او د خپلو نیکونو دین یې پرېښی دی او هغه څه وايي چې موږ  هغه نه پېژنو. خدایه! له دغو دوو لښکرو څخه، هغه ډله چې غوره، لارښوونکې او تر ټولو باعزته  وي، بریا ته ورسوه. خدایه! زموږ دين يو لرغونى او پخوانی دين دى، خو د محمد (ص) دين تازه او خام دى او هېڅ رېښه او اصليت نه لري. خدایه! د دې دواړو ډلو له پیروانو څخه هر یوه ته چې تاسو ته ډېر محبوب دی، بریا او بل ته ماتې ورکړه!

د ابوجهل دعا قبوله شوه او خدای پاک په جنګ کې تر ټولو عزتمنده ډله، یعنی خپل رسول (ص) بریالی کړ. د سورت انفال ۱۹م آيت همدې موضوع ته اشاره کوي. خدای تعالی په دې آیت کې فرمايي: « إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جاءَکُمُ الْفَتْحُ وَ إِنْ تَنْتَهُوا فَهُوَ خَیْرٌ لَکُمْ وَ إِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَ لَنْ تُغْنِیَ عَنْکُمْ فِئَتُکُمْ شَیْئاً وَ لَوْ کَثُرَتْ وَ أَنَّ اللهَ‌ مَعَ الْمُؤْمِنینَ:

[اې مشرکانو چې د بدر له جګړې مخکې مو وویل: خدای تعالی دې د دواړو طرفونو هر یوه ته چې حق دی بریا ورکړي] که تاسو [د حق دین] بریا غوښتله، نو اوس د حق دین لپاره بریا راغلې ده. نو پر هغه ایمان راوړئ]، او که [له خدای او رسول سره دښمني او مخالفت پرېږدئ، دا ستاسو لپاره غوره دی، او که له خدای او رسول سره [دښمنۍ او مخالفت] ته راوګرځئ، نو موږ هم بېرته (ستاسو پر ضد) راګرځو او که ستاسو نفوس هرڅومره  زیات وي، له تاسو څخه [د خدای هېڅ عذاب] نه لیري کوي او یقینا خدای له مؤمنانو سره دی.

د قريشو د کفارو پر وړاندې د اسلامي لښکرو د زړور ځواک لومړنۍ قدرت ښودنه، د بدر په جګړه کې وه، چې د مسلمانانو په سترې بريا سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې مسلمانان له یوه مغرور لښکر سره مخامخ شول. د مکې کفارو پر خپل قوت، توان او وسايلو تکيه کوله او ځانونه یې د جګړې له پيل مخکې بريالي ګڼل. مګر خدای پاک دغه مغرور او خود غرضه لښکر دومره ذلیل کړ، چې تر ډېرې مودې لپاره یې پر خپلو ځانونو د خوښۍ او خوشحالۍ مراسم منع کړل. د بدر په جګړه کې د مسلمانانو بریا ټولو ته څرګنده کړه، چې د کفارو درېځ یو کمزوری درېځ دی او د هغوی ماتې د خدای په مرسته آسانه کار دی.

د بدر په جګړه کې د الهي بریا ټولو مسلمانانو ته څرګنده وه. خو د اسلام د لښکرو په منځ کې، داسې کسان هم وو، چې دا بریا یې خپل ځاني زړورتیا او وړتیاوو ته نسبت ورکولو. د بېلګې په توګه، په دې بریا کې ځینې ډوب ځوانانو په خپلو ځانونو په فخر سره  ویلو: دا موږ وو چې دښمن ته مو ماتې ورکړه او پر تورې خاورې مو کښېنولو! د دې ځوانانو په مقابل کې، د منځني عمر کسان هم وو چې ځانونه یې د بریا لامل ګڼل او د ځوانانو په ځواب کې یې ویل: دا موږ وو چې د میدان شا مو وساتله! په دې بریا کې زموږ رول له هېچا پټ نه دی! دلته خدای پاک د سوره انفال ۱۷م آیت نازل کړ. په دې آيت كې د مسلمانانو له فتحې وروسته خداى پاک داسې فرمايي: «فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَکِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَیْتَ إِذْ رَمَیْتَ وَلَکِنَّ اللَّهَ رَمَی وَلِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِینَ مِنْهُ بَلاءً حَسَنًا إِنَّ اللَّهَ سَمِیعٌ عَلِیمٌ :

نو (په دې پوه شئ) چې تاسو دوى نه دي وژلي، بلكې خدای هغوی ووژل، او كله چې (تا د دوی په لور غشې او تيږې وغورځولې)، تاسو نه دی غورځولی، (ترڅو دښمن مات کړئ) او د دې لپاره چې مؤمنان ښه وآزمایي (یا د بریا نېکمرغه نعمت ورکړي) چې په حقیقت کې خدای اورېدونکی او پوه دی.

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د رسول الله (ص)  ژوند که جګړه وي یا سوله، بریا وي که ماتې، ټول په عادي ډول اداره کېدل او هېڅکله د انساني ژوند له دود او دستور څخه پرته پکې هېڅ شی نه لېدل کېږي. د بدر په جګړه کې هم همداسې وه. مګر دا چې خداى تعالی په دې آيت كې فرمايي: «تاسو دا كار ونه کړ»، دې حقيقت ته اشاره كوي چې رښتيا ده  مسلمانانو همت کړی دی او د لوى او مجهز لښكر سره مقابلې ته تللي، خو یقینا د خداى له مرستې پرته به دا بریا نه وای ترلاسه شوې.

سربېره پر دې چې الله تعالی په دې جګړه کې، مسلمانان و آزمایل، چې آیا ځانونه د میدان اتلان ګڼي، که یا بریا د خدای له لوري یادوي او ځان له یوې وسیلې پرته بل څه نه ګڼي. او که څه هم د ژوند په ټولو پړاوونو کې دا ډول آزمایښتونه زموږ ټولو ته راځي، آیا موږ هم خپلې بریاوې د مشرکانو په څېر د خپل استعداد، فکر او پلان له مخې ګڼو او یا دا چې په هر حال کې، هره بریا د خدای په مرسته او فضل سره ګڼو؟

ژباړه: زماني

ټیګونه