Dec 13, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې-۶۳ (د حاسدانو له خوا د کاڼو د باران او عذاب غوښتنه)

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو د قرآني آیتونو د شانِ نزول په هکله (د رڼا سرچینې) نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې نننۍ برخه کښې د انفال د مبارکې سورې د ۳۲ او ۳۳ مبارکو آیتونو شانِ نزول بیانوو، هیله ده چې پوره ګټه ترې واخلئ

رسول الله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم د خپل مبارک ژوند په دوران کښې تل د حضرت علي علیه السلام او بي بي فاطمه زهرا سلام الله علیها او د دوي د اولادونو د مقام او منزلت په هکله خبرې کولې او د هغوي د کرامت په بیانولو سره به یې، د هغوي په خیال ساتنې هم ټینګار کوه. لکه څنګه چې یې یوه ورځ وفرمایل: په رښتیا چې خدای تعالی زما د ورور علي لپاره ډیر فضایل ټاکلي دي او که څوک له دغو نه یو فضیلت هم د اعتقاد او اعتراف په بنیاد بیان کړي نو خدای به د هغه تیر او راتلونکي ټول ګناهونه معاف کړي. که یو کس د حضرت علي یو فضیلت ولیکي نو ترڅو چې دغه لیکنه پاتې وي، ملائکې به د دغه کس لپاره استغفار کوي او که څوک د هغه حضرت یو فضیلت واوري نو خدای د هغه ټول هغه ګناهونه چې په غوږونو یې کړې دي، بخښي، او که یو کس د امام علي علیه السلام د فضایلو په هکله لیکنې ته وګوري نو خدای یې په سترګو کړي ټول ګناهونه پټوي او بخښي یې.

بیا رسول الله مبارک مخ حضرت علي علیه السلام ته واړوه او ویې فرمایل: ای علي! ته د (قل هوا.. احد) سورت په شان یې. هر څوک چې درسره په زړه کښې مینه ولري نو داسې ده چې دریمه برخه قرآن یې لوستی وي او هر څوک چې درسره هم په زړه کښې مینه ولري او هم دې په ژبه مرسته وکړي نو داسې ده چې له دریو نه یې دوه برخې قرآن لوستی وي او هرڅوک چې هم درسره په زړه کښې مینه ولري، هم دې په ژبه مرسته وکړي او هم دې په لاسونو مرسته او کمک وکړي هغه داسې دی لکه چې ټول قرآن یې تلاوت کړی وي.    

د مدینې خلکو به د دغه ښار په کوڅو کښې پیغمبر اکرم(ص) په کراتو لیده چې حسن(ع) یې په ښۍ اوږه او حسین(ع) یې په کیڼه یا ګسه اوږه سپور کړی دی. یوه ورځ ابوبکر، رسول الله مبارک په دغه شان حالت کښې ولیده او ویې ویل: ای د خدای رسوله! د دغو دواړو په اوږه کول تا ته ګران دي، یو کس ترې ماله راکړئ.»

پيغمبر اکرم(ص) مسکی شو او ویې فرمایل: هم د دوي مرکب او سپرلي ډیر ښه مرکب دی او هم دا دواړه ښه سوارکاران دي. البته پلار یې له دوي ډیر غوره او بهتر دی». بیا یې وفرمایل: «ای مسلمانانو! آیا تاسو ته د هغه چا سپارښتنه وکړم چې نیکه او نیا یې له ټولو خلکو غوره دي؟!»

ویې ویل: هو!

پيغمبر وفرمایل: «حسن او حسین چې نیکه یې آخري پيغمبر او نیا یې د خویلد لور او د جنت د ښځو مشره حضرت خدیجه ده» بیا یې وفرمایل: «آیا ووایم چې د چار مور او پلار د خدای ترټولو غوره بندګان دي؟» ویې ویل: «هو»

رسول الله مبارک وفرمایل: حسن او حسین، چې پلار یې علي بن ابي طالب او مور یې، د پیغمبر لور فاطمه ده» بیا یې پوښتنه وکړه: «آیا تاسو ته د هغه چا سپارښتنه وکړم چې ترور(عمه) او تره یې ترټولو غوره خلک دي؟ ویې ویل: «هو د خدای رسوله»

نو ویې فرمایل: «حسن او حسین چې تره یې جعفر بن ابي طالب او ترور یا عمه یې د ابي طالب لور امِّ هاني ده». بیا یې وپوښتل: «ای خلکو! آیا پوهیدل غواړئ چې د کومو کسانو ترور او ماما له ټولو غوره دي؟» عرض یې وکړ: هو!

ویې فرمایل: هغه هم حسن او حسین دي چې ماما یې زما (د رسول الله) زوی قاسم او ترور یې هم زما یعنې د خدای د رسول لور زینب ده.»

بیا یې دعا ته لاس پورته کړل او ویې فرمایل: «خدایه! ته پوهیږې چې حسن او حسین جنتیان دي. پلار یې په جنت کښې، مور یې په جنت کښې، نیا او نیکه یې په جنت کښې، عمه او تره یې په جنت کښې او ترور او ماما یې په جنت کښې دي. نو بس هر څوک چې له دې دواړو سره مینه کوي هغه جنتي او هر کس چې یې له مینه والو سره مینه کوي هغه هم جنتي دی».  */*/*/*

«نضر بن الحرث»[1] د دغو خبرو په اوریدو سره خپل قهر قابو نه کړې شو او زر د پیغمبر اکرم خوا ته ورغی او ویې ویل:«ای محمده!(ص)، ته د آدم د اولاد سید او مشر یې او علي د عربانو مشر، لور دې د نړۍ د ښځو مشره، دوه اولادونه دې حسن او حسین د جنتي ځوانانو مشران، ستا تره حمزه سید الشهدا او د تره زوې دې جعفر بن ابي طالب د دوو وزرو خاوند دی چې ورسره په ملکوت کښې الوت کوي. نو له دې وروسته د قریشو او عربو لپاره بل کوم مقام او منزلت پاتې کیږي؟

رسول الله مبارک هغه ته وکتل او ویې فرمایل: «په خدای قسم! دا مقامونه چې دې یاد کړل، هیڅ کوم ما په خپله دوي ته نه دی ورکړی بلکې خدای تعالی د رحمت او فضل له مخې او دوي د مخلصانه سرشیندنو او باتوریو په خاطر وربخښلي دي. په دې کښې ما نه کوم رول لرلی او نه یم لرم.»

نضر بن حرث چې د پیغمبر اکرم په دې ځواب لکه چې لاغصه شوی و، له رسول الله مبارک نه مخ واړوه او په لوړ غږ یې وویل: «ای خدایه! که دا مقامونه او منزلتونه ستا له لورې وي نو په مونږ باندې له اسمانه یوه ډبره راوغورځوې او په دردناک عذاب مو ګرفتار کړې».

د اسلام ګرانقدره پيغمبر د دغه کس د خبرو په اوریدو سخت خفه شو او ورته یې نصیحت شروع کړ. نضر په ځواب کښې وویل: شاید چې رښتیا وایې خو زما سینه وړه ده او د دې خبرو اوریدل زما لپاره سخت او غمجنونکې دي. په دې وجه غواړم چې له دې ښاره کډه وکړم. پیغمبر اکرم(ص) چې مهرباني یې د ټولو خلکو لپاره او بې حده ده او د سوره انبیا په ۱۰۷ آیت کښې رحمة للعالمین بلل شوی دی، دوباره یې ورته نصیحت وکړ او ویې فرمایل: «که ته هم خپل ایمان پیاوړی کړې او له ګناهونو ځان صبر کړې نو ممکنه ده چې د پروردګار له خوا درباندې دا ډول لورونې وشي. په دې وجه ایمان راوړه او د خدای پاک د حکمونو په پيروۍ سره راضي او خوشال شه ځکه چې متعال خدای کله کله خپل بندګان په ډول ډول بدیو سره آزمايي. البته د خدای تعالی بخشش ډیر ستر او احسان یې پریمانه دی.

*/*/*/*/*/*/

«نضر بن حرث» لاهم په خپلې خبرې کلک و او غوښتل یې چې له مدینې لاړ شي نو پيغمبر اکرم هم ورته اجازه ورکړه. نضر خپل کور ته لاړ او د سفر سامان یې برابر کړ او پرله پسې یې ویل: ای خدایه! که دا منزلتونه چې محمد(ص) یې د خپلو دوستانو او خپلوانو لپاره بیانوي، صحي وي نو له اسمانه په مونږ کاڼي راووروه یا مو په دردوونکي عذاب اخته کړې.

له دې وروسته وو چې خدای تعالی د انفال د مبارکې سورې ۳۲ او ۳۳ نمبر آیتونه نازل کړل. په دغو آیتونو کښې راغلي دي: او (رایاد کړه) هغه وخت چې ویې ویل، پروردګاره! که دا حق دی او ستا له لوری دی نو په مونږ باندې له اسمانه د کاڼو یو باران نازل کړې یا راباندې سخت عذاب راولې/ خو (ای پیغمبره!) تر څو چې ته د دوي په مینځ کښې یې، خدای تعالی به دوي ته سزا ور نه کړي او (هم) ترڅو چې استغفار کوې، خدای یې نه عذابوي.»

خدای تعالی جل جلاله د دغه آیت په نازلولو سره له پیغمبر اکرم(ص) سره خپله مینه یوځل بیا څرګنده کړه.

د قرآن ستر مفسر علامه طباطبايي په خپل تفسیر المیزان کتاب کښې داسې لیکلي دي: «له عذاب نه مراد چې په دې آیت کښې نفي شوی دی، هغه عذاب دی چې چا ته له مهلت ورکولو پرته نازلیږي او سبحان خدای په دې آیتِ شریف کښې له دې امت څخه دغه ډول عداب تر هغه وخته نفي کړی او غړولی دی ترڅو چې د رسول الله مبارک ژوند او د امت په مینځ کښې و او همداشان یې د هغوي له وفات وروسته تر هغې نفي کړی چې امت استغفار کوي».

په دې هکله د امام علي علیه السلام یوه ډیره ښکلې او د غور وړ وینا د نهج البلاغه په ۸۸ حکمت کښې داسې راغلې ده: د ځمکې پر مخ د خدای له عذابه دوه امانه موجود وو چې یو امان لرې کړې شو، نو بس دویم راټینګ کړئ او ورباندې منګولې ولګوئ. هغه امان چې واخیستی شو، د خدای ګران رسول(ص) و او کوم امان چې پاتې دی، بخښنه غوښتل دي. خدای تعالی فرمایلي دي چې نه غواړي په هغوي عذاب نازل کړي تر څو چې «ته» د هغوي په مینځ کښې یې، او خدای به هغوي تر هغې عذاب نه کړي ترڅو چې بخښنه غواړي.»

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی


 [1]  د شانِ نزول په ځینو کتابونو کښې د ځینو نورو کسانو نومونه هم راغلي دي. همداشان د سوره قلم د ۸ آیت او د سوره حج د ۳ او ۴ آیتونو او د هداشان د سوره فرقان د ۵ او ۶ په شان یوشمیر آیتونو په شانِ نزول کښې هم د نضر بن حرث نوم ذکر شوی دی.

 

 

ټیګونه