Dec 14, 2023 16:05 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ( له دین څخه د ملاتړ مسئولیت) ۶۴

 د توبې د مبارکې سورې ۳۸ او ۳۹ ایتونو شان نزول وڅېړو.

د حدیبیې د سولې له تړون څخه وروسته، کله چي د مکې د مشرکانو خطره له مینځه لاړه، د اسلام ګران پیغمبر ص فیصله وکړه چي د ګاونډو هیوادونو مشرانو ته لیکونه واستوي او هغوی اسلام راوړلو ته راوبولي. د دې کار لپاره، حضرت پیغمبر ص، «حارث بن عُمَیر اَزدی» ته یو لیک ورکړ او هغه یې شام ته واستول. کله چي حارث د شام سرحدي سیمو ته ورسېده، د سیمې واکوال «شُرَحْبیل» د پیغمبر ص له ماموریت څخه په خبرېدو سره، د حارث د قتل کولو حکم ورکړ. د اسلام ګران پیغمبر ص د خپل سفیر له وژل کېدو څخه سخت خفه شو او له مسلمانانو وغوښتل چي د حارث د قتل کېدو بدله واخلي. له دې پېښې سره هممهاله حضرت پیغمبر ص د هجرت د اتم کال په لومړۍ میاشته ربیع الاول کې یوه ډله یې د اسلام د تبلیغ لپاره د ذات الطلوع ټاټوبې ته ورواستول. تبلیغ کوونکو یادې سیمې ته ورسېده او د اسلام په پیاوړي دلایلو سره، خلګ توحید ته راوبلل. د یادې سیمې خلګو نه یوازې له مبلغانو سره مخالفت وکړل بلکې په هغوی یې برید وکړ او له یوه کس نه ماسېوا چي مرګ حال شوی وو، د اسلام ټوله استازي شهیدان شول. ټپي شوی کس نیمه شپه په پټه له سیمې ووتل او پیغمبر مبارک ص پورې یې ځان ورسول او هغه حضرت ته یې د مشرکانو د وحشیانه برید په هکله خبر ورکړ. دغو دوو پېښو ته په کتو سره، په جمادی الاول میاشته کې د (موته) نومې جنګ امر صادر شو، حضرت پیغمبر ص یوه درې زره کسیزه لښکر جوړ کړ او ورته د هغو باغیانو د ځپلو امر ورکړ چي اسلامي مبلغین یې شهیدان کړي وه.

حضرت نبی اکرم ص د لښکر له حرکت نه مخکې هغوی ته وینا وکړه او وفرمایل:  هغه ځای ته ځئ چي د اسلام سفیر یې په کښې وژل شوی وو، هغوی ته بیا ځلې د اسلام او توحید بلنه ورکوئ. که یې ایمان راوړل نو بیا د سفیر د وینو د بدلې له اخیستلو ډډه وکړئ او که نه وي، نو له خدایه په مرستې غوښتلو سره، هغوی سره جګړه وکړئ، اې د اسلام سربازانو!!! د خدای په نامه جهاد وکړئ، د خدای دښمنان او د ځان دښمنان چي د شام په ټاټوبې کې دي، ادب کړئ، هغو راهبانو سره چي په عبادتځایونو کې له ټولنیز ښورماښور نه لیري ژوند تېروي، کار مه لرئ!! د شیطان هغه ځالي چي د یوې ډلې په ماغزو کې دي، په تورو سره ړنګ کړئ!!! له ښځو، ماشومانو او بوډاګانو سره کار مه لرئ!! ونو ته ضرر مه رسوئ، د چا کور مه ورانوئ، اې مجاهدینو! ستاسو د لښکر مشري زما د تره زوی جعفر بن ابي طالب کوي، که هغه ژوبل شو، بیرغ دې زید بن حارثه ته وسپارل شي او لښکر دې هدایت کړي او که هغه ووژل شو نو عبدالله بن رواحه به د لښکر مشري په غاړه واخلي او که هغه هم ژوبل شو نو بیا تاسو خپله ځان ته مشر وټاکئ.

له دغه وینا څخه وروسته د اسلام ګران پیغمبر ص لښکر ته د حرکت امر وکړ.

له بلې خوا څخه کله چي د اسلام د لښکریانو د حرکت خبر روم ته ورسېدی، د روم باچا هرقُل په شام کې د خپل لاسپوڅي په مرسته، د مسلمانانو له لښکر سره د مقابلې لپاره، یو لوی لښکر جوړ کړ، د شام واکوال شُرحبیل له ځایي قبایلو څخه یو لک  کسان راغونډ کړ، او د شام سرحدي سیمو ته ور واستول، له بلې خوا بیا د روم قیصر هم یو لک سرباز شام ته ور واستول، د رومیانو لښکر د بلقا په ښار کې د مرستندوی ځواک په توګه ځای پر ځای شول.

د شام د یو لک کسیز او د اسلام د درې زره کسیز لښکر تر مینځ د بلقا په موته سیمه کې یوه سخته جګړه وشوه او د اسلام د لښکر درې واړه قومندانان یو په بل پسې شهیدان شول. له وروستی قومندان نه پسله لښکریانو خالد بن ولید چي تازه اسلام راوړی وو، د خپل قومندان په توګه وټاکل.

خالد بن ولید چي ولیده د مسلمانانو لښکر بند پاته دی، نوی ټاکټیک یې په کار واچول. نیمه شپه یې په پوره شور سره د سربازانو د ځایونو د بدلېدو امر وکړ، د لښکر ښي اړخ یې کیڼ اړخ ته ولېږدول او د کیڼ اړخ سربازان او د لومړنی کرښې سربازان یې د لښکر مینځ ته راوستل، د سربازانو دغه ځای پر ځای کېدا تر سهار پورې دوام درلوده، بیا یې د مسلمانانو یوې ډلې ته امر ورکړ چي لیري ولاړ شي او بیا سهار مال د لا اِلهَ اِلاّ الله په چیغو سره، لښکر ته راستنه شي.

دا کار د دې لپاره وو، چي د شام لښکر ته داسي وبرېښوي چي ګواکې مسلمانانو ته نور تازه دمه ځواکونه ورسېدلې دي، د روم لښکر هم په دې کار سره وغولېدل، له بلې خوا بیا د رومیانو د لښکر قومندان مسلمانانو سره په نښته کې وژل شوی وو، په دغه وخت کې د روم لښکر کې ګډوډي جوړه شوه، او مسلمانانو هم له فرصت څخه په استفادې سره، له سیمې پر شا شول او خپل وطن ته ورستانه شول.

مکه شریفه په اتم هجري کال کې فتحه شوه، مسلمانانو له دې مخکې هم د روم او د ایران امپراطورۍ یې له وحشت سره مخامخ کړي وه. د ایران امپراطوري له مسلمانانو د خطرې احساس نه کول ځکه چي له مدینې څخه زیات لیري وو. خو رومیانو له مسلمانانو سره د ګډو پولو په خاطر زیات د خطرې احساس کړی وو او مسلمانانو سره د مقابلې لپاره خپل ځواکونه یې په سرحداتو کې ځای پر ځای کړي وه. د اسلام ګران پیغمبر ص د رومیانو د چمتووالې د خبر په اورېدو سره، ټولو مسلمانانو ته د چمتووالې امر ورکړ څو د کفارو له یرغل سره مقابله وشي، حضرت پیغمبر ص په همدې هدف سره، د مسلمانانو یو لوی لښکر یې د تبوک په لورې واستول.

د مدینې اکثره خلګ، په کړهنې باندې خپل روزګار برابرول. کله چي حضرت پیغمبر ص د عمومي بسیج امر وکړ، د فصلونو د راغونډولو موسم وو، او ټولو بزګرانو د د خپلو محصولاتو راغونډولو ته په تمه وه، نو په دې خاطر یو شمېر کسانو ته د خپلو محصولاتو پرېښودل او لښکر سره یو ځای کېدل یو څه ګران ښکارېدل ځکه چي تبوک هم له مدینې څخه دېر لیري وو.  همداشان په هغه وخت کې د نړۍ یو تر ټولو لوی امپراطوری سره، جنګ هم ډېر ګران کار بلل کېدا، دغو مسایلو ته په کتو سره، د پیغمبر ص له امر سره، د مخالفت او نفاق د رامینځ ته کولو لپاره منافقینو ته فرصت په لاس ورغی، منافقین هم چي د مسلمانانو د روحیې د کمزوري کولو پسې وه، د روم د امپراطوری د قدرت په لوی ښودلو سره، خلګ کې ویره او وحشت خپرول.

د منافقانو پروپاګن او د خلګو کمزورې اراده، د یو شمېر مسلمانانو د سوستی لامل شو او یو شمېر کسانو د جهاد لپاره د رسول اکرم ص په بلنې سترګې پټې کړې او مسلمانانو له کفار سره د مقابلې لپاره زړه نازړه شول. دغه وخت کې د توبی د مبارکې سورې ۳۸ او ۳۹ ایتونه نازل شول: :« یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا ما لَکُمْ إِذا قیلَ لَکُمُ انْفِرُوا فی سَبیلِ اللّهِ اثّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَ رَضیتُمْ بِالْحَیاةِ الدُّنْیا مِنَ الآْخِرَةِ فَما مَتاعُ الْحَیاةِ الدُّنْیا فِی الآْخِرَةِ إِلاّ قَلیلٌ/  إِلاّ تَنْفِرُوا یُعَذِّبْکُمْ عَذاباً أَلیماً وَ یَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَیْرَکُمْ وَ لا تَضُرُّوهُ شَیْئاً وَ اللّهُ عَلى کُلِّ شَیْء قَدیرٌ:

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (،نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه نشته مګر ډېره لږه!/ كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى!

دغه ایات په ښکار توګه بیانوي چي مجاهدین باید پرهېزناکه وي او د دنیا په سیم او زر یې زړونه تړلي نه وي. څلورم امام حضرت زین العابدین علیه السلام حالاتو ته په کتو سره، د اسلام هیوادونو د پوله ساتو لپاره دغه اسلامي معارف د دعا په چوکاټ کې بیانوي او د صحیفه سجادیه په ۲۷ دعا کې فرمایي: :« وَ أَنْسِهِمْ عِنْدَ لِقَائِهِمُ الْعَدُوَّ ذِکْرَ دُنْیَاهُمُ الْخَدَّاعَةِ الْغَرُورِ وَ امْحُ عَنْ قُلُوبِهِمْ خَطَرَاتِ الْمَالِ الْفَتُونِ: خدایه! د دغه غلوونکی دنیا فکر د هغوی له نظرونو څخه په هغه وخت کې چي له دښمنانو سر د مقابلې ډګر ته وځي، لیري کړه!  او د فتنې رامینځ ته کوونکی شتمني فکر یې له زړونو محوه کړه څو ستا له مینې په ډکو زړونو سره، ستا لپاره وجنګیږي.