Jan 06, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (د حضرت امام مهدي(ع)د ظهور نښې نښانې)

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د هیلې رڼا وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ

ګرانو دوستانو  د «هیلي د رڼا »په نني پروګرام کښې د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور ځینو غیر پریکنده نښو نښانو ته اشاره کوو نو له مونږ سره وسئ.

د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور پینځو حتمي نښو نښانو  ته  چې د دغه سترې پیښې په درشل  کښې رامینځته کیږي په تیرو دوو پروګرامونو کښې اشاره وکړه.

خو په حدیثونو کښې نورو ډیرو نښو نښانو ته هم اشاره شوي ده چې معلومه نه ده په پریکنده توګه رامینځته شي او ممکنه ده د دغو چارو له تحقق پرته د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور راورسیږي.

دغه راز ممکنه ده چې د دغو نښو نښانو په شان پیښې رامینځته شي خو د حضرت امام زمان علیه السلام ظهور محقق نشي، په دا ډول چې په تیر وخت کښې دا ډول پیښې رامینځته شوي او همدا اوس هم کولای شو ځینې پيښې د غیر حتمي نښو نښانو په توګه وګڼو.

دغه ټکی هم د بیانولو وړ دی چې د دغه غورځنګ د پیلیدا پریکنده نښې نښانې د هغه په درشل کښې محققې کیږي خو د حضرت امام زمان علیه السلام د ظهور اکثره غیر حتمي نښې نښانې دا ډول نه دي او له هغه څه موده مخکې رامینځته کیږي.

غیر حتمي نښې نښانې چې د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې رامینځته کیږي اکثره تاوان رسونکي او ناګواره دي.

البته په دغو پیښو کښې روښانه او په زړه پورې نښې نښانې هم شته.

هماغه ډول چې مخکې ورته اشاره وشوه د معصومو امامانو ځینې حدیثونه د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې د انقلاب د رامینځته کیدا اټکل کوي چې کاملا د ایران د اسلامي انقلاب ته ورته دی.

په دې بڼه کښې دغه ستر مهدوي غورځنګ چې خپل اصلي ارمان او ایډیل د ظهور لپاره زمینه جوړول ګڼي د حضرت امام زمان علیه السلام د ظهور غیر حتمي نښې نښانې ګڼلی شو.

د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور لپاره بله هیله رامینځته کونکي نښه په ایران کښې د قم سپیڅلي ښار ته اړونده ده.

حضرت امام صادق علیه السلام په دې زمینه کښې فرمايي : په هغه وخت یعني د امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې علم د ایران له قم ښار څخه په ختیځ او لویدیځ کښې د نړۍ نورو سیمو ته خپریږي ځکه خو په خلکو باندې د خدای حجت ختمیږي په دې ډول چې نور داسې څوک نه پیدا کیږي ورته الهي علم او دیني حکمونه نه وي رسیدلي.

په دغه وخت کښې حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور کوي ....... د ایران له ختیځ څخه د سید خراساني پاڅون یوه بله خوشحالونکي نښه ده چې د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه لږ شان مخکې رامینځته کیږي.

د حضرت امام مهدي علیه السلام مخلص او سرشیندونکي ملګري په عراق کښې سفیاني جنایتکاره لښکر ته ماتي ورکوي.

دغه پرهیزګاره او زړور شخصیت له خپلو یوشمیر ملګرو سره خپل ځانونه د خپل مولا حضرت امام مهدي علیه السلام لښکر ته رسوي.

()

د امام مهدي علیه السلام د ظهور غیر ختمي نښې نښانې چې ناخوښې او تاوان رامینځته کونکي او ځینې یې بوږنونکي دي ځینې یې د انسانانو د کړچار او ځینې نورې د طبیعي  ناڅاپه پیښو نتیجه ده.

په دغو نښو نښانو کښې د « دجال» په نو دیوه ویرونکي ، دوکه ورکونکي او د بې رحمه موجود نوم اخیستل شوی دی.

د عیسایت په اخرالزماني تعلیماتو کښې هم «دجال» د مسیح ضد یعني اینټي کریس(Antichris) یاد شوی چې د عیسایانو په باور د حضرت عیسی علیه السلام لخوا له مینځه وړل کیږي.

په اسلام دین کښې هم ځینو نه چندانې معتبرو حدیثونو «دجال» ډیر عجیبه ، پیاوړی، لوړه ونه لرونکی او د ویرونکي څیرې د لرونکي کس په توګه معرفي کړی دی.

«دجال» په چلول ، دروغو ویلو او فتنې رامینځته کولو سره په دنیا کښې ستر جنګونه او بلواوې رامینځته کوي خو دغو حدیثونو د دجال څرګندیدا د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور  او د قیامت له رامینځته کیدا مخکې بللي دي.

په دې  اساس د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور د هغه حضرت د  څرګندیدا د یوې غیر حتمي نښې په توګه تقریبا منتفي دی.

هماغه ډول چې مخکې مو ورته اشاره وکړه  د حضرت مهدي علیه السلام د ظهور یوه حتمي نښه په روژې میاشت کښې اسماني غږ دی.

خو د معصومو امامانو او د خدای پاک ج د ګران رسول د ځاې ناستو په ویناو کښې د نورو غږونو یادونه شوي ده چې د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور پریکنده نښې نښانې نه دي.

په هغو کښې د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې په رجب میاشت کښې دوه غږونه او بل غږ د حضرت امام زمان علیه السلام د پاڅون په وخت دی.

په نورو غیر حتمي نښو نښانو کښې د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور په کال کښې د ډیرو زلزلو راتلل دي. سوریې کښې سخته زلزله راځي چې ډیر خلک وژني او بل زلزله هم د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې رامینځته کیږي چې د « جابیه« په نوم ښار ورانیږي او په دغه ښار کښې د «اموي » جومات دیوال ورانوي.

دغه راز زلزله  په عراق کښې د بصرې او په ایران کښې د «شهر رې» سیمې د ورانیدا سبب ګرځي.

دغه سترې پیښې له سفیاني بلوا او طغیان مخکې رامینځته کیږي.

()

د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور په نورو غیر حتمي نښو نښانو کښې سترو قحطیو ، د طاعون ناروغۍ خپریدا ، په روژې میاشت کښې په غیر عادي وخت کښې  د لمر سترګې د تندر نیولو او د میاشتې د تندر نیولو او د عراق په جنوب کښې په نجف او کوفه ښارونو کښې د سترو سیلابونو راتلو ته اشاره کولای شو.

د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې ځینې نښې نښانې جنګونو ، بلواو او فتنو ته اړونده دي.

په کلي ډول په دغه پړاو کښې په شام یعني سوریې ، په اردن ، په فلسطین او اوسني لبنان ، عراق او د ایران په ځینو سیمو کښې پراخې شخړې او جنګونه وي.

دغه راز یو کس له مصر څخه په شام باندې لښکر کشۍ کوي.

د یهودیانو په ملاتړ کښې له لویدیځ څخه د سپاهیانو ورتلل یوه بله مهمه پیښه ده چې د حضرت امام مهدي علیه السلام له پاڅون څخه مخکې رامینځته کیږي.

د دوو غیر عربو لښکرو ترمینځ د ستر جنګ رامینځته کیدل هم د امام مهدي علیه السلام د ظهور غیر حتمي نښې نښانې دي.

د دغه سترې پیښې په بلې نښې کښې د« عبدالله» په نوم د «حجاز» سیمې د باچا مړینې ته اشاره کولای شو چې له هغه وروسته به د غه حکومت کمزوری کیږي.

دغه راز په یوه حدیث کښې  په دین کښې د بدعت د رامینځته کولو او د تحریف په علت د بیزوګانو او د خنځیرانو په شکلونو باندې د ځینو کسانو د څیرو د  بدلیدا خبره هم شوي ده.

د اخلاقي او د جنسي بې بندو بارۍ او د فساد ډیر  زیاتیدل هم د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې نښې نښانې دي.

البته هماغه ډول چې وویل شو د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه مخکې د دغو نښو نښانو تحقق د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه په مخکې پړاو کښې پریکنده نه دی.

دغه راز د جنګونو ، د سترو طبیعي پيښو ، د بې وزلې ، فساد او د توپیر او دوې ته د ورته شیانو د پراخیدا په شان د ځینو پیښو په رامینځته کیدا سره د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور پریکنده نشو بللی بلکې د هغه د ظهور  احتمال زیاتیږي چې البته د حضرت امام زمان علیه السلام د انتظار کونکو د هیلې او دلګرمۍ سبب ګرځي.

دغه پیښې هغه وخت چې د حضرت امام زمان علیه السلام د ظهور حتمي نښې نښاني یعني په روژې میاشت کښې اسماني غږ، سفیاني بلوا، یماني پاڅون ، په «بیدا» کښې د ځمکې ننوتل او په مسجد الحرام کښې د یوه پرهیزګاره کس په وژل کیدا سره رامینځته کیږي.

()

همدا اوس د حضرت امام مهدي علیه السلام د چټک ظهور په هیله په هغه درود  استوو او وایو:

السلام علی بقیه الله فی بلاده و حجته علی عباده، المنتهی الیه مورایت الانبیا، و لدیه موجود اتار الاصفیا، الموتمن علی السر و الولی للامر السلام علی المهدی الذی وعد الله عزوجل به الامم ، ان یجمع به الکلم و یلم به الشعت و یملا به الارض فسطا و عدلا و یمکن له وینحر به وعد المومنین :

سلام دی وي په امام زمان باندې  د خدای په ځمکه کښې او د خدای په بندګانو باندې د هغه حجت، هغه څوک چې د پیغمبرانو میراث هغه ته رسیدلی او د خدای د پیغمبرانو اثار له هغه سره دي، د رازونو ساتونکی  او د الهي حکم اجرا کونکی ، سلام دې وي په مهدي چې خدای په عظمت او پرتم سره له امتونو سره د هغه د راتلو ژمنه کړي ده چې ارزښتونه او باورونه یوشان(برابر) کړي او خلک له تفرقې څخه وژغوري، او ځمکه له عدل او انصاف ډکه کړي او هغه( امام مهدي ) ته منزلت او قدرت ورکړي او د هغه په راتلو سره په هغه ژمنې چې له  مومنینو  سره  یې کړي ده وفا وکړي......»

 

ټیګونه