Jan 06, 2024 14:38 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د افغانستان  او پاکستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې ددواړو هیوادونو ځينو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو د تحلیلی برخې آوریدو ته ،هیله د ه ترپایه راسره ملتیا وکړئ

**/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

*//*/*/*/

د زړونو د سردارشهید قاسم سلیماني د شهادت څلورمه کلیزه او افغان شاعران

**/*/*/

د افغانستان د شیعه عالمانو له شورا سره د طالبانو د لوړپوړو چارواکو کتنه

**/*/*/*/

د افغانستان د طالبانو اود پاکستان د  حکومت ترمینځ د ترینګلتیاؤ زیاتیدا

*/*/*/*/ او اسلام اباد ته د افغانستان د طالبانو د پلاوي سفر،په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځینی مهم بدلونونه ؤؤ،البته اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*************************

=         د زړنو د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین سره په یووخت  د افغانستان په مزارشریف کې د افغان شاعرانو،لیکوالانو او کلتوری فعالانو او د مختلفو پرګنو  له خوا د سلیماني نګین  دریم ادبی  سمینار ترسره شو.

د افغانستان یو شاعر او د مزارشریف ښار د فردوسي کتابتون مسئول سید سکندر حسینی  د سلیماني ادبی ملغلرې نومې دریم سمینار  په باب  ووئیل، دا سمینار  له درو کلونو مخکې راهسې  په کابل  ، هرات  او بلخ ولایتونو کې  د  افغانستان د شاعرانو، لیکوالان، کلتوری فعالانو،محصیلینو او مختلفو پرګنو په وسیله د سردار قاسم سلیماني  دشهادت د کلیزې په ورځې ترسره کیږي.

 دهغه په وینا، د افغانستان خلک ددغه لوی او شجاع شخصیت د  شهادت ورځ  یو معنوي مناسبت ګڼي، ځکه دغه شهید  له وخت او ځاي ورآخو  یو شخصیّت  لري او دوی  کومې خاصې جغرافیه ته نه محدودیږي . سید حسیني  روښانه کړې ده ،  شهید قاسم سلیماني  د مقاومت په جغرافیې کې ډير غوره رول درلود او ټول  ئې د  یوه نړیوال شخصیّت په توګه پيژني . همداراز د داعش تکفیری او ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې  او د هغو د ریښو  په ویستنې کې  د اسلامي نړۍ ددغه لوي قوماندان کړچار او اقدامات  ډير اغیزشیندونکي او د پام وړ دي . دمزارشریف ښار  د فردوسي کتابتون مسئول په دوام کې ووئيل،  دغه لوي شهید د نړۍ د مسلمانانو  او  د بشریّت  په ټولې ټولنې کې  ډیر غوره خدمات  کړی دي او د افغانستان ولس ورسره ډيره مینه لري.

په ایران :ې د سردار شهید سلیماني د شهادت له څلورمې کلیزې سره په یووخت ددغه لوړشهید د ویرجنو او زیارتوالو  په لاره کې دوې چاودنې  د زړونو د سردار  په لور  تلونکي د هغه په لسګونو مینه وال او  پلویانو د شهادت او ټپي کیدا سبب  شوي دي. په همدې خاطر  دافغانستان  د طالبانو دحکومت  خار جه وزارت  په یوې اعلامیې کې د ایران له حکومت ،ولس او په تیره بیا ددغې غمیزې د قربانیانو له کورنیو سره  خواخوږي ښودلې اوتسلیّت  وئیل شوی دی.  د  افغانستان د طالبانو د حکومت  د مشر د سیاسی مرستیال دفتر  هم  دیوې اعلامیې په خپرولو سره ،د ایران له حکومت او ولیس سره  خپله همدردي ښودلې او تسلیّت ئې وئيلی دی . د احصایو داعلان په اساس  د کرمان  د ترهه ګرې پيښې  په دغو شهیدانو کې   د ولس افغان مهاجرین  هم ترسترګو کیږي . له دې امله  د کرمان ولایت د بهرنیو مهاجرینو او وګړو  د  چارو  ددفتر عمومی مدیر  روح ا... خضري پور ددغې ادارې له یو شمیر کارمندانو سره یو ځای  د کرمان د ګلزار شهدا  هدیرې د مرغومې د دیارلسمې نیټې د ترهه ګرو پيښو د دولس شهیدانو له  اوو کورنیو سره لیده کاته وکړل او  ددغه جنایت په سختو ټکو سره په محکومولو سره ئې د خداوندمتعال په درګاه کې د قربانیانو د خپلوانو لپاره د صبر او اجر  دعا وکړه.

                 په تیرې اونۍ کې په تیرې اونۍ کې  دافغانستان د شیعه عالمانو د شورا له غړو سره د دغه هیواد د طا لبانو د حکومت  دمشر سیاسی مرستیال  کتنه کړې  او ټينګار ئې کړی دی ،  په دغه هیواد کې قومی ،ژبني او مذهبی تعصبات هیڅ ځاي نه لري. په تیرې اونۍ کې  د افغانستان د شیعه عالمانو شورا  لوړپوړي مشرانو د طالبانو د حکومت  د ریس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کته  او ټينګار کړی دی ، په دغه هیواد کې د قوم او مذهب په نامې سره  دسیسې  شنډې شوي دي. په دغې کتنې کې  د طالبانو د  حکومت  د ریس الوزرا د مرستیال په وینا،په افغانستان کې قومي ژبني او مذهبی تعصبات  هیڅ ځاي نه لري او  هیچا ته  هم دا اجازت نه ورکول کیږي ، چې  دغه شان مسئلو او ترینګلتیاؤ ته لمن ووهي.

د شیعه  عالمانو د پلاوي د نمایندګۍ په توګه محمد اکبری او سید محمد عالمي بلخي  پخپلو څرګندونو کې ووئیل،د طالبانو د حکومت له مشرانو او چارواکو سره د شیعه عالمانو د شورا دغړو دوامدار لیدو کاتو په نتیجې  کې  ډیری  د بحث وړ مسئلې حل شوي او د مشکلاتو لپاره حل لارې پیدا شوي دي.پلاوی همداراز د شورا د غوښتو ټولګه د مکتوب په بڼه د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا مرستیال ته وسپارله.

د افغانستان د هرات  والی نوراحمد اسلام جار تیره اونۍ د هرات –خواف د ریل پټلۍ  او د لارو د جوړونې په باب  د افغانستان په  چارو کې ایران د  اسلامی جمهوریت د لارو  د جوړونې د وزارت له سلاکار سید حسین میر شفیع  سره  لیده کاته وکړل. د افغانستان د هرات د والی ددفتر د مطبوعاتی برخې په وسیله د خپرې شوي اطلاعیې  به اساس، میر شفیع  په دغې کتنې کې ووئيل،ایراني تاجران او پانګوال په افغانستان په تیره بیا په هرات کې د تجارتي شیانو،د واټونو د جوړولو،د کانونو په کیندلو باندې له پانګونې سره دلچسپي لري. هغه د هرات –خواف ریل پټلۍ د پروژې د جوړولو کار ته په اشارې سره زیاته کړه ددغې پروژې د بشپړتیا بهیرروان دی.د افغانستان د هرات والی هم  ددې خبرې په کولو سره چې  له هرات سره د ایران ارتباطات  او تجارتي  اړیکې ښې هیله وښودله  دغه اړیکې  پراخې شي.اسلام جار همداراز  په افغانستان کې د لویو پروژو  په جوړولو او رابرسیره کولو کې د ایران ملګرتیا یو نیک اقدام وباله او ټينګار ئې وکړ،ددغه شان پروژو اجرا ددواړو هیوادونو د ورورولۍ اړیکو په لاښه کولو کې رول لوبوي.

د هرات –خواف ریل پټلۍ  څلور برخې لري  چې تر اوسه پورې  ئې درې برخې بشپړ شوي دي او څلورمه قطعه به هم په نزدې راتلونکي جوړه شي.دغه ریل پټلۍ لویدیځ ته د ختیځ  د نړیوالې لارې یوه برخه ده چې چین د ازبکستان،افغانستان او ایران  له لارې د ترکیې او اروپا په لور ا وږدوي .دغه لاره به په راتلونکي  اروپا ته د چین د شیانو دلیږد او د ټرانزیټي لګښتونو په کمیدا کې  مهم رول ولري .

د افغانستان  د چارو یو کارپوه محسن رویی صفت  په دې باب وائي،په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران اسلامی  جمهوریت تل  د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او اوس هم  د افغانستان یو ترټولو مهم تجارتي او اقتصادی شریک  دی او تل ئې د ملګرتیاؤ  د پیاوړتیا او پراختیا لپاره په تیره بیا په افغانستان کې   د تخنیکی او انجنئيرینګ  او صنعتي تولیدۍ په زمینو کې د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره خپل چمتووالی  اعلان کړی دی.

           په تیرې اونۍ کې پاکستان هم له یولړ پيښو سره لاس او ګریوان ؤ چې  په هغو کې ترټولو مهمه  دپاکستان دموقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان ته  په خطاب کې په کرمان کې ترهه ګرې حملې په کلکه غندلي او د ایران حکومت او ولس ته ئې دزړه له کومې په تسلیّت وئيلو سره  ټينګار وکړ،پاکستان  په دې  غمجن وخت کې له ایران سره  پیوستون اعلانوي، او ترهه ګر او ترهه ګري چې په هره بڼه وي ، به کلکه ئې غندي.

 د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني  د شهادت د څلورم تلین په مناسبت د دستورو  په دوران کې  په دغو غمیزو باندې د پاکستان زیاتره سیاسی او مذهبی شخصیّتونو ، ګوندونو او ټولنیزو  او مدنی ټولنو ، عالمانو ،متفکرانو ،محصیلینو  او استاذانو په غمرازۍ ښکاره کولو سره په دې باب  د ایران له ملت ،حکومت  او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. په دې اړه  د پاکستان په مختلفو ښارونو  کې په تیره بیا د ایران په کونسلګریو کې د اسلامی مقاومتي چورلیز  ددغه لوي قوماندان  په ا حترام کې دستورې  جوړې کړي او د زړونو د سردار او دغه راز د کرمان د غمیزې د شهیدانو یا د او خاطرې لمانځلي دي .

په دغو زیاتره دستورو کې ویناوالو د نړیوال استکبار په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژیم او د هغوی ډ تالی څټو دغه ډول بزدلانه  او له شا ګوزار کول یو ناځوانمردانه  اقدام بللی او  وئیلي ئې دي ،  په دغو  اقداماتو سره به د مقاومتي چورلیز په تیره بیا  د فلسطین د  آزادۍ  جبهې او مقاومتي ډلې  ټپلې هیڅکله  له خپلو ارمانونو  په شانشي . او نړیوال استکبار په تیره بیا د وحشي ډوله صهیونیسټانو  جنایتکارو پوځیانو  او د هغو  تالی څټو ته به  په هر ډګر کې درنده څپيړه ورکړي.

 

 

            تیره اونۍ د پا کستان ډان  خپرونې راپور ورکړی ، د پاکستان حکومتی  احصائې ښئ چې  دغه هیواد په ۲۰۲۳کال کې  د تاؤتریخجنو  بیښو د قربانیانو تر ټولو ډیرې  زیاتیدونکی اندیښنې ثبت کړي دی . د وړاندې شوو احصایو په اساس،  په دغه هیواد  کې د ترهه ګرو  حملو او ترهه ګر ضد عملیاتو شمیر ۷۸۹ موردونه ښودل شوی او په دغو غمیزو کې  تیر کال  کابو یو زر پنځه سوه څلورویشت کسان  وزل شوي او  کابو یو نیم زر کسان نور  ټپیان شوي دی چې دغه  شمیرې کې کابو زر عام خلک او همداراز امنیتی ماموران شاملیږي.

د  پاکستان د تحقیقاتي او امنیتی مطالعاتو د مرکز (سی آر ایس ایس )راپور ددې ښودنه کوي  چې  په پاکستان کې د تاؤتریخوالو پيښو له امله  د مرګ ژوبلو  کلی اندازه  له ۲۰۱۷کال  څخه ترا وسه پورې په تیرو شپږو کلونو کې ترټولو لوړ حد ته رسیدلې ده .  په ۲۰۲۲ کال  کې په پاکستان کې  تاؤتریخوالي  په تیرو لسوکلونو کې تربې مخینې حده زیات شوي چې تر ۵۶فیصدو پورې زیاتوالی ښئ.دترهه ګرو ډلو حملې هم تر شپږو فیصدو پورې زیاتې شوي دي.پردې سربیره د پاکستان د حکومت د احصایو او شمیرنو  په اساس، پاکستان د پرله پسې دریم  کال  لپاره د تاؤرتریخوالو د زیاتیدا شاهد دی  او دغه بهیر له ۲۰۲۱کاله وروسته  هر کال مخ په زیاتیدا دی .

ددغه راپور په اساس، دپاکستان په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې  دغه شان تاؤتریخجنې پيښې مخ  په زیاتیدا دي،داسې چې  په دغو صوبو کې  نوی فیصده مرګ ژوبلې  او ۸۴فیصدی حملې شوي دي .همداراز په پنجاب او سند صوبو کې هم  نسبتا آرامښت لیدل شوی دی او په دغو صوبو کې  د ۲۰۲۳کال کې  د  ټول ټال قربانیانې یوازې اته فیصدي دي.د نوموړي راپور په اساس په ۲۰۲۳کال کې د ثبت شوو تاؤتریخوالو د قربانیانو ۶۵فیصده  برخه د ترهه ګرو حملو له امله  ده او ۳۵فیصده نوره هم  له ترهه ګر ضد عملیاتو سره  اړونده دي .

 داپه  داسې حال کې دي  چې په همداوروستیو میاشتو کې د افغانستان د طالبانو  د حکومت او د پاکستان پوځ او حکومت ترمینځ اړیکې ترینګلی شوي دي او دپاکستان حکومت د افغان طالبانوچارواکو ته په زغرده وئیلي دي چې نور د پاکستان سټراټژيک زغم په ختمیدا دی او باید افغان طالبان دتحریک طالبان یا هماغه ټي ټي پي  دمشرانو او وګړو ته د پناه نه ورکولو او دهغوي په ضد  دعملیاتو لپاره  جدي شي   او نور دې افغان طالبان ویښ شي ، او اسلام اباد  نوره  له کابل سره د  راتلونکو اړیکو  ساتل هم د ټي ټي پي  پضه د  د  تائيد وړ اقدام سره  مشروطې کوي. ددغو ترینګلتیاؤ  او ورسره د ځينو نورو سرحدي شخړوپه باب د خبرواترو لپاره د افغانستان دطالبانو د حکومت له خوا د دفاع، کډوالو  او د استخباراتي ادارو  د لوړپوړو چارواکو باندې مشتمل یو پلاوی  اسلام اباد ته تللی څو دغه ترینګلتیاوې او شخړې  او ځينی سر حدي لانجې  د  خبرواترو له لارې حل کړي .

             خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نوتر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ووسئ .

(سیماب)

*****************************************************

 

ټیګونه