Feb 16, 2024 14:01 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۵۸) د حضرت مهدي «عج» ظهور

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له (۵۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دغه پروګرام کې د حضرت مهدي (عج) د هغه یارانو په اړه چې له هغوی سره په پاڅون کې ملګرتیا کوي اشاره کوو.

لکه څرنګه مو چې په تېره برخه کې وویل، د مهدي موعود(عج) نړیوال انقلاب، له ډېرو کړاوونو سره مخ کېږي او د هغه یاران د هغوی ستر او سپېڅلي هدف ته د رسېدو لپاره، په قدرت او رشادت سره، د دې موخو د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه له منځه وړي. هغه حضرت هم په درایت او هوښیارۍ او له الهي مرستو څخه په استفادې، دا انقلاب هدایت او رهبري کوي. د هغه کسانو په منځ کې چې د امام زمان ملګرتیا خواته راځي، ځیني قومونه او ملتونه تر نورو شاخص او ډېر فعاله دي، چې ویلای شو ایرانیان په هغوی کې ترټولو مهم دي.

لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، د حضرت مهدي (عج) د ظهور لپاره د زمینې په برابرولو کې د ایران د خلکو د مهم رول او د هغوی د ملګرتیا په اړه بېلابېل حدیثونه نقل شوي دي. حتی په څو روایتونو کې داسې تعبیرونه شتون لري چې د دې سترې پېښې د زمینې جوړولو په توګه، د ایران د اسلامي انقلاب په رامنځته کېدو سره، ډېری ورته والی شتون لري.

همدارنګه د سفیاني د خوځښت او جنایاتو له امله چې د ظهور له حتمي نښو څه دي، د سید خراساني یا شعیب بن صالح په نوم د یوه شخص په رهبرۍ سره له ایران څخه یو لښکر په عراق کې د هغه له لښکریانو سره جګړې ته ځي او دوی ته ماتې ورکوي. دا زړه ور او حق غوښتونکی قوماندان، بیا له خپلو سرتېرو سره یوځای، د امام زمان له لښکر سره یوځای کېږي.

له بلې خوا، د پیغمبر(ص) او معصومو امامانو(ع) ځینو ویناوو ته په پام سره، د هغه حضرت له ۳۱۳ اصلي یارانو یو زیات شمېر او د هغوی نور مبارزین ایرانیان دي. په دې برخه کې، ایران ته نږدې د طالقان او قم خلکو ته اشاره شوې ده. امام صادق (ع) په دې نوم د قم د سپېڅلي ښار د نومونې د لامل په تړاو فرمايي: قم ونومول شو، ځکه چې مېشت کسان یې له قائم آل محمد (علیهم السلام) سره یوځای کېږي او له هغه سره پاڅون کوي او خپل استقامت څرګندوي او له هغه سره مرسته کوي.

Image Caption

مګر د طالقان د سیمې په تړاو چې پخوا، د ایران د پراخې سیمې یوه برخه وه، بې ساري او حیرانوونکي روایتونه په سترګو کېږي. حضرت علي (ع) د دوی خلک داسي بیانوي: خوش قسمته دی طالقان! ځکه چې د خدای تعالی لپاره هلته داسې خزانې ذخیره شوي، چې هېڅکله د سرو او سپینو زرو له جنسه نه دي. په هغه ځای کې داسې کسان دي چې خدای یې په حق سره پېژندلی او دوی په آخرالزمان کې د مهدي(عج) له یارانو څخه دي.

امام صادق (ع) هم په یوه نسبتا اوږده وینا کې، د طالقان خلک د زړه ورتیا، جنګ رامنځته کولو، وقار او مقاومت په شان صفتونو سره ستایي، چې له ایمان، عبادت، تقوا او شهادت غوښتنو څخه ډېره ګټه پورته کوي او په بشپړه توګه د حضرت بقیة الله(عج) فرمان منونکي دي. د یمن خلک هم د هغو کسانو له جملې څخه دي، چې د آخرالزمان د ژغورونکي په پاڅون کې ستر رول لري.

په دې هېواد کې د صنعا له ښار څخه د یماني په نوم د یوه فاضل او بزرګوار شخصیت پاڅون، د هغه حضرت د ظهور له حتمي نښو څخه دی. هغه خلکو ته د امام عصر د منلو بلنه ورکوي او د سید خراساني په څېر، په یوه لښکر سره له سفیاني سره جګړه پیلوي او د یوه بل په ملتیا، د هغه جنایتکار لښکر ته په عراق کې ماتې ورکوي.

یماني هم د خپلو زړه ورو سرتېرو سره، د امام له لښکر سره یوځای کېږي. د روایتونو له مخې، سید خراساني او یماني به د نړیوال غورځنګ په بهیر کې، د حضرت مهدي(عج) د نږدي کسانو او قوماندانانو له ډلې څخه وي.

په هر صورت، لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، حضرت صاحب الزمان (عج) له مکې او بیت الله الحرام څخه خپل پاڅون د خپلو وفادارو، زړه ورو او له ځان څخه د تېرو یارانو په ملتیا سره پیلوي. د هغوی لومړنی اصلاحي ګام به، د مسلمانانو په ترټولو غوره او د قبلې په توګه په هماغه یعنې د مکې په سپېڅلي ښار کې ترسره شي. لومړی د کعبې سرپرستان چې کلونه کلونه یې خلک غولولي او دوی ته یې خیانت کړی دی، مجازات کوي او د دې مهم او شریف ځای د ساتنې لپاره یو امین او پوه کس ټاکي.

همدارنګه د منجي موعود مخالفان او دښمنان چې په مکې کې خوځښت کړی دی، ځپي او دا ښار آرامه کېږي. بیا هغوی یو لایق او هوښیار کس د دې ښار د واکمن په توګه ټاکي، ترڅو د دې ښار وضعیت سم کړي. په دې موده کې، د مهدي موعود(عج) منتظران او مینوال چې د هغه حضرت د سپېڅلي لارې په موخو کې، د سرښندنو او یارۍ لپاره ځانونه چمتو کړي دي، خپل ځانونه مکې ته رسوي.

امام صادق (ع) د هغه وخت پېښې داسې بیانوي: ۳۱۳ کسان هغه (حضرت مهدي) ته رسېږي او له هغه سره بیعت کوي او په مکه کې پاتې کېږي، تردې چې یاران یې ۱۰ زره کسانو ته ورسېږي او بیا له هغه ځای څخه د مدینې پر لور حرکت کوي. د دوی لومړنۍ موخه، د سفیاني له منځه وړل دي، چې عراق، سوریه، اردن او فلسطین یې نیولی دی او ډېری جنایتونه او ظلمونه ترسره کوي.

ظاهرا په همدې دلیل، هغوی لومړی په خپل لښکر سره د مدینې په لور چې د سفیاني لښکریانو په واک کې دی، حرکت کوي. وړاندې مو وویل چې د دوی یوه ډله چې هوډ یې درلود، مکې ته پر لاره هغه بزرګوار په قتل ورسوي، د بیداء په نوم په یوې سیمې کې د خدای په امر، په ځمکه کې ښخ شول. مګر له هغې پېښې یوڅه موده وروسته، د امام زمان لښکر په خپل لومړني حرکت کې، دا ښار فتح او د توطئه ګرانو او دښمنانو له شر څخه خلاصوي.

د امام مهدي(عج) بل مقصد، د عراق سیمه ده چې خلک یې د سخت زړه سفیاني د پوځيانو په لاس له خاورو او وینو سره لت پت کېږي. دوی که څه هم وړاندې د سید خراساني او یماني په لاس ماته خوري، مګر داسې ښکاري، چې تراوسه په عراق کې حضور ولري. د هغه بزرګوار د لارې په اوږدو کې، ډېری کسان چې کلونه کلونه د هغوی د ظهور په تمه وو، د هغه له لښکر سره یوځای کېږي. همدارنګه، هغه صالح او بااخلاصه منتظران چې د خپل امام زمان په لیدلو نه دي بریالي شوي او له دې نړۍ څخه تللي دي، د خدای په اجازې سره ژوندي کېږي او خپلې سترې هیلې، یعنې له هغه حضرت سره ملګرتیا ته رسېږي.

په هر صورت، د امام زمان(عج) زړه ور او جنګیالي سرتېري په اقتدار سره، په عراق کې د سفیاني ظالم لښکر ته ماتې ورکوي او په دوام کې، د شام یعنې د هغه د اصلي ځای په لور ځي. د یادونې وړ ده چې له سفیاني څخه د لوېديځو دولتونو له لوري چې په حدیثونو کې رومیان ګنل شوي دي، ملاتړ ترې کېږي. له همدې امله، له هغه سره د بقیة الله(عج) وروستۍ جګړه، سخته او پراخه ده چې په  راتلونکې برخه کې به روښانه شي.

اوس دعا کوو چې خدای تعالی مهدي موعود(عج) د بشریت او عدالت پر دښمنانو بریالی کړي او وایو:

« ... وَ ثَبِّتْ بِهِ الْقَلْبَ، وَ اَقِمْ بِهِ الْحَرْبَ، وَ اَیِّدْهُ بِجُنْد مِنَ الْمَلائِکَةِ مُسَوِّمینَ، وَ سَلِّطْهُ عَلى اَعْدآءِ دینِکَ اَجْمَعینَ، وَ اَلْهِمْهُ اَنْ لا یَدَعَ مِنْهُمْ رُکْناً اِلاَّ هَدَّهُ، وَلا هاماً اِلاَّ قَدَّهُ، وَلا کَیْداً اِلاَّ رَدَّهُ، وَلا فاسِقاً اِلاَّ حَدَّهُ، وَ لا فِرْعَوْنَ اِلاَّ اَهْلَکَهُ، وَلا سِتْراً اِلاَّ هَتَکَهُ، وَلا عَلَماً اِلاَّ نَکَّسَهُ، وَلا سُلْطاناً اِلاَّ کَبَسَهُ ...  

اې خدایه! د هغه(حضرت مهدي) په وجود سره زموږ زړونو ته آرامتیا ورکړه او د هغه په وسیله، له سرکشانو سره جګړه پیل کړه او د نښان لرونکو ملائیکو په لښکر سره، له هغه سره مرسته وکړه هغه د خپل دین پر ټولو دښمنانو برلاسی کړه او هغه ته الهام او مرسته وکړه، چې د دښمنانو کوم اساس او بنسټ پرې نه ږدي، مګر دا چې له منځه ولاړ شي او د دوی کوم مشر پاتې نه شي، مګر دا چې له منځه ولاړ شي او د دښمنانو له لوري کوم چل نه وي، مګر دا چې شر یې دوی ته وروګرځي او بدکاري پاتې نه شي، مګر دا چې حد ورباندې جاري شي او د فرعون په څېر کوم ظالم پاتې نه شي، مګر دا چې هلاک یې کړي او د حق پر وړاندې کومه پرده پاتې نه شي، مګر دا چې هغه له منځه یوسي او د باطل بیرغ رپانده نه وي، مګر دا چې نسکور یې کړي او هېڅ قدرت نه وي، مګر دا چې هغه په واک کې واخلي.

ژباړه: زماني

ټیګونه