Feb 17, 2024 15:22 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۶۸) د ځينو  الهي آیتونو په بیانولو کې ځنډ

د تهران د پښتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه  والو په دې شیبو کې  د رڼا سرچینې  نومې لړۍ له ننني 68 مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په  دغه ننني مطلب کې د قرآن کریم د  هود سورې له دولسمه تر څوارلسم پورې آیتونو د نزول د شان په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

 دوستانو له دې وروسته چې د اسلام ګران پیغمبر(ص) د انسانانو د هدایتولو مسئولیّت په غاړه واخست، نو   ددغې دنیا  په تورتمو  بې لاریو کې ئې د پاتې ګمراهانو د نجات لپاره کلک هوډ وکړ.هغه بزرګوار  خپلو الهی او لوړو موخو ته د رسیدا لپاره  د یوه خوځنده طبیب په څير ځان   ناروغانو ته رساوۀ.که  هغه ته خبر ورکول کید چې په لیرې سیمې کې د یوې قبیلې  یو کس د هدایت وړ دی ،  نو په لیوالتیا سره به دهغه وآخوا ته ورتلو، او دهغه لارښونه به ئې کوله.

 البته د وخت په تیریدا او د پیغمبر اکرم( ص)د مجاهدتونو په زیاتیدا سره، له حق سره د ډغره وهونکو جاهلانو ګَڼکپَئ او فعالیتونه  هم لازیات شوي او  خپلې دښمنۍ ئې زیاتولې .هغه د پام وړټکی چې باید ورته اشاره وشي،دا دی،هغه کسان  چې د رسول ا...بزرګوار(ص) په مقابل کې دریدل او ځِل ئې کاوه،دوې ډلې وې.لومړۍ ډله هغه ناپوهه او غافل کسان وو چې جاهلانه  اعتقادات او افکار  د هغوی په روح او باطن کې نغښتي  وو او له پیغمبر اکرم(ص)  سره د هغوي د  مخالفت اصلی علت د حقیقت په باب د دوي ناسم درک او ناداني وي . دوي  له خپلو ګمراهو او جاهلو نیکونو څخه تقلید کوي او د خپل کار د سمَوالي معیار  د خپلو پلارونو،نیکونو  او پخوانیو  عمل ګڼلې،د بتانو له عبادته د پیغمبر اکرم  د منع کولو په مقابل کې ئې ځواب دا ؤ چې مونږ دخپلو  نیکونو پیروکار یوو او هغه څه چې د مونږ پلار او نیکونو ورته  عبادت کاوۀ، مونږ  هم هماغه عبادت کوو، خو دوهمه ډله چې د پيغمبر اکرم(ص)  داصلي مخالفانو پرګنه جوړوي ، ډیر دوکه باز ، چلول کونوکي او ځرَک  او فرصت غواړي  وو چې  پخپله ئې پر بُتانو واقعي اعتقاد نه  درلود،بلکې  د هغو زیاتو ګټو په لړ کې چې د ناپوهو خلکو  له بُت پرَستۍ څخه د هغو په  نصیب کیدلې، د رسول ا.... بزرګوار په مقابل کې دریدلي  او په ټول  قدرت سره ئې د اسلام له نجات ورکونکي دین سره  مبارزه کوله.

دغه ډله د اسلام دمقدس دین د پرمختګ  دمنخنیوي لپاره  هر یوه چلول او دوکې ته مخه کوله .  دوي په پیل کې  روغې جوړې او مذاکراتو ته مخه کړه ، څو ؛ امین محمد؛د جهل له نابودۍ او له ظلم سره له مبارزې  وغړوي، خو پیغمبر اکرم (ص)  خپل دریځونه په ډاګه  بیان کړل او وې فرمائیل؛په خدای قسم،  که لمر زما په ښي لاس کې  او میاشت زما په  کیڼ لاس کې کیږدئ،څو  د خپل دین  له تبلیغ او د خپلې موخې له تعقیبولو وګرّځم، نو هیڅکله به دغه شان کار ونه کړم . تر دې چې  پر مشکلاتو بریالی شم او  نهائي مقصد ته ورسیږم . یا په دغې لارې کې خپل ژوند قربان کړم::: د دوي ورپسې ګام  د رسول ا... بزرګوار  دحرکت ددرولو لپاره  تمه وړاندې کول وو. نو ځکه  ئې  د منصب ، شتمنۍ  او د ډالیو او ښکلو ښځو د ډالۍ کولو وړاندیز ورکړ. پیغمبر اکرم (ص) دې ځل هم  دوي ته وفرمائيل؛ زه د تاسو دغو څلورو وړاندیزونو په  وړاندې ،یوازې  شی غواړم ، او هغه دا دی چې د خداوندمتعال په وحدانیّت اعتراف وکړئ( تَشهَدُون َ اَن ّ لا ِالهَ  ِالا الله).

          کله چې د قریشو اشراف  او مشران  د مخکینیو رودو  له اغیز شیندنو  ناامیده شول، نو نوو نفسیاتي آوزارونو ته ئې مخه  کړه ، دوي هڅه وکړه ، په ملنډو وهلو  او سپکاویو سره د پیغمبر اکرم(ص) شخصیّت منزوي کړي، او  دعامو خلکو په نزد د هغه سپکاوي وکړي، ممکنه ده د هغه د پیروکارو شمیر کم شي،دوي همداراز د ؛دروغجن،لیوني،جادوګر،پیریانو  نیولی، شاعر،  او  داسې د ځينو نورو ټکو  په کارولو سره هڅه کوله د پیغمبر کرم پاکوالی او  صداقت کم کړی ، دوي  د پیغمبر او د هغه پیروکارو په شخصیّتي ترور سره فیزیکی ترور او د مسلمانانو شکنجه کولو ته مخه کړه . د عمار بن یاسر عنسی  کورنۍ ئې شکنجه کړه .د عمار مور سُمّیه،ئې شکنجه کړه  او د اسلام په لاره کې د ابوجهال  په نیزې سره شهیده شوه. د عمار ورور ،یعنی عبدا.... دهغه پلار ؛یاسر؛ په مکې د قریشو په شکنجه کولو سره شهیدان شول . خپل  غلام ؛امیة بن خلف خپل غلام،بلال بن رباح حبشي دمکې په سختې ګرَمئ کې په څټ  څملاوۀ او د هغه په سینې ئې لوي کاڼی کیښودڅو پر محمد(ص) کفر و کړی، خو  هغه هماغه شان له شکنجه کیدا سره سره ،  دیوه واحد او پاک خدای  څخه  مخ وانه  ړَوۀ.

 د قریشو مشرکانو د هغو بدني  او نفسیاتی  دباؤنو ترڅنګ چې پر مسلمانانو ئې واردول، له عملی اړخه هم  له پیغمبر(ص) سره مبارزه کوله،څو  د اسلام ددین دتبلیغ خنډ شي ، په یوه سپیر اقدام کې نضر بن حارث مدینې ته لاړ او  له یهودو پوهانو ئې لارښونه  وغوښته. دوي  ووئيل،  له هغه درې مسئلې وپوښتئ،څو د هغه رښتیا او دروغ معلوم شي .له هغه وغواړئ چې اصحاب کهف  او ذوالقرنیّن او روح  د تا لپاره خبرې وکړي. دوی مکې ته بیرته وګرځیدل، او درې واړه موضوعګانې ئې له رسول ا... بزرګواره وپوښتلې ، پیغمبر اکرم (ص) درې واړو  موضوعګانو ته ځواب ورکړ، خو دوی بیا هم ځِل  کاوۀ او ایمان ئې رانه وړ.

 

          ددغې جنایتکارې او ظالمې ډلې په مقابل کې  د خدآي ګران پیغمبر(ص)، له کومې ویرې او شک پرته،د ګمراهانو دژغورنې لپاره کلک  او تل پاتې هوډ سره خپلو هڅو ته دوام ورکړ.هغه بزرګوار په هغه لوي روح سره چې  خداوندمتعال   هغه ته ډالۍ کړی ؤ،دغه ټوله سختیانې ئې  په زړه سره زغملې. که څه  هم  کله د مشرکانو او د هغوي د نادانو ملګرو  له ایمان نه راوړلو ډير خپه  کید،د هغه غم  او خپګان  د خداي لپاره ؤ او د هغه هیڅکله هم د هغه په وسپنیز او کلک هوډ ئې هیڅ ډول اغیزې نه شیندلې، .پیغمبر اکرم د  جاذبو دنیائي پړَک پړُوک او وسوسو او هوسونو په وړاندې  چې بې شمیره مخکښان ئې  د حق کشئ او  د خپل سري ژرف ګړنګ ته غورځولي دي ، او هم د دښمنانو د شیطاني نقشو او کارړنګونو او سختیانو په وړاندې  د تل پاتیکیدا او زغم او غوړیدا ریښتینی اتل ؤ.

 وخت په وخت پرودګار عالم ، پر خپل  رسول ځيني آیتونه نازلول ، پیغمبر اکرم(ص)د تیر وخت په نسبت په تازه  روح او کلک هوډ سره ،دا  خلکو ته رَسوَل. البته  په رسَوَلو کې  ځنډ ممنوع نه ؤ. خو لکه څنګه چې په پیغام رسونې کې پریکندوالی او تیزوالي لومړیتوب درلود، خداوندمتعال خپل پیغمبرله نفسیاتي نظره پیاوړی کاوه څو په لازیات صبر، کلکې دریدا  او له مخالفانو سره په لا جدي  چلند سره  دهغوي له ملنډو ډکو پلمو  جوړونو او بې اساسه غوښتو  او جنجال جوړونو څخه کومه ویره او وحشت ونه لري.

د مثال په توګه،یوه ورځ پیغمبر اکرم(ص) حضرت امام علی (ع) ته وفرمائيل؛ ما له  خدایه غوښتي دي چې  زما او ستا ترمینځ، ورورولي ټينګه کړي او دغه دعا قبوله شوه. همداراز  ومو غوښتل چې ته زما وصي او جانشین شې  ، نو دا هم ومنل شوه:::  دغه مطلب د ځینو مصلحتونو  په اساس ، په ځنډ سره  خلکو ته ورسول شو. هغه مهال چې دغه خبرې د مخالفانو غوږونو ته ورسیدلې،نو سخت لالهانده شول او د دښمني له پلوه ئې،ووئيل، که محمد(ص) رښتیا وائي، او خداوند د  هغه غوښتې مني ، نو بیا ولې له خپل خدایه  نه غواړي ،څو د هغه پردښمنانو د بریالیتوب لپاره ورته فرښتې راولیږي.؟که رښتیا وائي ، نو بیا ولې  له خپل پروردګاره خزانه نه غواړي، څو  هغه  غُربت او بیچاره توب  ختم کړي.؟.

           په دغه وخت کې خدای تعالی د هود سورئې له دولسم ترڅوارلسم پورې آیتونه نازل کړل  او له پیغمبره ئې وغوښتل ، چې د مخالفانو د و حشت او دروغو په دلیل دې ،  دآیتونو په  رسولو کې هیڅ ځنډ ونه کړي.  په د غو آیتونو کې خداوندمتعال فرمائي ؛  فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۱۲﴾ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۳﴾ فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۱۴ 

؛شاید د ځينو  هغو آیتونو رسَوَل چې تا ته وحي کیږي ، پریږدې( او ویې ځنډوه):اوسینه دې په دې وجه تنګه شي او خوابدی شې چې وايي، ولې پر هغه کومه خزانه نازله شوې؟ او یا ولې له هغه سره کومه فرښته نه ده راغلې؟ (نو مه اندیښمنیږه ځکه چې) ته یوازې ویروونکی یې او خدای د هر څه ساتونکی او څارونکی دی. ( او له هغو سره به حساب کتاب کوي) آیا وائي ؛ هغه په دروغو دې (قرآن ) ته(له خداي سره )نسبت ورکړی  (او له خپلې خوا ئې  جوړ کړی دی)،نو ورته ووایه ، که رښتیا وایست، نو تاسو هم د دغه قرآن په څیر  لس جوړې شوي سورې  راوړئ، او(ددغه کار لپاره) له خدای پرته ټول کسان وبولئ:: ؛  او که دوي  د تا بلنه ونه مني، نو پوهه شه (قرآن )  یوازې په الهي علم سره نازل شوی دی ؛  او له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته ! آیا په عین حال کې  تسلیمیږئ؟

=   خوږو دوستانو  ددغه مطلب وخت هم همدومره  ؤ ، نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو،خپل خیال ساتئ،د خپلې کورنۍ او خپلوانو او ګاونډیانو او انډیوالانو خیال ساتئ  او سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************