Sep 10, 2024 10:38 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې ۱۱۳ (د شاعرانو حد بندي)

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! په دې هیله چې روغ جوړ به یئ، د رڼا سرچینې په یو بل پروګرام کښې درته هرکلی وایو. د رڼا سرچینې نومې لړۍ دا نننی پروګرام د شعرا سورې له ۲۲۴ نه تر ۲۲۷ آیتونو شانِ نزول ته ځانګړی شوی دی

ګرانو لوستونکو د مکې مشرکانو د خدای د ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) د شخصیت د خرابولو لپاره، په خپلو زهرجنو تبلیغاتو او پروپاګنډو سره، په دوې باندې له هر لورې نیوکې او حملې کولې او په دې لړ کښې یې هیڅ حد و مرز نه پیژنده. دا حالت رسول الله مبارک ته ډیر سخت او ناوړه و خو هه څه چې دغه سختۍ او ناکامۍ به یې د هغه په نظر کښې اسانولې او زړه به یې ورله ټکوروه، د خدای تعالی هدایت او نیغې لارې ته د دغو تورزړو د رسیدو هیله وه. په دې وجه به یې په کلک هوډ سره د دغې سختې لارې لوړې ژورې ځان ته هوارولې او ټولې سختۍ به یې ګاللې.

خو بیا هم په هغوي کښې یوه ډله کسان د خپلې کینې او سپين سترګۍ په وجه لاهم په ناپوهۍ کښې ډوب وو او ځانونه او خپل ملګري به یې د ګمراهۍ په لور بوول.

دغه کسان چې د پيغمبر اکرم له سخت زغم او صبر نه پوزې ته راغلي وو، د هغه د پاک دین د ناکامه کولو لپاره یې بې شمیره لارې وآزمایلې خو ګټه یې ور نه کړه. په دې وجه یې دا ځل د شاعرانو د ادبي ذوق په کارولو سره، له رسول الله مبارک سره جنګ ته مخه کړه.

*/*/*/

شعر په جاهلو عربو کښې یو لوړ مقام او ډیر پراخ استعمال درلود او په قبیلې کښې د شاعر مقام ډیر لوړ و ځکه چې هغه به په خپلو مناسبو شعرونو سره د خپلې قبیلې فخر او ویاړ تلپاتې کوه. هرې قبیلې به هڅه کوله چې د یو مشر او رییس له لرلو مخکښې یو تکړه شاعر ولري، ځکه چې د جنګ او لوټمار په شان پیښو په وخت به هغوي شاعرانو ته ډیر سخت ضرورت درلود ترڅو هغوي بدل اخیستو او وینې بهولو ته وهڅوي او خپله قبیله له شرم او ننګ څخه وژغوري. په دې وجه هر کله به چې به یوې قبیلې کښې کوم شاعر راڅرګند شو نو جشنونه به یې جوړول او میلمستیاوې به یې کولې او نور قبایل به یې رابلل چې تازه شاعر وویني او په حقیقت کښې به یې خپل شاعر په ویاړ سره نورو ته ښوده.

شاعر د یوې قبیلې لپاره ډیر مهم کس و ځکه چې هم دا کارونه چې نن سبا په سیاسي شننو، خبري اطلاع رسونو، دریځنیونو او د جنګ په اعلان او خبرپاڼو سره کیږي، هغه وخت به د یو زبردست شاعر په مناسب شعر سره ډیر په اسانه کیده. د هغوي شعر به کله کله اقتصادي کارنده توب درلود او کله به یې په یو شعر سره جینکۍ ودولې. لنډه دا چې د عربو په شعرونو کښې به هجو، رجز، حماسې، مدحې او عشق وغیره د نن سبا د ټولو ورځپاڼو، کتابونو او د ډیرو ډله ایزو رسنیو کار کیده.

په دې وجه د حضرت محمد مصطفی(ص) دښمنانو د خپلو پلیدو پلانونو د اجرا لپاره د شعر اوزار غوره کړ. هغوي له یوې خوا په ډیر بدو او سپکو شعرونو سره د پیغمبراکرم(ص) په شخصیت پورې دروغ وتړل او له بلې خوا یې د خلکو په زړونو کښې د قرآن د غیرمعمولي نفوذ په لیدلو سره، هغه حضرت شاعر وباله او له جاهلو شاعرانو سره یې پرتله کړ.

نو دغه وخت متعال خدای جل جلاله د خپل ګران حبیب په دفاع کښې د سوره شعراء له ۲۲۴ نه تر ۲۲۶ پورې مبارک آیتونه نازل کړل او په منطقي بیان سره یې د رسول الله مبارک لاره، له شاعرانو جلا کړه او ویې فرمایل: «(د اسلام پیغمبر شاعر نه دی) شاعران هغه کسان دي چې ګمراهان یې پیروي کوي./ آیا نه وینې چې هغوي په هره وادۍ کښې سرګردانه دي؟ او داسې خبرې کوي چې (ورباندې) عمل نه کوي».

*/*/*/*

د دغو آیتونو له نازلیدو وروسته چې د شاعرانو رټنه یې وکړه، درې تنه مسلمان او دینداره شاعران د خدای ګران رسول ته ورغلل او ویې ویل: «یا رسول الله! دا آیتونه د شاعرانو ترټنه کوي. مونږ هم شاعران یو او د دې آیتونو په نازلیدو سره مو حیثیت خراب شو. مونږ څه وکړو؟»

دغه وخت د هم دې سورې ۲۲۷  آیت نازل شو او په یوې استثنا سره یې د ایماندارو او زیارکښو هنرمندانو لیکه، له نورو جلا کړه او ویې فرمایل: «له هغو شاعرانو پرته چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي او خدای یې ډیر یاد کړی دی او پس له دې چې د مشرکانو د هجو په وسیله ورباندې ظلم شوی دی، د خپل شعر په ژبه یې له هغوي بدل اخیستی دی، او کومو کسانو چې ظلم کړی ډیر زر به پوه شي چې کوم ځاې ته به ستانه شي!»

*/*/*

عزیزانو خدای تعالی د انسان طبیعت او فطرت داسې جوړ کړی چې د ښکلا په لور ځي، او ښکلې خبرې او ښایسته شعر هم داسې دی چې د انسان طبیعت ځانته جذبوي. ځکه نو کوم شعر چې د انسان او انساني ټولنې د لوړاوي په خدمت کښې وي هغه نه یوازې بد نه دی بلکې انعام به هم ولري. خو کوم شعر چې د دروغو یا د ظالمانو د صفت او مدحې ا د فتنې جوړولو لپاره وي، له ښکلا بې برخې او بدرنګ وي. په دې وجه کله چې قرآن د شعر او شاعرانو په هکله بدرد وايي نو اشاره یې د فتنه اچونکو، دروغجنو، بدکرداره او د بې عمله مدعي مشرکانو جاهلانه شعرونو ته ده.

ګرانو دوستانو دلته ممکنه ده تاسو ته دا پوښتنه پیدا شي چې آیا د عربو یو ویاړ، شعر نه و؟ نو بیا ولې هغوي د خدای په ګران رسول باندې د شاعرۍ د تور په پورې کولو سره د هغوي د سپکاوي په لټه کښې وو؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره ستاسو پام، د جاهلیت د پړاؤ د شعر او شاعرانو په هکله یو په زړه پوري ټکي ته راړوم چې ډیر حیرانونکی او عجیبه دی. عربانو د جاهلیت په زمانه کښې عقیده درلوده چې په هر کس کښې د تجابت او پاکۍ نښې وي، له هغه سره پیریان اړیکه لري، هم داشان هر شاعر، یو پیری لري چې د شعر په ویلو کښې د شاعر مرسته کوي. او د هر کس پيری یا جن چې په دې کار کښې تکړه وي د هغه شعر ډیر ښه او غوره وي.

په یوه کیسه کښې راغلي دي: یو کس د عربو مشهور شاعر فَرَزدَق ته ورغی او ویې ویل: ما یو شعر ویلی دی، ته یې واوره چې څنګه دی. فرزدق وویل: «ویې لوله، کله چې هغه اول بیت ووایه، فرزدق وخاندل او ویې ویل: وراره، شعر دوه شیطانان لري، د یو نوم «هوبر» او د بل نوم «هوجل» دی. په چا پسې چې یوازې «هوبر» ورشيد هغه شعر ښه او خبره یې سمه وي خو په چا پسې چې یوازې «هوجل» ورشي، د هغه شعر تباه کیږي. خو ستا د شعر په دې بیت کښې دغه دواړه په یوځاې راغلي دي، په اوله مصرعه کښې درسره هوبر ملګری و، شعر دې ښه ویلی دی، خو په دویمه مصرعه کښې دې «هوجل» ملګرتیا کړې ده او هغه دې خرابه کړې ده!».

*/*/

په دې وجه په رسول الله مبارک باندې د شاعرۍ تور په دې معنا و چې که څه هم هغه حضرت یولړ داسې ویناوې راوړې دي چې بل چا ته د هغو په شان وینا راوړل ګران دي خو دا خبرې د هغې الهي وحي له سرچینې څخه نه دي چې دی یې ادعا کوي بلکې له ده سره د پیري او جن د اړیکې له امله دي چې نورو شاعرانو هم دغه اړیکه لرلې او لري یي.

په دې وجه به یې سربیره پر دې چې د قرآن سپيڅلتیا یې ترپوښتنې لاندې راوستله، د پیغمبر  رسالت یې هم د قبایلو د نورو شاعرانو په شان د قریشو او بني هاشمو په خدمت کښې یو قبیله ایز رسالت او دنده بلله.

دا وجه ده چې قرآن کریم چې خپله موزون او مقطع جملې لري، ډیر تاکید کوي چې شعر نه دی او د خدای رسول حضرت محمد(ص) هم شاعر، کاهن یا ساحر او جادوګر نه دی.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه