د هدایت حدیث (۱۱۵)
-
د هدایت حدیث
د غیبت کولو په ګناه کی سره له دې، چی ناوړه او رټل شوی آثار شتون لری؛ خو په ځینو مواردو کی جایز شمیرل کیږی. په الهی قانون کی اصل دا دئ؛ چی د نورو عیبونه خپاره نه شی، خو ځينی وختونه د دغو عیبونو بیانول، نه یواځی منع شوی نه دي؛ بلکه یوه وظیفه ده.
په تیرو مطالبو کی مو د غیبت موضوع وڅیړله، او ومو ویل چی غیبت، له کبیره او سترو ګناهونو څخه دئ، او په مسلمانو نارینه ؤو او ښځو باندی فرض دئ، چی نه یواځی له غیبت کولو څخه ډډه وکړی، بلکه له هغه کس څخه هم باید دفاع وکړی، چی غیبت یی کیږی. مګر په عین حال کی حضرت پیغمبر ص، په خاصو شرایطو کی غیبت جایز ګنی او فرمایی:«د دریو ډلو په هکله غیبت کول منع نه دي؛ لمړئ ستمګر پاچا؛ دویم هغه فاسق چی په څرګنده توګه ګناه کوی، او دریم بدعت ګذار کس.»
ځکه چی اسلام یو متعادل دین؛ او له هر ډول افراط او تفریط څخه لیرئ دئ. یعنی هماغه ډول چی له یوې خوا غیبت، د مسلمانانو د فردی او ټولنیزو ګټو په خاطر رټل شوئ او ناوړه شمیری، له بلې خوا یی د یو شمیر کسانو غیبت د هماغو ګټو په خاطر جایز ګنلئ دئ.
د مظلوم له خوا د ظالم د عیبونو بیانیدل؛ د غیبت کولو د جایز والی یو مورد دئ. ځکه چی متعال خدای ج؛ پدې باره کی د نساء د مبارکې سورې په ۱۴۸ آیت کی فرمایی:«خدای دا نه خوښوی چی په څرګنده توګه د یو چا بد وینه وشی، مګر هغه څوک چی ستم ور باندی شوئ، په هغه باندی کومه ګناه نشته، چی په معلومداره توګه له ستم کونکی څخه په بدۍ سره یادونه وکړی. او خدای ټولې خبرې اوری او له هغو څخه آګاه دئ.» البته مظلوم یواځی اجازه لری؛ چی د هغه ظلم په هکله چی ورباندی شوئ دئ خبرې وکړی، او که د ظالم په غیاب کی د هغه نور عیبونه چی له ظلم سره یی اړیکې نه لری؛ بیان کړی؛ د هغه خبرې غیبت شمیرل کیږی او حرام دي.
د حضرت رسول اکرم ص له قوله؛ بله ډله چی کیدای شی د هغوی غیبت وشی؛ هغه فاسق کسان دي، چی په علنې او معلومداره توګه ګناه کوی. حضرت امام صادق ع، پدې باره کی فرمایلی دي:«هرکله که یو ګناهګاره کس، په څرګنده توګه یوه ګناه سرته ورسوی؛ نور نو د هغه لپاره به کوم احترام نه وی، او غیبت یی جایز دئ.» همداراز پیغمبر اکرم ص فرمایی:«هر څوک چی د شرم جامه له ځانه وباسی؛ غیبت نه لری.» یعنی د هغه بدویل غیبت نه شمیرل کیږی. همداراز انحضرت فرمایلی دي:« هر څوک چی د حیا جامه له ځانه لیری کړی، او د خلګو د سترګو په وړاندی یو ناوړه کار وکړی، غیبت نه لری، او بد کار یی نورو ته ویلای شو.» البته؛ د دغه ناوړه کار بیانول باید، د هغه د رواجیدو او عادی کیدو سبب نه شی.
بله ډله کسان چی غیبت کول یی جایز دي، هغه کسان دي چی د خدای تعالی په دین کی بدعت ګذاری کوی.
بدعت پدی ځای کی د هغې عقیدې یا عمل د رواجولو په معنا دئ، چی له قرآنکریم او د اسلام د ګران پیغمبر ص له سنت سره سمون و نه لری، او د خلګو د ګمراهۍ سبب ګرځی. د دغو کسانو غیبت کول د دی سبب کیږی، چی خلګ د هغوی په هکله آګاه اوسی، او د هغوی په وسیله دوکه نشی. پدی ځای کی له دې برسیره چی د بدعت ګذاره کس غیبت کول ګناه نه لری، متعال خدای ج د هغه د انحراف د افشا کونکی په عمل پاڼه کی، ثواب هم لیکی. لکه څرنګه چی امام صادق ع د خدای د ګران رسول ص له قوله وفرمایل: «هر کله که له ما وروسته مو د ریب او فریب کسان(یعنی هغه کسان چی په دین کی شک او شبهه القا کوی) او بدعت ګذاره خلګ ولیدل، خپله بیزارې له هغوی څخه څرګنده کړی، او د هغوی په هکله بد وینه وکړئ، ترڅو په اسلام کی فساد کولو ته طمع ونه کړی، او خلګ له هغوی څخه لیری توب وکړی، او د هغوی بدعتونه زده نه کړی. خدایتعالی ج د دغه کار په خاطر، ستاسو لپاره ثواب لیکی، او په آخرت کی ستاسو درجې لوړوی.» البته دغه ټکی ته پاملرنه هم ضرورې ده؛ له دې کبله چی د بدعت ګذار کس غیبت کول، د هغه په وسیله د انحراف او ګمراهۍ څخه د مخنیوی کولو په منظور دي، که یو کس انحرافی عقاید ولری؛ مګر د هغو د خپرولو او رایجولو په لټه کی نه وی، او د هغه په وسیله د نورو د ګمراه ګولو ویره وجود ونه لری، د هغه غیبت کول جایز نه دي.
هر کله که د انسان سره مشوره کیږی، په هغه باندی لازم دئ چی د خیر غوښتنې په نیت سره، هغه حقایق چی د مشورې د موضوع په باره کی پوهیږی بیان کړی. د مثال په توګه، که د واده کولو د مسئلې په باره کی ستاسو سره مشوره کیږی؛ او یا یو کس ته د یو مقام د سپارلو په اړه، د یو باخبره شخص سره سلا مشوره وکړی، پدی توګه چی د دغه مقام په ورکړی سره، د انسانانو ځان او مال د هغه په واګه کی ایښودل کیږی، او هغه کس چی مشوره ورسره کیږی؛ په هغو چارو باندی خبر دئ، چی نور خلګ تری بی خبره دي؛ پدی صورت کی د هغو مطالبو نه بیانول، خبانت شمیرل کیږی.
د حضرت رسول اکرم ص له قوله په یو روایت کی راغلی دي:«هغه کس چی مشوره ورڅخه غوښتله کیږی باید امین وی.» پدی اساس هغه باید د حقایقو په بیانولو سره، امانتدارې وکړی. البته پدې مورد کی هم، یو شمیر شرطونه او محدودیتونه شته دي. یعنی باید یواځی د هماغه مورد په هکله وی، نه له حد څخه زیات او نه کم وی. له دې پرته غیبت شمیرل کیږی او حرام دئ.
هر کله چی د یو مؤمن ځان یا مال، یا آبرو او عزت له خطر سره مخامخ وی،او یواځی په غیبت کولو، او د هغه د عیبونو او بدیو په یادولو سره کیدای شی؛ نوموړئ له دغه خطر څخه وژغورل شی، یو داشان غیبت جایز دئ. ځکه چی دغه غیبت د هغه د ژغورنې لپاره ؤ، نه د سپکاوی کولو او عیب لټونې په منظور! لکه څرنګه چی امام صادق ع په یوه غونډه کی د«زُراره بن اَعیَن» په هکله، چی د دوی له خاصو یارانو او شاګردانو څخه ؤ، یو لړ بدۍ بیانی کړې. مګر له یوې مودې وروسته یی، د زراره زوی«عبدالله» ته یی یو پیغام ولیژه چی:« خپل پلار ته ووایه؛ که موږ ستا کوم عیب بیان کړئ، پدی خاطر دئ چی ته د خلګو له شر څخه په امن پاتی شی! لکه څرنګه چی د قرآنکریم د کهف د مبارکې سورې په ۷۹ آیت کی راغلی دي: چی د موسی ع ملګری، یوه کښتۍ معیوبه کړه، ترڅو غاصب پاچا؛ هغه وانخلی. نو دغه مثال ته دقت وکړه، ولی چی ته هم؛ له ډیرو ښو کښتیو څخه یی، چی د لارښوونې په دریاب کی حرکت کوی؛ مګر هغوی داشان کښتۍ غصبوی، او پکی سپاره کسان هم، تر خپلی سلطې لاندی راولی. د خدای رحمت دی په تا باندی وی، هم په ژوندانه کی او هم د مړینی په وخت کی.»