د تاريخ پاڼه (۲۸۰)
ګرانو او قدرمنو اورېدونکو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دے د تاريخ پاڼه له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو او تودۀ سلامونه وړاندې کوو.
لکه چې پوهېږئ نن د شنبې يا خالي ورځ د ديارلس سوه پينځه نوي هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې څلورمه نېټه ده چې د څوارلس سوه اته دېرشم هجري نمريز کال د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې له څلوريشتمې او د دوه زره شپاړسم ميلادي کال د دسمبر له څلوريشتمې نېټې سره سمون خوري.
۴۹۲ کاله وړاندې د ۱۵۲۴ ميلادي کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه، مشهور پرتګالۍ سمندر کچکونکے او کاشف، واسکو ډېګاما مړشو. هغه په ۱۴۶۰ ميلادي کال کښې وزږېد.د هغه تر ټولو مهم اقدام، په ۱۴۹۸ میلادي کال کې اېشيا او هند ته د اروپا د سمندري لارې پيداکول وو.
د نوموړي دغه کشفونه له دې امله ارزښت لري چې په ۱۴۵۳ ميلادي کال کښې عثماني امپراطورۍ اېشيا ته د اروپا ځمکنۍ لاره تړلې وه.
واسکوډېګاما، د افريقې له وچې په چورلېدو سره، هند ته ورسېد او د هغه ټاټوبي د ډېرو استوګنو په وژلو سره يې د پرتګال له خوا د هند د ښکېلاک لپاره لاره برابره کړه.
---------
۱۶۷ کاله وړاندې د ۱۸۴۹ ميلادي کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه، د فرانسې پوځ د افريقا په لويديځ کښې پر ګینه ټاټوبي برید وکړ.
دغه برید، د فرانسې له خوا د ګینې د ښېرازې ځکمې د لاندې کولو پیلیزه وه. د فرانسې د ځواکونو له بریده وړاندې په ګینه کښې دسرو زرو دساحل په نامه تجارتي کمپنۍ جوړه شوې وه چې دغه ټاټوبي ته یې د فرانسې ځواکونو د ورتلو زمینه برابره کړه .
ګینې ته دفرانسوي پوځ له ورتلو وروسته د فرانسې حکومت په دغه سیمه کښې اډې جوړې کړې او له نورو اروپايي هیوادونوسره د تړونونوپه کولوسره یې په ګینه کې خپل موقیعیت پیاوړے کړ .
په دا ډول ګینه په ۱۹۱۳ کال کښې په رسمي توګه فرانسې ونیوله، بالاخره د ګینیا خلقو په ۱۹۵۸ میلادي کال کښې په یوه ټول پوښتنه کښې د فرانسې له سلطې د ژغورلو غوښتنه وکړه او په همدې کال ګینا له فرانسې خپلواکه شوه.
---------
۱۵۱ کاله مخکې د ۱۸۶۵ میلادي کال د دسمبر په څلوریشتمه نیټه
کوکلاکس کلان (ku kluks klan ) نومې پټه ډله چې د سپین پوستو په برلاسي یې باور درلود،له نورو توکمونو،په تېره بیا له تورپوستوسره د مبارزې لپاره په امریکاکې جوړه شوه .
که څه هم کوکلاکس کلان ډله له جوړیدو څلورکاله وروسته غیر قانوني اعلان شوه، خو تراوسه پورې یې د تورپوستوپه وژلواوکړولوسره په هغوي کښې ډېره وېره او وحشت خور کړے دے .
دې ډلې ان هغه سپين پوستي هم وژل چې دنورو توکمونو له حقوقو یې ملاتړ کوۀ.
په عین حال کښې هیڅکله په امریکا کښې د دغې افراطي توکمپالې ډلې د جرړو ایستلو لپاره جدي مبارزه نه ده شوې .
--------
۶۵ کاله مخکې د ۱۹۵۱ کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه،د ملګرو ملتو د پریکړلیک په تصویبیدو سره لیبیا خپلواکي بیرته واخسته او محمد ادریس المهدي د لیبیا دباچاپه توګه غوره شو .
دغه هېوادپه تیروخت کښې په طرابلس مشهور ؤ اوتر یوې مودې پورې د پردیو ځواکونو په نیواک کښې و. لیبیا په شپاړسمې میلادي پيړۍ کښې عثماني پوځ ونیوۀ.
دغه هېواد د وړومبۍ نړیوالې جګړې په درشل کښې دخلقوله مقاومت سره سره ایټالیا ونیوه او د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کښې هم انګلستان او فرانسې ترخپلې ولکې لاندې راوستله .
بالاخره په ۱۹۵۱ کال کښې لیبیا خپله خپلواکي بیرته ترلاسه کړه او په ۱۹۶۹ کال کې د کرنل قذافي په مشرۍ د لیبیا یو شمیر ځوانو افسرانو په یوې کودتا کښې د ادریس سلطنتي نظام نسکورکړ.
خود ۲۰۱۱ کال په فرورۍکښې خلقوچې د قذافي له کلونو کلونو ډیکټاتورۍ تر پوزې راغلي وو،د عربو دانقلابونو تر اغیز لاندې د هغه پر ضد راپورته شول او له پراخو پوځي نښتو وروسته یې بلاخره د همدغه کال په اګست کښې د لیبیاپلازمینه، طرابلس ونیوۀ او د معمر قذافي حکوت یې ختم کړ .
لیبیا د افریقا د لویې وچې په شمال کښې او د مدیترانې سمندرګي په سویل کښې تقريباً یو میلیون اووه لکه شپيته زره کلومیټره پراخوالی لري او له مصر ،الجزایر،تيونس ،سوډان ،چاډ او نیجریا سره ګاونډي هیواد دے .
--------
۲۰ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه پينځه اويايم ميلادي هجري نمريز کال د مرغومي د مياشتې په څلورمنه نېټه ايرانے قلم کار هنرمند حسن پور صناعي وفات شو.
استاد حسن پور صناعي هنري کار له پينځه کلنۍ څخه د خپل پلار ارواښارد مشهدي عبدالخالق په خدمت کښې شرو کړ او په يوه لنډه موده کښې يې د ډېرو غوره طراحانو او نقشه جوړونکو کښې شمېر شو. له استاد پور صناعي څخه د زياتې پردې، کتيبې، خېمې، جانمازونه او مجالس په يادګار پاتې دي. د هغۀ اثار تل د ايران د ښارونو امامباړو، تکيه ګانو او مذهبي ځايونو ته ښکلا بخښونکي وو او دي. د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته هغه ته بلنه ورکړې شوه چې په پوهنتون کښې د خپل هنر په عملي تدريس لاس پورې کړي. استاد پور صناعي د وفات په وخت پينځه اتيا کلن ؤ.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰