تاریخ پاڼه شماره ۲۹۹
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې درویشتمه نیټه د ه چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له دولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه نولس کاله پخوا، د دوه سوه اتلسم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، په ابن هشام مشهور یو لوئ عرب تاریخ لیکونکئ ابومحمد عبدالملک بن هشام وفات شو. ابن هشام د عراق په جنوب کښې په بصرې ښارکښې وزیږید او د خپل ژوند ډیرې ورځې یې دحضرت محمد (ص) د زندګۍ په اړه په مطالعې کښې تېرې کړې.
هغه د نحو د علم مشهور استاد ؤ او د شعر له ادب سره یې هم اشنایی درلوده.
خو د ابن هشام دشهرت اصلی لامل د نبی کریم (ص) د ژوند په اړه د (السیرة النبویه) کتاب تالیفول دی چې د هغه په نوم (سیره ابن هشام ) بلل کیږی.
دغه کتاب د حضرت محمد (ص) د ژوند په اړه له مهمو سرچینو څخه شمیرل کیږی.
««««««««««««
درې سوه دوه پنځوس کاله پخوا، د شپاړس سوه پنځه شپیتم میلادی کال د جنورۍ په دولسمه نیټه، فرانسوی ریاضی پوه او د اعدادو او احتمالاتو د نظرېې طراح (پایرې ډی فیرمټ )مړ شو .
هغه په شپاړس سوه لومړی میلادی کال کښې وزیږید او له ماشومتوبه یې د ریاضیاتو زده کړې ته مخه کړه.
فیرمټ د دوکارت همهاله او له آثارو سره بلد ؤ . خو ظاهراً ېې د دوکارت په پرتله د تحلیلی هندسې ډیر اصول وضع کړل. د فیرمټ شهرت په صحیحه اعدادو د څیړنې له امله دئ . هغه په دې برخه کښې ګڼ شمیر قضېې بیان کړې دی چې له فیرمټ وروسته ریاضی پوهانو هغه ثابتې کړې دی .
هغه همداراز د دیفرانسیل او انالایز د حسابونو بنسټ ایښودونکئ هم دئ. د هغه له کتابونو څخه د (مسطح او حجمی مکانونه )، ( منیمم او میکسیمم په هکله) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
همدا راز د هغه مهم اثر د ریاضی د بیلابیلو عملیاتو تر عنوان لاندې په شپاړس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې چاپ شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په درویشتمه نیټه، د ایران په ډیرو ښارونو کښې د لاریونونو او مظاهرو په بهیر کښې د شاه رژیم د مامورانو او د ایران د خلکو تر مینځ سختې جګړې وشوې او یو شمیر مبارز خلک شهیدان او یا ټپیان شول . همداراز په همدې ورځ د تهران محصیلینو او خلکو چې د تهران په پوهنتون کښې یې لویه غونډه جوړه کړې وه، د شاه له رژیم سره خپل مخالفت څرګند کړ او په ټینګار سره یې له پاریس نه ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) د بیرته راګرځیدو غوښتنه وکړه.
د محصیلینو دغه حرکت په داسې وخت کښې ؤ چې د پوهنتون چاپیریال د پوځی ځواکونو او وسله والو عسکرو له خوا محاصره شوئ ؤ.
له دغې پراخې مظاهرې وروسته، د اسلامی انقلاب ارواښاد رهبر حضرت امام خمینی (رح) د یوه پیغام په ترڅ کښې ، هوښیارئ ته د خلکو د بللو تر څنګ ، د ایران ملت د شاه د رژیم د لاسپوڅو لخوا د تفرقې اچولو ،آوازو خپرولو اودسیسو کولو څخه خبر کړ.
هغوئ د خپل پیغام په یوه برخه کښې وفرمایل: زه شریف ملت او ټولو پوځی قواوو او ټولنیزو خواوو ته د الهی او ملی حکم په اساس خبردارئ ورکوم چې په ویښتیا او اخلاقی میړانه هغه دسیسې، چې د اسلامی انقلاب په وړاندې اجراء کیږی، شنډې کړی.
««««««««««««
او له ننه اووه کاله پخوا، د دوه زره لسم میلادی کال د جنورۍ په دولسمه نیټه، د ریشتر په کچه اووه درجې زلزلې د کارایب په سمندر کښې د هایټی هیواد ولړزاوه .
دغه زلزله د کابو درو لکو خلکو په وژلو سره په څو وروستیو لسیزو کښې د نړۍ تر ټولو لویه زلزله وه.
د هایټی ورانوونکی زلزلې د دې هیواد ډیر شمیر بیخ بناوې او تأسیسات وران او په لکونو خلک ېې بې کوره کړل .
په دې توګه دغه هیواد د ډیر وخت لپاره د فلج حالت کښې پاتې شو .
له دغې بوږنوونکې زلزلې وروسته د نړۍ بیلابیلو هیوادونو د هایټی د غم ځپلیو خلکو سره د مرستې په موخه دغه هیواد ته خپلې مرستې ولیږلې. خو له دې سره سره د هایټی زلزلې د دغه نسبتاً واړه هیواد لپاره درانده زیانونه درلودل.