Jan 15, 2017 12:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۰۲

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې شپږ ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه درې اویا کاله پخوا، د څلور سوه پینځه شپیتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په شپاړسمه نیټه، په زین الاسلام مشهور د اسلام یو فقیه او عالم شیخ ابوالقاسم عبدالکریم بن هوازن قشیری وفات شو. هغه په درې سوه شپږ اویایم هجری قمری کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې په قوچان کښې وزیږید او د زده کړې لپاره نیشابور ته ولاړ. هغه د علم د حاصلولو لپاره له مکی سربیره دوه ځله بغداد ته هم ولاړ.

قشیری په فقه، کلام، تفسیر او حدیث کښې پریمان مهارت درلود او د تصوف له لویانو څخه ؤ او ډیر شاګردان یې وروزل. له زین الاسلام څخه ډیر آثار په یادګار پاتی دی چې پکښې (رساله قشیریه)، (التیسیر فی التفسیر) او (لطائف الاشارات) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

دوه سوه دوه ویشت کاله پخوا، د اوولس سوه پینځه نوېم میلادي کال د جنورۍ په  پینځلسمه نیټه، روسۍ سیاستوال او لیکوال الیګزینډر ګریبایدوف  وزیږید.

هغه په ډرامه لیکنه کښې ډیر مهارت درلود او د (زیات استعداد درلودل بدبختي ده) نوم  د طنزیه  نیوکه لرونکې کمیډۍ لیکوال ؤ ،خو په سیاسي ډګر کښې دومره بریالئ نه ؤ.

ګریبایدوف  د ایر ان او روسيې په دوهم جنګ کښې د روسيې  یو افسر ؤ چې په دغه جنګ کښې د ایران له  ماتې وروسته، ګریبایدوف  د روسيې  د تزار  په حکم  په  اتلس سوه اته ویشتم  میلادي کال کښې تهران ته راغئ څو یو شمیر بندیان  روسيې ته انتقال کړي .

په دغه ماموریت کښې د هغه غرور، بې تجربه توب او تاوتریخوالئ د ګریبایدوف پر ضد د پاڅون او د خلکو د احساساتو د لمسولو لامل شو چې په اتلس سوه نهه ویشتم  میلادي  کال کښې د هغه  د وژلې سبب  شو.

««««««««««««

یو سلو اته اویا کاله پخوا، د اتلس سوه نهه دیرشم میلادی کال د جنورۍ په پینځلسمه نیټه، سلواډور د مرکزی آمریکا د اتحادیې له ړنګیدو وروسته په رسمی ډول خپله خپلواکی اعلان کړه، خو له خپلواکۍ اعلانولو یوه پیړۍ وروسته یې هم ثبات او آرامښت ونه لیده.

سلواډور چې کلونه کلونه د اسپانیا تر نیواک لاندې ؤ، په اتلس سوه یویشتم میلادی کال کښې خپلواکی ترلاسه کړه او په اتلس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د مرکزی آمریکا د اتحادیې غړی شو او بالاخره د دغه اتحادیې له ړنګیدو وروسته،په پوره ډول خپلواکه شو.

د ویلو ده، سلواډور هیواد په نولس سوه یو دیرشم میلادی کال کښې په نړیوالو بازارونو کښې د قهوې د بیې د غورځیدو په دلیل له ستر اقتصادی کړکیچ سره مخامخ شو.

ګډو وډو اقتصادی حالاتو د سلواډور د خلکو سخت اعتراضونه راوپارول او د هرنانډز مارټینز د دیکتاتورۍ پرضد ولسی او د محصلینو بلواوې پیل شوې .

په سلواډور کښې له دغو پاڅونونو وروسته،کورنۍ جنګونه سخت شول او زیات خلک یې ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شول.

سلواډور یویشت زره مربع کیلومټره په پراختیا سره په مرکزی آمریکا کښې پروت دی او له هونډورس او ګواتمالا سره ګاونډی هیواد دی.

««««««««««««

او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو په اوج ته رسیدا سره ، د ایران وروستی باچا محمد رضا پهلوی د درملنې په پلمه له ایران څخه وتښتیده.

محمد رضا پهلوی په دیارلس سوه شلم لمریز کال کښې ،وروسته له دې چې د انګلستان حکومت د هغه پلار رضا شاه په دوهم نړیوال جنګ کښې له جرمنی د ملاتړ په دلیل جلاوطن کړ ، د باچاهۍ په ګدئ کښیناسته .

باچا په لومړی ځل په دیارلس سوه دوه دیرشم کال کښې د ایران د خلکو د پاڅون له کبله تښتیدلی ؤ ،خو درې ورځې وروسته د زمری په اته ویشتمه نیټه د ایران د خلکو په ضد له آمریکایی ـ انګریز کودتا وروسته،ایران ته ستون شو.

له دغې کودتا وروسته پر ایران د آمریکا د سلطې لپاره لاره هواره شوه او باچا هم په ایران او سیمه کښې د آمریکا د سیاستونو اجراکوونکی ؤ.

په هر حال شاه په داسې شرایطو کښې وتښتید چې د ایران درستو خلکو پخپل هیواد کښې د هغه د محاکمې او د باچاهی ظالم نظام د نسکوریدو او د اسلامی حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله.

د باچا تیښتې خلک خوشحاله کړل او د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په بهیر کښې یوه برخلیک ټاکونکې او مهمه بریا وبلل شوه او په همدې دلیل هم خلکو ستر لاریون وکړ.

له دې پیښې څو ورځې مخکښې، د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر ارواښاد حضرت امام خمینی (رح) چې دغه مهال په پاریس کښې ؤ، په یوه پیغام کښې وفرمایل:

د باچاهۍ له خوشی کولو پرته د باچا سفر،حالات نه بدلوی ،پهلوی رژیم باید په پوره ډول له مینځه ولاړ شی.

 

ذیشان حیدر بنګش