تاریخ پاڼه شماره ۳۱۱
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له څلور ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو پنځوس پخوا، د دوه سوه اته اتیایم هجري قمري کال د ربیع الثانی د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د عباسي پړاؤ ریاضي پوه، ستورپیژاندی او طبیب ثابت بن قَرّه صابي وفات شو. هغه په دوه سوه یویشتم هجري قمري کال کښې د عراق د بین النهرین په حرّان سیمه کښې وزیږید. ثابت بن قرّه په یوناني، سریاني او عربي ژبو تسلط درلود. هغه د پوهې د ترلاسه کولو لپاره بغدا ته لاړ او هلته د تکړه او مشهور مسلمان ریاضي پوه محمد بن موسی په لار ښوونې سره د ریاضیاتو او نجومو په لړ کښې د نظر خاوند عالم شو. د ریاضۍ په هکله د هغه لیکنو او آثارو په دې علم کښې په نویو ایجاداتو کښې رول او تاثیر درلود. هغه د نجومو په علم کښې هم له هغو لومړنیو کسانو ؤ چې د بطلیموس سیسټم اصلاح یې پیل کړه. ثابت بن قره صابي د طب، ریاضۍ او نجومو په څانګو کښې ګڼ آثار له یوناني ژبې په عربۍ ترجمه کړل چې له هغو (الذخیرة فی علم الطب) او (کتاب المفروضات) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
یو زرو اویا کاله پخوا، د درې سوه اته شپیتم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، په ابن عبدالبر مشهور یو اندلسي فقیه، محدث، ادیب او تاریخ لیکونکئ ابو عمر یوسف بن عبدا... د ننۍ اسپانیا په قُرطبه کښې وزیږید. هغه له خپل پلار او د وخت له تکړه استادانو زده کړه وکړه. ابن عبدالبر په تحقیق او څیړنه کښې دومره هڅه وکړه چې په ډیره لنډه موده کښې د اندلس یو ستر استاد شو.
په کومو ورځو کښې چې هغه په قرطبه کښې اوسیده، دغه ښار ډیر امنیت او آرامښت نه درلود. په دې وجه ابن عبدالبر (داینه) ته سفر وکړ چې په هغه زمانه کښې د اندلس یو علمي مرکز ؤ او هلته یې د خپلو آثارو لیکل پیل کړل. د هغه په ډیرو مشهورو آثارو کښې (الاستیعاب) کتاب ته اشاره کولئ شو چې د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د اصحابو په هکله دی.
««««««««««««
درې سوه پنځوس کاله پخوا، د شپاړس سوه اووه شپیتم میلادي کال د جنورۍ په څلورویشتمه نیټه، د انګلستان او هالینډ تر مینځ د بریډا تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې هالینډ چې د امریکې په تازه پیدا شوې لویه وچه کښې یې د خپلو ښکیلاک مینو د ساتنې توان نه درلود، هغه يې برطانیې ته وسپارلې. هغه تر ټولو مهمه سیمه چې د بریډا تړون له مخې انګلستان ته وسپارل شوه، د امریکا په ختیځ کښې اوسنۍ نیویارک ولایت ؤ. انګلستان له هالینډ څخه د ترلاسه کړیو ځمکو په بدل کښې په سویلي امریکا کښې ګویان سیمه دغه هیواد ته ورکړه.
««««««««««««
دوه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال د جنورۍ په څلور ویشتمه نیټه، مشهور انګریز سیاستوال وینسټن چرچل په یو نوي کلنۍ کښې مړ شو.
هغه په اتلس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې زیږیدلئ ؤ او په اتلس سوه پینځه نوېم میلادي کال کښې د انګلستان په پوځ کښې شامل شو او په استعماري جنګونو کښې یې ګډون وکړ. چرچل په نولس سوم میلادي کال کښې د انګلستان د محافظه کار ګوند د استازي په توګه پارلمان ته ورسید او څو ځله وزارت ته او دوه ځلې وزیراعظمۍ ته ورسید.
خو هغه څه چې د چرچل د شهرت سبب شوي دي، په دویم نړیوال جنګ کښې د هغه وزیراعظمي وه. چرچل په دغه جنګ کښې پخپلو ځیرکو سیاستونو سره د انګلستان د مقاصدو په پرمخ بیولو کښې مهم رول ولوباوه.
له چرچل څخه ځیني کتابونه هم په یادګار پاتې دي چې په څلورو ټوکو کښې (نړیوال کړکیچ) او د (دویم نړیوال جنګ) تر عمومي عنوان لاندې د کتابونو یوه لړۍ پکښې شامله ده.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی په پینځمه نیټه، سره له دې، چې د باچا رژیم عواملو، د ایران په زیاترو ښارونو کښې له دوو تنو د ډیرو کسانو ناسته منع کړې وه، د خلکو بیلابیلو پرګنو، د پوځي حکومت خبرداریو ته له پامه پرته، د رژیم پر وړاندې لاریونونو ته دوام ورکړ او د باچا رژیم لاسپوڅو، د ځپلو په تر ټولو سختو لارو له خپلولو سره سره، د خلکو په کنټرولولو ونه توانیدل.
له خلکو سره د حکومتی مامورینو له تاوتریخوالی ډک چلندونه، د ایران په مختلفو ښارونو کښې د زیات شمیر خلکو د شهادت لامل شول.
په همدې ورځ په تهران کښې د هوایی ځواک یو زیات شمیر افسران او نور کار کوونکی واټونو ته راووتل او د باچا د خپل سری رژیم پر وړاندې یې لاریونونه پیل کړل او له حضرت امام خمینی (رح) سره یې خپله ژمنتیا په ډاګه کړه. هغو د لاریون په پائ کښې په یوه خپاره شوی پریکړه لیک کښې، د باچا رژیم جنایتونه وغندل او د اسلامی انقلاب په لاره کښې یې د خپلې سر ښیندنې چمتوالئ اعلان کړ.