تاریخ پاڼه شماره ۳۲۵
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له نهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اوومې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
څلور سوه اته پنځوس کاله پخوا، د نهه سوه اتیایم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په نهمه نیټه، په (ملا صدرا) او (صدر المتالهین) مشهور ستر عارف او فیلسوف صدر الدین محمد بن ابراهیم شیرازی د ایران په جنوب کښې په شیراز ښار کښې وزیږید. هغه په لومړیو کښې د صفوی لړۍ د هغه وخت پلازمینې قزوین ته لاړ او د شیخ بهایی په شان د لویو استادانو په محضر کښې یې فقه، د فقې اصول، حدیث، ریاضی او میر داماد څخه منطق، فلسفه او عرفان او له میر فندرسکی څخه نجوم زده کړل. اصفهان ته د پلازمینې له بدلیدا وروسته ملا صدرا هم دغه ښار ته لاړ او تدریس یې پیل کړ چې د یو شمیر عالمانو د هغه له یو شمیر لید توګو سره د مخالفت په دلیل هغه د هغه ښار پریښودلو او له قم سره نږدې په یوه کلی کښې پټیدو ته مجبور شو. هغه په دغه ځائ کښې یوه موده په عبادت او له خدائ سره په راز او نیاز کښې تیرولو ته مخه کړه تر دې چې بالاخره یو ځل یې بیا د کتاب تالیف او تدریس پیل کړ. د صدر المتالهین تر ټولو مهم کتاب (اسفار اربعه) په همدې وخت کښې ولیکل شو چې پکښې یې په پوره څرګندوالی او یقینی دلایلو سره له دین او وحی سره د فلسفی او عقل اړیکه بیان کړې ده. هغه د حکمت متعالیه بنسټګر دی چې له عرفانی تګلارې سره یوه فلسفه ده. ملا صدرا د خپل ژوند وروستۍ لسیزه د شیراز د واکمن په بلنه په دې ښار کښې تیره کړه او په مدرسې کښې چې ورته یې جوړه کړې وه، د بیلا بیلو علومو په تدریس بوخت شو. هغه په عین حال کښې د ارزښتمنو کتابونو له تالیفه غافل نه ؤ. د صدر المتالهین له څلویښتو کتابونو کولائ شو، د (المبدا و معاد)، (زاد المسافر) او (متشابهات القرآن) کتابونو ته اشاره وکړو. دغه ستر فیلسوف بالاخره په یو زرو پنځوسم هجری قمری کال کښې په داسې حال کښې چې د اووم ځل لپاره په خپلو پښو د حج د سفر په حال کښې ؤ، وفات شو.
««««««««««««
دوه نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ څلویښتم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په نهمه نیټه، مشهور ایرانی عالم او روحانی آیت ا... سید ابوتراب خوانساری وفات شو. هغه په دولس سوه یو اویایم هجری قمری کال کښې د ایران په یو ښار خوانسار کښې وزیږید او له مقدماتی زدکړو وروسته د ځوانۍ په پیل کښې د اصفهان علمیه حوزې ته او بیا د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د دغو دوو علمی مرکزونو له نامتو استادانو څخه یې فیض حاصل کړ. هغه په فقه، اصول فقه، حکمت او تفسیر کښې لوړو مرتبو ته ورسید او له دې وروسته یې د فقهې او د فقهې د اصولو په تدریس لاس پورې کړ. له آیت ا... خوانساری څخه زیات کتابونه په یادګار پاتې دی چې د دغه ربانی عالم پر ژورې پوهې دلالت لری. د هغه له اثارو څخه د «مصباح الصالحین» او «قصد السبیل» کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
درې څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه څلور اویایم میلادي کال د فرورۍ په اوومه نیټه، په مرکزي امریکا کښې پروت ګراناډا هیواد خپلواکه شو. دا ټاپووزمه په څوارلس سوه اته نوېم میلادي کال کښې اسپانیایي کاشف کرسټوفر کولمبس موندلې وه او د دغه هیواد برخه وګرځیدله خو د اسپانیایي امپراتورۍ په زوال سره فرانسه او انګلستان پر ګراناډا د تسلط په سر پخپلو کښې ښکیل شول چې له امله یې په شپاړس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې فرانسه پر ګراناډا واکمنه شوه. کابو یوه پیړۍ وروسته په اوولس سوه درې اتیایم میلادي کال کښې انګریزانو ګراناډا خپله ښکیلاک مینه کړه او دا وضعیت نزدې دوه پیړۍ پاتې شو.
بالاخره په نولس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې ګراناډا په ګورنر جنرلۍ حکومت سره خپلواکۍ ته ورسیده. پینځه کاله وروسته موریس بشپ په ارامې او سپینې کودتا سره په ګراناډا کښې یو سوشلسټي حکومت جوړ کړ او له سوشلسټو هیوادونو په تیره بیا کیوبا سره یې نزدې اړیکې ټینګې کړې. امریکا چې له دې حالته ناخوښه وه، په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې یې د ګراناډا وړوکئ هیواد ونیو او په دې یرغل کښې موریس بشپ ووژل شو. امریکې له ګراناډا څخه له وتنې مخکښې په دغه هیواد کښې یو لاس پوڅی حکومت جوړ کړئ ؤ.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نولسمه نیټه، له اسلامی انقلاب او د هغه له رهبر سره د ایران خلکو او پوځ په څرګنده خپله وفاداری وښودله. په دغه ورځ له یوې خوا په میلیونونو خلکو د انقلاب له موقته حکومت څخه د ملاتړ په اړه د امام خمینی (رح) بلنې ته په ځواب کښې د ایران په مختلفو ښارونو کښې ستر لاریونونه وکړل او د شاه رژیم تر نسکوریدو پورې یې د خپلې مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
له بلې خوا د هوایی ځواک ګڼ شمیر افسران او کار کونکی په پوځی جامو او ارایش کښې د امام خمینی (رح) خدمت ته ورسیدل او د امام خمینی (رح) په مشرۍ یې له اسلامی انقلاب سره خپل پیوستون اعلان کړ. امام له کتونکو سره په کتنه کښې وفرمایل: (تاسو تر اوسه پورې د طاغوت په اطاعت کښې وئ، له نن څخه له قران مجید سره یو ځائ شوئ، قران ستاسوحفاظت کوی او هیله من یم چې ستاسو په مرستې سره وکړئ شم په ایران کښې د اسلامی عدل او انصاف حکومت رامینځته کړم).
دغه تاریخی کتنه په پوځ کښې د انقلابی ځواکونو او د اسلام د پلویانو د پراخه شتون بیانوونکې وه. په همدې وجه له امام خمینی (رح) سره د هوایی ځواک د افسرانو او کارکونکو بیعت د شاه د رژیم د قهر او ویرې سبب شو.
د ویلو ده چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته له امام خمینی (رح) سره د هوایی ځواک د افسرانو او کارکوونکو د کتنې د اهمیت په خاطر د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې د سلواغی نولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د هوایی ځواک د ورځې په نوم ونومول شوه.
««««««««««««
او له ننه اتلس کاله پخوا، د نولس سوه نهه نوېم میلادي کال د فرورۍ په اوومه نیټه، د اردن پخوانی باچا شاه حسین اردني مړ شو. هغه د خپل نیکه ملک عبدا... له وژل کیدا او د خپل پلار امیر طلال له څو میاشتنۍ حکومت وروسته په نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال کښې په اتلس کلنۍ کښې باچاهۍ ته ورسید. هغه په نولس سوه اووه شپیتم میلادي کال کښې د عربو او اسرائیلو له جنګ وروسته له عبدالناصر سره یوځائ د صهیونیسټي رژیم خلاف یو واحد محاذ جوړ کړ.
ملک حسین په لومړیو کښې په صهیونیسټي ضدو جنګونو کښې ګډون کاوه خو ورو ورو یې له دغه رژیم سره له مقابلې او مخامخیدنې ډډه وکړه او د عربو او اسرائیلو په څلورم جنګ کښې د ګډون نه کولو سربیره یې حتی له مصر او سوریې سره خپلې اړیکې کمې کړې چې د صهیونیسټي رژیم په مقابل کښې ولاړ هیوادونه وو. هغه په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې د صدام حسین په کودتا کښې د هغه سیاسي او پوځي متحد او ملګرئ ؤ او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د تپلي جنګ په دوران کښې یې د عراق له بعثي رژیمه پراخ ملاتړ وکړ. هغه د فارس خلیج له لومړني جنګ وروسته، په خاصو سیاسي شرایطو کښې په کویت باندې د صدام له حملې د ملاتړ په خاطر له سیاسي او اقتصادي بندونونو د وتلو لپاره له صهیونیسټي رژیم سره د خپل سوله ایز ګډ ژوند طرحه عملي کړه او د نولس سوه څلور نوېم میلادي کال د جولایۍ په پینځه ویشتمه نیټه یې د صهیونیسټانو په خلاف پخپلې ځمکنۍ ادعا سترګې پټې کړې او اسرائیل یې په رسمیت وپیژنده.
دغه کار د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو قهر راوپاروه او د حسین اردني خلاف یې کرکه لازیاته کړه. شاه حسین له خپلې مړینې لږه موده مخکښې خپل ورور حسنین طلال چې کلونه کلونه د هغه ولیعهد ؤ، له دغه مقامه څنګته کړ او خپل مشر زوئ دویم عبدا... یې خپل ولیعهد وټاکه. ملک حسین بن طلال بالاخره د نولس سوه نهه نوېم میلادي کال د فرورۍ په اوومه نیټه په څلور شپیته کلنۍ کښې له څه مودې ناروغۍ وروسته مړ شو.
ذیشان حیدر بنګش