Feb 11, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۹

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې در ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له یوولسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه اووه ویشت کاله پخوا، د یوولسم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د یوه روایت له مخې د خدائ د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) قدرمنه لور او د امام علی بن ابی طالب (ع) ګرانه میرمن حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) له یو لنډ خو له سترو اخلاقی او معنوی درسونو ډک عمر وروسته په شهادت ورسیده.

دغه قدرمنه میرمن د اسلام د لومړنی پړاؤ په بیلابیلو او له لوړو ژورو ډکو حالاتو کښې د خدائ له ګران رسول (ص) او امام علی (ع) سره یو ځائ وه او د حضرت امام حسن (ع) او حضرت امام حسین (ع) په شان صالح زمن یې وروزل چې د خدائ د ګران رسول (ص) د فرمودې په اساس د جنت د ځوانانو سرداران دی.

د حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د شخصیت په باره کښې متفکرانو زیاتې خبرې او ویناوې کړې دی او هغه یې د یوې مسلمانې ښځې لپاره یوه کامله او بشپړه بیلګه بللې ده. د حضرت فاطمه زهرا (س) ایمان،پاکی، صداقت، پوهه او علم، دا بی بی د ښځو لپاره یوه بیلګه وګرځوله. په همدې وجه د اسلام قدرمن پیغمبر (ص) حضرت فاطمه (س) د نړۍ د ښځو سرداره بللې ده. د اسلام د قدرمنې میرمن حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) د رحلت د کلیزې په مناسبت د تسلیت په ویلو سره د دغې قدرمنې له ویناؤو څخه یوه لنډه وینا نقلوو چې فرمایی: ستاسو له دنیا څخه مې درې څیزونه خوښ دی: د قران شریف تلاوت، د خدائ د ګران رسول (ص) مبارکې څېرې ته کتل او د خدائ په لاره کښې انفاق).

««««««««««««

یو زرو درې سوه شپږ شپیته کاله پخوا، د دوه اویایم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په دیارلسمه نیټه، له اموی لښکر سره په جنګ کښې د اسلام یو میړانه سردار ابراهیم بن مالک اشتر ووژل شو. هغه د حضرت علی (ع) د پوځ ستر سپه سالار او صحابی ؤ. ابراهیم په ځوانۍ کښې په صفین جنګ کښې د خپل پلار په څنګ کښې د معاویه لښکر په وړاندې میړانتیا او زړورتوب وښوده، خو د هغه د ځلیدو د اوج نقطه، په شپږ شپیتم هجری قمری کال کښې په کوفی کښې د مختار ثقفی د پاڅون په بهیر کښې وه. دغه پاڅون د یو شپیتم هجری قمری کال د کربلا په پیښې کښې د حضرت امام حسین (ع) او د هغه د ملګرو د وینې د بدل اخیستلو لپاره رامینځته شو. ابراهیم بن مالک اشتر د مختار ثقفی د پاڅون په بهیر کښې یو مهم رول درلود او له بریالیتوب وروسته یې د عراق په شمال کښې موصل او د هغه خوا او شا سیمې ونیولې. خو څه موده وروسته مصعب بن زبیر کوفه ونیوله او د مختار له وژلو وروسته یې له ابراهیم بن مالک وغوښتل، له هغه سره بیعت وکړی. ابراهیم چې خپل ځان یې د بنی امیه حکومت لخوا په خطر کښې لیده، دغه بیعت ومانه، خو د عبدالملک بن مروان له لښکر سره په جنګ کښې د خپل یوه قومندان لخوا د خیانت په وجه ووژل شو.

««««««««««««

یو سلو شپیته  کاله پخوا، د دولس سوه اته اویایم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د صفا تخلص لرونکئ مشهور مسلمان عالم او ادیب میرزا فضل علی ایروانی د ایران په تبریز کښې وزیږید. هغه تفسیر، کلام او ریاضیات زده کړل. وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د لوړو علمی مرحلو له تیرولو وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید. صفا په ایران کښې د مشروطه انقلاب په زمانه کښې له آزادی غوښتونکو سره یوځائ شو او د هغه وخت د واکمنانو لخوا آزار او شکنجه شو. ایروانی د علمی مرتبو له لرلو سربیره په شاعرۍ کښې هم کم نظیره ذوق او روده لرله او له هغه څخه په فارسۍ او عربۍ ژبو کښې یو شمیر شعرونه په یادګار پاتې دی. (حدائق العارفین)، (سفرنامه اروپا)، (کلید دانش) او (مصباح الهدی) د میرزا فضل علی ایروانی له اثارو ګڼل کیږی.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په درویشتمه  نیټه، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په لومړنیو  ورځو کښې د انقلاب  لنډ مهاله  دولت  په  رسمي  ډول  خپل کار پیل کړ .

له  بلې خوا د باچا  رژیم  له نسکوریدا  او د پرتمین اسلامي  انقلاب  له  بریالیتوب سره سره ولسي ځواکونه  هماغه راز  د باچا پیيلي  رژیم  د وروستیو پاتې کسانو  د مقاومت  په  ځپلو  بوخت  وو.

همداراز د خلکو یوې  بلې  ډلې  په  ښارونو کښې د  مهمو او حساسو  مرکزونو  د ساتنې  او حفاظت  دنده  په  غاړه  درلوده .

له همدې مخې د دغه  مسئولیت  او د باچا  رژیم  له  عناصرو سره  د مبارزې  په موخه، د یوه  منظم  سازمان  جوړیدل اړین  بریښیدل .

په همدې موخه  د وضعیت د کنټرول او د نظم او امنیت د تامین په موخه د حضرت امام  خمینی  (رح)  په  فرمان  په  همدې  ورځ  د اسلامي انقلاب کمیټه جوړه شوه .

««««««««««««

او له ننه شپږ  کاله  پخوا،  د  دوه زره یوولسم  میلادي کال  د فرورۍ  په  یوولسمه نیټه، حسنی مبارک  چې ځان  یې  د مصر  ټول  عمر  ولسمشر باله، د مصر  د  خلکو  د پاڅون  له  امله  وپرځيد.

حسني  مبارک  چې د مصر د وخت ولسمشر، انور سادات  مرستیال ؤ، په نولس سوه یو اتیایم  میلادی کال کښې  د  هغه  له  انقلابي ترور وروسته، د مصر د  ولسمشرۍ  مقام  ته  ورسید.

انور سادات  د کیمپ ډیویډ تړون د لاسلیک او د فلسطین له هیلو سره د خیانت  له  امله، د خالد اسلامبولي  لخوا ترور شو.

حسني مبارک  د پرځيدو  تر  وخته  د انور سادات  لارې ته  دوام  ورکړ  او  په مینځني ختیځ سیمه کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیاستونو اجرا کونکئ  ؤ.

مبارک  د  مصر په  دننه  کښې هم  د بیړني حالت  په  دوام  سره، د ساډوبۍ او  د خلکو په ځانګړې توګه اسلام پالو د ځپنې سیاست خپل کړئ ؤ او له صهیونیسټ  رژیم  سره  د  مصر  د  حکومت د نږدې اړیکو په اړه يې اعتراضونو ته  پام  نه کاوه.

له  همدې امله، مصر لومړنی هيواد ؤ چې  د  تیونس  د خلکو د  ظلم  ضد پاڅون او اسلامي  ویښتیا د څپو تر اغیزې لاندې راغئ.

د  قاهرې  د التحریر میدان  د مصري  انقلابیانو د راغونډيدو پر مهم  ځائ  بدل شو او هغوئ مبارک ته د وفاداره پوځیانو د تاؤ تریخجنو چلندونو او ګواښونو سره سره، په  التحریر میدان  کښې اتلس  ورځې پاتې شول.

بالاخره  مبارک  له  واکه  د هغه  د لیرې کيدا په  اړه د خلکو د غوښتنو پر وړاندې  تسلیم  شو او  د  دوه زره یوولسم  میلادي کال  د فرورۍ  په  یوولسمه نيټه  یې  واک خپلو پلوي  جنرالانو ته  وسپاره.

څو میاشتې وروسته مصري جنرالان د مصر د خلکو د غوسې د غلي کولو لپاره ، اړشول  چې  د مبارک  او  د  هغه  د  زامنو  محاکمه  پیل کړي خو په پائ کښې دا محاکمه د مبارک او  د هغه  د زامنو په  تبرئه  پائ  ته  ورسیده.  د  مصر د لومړني منتخب ولس مشر محمد المرسی غلطې پریکړې او د حکومت ناکارندوالئ  د دې  لامل  شو چې  د  مصر  د خلکو انقلاب شنډ پاتې شي .

 

ذیشان حیدر بنګش