تاریخ پاڼه شماره ۳۴۵
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اووه ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو درې دیرش کاله وړاندې، د ۳۰۵ سپوږمیز کال د جمادی الاول په ۲۹مه نېټه، د حضرت مهدی (عج) دویم خاص نایب، محمد بن عثمان سعید عمری له نړۍ څخه ستر ګې پټې کړې.
هغه د خپل پلار له وفات وروسته، په ۱۲۶۵ سپوږمیز کال کې د هغه حضرت د لومړی خاص نایب، عثمان بن سعید له وفات وروسته، دې مقام ته ورسید.
محمد بن عثمان، د خپل پلار په شان، د پیغبر (ع) د اهل بیت د باور وړ و او د امام زمان (ع) د نیابت د ۴۰ کالو په اوږدو کې یې، د عباسیانو له سختیو سره سره، په ښه توګه خپلې دندې او خلکو ته د هغه حضرت د پیغامونو رسول ترسره کړل.
هغه په فقه کې کتابونه هم لیکلی چې کتاب الاشربه ته یې اشاره کولا ی شوو.
د ویلو ده چې امام زمان (ع) د خپل بزرګوار پلار د شهادت له وخته په غیبت صغرا کې و چې په دې موده کې یې ۴ تنه نائبانو یو په بل پسې له خلکو سره ددوی د منځګړی او واسطې په توګه فعالت کاوه، خو له ۳۲۶ سپوږمیز کال وروسته د حضرت مهدی (ع) غیبت کبرا پیل شو چې په دې موده کې کوم خاص نائب وجود نلری.
««««««««««««
یو سلو څلور شپیته کاله وړاندې، د ۱۲۷۴سپوږمیز کال په جمادی الاول میاشت کې، دایران په شمال لویدیځ- تبریز کې، ایرانی عالم او ادیب، ایت الله شیخ محمدقاسم اردوبادی)) وزږید.
هغه د خپلو منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته، نجف ته ولاړ او له مشهورو عالمانو یې علم زده کړ.
دغه ستر عالم د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته، خپل زږنځی، تبریز ته ولاړ.
آیت الله اردوبادی په دې ښار کې پر تدریس سربېره، دډېرو کتابونو لیکلو ته هم مخه کړه.
د نوموړی له آثارو، ((الشهاب المبین فی اعجاز القرآن)) کتاب ته اشاره کولای شوو.
آیت الله اردوبادی په ۱۳۳۳ سپوږمیز کال کې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو نهه پنځوس کاله وړاندې، د ۱۲۷۹ سپوږمیز کال په جمادی الاول میاشت کې عرب شاعر او ادیب ((عبدالباقی بن سلیمان فاروقی)) وفات شو.
هغه له ځوانۍ څخه د ښکلو شعرونو په ویلو سره، په دې برخه کې خپله وړتیا په ډاګه کړه.
عبدالباقی د اسلام دګران پیغمبر (ص) د اهل بیتو یولیوال و اودغه دوستی او مینه ددې مسلمان شاعر په شعرونو کې تر سترګو کېږی.
عبدالباقی د اسلام د ګران پیغمبر ص د اهل بیتو په ستایلو کې څو کتابونه لری چې ((الباقیات الصالحات)) ته یې اشاره کولای شوو.
««««««««««««
اتیا کاله وړاندې د ۱۳۵۸ سپوږمیز کال، د جمادی الاول په ۲۹مه نېټه، مشهور شیعه عالم او فقیه، شیخ علی آل اسحاق د ایران په شمال لویدیځ کې له زنجان سره نږدې وزږید.
هغه ۸ کلنۍ څخه له خپل پلار سره چې د نه ستړی کېدونکی او مبارز عالم و، د قم سپېڅلی ښار ته ولاړ او تحصیل ته یې مخه کړه.
په ۱۶ کلنۍ کې، د خپلو دینی معلوماتو د بشپړولو لپاره نجف اشرف ته ولاړ او د امام خمینی رح په شمول چې یې هغه وخت عراق ته جلا وطنه کړای شوی و، له ډېرو استادانو څخه ګټه پورته کړه.
شیخ علی آل اسحاق د امام له انقلابی اخلاقو سره تر بلدتیا وروسته، د خلکو په منځ کې د هغو تبلیغ ته مخه کړه.
دغه تکړه عالم، د ایران د اسلامی ا نقلاب له بریالیتوب وروسته هم د انقلاب د پایو د ټینګښت او له غړیدلو افکارو سره د مقابلې لپاره هڅو ته مخه کړه.
شیخ علی آل اسحاق په سیاسی او ټولنیزو مسایلو کې له مشغول توب سره سره، په حوزه او پوهنتون کې هم تدریس کاوه او دغه راز یې ډېر کتابونه هم لیکلی چې، ځینې یې عبارت دی له: اسلام از نګاه دانشمندان جهان، کنټرول زبان، یاد خدا عامل انقلاب کتابونو ته اشاره کولا ی شوو.
دغه مشهور عالم په ۱۴۲۲ سپوږمیز کال کې وفات شو.
««««««««««««
او له ننه شپږ کاله پخوا، د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ په اووه ویشتمه نیټه، د ترکیې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان په ۸۴کلنۍ کې وفات شو . هغه په ۱۹۲۶کال کې دترکیې په شمال کې په سینوب ښار کې زیږیدلی ؤ . اربکان په استانبول پوهنتون کې په میکنیک انجینئرینګ کې درس زده کړ او له ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته جرمنی ته لاړ او په آخن پوهنتون کې ئې پی ایچ ډی ترلاسه کړه او دغه راز په ۱۹۶۷کال کې پروفیسر شو . اربکان له ۱۹۶۹کال څخه دسیاست ډګر ته ودنګل او د پارلیمان غړی هم وټاکل شو .هغه دڅو ګوندونو بنسټګر ؤ چې هر یو ئې د ځینو دلیلونو له امله وویشل او یا ړنګ شول .. پخپله هغه هم څو ځله د پارلیمان غړی وټاکل شو او دغه راز ئې په حکومت کې لوړو حکومتی څوکیو ته هم ورسید. نجم الدین اربکان په ۱۹۸۷ کال کې دسیاسی فعالیتونو څخه دمحرومیّت دپړاؤ له ختمیدو وروسته د :هوساینې : اسلام پال ګوند مشر شو او له دې وروسته چې دغه ګوند په ۱۹۹۶کال کې په پارلیمان کې نسبی اکثریَت ترلاسه کړ ، اربکان لومړی وزیر شو . هغه د ترکیې په سیکولر حکومت کې دننه لومړنی اسلام پال لومړی وزیر ؤ او د پوځیانو ،صهونیسټ رژیم او امریکا لپاره دزغملو وړ نه ؤ . په تیره بیا دا چې هغه له اسلامی نړۍ سره دترکیې اړیکې پراخې کړې او له تل ابیب سره دانقرې په نزدو اړیکو کې ئې بیا کتنه وکړه . په همدې دلیل واکمنو پوځیانو داسلام پال صدراعظم واکمنی له لسو میاشتو زیاته ونه زغمل شوه او د اربکان د نسکورولو زمینه جوړونکی شول . د هوساینې ګوند ړنګ او اربکان هم تر پنځو کلونو پورې په سیاسی فعالیتونو کې له برخه اخستو منع شو . نجم الدین اربکان په ترکیې کې داسلام پالنې پلار بلل کیږی او د هغه له مړینې وروسته دهغه جنازه په ډیر پرتم سره ترسره شوه .
ذیشان حیدر بنګش