تاریخ پاڼه شماره ۳۵۳
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له اتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له اوومې نیټې سره برابره ده.
دوه سوه دوه پنځوس کاله وړاندې، د ۱۷۶۵ میلادی کال دمارچ په اوومه نېټه، فرانسوی کیمیا پوه او دعکاسۍ د فن یو بنسټګر، نیسفور نییپس وزیږید.
هغه له لومړنیو کسانو څخه و چې په عکاسۍ کې د پایداره انځورونو په برابرولو بریالی شو.
نییپس،د نور سره په حساسیت لرونکې مادې باندې لمده شوې صفحه په تیاره خونه کې کېښوده او ورپسې یې د معمول له لارې په ګر اورسازی کې د تصویر د تثبیت لپاره استفاده ترې وکړه.
نییپس، له دې طریقې څخه په استفادې او د یوه ملګری په همکارۍ سره، د عکاسۍ لومړنۍ کمره طراحې کړه.
هغه په ۱۸۳۳ کال کې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو لس کاله مخکښې، د ۱۳۲۸ هجری سپوږمیز کال د جمادی الثانی د میاشتې په اتمه نیټه اوس مهاله عالم او د خراسان یو مشهور خطیب او واعظ شیخ محمد تقی بهلول د ایران د ختیځ په ګناباد ښار کښې وزیږید. له ابتدایی زده کړو وروسته په سبزوار کښې خپل پلار ته ورغی او زده کړو ته یې دوام ورکړ.
د رضا خان لخوا د حجاب او پردې د لرې کولو له پیښې وروسته یې په ګوهرشاد جومات کښې د خلکو په ستره اجتماع کښې د پهلوی رژیم خلاف تیزه وینا وکړه چې د رژیم د غبرګون او د رضوی حرم د ډیرو زیارتوالو د وژل کیدو سبب شوه. له هغه وروسته له مشهده وتښتید او افغانستان ته لاړ. له دې امله چې د افغانستان د هغې زمانې سیاست د ایران د سیاست په لاره کښې و، افغان واکمنانو د دواړو لورو په اړیکو کښې د خړپړتیا د مخنیوی لپاره بهلول زندانی کړ او څه باندې دیرش کاله یې په جیل کښې وساته.
بهلول له آزادیدو وروسته ایران او همداشان مصر، عراق او څو نورو عربو هیوادونو ته لاړ او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران اسلامی جمهوریت ته راغی.
««««««««««««
یو اتیا کاله وړاندې، د ۱۹۳۶ میلادی کال د مارچ په ۷مه نېټه، له لومړنۍ نړیوالې جګړې وروسته د نازی جرمن د وسله والو ځواکونو لومړنی تیری رامنځ ته شو او د نازی جرمن عسکرو د آډولف هیټلر په امر سره، د ورسای او لوکارنو تړونونه تر پښو لاندې کړل او د رنانی بې وسلې شوې سیمې ته داخل شول.
د ورسای او لوکار نو تړونونو له مخې، د رنانی مشهوره سیمه چې جرمنی او فرانسیې یې پر سر اختلاف درلود، بې طرفه اعلان شوې وه، خو جرمنی ځواکونو په دې ورځ یاده سیمه په خپل کنټرول کې راوستله.
««««««««««««
یو شپیته کاله پخوا، د ۱۳۷۷ هجری سپوږمیز کال د جمادی الثانی د میاشتې په اتمه نیټه ستر مسلمان عالم سید عبدالحسین شرف الدین عاملی وفات شو. هغه په کال ۱۲۹۰ قمری کښې د عراق په کاظمین ښار کښې زیږدلی و او د خپلو زده کړو په پاې کښې د لبنان جبل عامل ته لاړ او هلته یې اسلامی فعالیتونه پیل کړل.
دغه لوړمقامه عالم د اسلامی نړۍ ډیر ارزښتناک خدمتونه وکړل او تل په نړۍ کښې وحدت ته د مسلمانانو رابلونکی و او همدې هدف ته د رسیدو لپاره یې څو کتابونه او مقالې هم ولیکلې.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۶۰ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه، پیاوړی فقیه او نه ستړی کېدونکی مبارز، آیت الله عبدالرحیم ربانی شیرازی وفات شو.
هغه په ۱۳۰۱ لمریز کال کې د ایران په سویل، شیراز کې وزږید او له ۱۳۴۲ لمریز کاله یې د پاچا رژیم پرضد مبارزو کې فعال او دوامداره توګه برخه واخیستله او څو څو ځله ونیول او زندانی شو او مختلفو سیمو ته جلا وطنه کړای شو.
د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، آیت الله ربانی له شراز څخه د اسلامی شورا د استازی په توګه وټاکل شو.
هغه خپل ټول ژوند د اسلام او مسلمانانو د خدمت په لاره کې تېر کړ.
دغه لوی او قدرمن عالم له شهرت، مقام او ځان غوښتنې سره مخالف و او هغه یې د انسانی سقوط سرچینه ګڼله.
بلاخره آیت الله ربانی شیرازی په همداسې ورځ په یوه شکمنه ټرافیکی پېښه کې په حق ورسید.
««««««««««««
او له ننه درې دیرش کاله پخوا، د ۱۳۶۲ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه،د ایران د سپېڅلې دفاع د وخت یو پیاوړی قوماندان، محمد ابراهیم همت په شهادت ورسید.
هغه په ۱۳۳۴ لمریز کال کې د ایران په سویل لویدیځ، شهرضا کې په یوه دینداره کورنۍ کې وزږید.
محمد ابراهیم،د ښوونځی او د دارالمعلمینو د زده کړو له بشپړولو وروسته، په کلیو کې تدریس ته مخه کړه او د پهلوی رژیم د استبدادی ماهیت څخه یې زده کوونکی خبر کړل.
هغه د انقلابی روحانیونو له لارې له امام خمینی رح سره تر بلدتیا وروسته، ددغه رژیم پرضد خپلو مبارزو ته پراختیا ورکړه او امنیتی مامورین د هغه د نیولو په لټه کې شول.
خو همت له هغوی څخه یوه ښار او بل ښار ته تښتېدو او خپلو اشوا کونوته یې دوام ورکړ تر دې چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران اسلامی انقلاب بریالی شو.
هغه ډېر ژر د ایران د اسلامی انقلاب له سپاه پاسداران سره یوځای شو او د انقلاب ضد وسله والو عواملو سره یې مبارزې ته مخه کړه.
دغه نه ستړی کېدونکی جنړال، د ایران پر خاوره د صدام رژیم د پوځ د برید په پیلېدو سره، د خپل هېواد څخه دفاع ته ملا وتړله او له دښمن څخه د خرمشهر د بیرته نیولو د عملیاتو په شمول یې په مختلفو جبهو کې د یوه باخبره، پوه، مدبر او زړه سواندی قوماندان په توګه مهم رول درلود.
بالاخره، هغه د ۱۳۶۲ لمریز کال د عاشورا په عملیاتو کې کله چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی و، ورسره نږدې د توپ مرمۍ د لګېدو له امله، خپلې سترې هیلې، یعنې د خدای ج په لاره کې شهادت ته ورسید.
ذیشان حیدر بنګش