Nov 16, 2017 11:44 Asia/Kabul
  • د قرآن پلوشې ۲۵۱

د قرآن پلوشې نومې د پروګرامونو د لړۍ په دې برخه کښې د احزاب د مبارکې سورې له ۳۵ نه تر ۳۸ پورې آیتونو ژباړه او اسان او روان تفسیر درته وړاندې کیږي.

«یَا نِسَاءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ کَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاءِ  إِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا»

 ای د پیغمبر میرمنو! تاسو د یوې معمولي (ښځې) په شان نه یئ، که چرې پرهیزګارې یئ، نو په نرمۍ او ناز سره خبرې مه کوئ داسې نه وي چې هغه کس چې په زړه کې یې مرض دی، تمه دروکړي. او په  ښه طریقه خبرې کوئ.

  په تیر پروګرام کې د پیغمبر د میرمنو په هکله یو لړ خبرې وشوې چې  په خلکو کې دهغوی اغیز شیندلو او تاثیر ښودونکې وې دا ایت په ډاګه  دې خبرې ته اشاره کوي او فرمایي:  د پیغمبر میرمنې  د خدای له رسول سره د خپل نسبت په وجه  ډیر دروند مسوولیت په غاړه لري او باید ځان له نورو ښځو سره پرتله نه کړي ځکه چې هغوی که غواړي او که نه غواړي د  ټولنې د نورو ښځو لپاره بیلګه دي او د هغوي ښه او بد کارونه په ټولنه کې اثر کوي. 

بیا د ښځو د اجتماعي کړنو  یو مصداق ته اشاره کوي او فرمایي:  د تقوا تقاضا دا ده چې  په نامحرمو کسانو سره په خبرو کې ستاسو د خبرو لحن داسې نه  وي چې ناپاک او هغه کسان چې زړونه یې مرض لري  تاسو ته وګروهیږي بلکې په مناسبې  او داسې لهجې سره چې له پاکلمنو ښځو سره ښایی خبرې کوې.

 درسونه:

۱: د وګړو موقعیت او مقام د هغوي د مسوولیت او ذمه وارۍ په اندازه کې مهم او اغیز شیندونکی دی. له همدې امله کوم کسان چې لوی ټولنیز یا کورنیز مقام لري ( لکه د دیني مشرانو کورنۍ) باید تر نورو زیات د خپلو خبرو او کړنو خیال وساتي.

۲:  د حجاب پر طریقې سربیره، د خبرو کولو ډول هم ډیر اهمیت لري. نو ځکه خدای تعالی په ټولو چارو منجمله په خبرو کولو او د هغو په محتوا کې د تقوا په خیال ساتلو ټینګار لري.

۳: په هرې ټولنې کې داسې کسان شته چې په زړونو کې یې اخلاقي ناروغي وي او ښځې باید له دغه شان کسانو د ځان د ساتلو لپاره د خپلو خبرو او ټولنیزې ناستې پاستې خیال وساتي.

اوس د احزاب سوې 33 و 34  آیتونو تلاوت ستاسو پام راګرځه و:

«وَقَرْنَ فِی بُیُوتِکُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِینَ الزَّکَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا یُرِیدُ اللَّـهُ لِیُذْهِبَ عَنکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیرًا»، «وَاذْکُرْنَ مَا یُتْلَى فِی بُیُوتِکُنَّ مِنْ آیَاتِ اللَّـهِ وَالْحِکْمَةِ  إِنَّ اللَّـهَ کَانَ لَطِیفًا خَبِیرًا»

 او په خپلو کورونو کې  کښینئ او د  لومړي جاهلیت د زمانې په شان  په  سینګار سره مه څرګندیږئ (خپل سینګار مه ښکاره کوئ) او لمونځ کوئ او زکات ورکوئ، او د خدای او رسول یې اطاعت کوئ بې شکه خدای اراده کړې چې  له تاسو اهل بیتو پلیتي لرې کړي او تاسو په بشپړه توګه  پاک کړي.

او د خدای  هغه ایتونه او حکمت چې ستاسو په کورونو کې تلاوتیږي یاد کړئ. بې شکه چې خدای لطیف او ښه خبر دی.

  د تیرو ایتونو په دوام  کې  دا ایتونه هم د پیغمبر میرمنو ته په خطاب کې فرمایي:   له اسلامه د مخکې دروان په اپوټه چې ښځې به په نامناسب حجاب او  ډول ډول سینګارونو او کالیو سره  بهر راوتلې تاسو  ایماندارې ښځې تر هغه وخته چې ضرورت نه وي له کوره مه وځئ. که  په ټولنه کې ستاسو د شتون ضرورت و نو په مناسبې پردې سره  بهر وځئ او  د خپلو ښکلاوو او اندامونو  له ښکاره کولو ډډه کوئ.

  هغه تعبیر چې  قرآن په دې ایت کې کارولی  لومړی جاهلیت دی ته وا قرآن  وړاند وینه کړې چې  یو بل جاهلیت هم راروان دی چې  په ښځو کې به ځان ښودنه او ډول سینګار دود شي.  او دا هغه چاره ده چې  ننۍ نړۍ یې په مختلف نومونو او پراخو تبلیغاتو سره  دودوي او ښځې بربنډتیا ته راکاږي او د ډول سینګار او سرخي پوډرو بازار د نړۍ تر ټولو لوی تجارتی بازار ګڼل کیږي.

 ایتونه په دوام کې د لمانځه او زکات او په شان دیني واجباتو او د خدای او پيغمبر نورو اوامرو ته  د سم پام یادونه کوي چې څوک دا ګمان ونه کړي چې  د ښځو دینداري یوازې  د حجاب په ساتلو او  له نامحرمانو په ډډه کولو او په کې په نه ورګډیدلو پورې محدوده ده. یا دا خیال ونه شي چې  پخواني اومر یوازې د پيغمبر د میرمنو لپاره وو او نور نو ښځو ته د هغو د خیال ساتلو ضرورت نیشته.

څلور دیرشم ایت  هم د دغه الهي اوامرو په دوام کې  ښځو ته په خطاب کې فرمایي:  په کور کې د ښځې شتون چې د ښځو لپاره یوه فطري  خبره ده  باید هغوی د دیني اومعنوي ترقۍ او لوړاوي مخه ونه نیسي بلکې باید  ځانونه د قرآن په تلاوت او د نورو لوړو او حکمتناکو اوامرو په زده کولو بوختې وساتي او له دې  خبرې غافله نه شي. 

خو په دغو اوامرو کې چې  په اوله کې یې د پیغمبر میرمنې او بیا  ټولې ایماندارې ښځې مخاطبې دي، داسې عبارتونه شته دي چې ضمیرونه یې مذکر دي او  هغه له تیرو او ورپسې عبارتونه بیلوي.

دغه عبارت  چې د «انما» په توري سره پیل کیږي ښیي چې د خدای اراده دا ده چې  د پیغمبر « اهل بیت» یو ډول عصمت ولري؛ داسې عصمت چې  هغوی له هر شان ناپاکۍ او پلیتۍ خوندي وساتي چې  د ټولو مومنانو لپاره بیلګه وګرځیږي.

دغه عصمت اجباري نه دی چې ګوندې له هغوی د ګناه کولو  طاقت واخلي. بلکې هغوي  په خپلو ښو کارونو سره د دغه الهي مهربانۍ او پیرزوینې د حاصلولو وړتیا لاسته راوړې چې د ګناه د کولو له طاقت او اختیار سره سره  ګناه ونه کړي اوله ګناه خوندي پاتې شي. . البته په دې خبره کې چې له «اهل بیتو»مطلب کوم کسان دي د مفسرانو په مینځ کې د نظر اختلاف دی . ځینو ویلې چې اهل بیت د پیغمبر میرمنې دي او ځینو د مختلو روایتونو په اساس  چې په دې هکله د خدای له رسوله نقل شوې باوري دي چې په دغه ایت کې یوازې پینځه کسان شاملیږي: پیغمبر اکرم، لور یې فاطمه ، زوم یې علي او لمسي یې حسن او حسین.

درسونه :

 ۱: په ټولنه کې دښځو جلوګري او د ځان ښکاره کول د تمدن نښه نه ده بلکې د قران په تعبیر د جاهلیت نښه ده .

۲:  د زکات د ورکولو او اړمنو ته د خپل مال د یوې برخې  د ورکولو لازموالی یوازې له سړو سره مخصوص نه دی بلکې ښځې هم پکې شاملیږي.

۳: کوردارې ښځې چې له کوره بهر  کوم کار او روزګار نه لري باید  له علمي ودې  او د حکمت او معرفت له لاسته راوړلو شاته پاتې نه شي بلکې باید د خپلې معنوي ودې او ترقۍ  لپاره هڅه وکړي.

۴: د دیني مشرانو کورنۍ چې د ټولنې د هدایت مسوولیت په غاړه لري  باید له بدیو او ناپاکیو ډډه وکړي.

 پای.

 

 

ټیګونه