Jan 11, 2018 11:22 Asia/Kabul
  • جومات د مینې او ایمان کور

ګرانو دوستانو په نني پروګرام کښې د ایران د یو ډیر مهم جومات په توګه د قم د مسجدِ اعظم پيژندګلوي کوو.

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځ بیا (جومات د مینې او ایمان کور) نومې لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو. دوستانو په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې جومات د خدای تعالی کور او د خلکو د مختلفو پرګنو د راغونډیدو ځاې دی.  هغه مختلفې پرګنې چې د دیني فریضو د ترسره کولو لپاره سره راغونډیږي. د لمونځ کونکو د دې راغونډیدنې او د نظر د تبادلې په سیوري کښې جومات په یو عبادي-سیاسي مرکز هم بدلیږي. ځکه نو د جومات یو مهم کار د هغه سیاسي استعمال دی. په اسلامي ټولنه کښې د خلکو د مختلفو پرګنو او چارواکو او مسئولانو ترمینځ هیڅ واټن او بیلتون نه دی پکار. په دې وجه مسلمانان د حکومت په لورنیونو او د ټولنې د چارو په بهیر باندې په ښه توګه څارنه کوی شي او په سیاسي مسائلو کښې خپل دریځ په جار اعلانولی شي. همداشان د رغنده پروګرامونو، طرحو او وړاندیزونو په ورکولو سره د خپل اسلامي حکومت مرسته او ملګرتیا کوی شي.

رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) په مدینه منوره کښې د نوي اسلامي نظام له بنسټ ایښودو وروسته په حکومت کښې د مسلمانانو د ونډې اخیستنې او د اسلام له سیاسي اهدافو د هغوي د پوهولو په موخه جومات چې یو عمومي ځاې او د دیني فرایضو د ترسره کولو لپاره د مسلمانانو د راغونډیدو ځاې و، د اسلام د سیاسي ارګان او حکومت د مرکز او اډې په توګه غوره کړ. یادونه پکار ده چې جومات د سیاسي کارکردګیو له نظره په ورپسې پړاونو کښې هم، همهغه شان فعال و او د خلیفه د معرفي کولو او ورسره د بیعت د مراسمو، د والیانو او نورو حکومتي مسئولانو د ګمارلو او عزلولو، مشورتي غونډو، جهاد ته د مسلمانانو د هڅولو په شان د هغې زمانې داسې نور ډیر کارونه به په جومات کښې کیدل. داشان جومات د رسول اکرم(ص) په زمانه کښې د خپل سیاسي ژوند له پيله د عباسي پړاو تر وړومبیو پورې د اسلام د ټولو نړیوالو سیاسي فعالیتونو ستر مرکز ګڼل کیده. د مثال په توګه په جومات کښې د فدک د مسئلې په هکله د حضرت فاطمه زهرا(س) خطبو ویلو او په وړومبي خلیفه باندې د هغې بي بي څرګندې نیوکې ته اشاره کوی شو.

                د اسلام ګرانقدره پیغمبر به په مدینه کښې د اسلامي حکومت د جوړیدو په پیل کښې خپل ټول سیاسي فعالیتونه په جومات کښې ترسره کول. هغه به له مختلفو سیمو مدینې ته له راتلونکو پلاویو او استازو سره په جومات کښې کتل او خبرې اترې به یې ورسره کولې چې په دغو غونډو کښې د کیدونکو بحثونو یو اصلي چورلیز په نوي دین یعنې اسلام او د دې نوي آيین په سیاستونوپورې اړوند وو. په همدې وجه د مسجدالنبی یوه ستنه، استوانه الوفود ونوموله شوه او دغه ستن د قبایلو او بهرنیو حکومتونو او مذهبونو له نماینده پلاویو سره د رسول ا... مبارک د کتنې ځانګړی ځای و.

په مختلفو هیوادونو کښې د اسلام په پراختیا سره جومات په کلیو او ښارونو کښې د اسلامي حکومت د ټینګښت یوه نښه وه. مسلمانانو د هر ښار له فتح کولو وروسته هڅه کوله چې خپل مرکزي او اصلي جومات د ښار په مینځ کښې او د واکمن د کور په ګاونډ کښې چې معمولاً به دارلاماره نومیده، جوړ کړي. په ځینو ښارونو کښې جومات، دارالاماره یعنې د حکومت مرکز ته دومره نزدې جوړول کیده چې په لیدو کښې به دواړه ودانۍ سره نښتې معلومیدې. دا نزدې پيوستون د دې عمومي عقیدې ښودونکی و چې ټول سیاسي او مذهبي قدرت د واکمن په لاس کښې دی. په حقیقت کښې د اسلام ذاتي خصلت دا دی چې سیاست او مذهب له یو بله بیل نه شي. یو تن، د دې دواړو چارو واکمن او د اختیار خاوند اجرا کونکی و او یوه ودانۍ یعنې جومات د سیاست او مذهب د ثقل مرکز و. همداشان د جومات او سیاست په رابطې له دې امله هم پوهیدی شو چې بیت المال به همیشه د ښار په مرکزي جومات کښې ساتل کیده.

                ګرانو دوستانو د پروګرام په دې برخه کښې د ایران د یو ډیر مهم جومات په توګه د قم د مسجدِ اعظم پيژندګلوي کوو.

د قم ښار مسجد اعظم د دغه سپیڅلي ښار یوه ډیره پخوانۍ او ستره تاریخي ودانۍ ده چې هره ورځ پکښې ګڼ زواران او نور خلک د جَمعې لمونځ کوي. دا جومات په ۱۳۷۴ قمري کال کښې د آیت ا... بروجردي په کوششونو، په لرزداده د مشهور استاد حسین بن محمد معمار لخوا د حضرت معصومې بي بي(س) د پاک حرم په خوا کښې جوړ شو. دغه جومات ته د هغه د ستروالي او عظمت په وجه د مسجد اعظم نوم ورکړی شو.

په دې جومات کښې د ۱۳۴۳ کال په وري میاشت کښې د امام خمیني(رح) د وینا په شمول مهمې سیاسي پيښې رامینځته شوې دي. مسجد اعظم د قم د علمیه حوزې د تدریس یو ډیر مهم مرکز دی او معمولاً د تقلید د مراجعو د تدریس غونډه په همدغه جومات کښې ترسره کیږي. د حضرت آیت ا... العظمی وحید خراساني، حضرت آیت ا... العظمی مکارم شیرازي، حضرت آیت ا... العظمی سبحاني، حضرت آیت ا... العظمی شبیري زنجاني، حضرت آیت ا... العظمی نوري همداني، حضرت آیت ا... العظمی جوادي آملي او هم آیت ا... علوي بروجردي د درس د تدریس او ښوونې غونډې هره ورځ په دې جومات کښې ترسره کیږي. دغه مسجد همداشان د مشهورو شیعه عالمانو لپاره د ختمونو او د رجب په میاشت کښې د د اعتکاف د ترسره کیدو مرکز وي.

                د دې جومات بنسټګر حضرت آیت ا... العظمی حاج آقا حسین طباطبايي بروجردي باوري و چې د حضرت معصومې بي بي د حرم په خوا کښې پکار دي د امام رضا علیه السلام د حرم ترڅنګ د ګوهرشاد جومات په شان یو ستر جومات جوړ شي. دوي همداشان عقیده درلوده چې د قم علمیه حوزه څه موده پس د حوزه ویونکو د درسونو د ټولګیو د ترسره کولو په لړ کښې یوې پراخې او مناسبې فضا ته اړتیا لري او څومره به ښه وي چې دغه مرکز د حرم په خوا کښې د جومات په نوم وي. نو په دې وجه آیت ا... بروجردي په خپل وخت کښې د حرم د خواوشا د کورونو او بازارونو په اخیستو سره، د ۱۳۳۳ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۱ نیټه چې د امام رضا علیه السلام د زوکړې کلیزه وه، د یاد جومات د جوړیدو کار پيل کړ. د جومات د جوړولو د لګښت څه برخه آیت ا... بروجردي په غاړه واخیستله او پاتې یې د خلکو په مرستو برابره شوه.

                د قم مسجد اعظم په ۱۲ زره مربع میټره پراختیا سره د جمعې د لمانځه او د اخترونو او نورو مراسمو د ترسره کولو لپاره د قم یو ډیر غوره مذهبي ځاې دی. دا جومات د هغې زمانې د ډیر مشهور معمار حاج حسین لرزاده په هنرمندو لاسو جوړ شو. هغه دغه جومات د پخوانیو جوماتونو په شان په خښتو او ګچو جوړ کړ څو پيړۍ پيړۍ پرځاې او روغ پاتې شي. هغه د جومات د لوړ ګنبد په جوړولو کښې هم یو نوښت وکاروه چې د دغه شان ګنبدونو په وړاندې څو چنده عمر کوي. لرزاده وړومبۍ حکم وکړ چې د جومات اډانه په اوسپنې جوړه کړي او بیا یې مختلفې برخې په خپلو کښې ویلډ کړي او بیا د اوسپنیزې اډانې (ډهانچې) هره برخه په خښتو وپوښي یعنې دننه او بهر یې د څوارلسو خښتو په اندازه چې هرې خوا ته یې اوه خښتې وې، د سیمټو مصاله پکښې وکاروي. د ځینو کارپوهانو په وینا دغه ګنبد به سلګونه کاله دوام ولري.

                دا جومات د اسلامي معمارۍ په طریقه جوړ شوی چې د ۳۰ مربع میټره قطر او ۱۵ مربع میټره لوړتیا سره یو ډیر ستر ګنبد لري چې د شبستان له ځمکې یې اوچتوالی ۳۵ میټره دی او د ځمکې له سطحې د ۲۵ میټرو لوړې ګلدستې لري او همداشان پنځه میټره دنګ د مؤذن د دریدو دوه ځایونه لري او همداشان د جوماتو په شمالي برخه کښې په یو ستر او ښایسته ټلۍ لرونکی ساعت لري چې له څلورو لورو لیدل کیږي. په جومات کښې څلور شبستانونه (د شپې تیرولو ځایونه) دي چې د ترګنبذې لاندې شبستان ستروالی ۴۰۰ مربع میټره دی او د خواشا هر یو شبستان یې ۹۰۰ مربع میټره دی او د جومات شمالي اړخ ته د ساعت لاندې یو ۳۰۰ میټري شبستان پروت دی. له ځمکې څخه د هر یو شبستان د چت لوړوالی کابو لس میټره دی. د جومات په لویدیځ اړخ کښې د جومات د اودس ماتي او اودس کولو ځایونه او ورسره د خادمینو د ارام لپاره یو ځاې جوړ شوی دی. همداشان د مطالعې په دوو او د ذخیرې په یو سالن (هال) سره یو کتابتون د جومات د انګړ په لویدیځ ګوټ کښې جوړ شوی چې ور یې مسجد اعظم ته په تلونکي دهلیز کښې دی.

                آیت ا... سید حسین بروجردي اول نیت درلود چې په قم ښار کښې یو بیل کتابتون جوړ کړي خو د مسجد اعظم د جوړیدو د کار له بشپړیدو وروسته د حوزې د فاضلانو له اړخه وړاندیز وشه چې د جومات لپاره یو کتابتون په نظر کښې وساتل شي. هغه د ۱۳۳۷ کال د سلواغې د میاشتې په ۲۳ نیټه د عوامو د استفادې لپاره د مسجد اعظم د یو ستر عمومي کتابتون د جوړولو امر وکړ. دوي د جومات له معمار حسین لرزاده وغوښتل چې د کتابتون لپاره یو ځاې وټاکي. هغه د جومات په لویدیځ ګوټ کښې یوځاې چې مخکښې د شبستان په توګه جوړ شوی و، د کتابتون لپاره غوره کړ. په دغه کتابتون کښې ۷۰۹۶ عنوانه خطي نسخې، ۸ زره عنوانه د ډبرین چاپ نسخې، ۲۰۰ عنوانه د نفیس سُربي چاپ او څه باندې ۶۶۰ د مصور نسخې، عملیه رسالې او د قاجار پړاو نوي درسي کتابونه موجود دي. دا ستر کتابتون د خطي نسخو له نظره د شیعه کلتوري میراث د ساتنې په لړ کښې د ایران یو ډیر معتبر او ډیر مهم کتابتون دی، او له جزوو، نفیسو خطي او چاپي کتابونو او معتبرو مجلو ډک دی.

خو له دې امله چې دغه کتابتون د کتابونو د ذخیره کولو او د خلکو د مراجعې د سالون وړتیا نه درلوده نو له ټولو خطي کتابونو عکسونه اخیستل شوي او د (سي، ډي) په شکل برابر کړی شوي دي چې کسان ورته په مراجعې سره سرچینو ته لاس موندلی شي. دم ګړۍ د دې کتابتون د چلولو کار د قم د علمیه حوزې د مدیریت په غاړه دی.

                د آیت ا... سید حسین بروجردي مبارک قبر د مسجد اعظم په لویدیځ ګوټ کښې دی. د دوي د لمسي محمد جواد علوي بروجردي د نقل له مخې دغه ځاې مخکښې د ۶۰ مربع میټرو په اندازه یو کوچنۍ کور و چې آیت ا... بروجردي په خپلو پيسو اخیستی و او د خپل دفن د ځاې له ټاکلو وروسته یې نوره ځمکه جومات ته وقف کړه. آیت ا... بروجردي ویلي وو: په دې وجه چې دا ځاې د پاک حرم په لور تلونکی دهلیز دی نو ما هم دلته ښخ کړئ چې د زیارتوالو د پيزار خاورې مې په قبر پرتې وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه