Jun 12, 2018 15:28 Asia/Kabul
  • روژه دخدای میلمستیه داسلامی نړۍ د وحدت میاشت

تهران د پښتو خپرونې خوږومینه و الو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو. د خپرونې په دې شیبو کې :روژه د خداي میلمستیه نومې پروګرام له اوسني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ.

دوستانو  هغه دین چې  مومنان  ئې د یوه بل وروڼه  معرفي کړي دي ،   او برلاسی ئې په تقوا اوپرهیزګارۍ کې بللی دی،تمه لري ، په اسلامی هیوادونو کې،د  وحدت او ورورولۍ چغه  واوریدل شي ،هغه څه چې تر دې دمه  د   رسول ا... بزرګوار  د  ډيرو پيروکارو یوه اصلي هیله ده،د دغه  لوي او حقیقي وحدت  او یوووالي  ته رسیدل دي .

            خوږو دوستانو د روژې دمبارکې میاشتې  په   نوراني شپو ورځو کې  ستاسو په خدمت کې یوو  او  هیله ده چې  مونږ به هم پخپلو دعاګانو او لمنځونو کې یادوئ .  د په همداوروستیو شپو ورځو کې د قدس نړیواله ورځ تیره شوې ده او  درستې نړۍ ولیدل چې  د  روژې په مبارکې میاشت کې د وروستۍ جمعې  په ورځې درستو  پتمنو په تیره بیامسلمانانوپه وحدت او یووالي سره  دقدس شریف او دفلسطین دمظلوم ملت  په حق کې خپلې چغې پورته کړې او یوځل بیا ئې  خپل اتحاد او یووالی نندارې ته وړاندې کړ  او  یو ثباته شوه چې که اسلامی امت  په ډ یروموضوعګانو سره  یوموټی او متحد شي،نو  زیاتره مسئلې اومشکلات پخپله حل کولی او  د نورو دلاسوهنې مخه نیولی شي .

        دوستانو د وحدت او اتحاد ساتل او  له تفرقې او درز څخه  ډډه کول ،  د اسلام دګران پيغمبر، آیمه معصومین علیهم السلام او د دیني مخکښانو  سیرت دی .قرآن کریم هم  پخپلو نوراني آیتونو کې  مسلمانان اتحاد او یووالي ته او دغه راز  له درز اوتفرقې لیرې والي ته  بولي اودعمران سورې  په ۶۴ آیت کې فرمائي،دخداي په رسۍ  خپلې  منګولې ښخې کړئ او  تفرقه  مه اچوئ :::

 خداوندمتعال  پخپل آسماني کتاب قرآن کریم کې  د مسلمانانو د  وحدت او یووالي د اهمیّت په باب ډير آیتونه نازل کړي  اوترمونږه ئې رسولي دي .  د شیعه اوسني  پشمول  د ټولو مذهبونو د مفسرانو په اند،د قرآن مجموعي او دفعي  ( بیلابیلو مرحلو اویو ځل) نزول  په روژې مبارکې میاشتې او دقدر په شپه   شوی دی .یو مسلمان هم  هیڅ  شک نه لري و چې  قرآن د نړۍ د درستو خلکو لپاره د  هدایت او نیکمرغۍمنشور دی .

 د قرآن کریم  د بقرې سورئې  په ۱۸۵آیت کې  راغلي دي ؛ شهرٌ رمضان الذي  انزلة فیه القرآن  هُدَی  لِلنّاسِ  وَبَیّناتِ مِنَ الهُدی  و الفُرقان ::: رمضان هغه میاشت ده  چې قرآن پکې نازل شوی دی  د انسان د هدایت  لپاره او له باطله  د حق  د امتیاز  او لارښونې لپاره دغه آیت شریف  ته په پام سره ،قرآن کریم د درستو خلکو   دهدایت او لارښونې لپاره  راغلی دی  ،یعنی  نه یوازې پخپله دغه کتاب،د وحدت عامل دی،بلکې داسلامی وحدت او یووالي   رامینځةکونکي لارې چارې  او زمینې  هم وړاندې کوي .

        قرآن کریم،حضرت محمد مصطفی(ص)  د وحدت او ورورولۍ  جارچی معرفي کوي او  د هغه ډير غوره او نیک  اخلاق ستائي .  داسلام  د ګران پیغمبر    سیرت  د مسلمانانو ترمینځ   دیووالي درامینځةکونکو اونزدې کونکو لارښونو ډک دی . پیغمبر اکرم (ص) دهجرت په هماغه لومړني کال کې ،  د مهاجرو اوانصارو ترمینځ د ورورولۍ پيوند ټينګ کړ او  دوي ئې د یوه بل وروڼه وبلل .دمسلمانانو دغه دوې ډلې  د توکم او کارکسب   او  د چاپيریال له پلوه  سره  مختلفې وې  او  دا اندیښنه  موجوده وه چې  دغه  مسئلې   داختلاف  او تفرقې رامینځةکونکي  زمینه شي . په همدې سبب،پیغمبر اکرم  په هغو کې له هماغه پیله  مینه او  الفت  رامینځةکړ او  په دې توګه   ئې  دمسلمانانو لپاره وحدت  اویووالی ډير مهم  بالۀ

          اسلام دګران پيغمبر   او د قرآن کریم د لارښونکو تعلیماتو څخه د مسلمانو  پیروي اوتبعیّت  باید تل په ګډو ټکو پسې وي اوله اختلافاتواو تفرقې  ډډه وکړي .په قرآن کریم کې د وحدت او یووالي یوبل رامینځةکونکی  عامل ،  د روژې دمبارکې میاشتې  برکتناکه او  له عظمت ډکه میاشت ده.د روژې مبارکه میاشت  په درستې اسلامی نړۍ کې  د  مسلمانانو  د  اتحاد او یووالي  یوه څرګنده نښه  بلل کیدلی شی .د روژې په مبارکې میاشتې کې  د روژې دساتنې ښکلي اوپه زړه پورې  دستورې اوشیبې،د بیلابیلو اسلامی مذهبونو  او فرقو  په درستو مسلمانانو کې  د ګدو چلندونو او راشه دیرشه   دلیدو وړ  وي  او ګواکې  په دغې مبارکې میاشتې کې  د مسلمانانو د ژوند سټایل   یو کیږي.  هرمسلمان  د هر توکم او نسل  او  رنګ   او د هر ملیّت  چې وي ،  نو دغه مبارکه میاشت لمانځي  او په روژې ساتنې سره   په دغه واجب اوفرض عمل کوي .  درست مسلمانان  په روژې مبارکې میاشتې کې   سهار وختي  ویښيږي  او   له آذان مخکې  د  پیشماني  پر خوړولو سربیره ، لمونځ  اداکوي ، دقرآن پاک تلاؤت کوي او   له خپل خالق سره راز اونیاز کوي .  مسلمانان   د سهار له آذانه رانیولې د  ماښام  تر آذان پورې  روژه نیسي  او  د روژماتي په ورکولو ،له بیتیم سره  په مینه کولو او  پر هغو په خیال ساتلو ،  او دغه راز  له بې وزلو او اړمنو سره  په مرسته کولو او نورو نیکو کارونو سره  ځان له خداوندمتعال سره نزدې کوي او د  هغه تقرب ترلاسه کوي .

           دوستانو د روژې میاشت  یوه هغه میاشت ده چې  په دې کې  مسلمانان یو ډول باطني بدلون ترلاسه کوي  او د دغه بدلون  په نتیجې کې  دهغوي د ژوند فضا،  له بیلابیلو  محسوسو او مثبتو بدلونونو سره مخامخ کیږي .  په دغې مبارکې میاشتې کې د درستې نړۍ  مسلمانان  په یوه  واحد  امت بدلیږي  او  د یوه بل ترڅنګ عبادت کوي . په تیره بیا  دقدر په شپو کې  چې  خلک په جوماتونو او مذهبی  ځایونو کې سره غونډیږي  او په یو ځاي  د دعاګانو په  لوستلو او  دقرآن کریم په سر  په نیوللو سره  د  خداي پاک په درګاه کې دخپلو  ګناهانو  مغفرت او بخښنې  غوښتونکي وي . هماغه ډول چې   دخداي په کور   کعبې کې  مسلمانان د  شمع په څیر  په مکې ښار کې سره غونډيږي  او  د روژې مبارکه میاشت د مسلمانانو د اتحاد او یووالی رامینځةکونکي او  غونډونکی  پراخ دسترخوان په څیر  ده .درست  مسلمانان د قدر دشپې  په عظمت او  دهغې په استثنائي  فرصت  پوه دي او  له  فرعي اختلافاتو ورتیر،   د روژې دمبارکې میاشتې  په یویشتمې اودرویشتمې شپو کې  دهغه  د وخت په معلومولو کې  چې  داهل تشیع  په  عقیدې سره  همدغه د قدر شپې دي ، او  هم د  روژې دمبارکې میاشتې  اوه ویشتمه شپه چې  د درستو مذهبونو   پيروکار په تیره بیا  شیعه اوسني مسلمانان،د قدر د درو واړو شپو یعنی د  یویشتمې ، درویشتمې او اوه ویشتمې شپو باندې  د قدر  شپې  دبرکتونو به  هیلې سره  تهجد  ترسره کوي  او  د شپې د ژوندي کولو  پروګرامونه     په  ګډه سره  ترسره کوي  او  د مجیر ،جوشن کبیر او ځینو نورو دعاګانو پشمول  دقرآن کریم تلاؤت  په ګډه سره زمزمه کوي .

          دوستانو د روژې دمبارکې میاشتې په شپوورځو کې  د وحدت او یووالي رامینځةکونکی یوبل عبادي چلنداعتکاف دی.خداوندمتعال  دکعبې  بنسټ کیښودونکو حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهم السلام  ته حکم ورکوي،چې کعبه د  لمونځ ګوزارو،طواف کونکواو اعتکاف کونکو لپاره صفا وساتي . خداي تعالی   د بقرې سورئې  په  ۱۲۵آیت کې فرمائي ؛

 وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۱۲۵﴾

؛ او مونږ ابراهیم او اسماعیل ته  امر کړی دی ، چې  د  ما کور  د طواف کونکو،رکوع کونکو او سجده کونکو  لپاره پاک او  پاکیزه  کړي ::::

 د درستو اسلامی مذهبونو د فقیهانو  په اجماع سره ،   اعتکاف یو مستحب عمل دی  او   د روژې  د مبارکې میاشتې  په وروستۍ لسیزې کې او د نبوي سنت   په استناد سره پرې ډير زیات  ټينګار شوی دی .  اعتکاف د  عبادت لپاره    په جومات کې   د ډير وخت لپاره پاتیکیدل دي . چې  دوه رکنونه لري .   په جامع جومات کې پاتیکیدل او د روژې ساتل .  دغه عبادي عمل که  څه هم  شخصي  او له خاص وخت پرته دی،خو  دنیوي سنت څخه په پيروۍ اوپلانونې او منظمونې سره  په  اجتماعي عبادت هم بدلیدلی شی . همدااوس  د  روژې د مبارکې میاشتې پّه وروستۍلسیزې کې دغه ډله ایز او وحدت رامینځةکونکی عبادت  په درستو اسلامی هیوادونو کې د روژتی مسلمانانو په تیره بیا د ځوانو روژتیانو له خوا ئې ډیر تود هرکلی  شوی دی .  د  دغې چارې   علت ، په زړونو کې دمینې او  په وحدت،ددیني  معارفو د سوئې  په لوړولو او د بصیرت په زیاتولو،له خداي پاک سره د تقرب   په ژور احساس،داخلاقو په تهذیب او  د سالم  نفسیاتي  آرامښت او د  روح  په ودې کې  د دغه عبادي عمل اغیزې  بیان شوي دي ، چې  دغه اغیزې  د  دغه عرفانی  عبادی عمل   وحدت پالې نتیجې  ثابتوي . دغه چاره  داسلامی وحدت رکن  یعني   توحیدي اعتقاد پياوړی کوي او  له دې سره   ورورولۍ او ټولنیزو تعاملاتو ته  پراختیا وربخښي .

      مسلمانان د  روژې د مبارکې میاشتې   له ارزښتمنو برکتونو او رحمتونو څخه په  استفادې سره  د خپل وحدت او یوزړتوب   دبنسټونو د پیاوړي کولو لپاره لاګټه ور او غوره ګامونه پورته کولی شي .داسلامی امت  له وحدته  مراد دا دی چې  مسلمانان  دخپلومذهبونو دساتنې  ترڅنګ د توحید،د قرآن ګډ آسماني کتاب،پیغمبر اکرم،سنت  او نبوي سیرت،په معاد اوقیامت ورځ  د اعتقاد،په څير  د د یني مشترکاتو پر چورلیز  یو زړتوب اوپیوستون درلودلی شي  او  له بیلابیلو مذهبی ، سیاسی ،توکمیزو   او نورو اختلافاتوڅخه چې  د اسلامی امت د سستوالی لامل کیږي ، لیرې ووسي. 

       دوستانو هغه دین چې مومنان ئې  دیوه بل ورور معرفی کړی  او برلاسی  ئې  په تقوا او پرهیزګارۍ کې  ګڼلی،تمه لري ،په اسلامی هیوادونو کې  د وحد او ورورولۍ چغه  واوریدل شي،هغه څه چې  د رسول ا... بزرګوار د ډيرو پيروکارو  هیله اوامید  د حقیقي اوستر وحدت  ته  رسیدل دی .  داسلامی نړۍ  په تیره بیا دفلسطین او قدس شریف  مهمو موضوعګانو ته  وینو چې تر دې دمه  ډیر  قدرتمند  اسلامی هیوادونه   په دې زمینې  کې  یو واحد  حرکت  نشي کولی  او له بده مرغه  دمسلمانانو د مصلحت اوګټو په اپوټه  دامریکا او غاصب اسرائيلو کوټلي متحدان  شوي دي .هغه خورامهم مشکل چې  په اسلامی  نړۍ کې نن سبا لیدل کیږي ، یو ډول وروروژنه  او له یوه بل سره دښمني ده  چې   د هرزړه سوانده مسلمان زړۀ دردوي . که  دروژې دمبارکې میاشتې  ډيرو برکتونو ته  د قت وکړو،   او پراخ الهي دسترخوان ووینو، چې مونږ غونډيدو ته بولي،نو هغه وخت  د غه مبارکه او بزرګه میاشته     داسلامی نړۍ  د ډيرو مشکلاتو  دحل لپاره سریزه  ګڼلی شو.که څه هم  بدغواړي او کینه کښ،په بیلابیلو دسیسو اوچلولونو سره،د اختلاف او درز اوتفرقې په رامینځةکولو پسې دي،خو پوهه ،هوښیاري،دښمن پيژندنه  او د اسلامی مشترکاتو  په سیوري کې  د  توحید او وحدت   د کلمې ساتل به ، د مسلمانانو د سرلوړۍ او  بریالیتوب  زمینه وي .

 داسلامی  انقلاب  معظم  لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي   فرمائي ؛اوس وخت رارسیدلی دی ، چې  اسلامی نړۍ  په خود کې شي  او اسلام  د الهی صراط  المستقیم او د نجات دلارې په توګه  وټاکي  او په دې کې ، پیاوړی ګام پورته کړي . اوس وخت رارسیدلی دی چې  اسلامی نړۍ  خپل اتحاد وساتي  او  د هغه مشترک  دښمن په مقابل کې  چې   درستو اسلامی ډلو  دهغو د دښمنۍ  تاوان لیدلی،یعني استکبار او صهونزم  په وړاندې  سره متحد ودریږي ،  یو موټی شي ، یو  واحد شعار ورکړي ،  یکي یو تبلیغ وکړي  او  یوه لاره  کچ کړي . نو ان شاءا... دپاک پروردګار  دتائيد وړ او  د الهی سنن اونړیوالو قوانینو   دملاتړ وړ  به وي او پر مخ به  لاړ شي :::::::

(سیماب)

************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه