Feb 04, 2019 17:29 Asia/Kabul
  • دمینځني ختیځ بدلونونه په تیرې اونۍ کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې ........سره د خپل ملګري ......... په تیرې اونۍ کې د مینځني ختیځ د مهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی . په نننۍ برخې کې په پيل کې دځينو مهمو بدلونونو خلاصه او ورپسې مو هم تحلیلي برخې ته رابولوو.

*/*/**/ په یمن کې  دسعودي ائيتلاف  په وسیله   د سویډ دسولې دموافقې خلاف ورزي */*/*/*/بغداد ته دبیلابیلو ډيپلوماټيکو پلاؤ سفرونه */*/*/*/ او دبحرین د آل خلیفه رژيم   دمامورانو په لاس  دبشری حقوقو  دخلاف ورزیو زیاتیدا،په تیرې اونۍ کې  په مینځني ختیځ کې ځيني  بدلونونه وو ،  اوس مو هم  تحلیلي برخې  آوریدو ته رابولوو .

*/*/*/*/*/*/*//*/*

   د سټاکهم  د سولې  د موافقې چې  په تیر دسمبر کې   د ملګروملتو په څارنې سره د یمن والو ترمینځ  شوي ، هماغه راز  دآل سعود رژيم او  دیمن له مستعفي او تښتیدلي رژيم  سره  داړونده  ځواکونو  له خوا  ئې خلاف ورزي کیږي .  دملګروملتو امنیت شورا  تیره اونۍ  دیمن په الحدیده  ولایت کې  د نړیوال ځواک د ۷۵کسیزې ډلې دیره کیدا تصویب کړي  ده .  دغه اقدام  په داسې شرائطو کې شوی،چې  سعودي تیریګرو  دتیرې پنجنشبې په ورځې په الحدیده ښار کې  پر اوور بند  د څارنې په چارو کې د  ملګروملتو  دپلاوي د مشر پاتریک کامائرت د ګاډو په کاروان  حمله وکړه .

 په عین حال کې  د یمن د وسلوال ځواک  ویندوي جنرال یحی سریع  هم دتیرې پنجشنبې په ورځې   دالحدیده بندر  په شمال د سعودي تیریګر ائیتلاف  دبې پيلوټه الوتکو په حملې کې  د یمن لږترلږه   د اوؤ  ښاریزو د وژل کیدو خبر ورکړی دی .  جنرال یحیی  زیاته کړي ، سعودي تیریګرو  دهاوان په حملو سره هم  په الحدیده کې  هستوګنې سیمې، کورونه او کرهڼيزې  مځکې په نښه کړي دي  او ددغه تیریګر رژيم جنګي الوتکو  هم  دیمن په بیلابیلو ولایتونو کې  ۵۳ځله هوائي حملې کړي دي .

 په عین حال کې،د امریکاخارجه وزیر مایک پمپئو تیره اونۍمدعي شوی، چې  دیمن انصار ا...غورځنګ  د سویډ د سولې دموافقې خلاف ورزي کړې ده. د یمن د انقلاب د عالی کمیټې  مشر محمد علی الحوثي  د امریکا د خارجه وزیر ددغې ادعا په  غبرګون کې   دا یوه دروغجنه ادعا  بللې او  پخپل ټولنیز چینل کې ئې لیکلي دي ،  له الحدیده بندره  د یمن  دځواک د وتلو په څیر  مثبت ګامونه ،په  دغه بندر کې  دسوله ساتي ځواک له دیره کیداسره موافقه  او  دملګروملتو له سوله ساتي ځواک سره د انصارا...غورځنګ په بشپړ ملګرتیا ددغې موسسې دلوړپوړو چارواکو اعتراف،دمایک پمپئو د تورونو  د ناسمووالي  نښه ده .

 پر دې سربیره  چې،دسعودي ائیتلاف  په الحدیده کې د اووربند خلاف ورزي کوي،د عبدربه منصور هادي  له مستعفي شوي حکومت سره اړونده پلاوی  هم  د بندیانو دمبادلې په باب کارړنګونې کوي . په همدې باب  ، د یمن انصار ا... غورځنګ استازي،د تیرې دوشنبې په ورځې د یمن دمستعفی او تښتیدلی حکومت له استازو سره د بندیانو د مبادلې د موافقې  اجرا په باب  د خبرواترو لپاره  د اردن پلازمینې امان ته تللي . دیمن د بندیانو د چارو د ملی کمیټې مشر عبدالقادر مرتضی چې دریاض له پلاوي سره دخبرواترو لپاره   د اردن  امان ته تللی،دتیرې جمعې ورځې سهار وختي ئې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دعبدربه منصور هادی  له مستعفي حکومت سره  اړونده د ریاض پلاوی،د یمن په بند کې  دکسانو په باب له هرډول سم راپور وړاندې کولو ډډه کوي .هغه همداراز ټينګار کړی،انصار ا...غورځنګ   به  هاله  د بهرنیو بندیانو د خوشي کولوګام پورته  کړي،چې دعربستان او متحده عربی ا ماراتو په جیلونو او   د سعودي تالی څټو  په بندونو کې زنداني درست یمن وال  خوشي شي .

                د عراق پلازمینه بغداد  تیره اونۍ  د ایرانیو،فرانسویانو،او اردنیانو د  ډيپلوماټیکو پلاؤ په یووخت عراق ته سفرونه وکړل او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې  خبرې اترې کړي دي .

  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دتیرې یکشنبې په ورځې  عراق ته سفر کړی،چې دغه سفر په پنجشنبې ورځې پاي ته ورسید .جواد ظریف په دغه سفرکې  بغداد،اربیل ،سلیمانیه  ،کربلا او نجف ته  لاړ . د ایران خارجه وزیر  له خپل عراقي همڅنګ  محمد علی الحکیم  سره  په لیدوکاتو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران او عراق  اړیکې د هیچا په تاوان نه دي ، ټينګار کړی ،  اجازت  نه ورکوي،دایران اوعراق په اړیکو کې  لاسوهنې وکړي .جواد ظریف  همداراز  د عراق له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره لیده کاته وکړل .عبدالمهدي  په دغې کتنې کې  وئيلي دي،دعراق حکومت او ولس  له ایران سره د اړیکو  دلاښه کولو غوښتونکي دي .دایران خارجه وزیر  په دغه سفر کې  دعراق دپارلیمان له مشر محمد الحلبوسی  او ددغه  هیواد له ولسمشر  برهم صالح سره هم  کتنه  اوخبرې اترې کړي دي . هغه همداراز  په څو ساعته سفر کې اربیل  اوسلیمانیه ته هم لاړ  او  دعراق د کردستانا سیمې  له لوړپوړو چارواکو اوسیاسی شخصیتونو سره  ئې  لیده کاته کړي دي .  جواد ظریف   نجف اوکربلاته په سفر کې له ایرانیو او عراقیو تاجرانو او  سوداګرانو سره  په ګډو غونډو کې  خبرې کړي دي . 

 عراق  تیره اونۍ  همداراز  داردن د پاچا   دوهم عبدا...  کوربه هم ؤ . دا دعراق  له تیرو لسوکلونو روسوته د اردن دپاچا   لومړنی سفر ؤ . دوهم عبدا...  دعربانو لومړنی  مشر  ؤ چې  دصدام  له نسکوریدا وروسته  ئې عراق ته سفر وکړ،خو    د هغه ددغه سفر وخت ، ۲۰۰۸کال ته ګرځي . اوس  هم د اردن پاچا  دعربانو لومړنۍ لوړ پوړی  چارواکی دی ، چې  دعراق دنوي حکومت له جوړیدا وخت راهسې  دغه هیواد ته  په سفر تللی دی .

په کلی توګه   د اردن  او عراق اړیکې   مخ په وده روانې دي . په همدې باب  د تیر کال په نومبر میاشت کې  دعراق ولسمشر برهم صالح  اردن ته سفر وکړ او  ددغه  هیواد له لوړپوړو چارواکو سره  کتنه او خبرې اترې وکړې .   همداراز د اردن دحکومت ویندوئې  او د اطلاعاتو وزیرې  جمانة غنیمات د بغداد او امان ترمینځ  دهرډول اختلافاتو شتون رد کړی او  ددواړو هیوادونو اړیکې ئې لاښې بللي دي .هغې همداراز د  یون  د موضوع  په باب  ددواړو هیوادونو  د بحران په باب هم وئيلی دی،بغداد ته د عمرالرزار  دتیر کال د دسمبر میاشت په سفر کې  له دغې موضوع سره  اړونده د درستو دوسیو پر تړلو او  له دې سره د اړونده  درستو مسئلو کې په بیاکتنې موافقه  شوې  ده  چې  دهغو په سر کې   په اردن کې د عراق د شتمنیو دقضیې  په څير مالی مسئلې  وې . هغې زیاته کړې ،موافقه شوې ده چې  ددغو دوسیو دسپړلو او  دحل کولو  لپاره د یوې ګډې کمیټې  دجوړولو  لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ موافقه  هم شوې ده   او ټاکل شوې ده ، چې  په راتلونکی فرورۍ میاشت  کې   دا موضوع هم نهائي شي .

 دفرانسې  خارجه وزیر  ژان ایو لودریّن  هم  دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې   په دوه ورځني سفر بغداد ته تللی . لودریّن په دغه سفر کې  دعراق دبیا رغاونې لپاره  دغه هیواد ته د فرانسې دیومیلیارډ ډالري پور ورکولو خبر هم ورکړی  او په  عین حال کې ئې وئيلی دي ،له سورئې د امریکائي پوځيانو  د ویستلو لپاره  د ډونالډټرمپ  له فیصلې سره سره به ،فرانسه  هماغه راز په سورئې کې شتون ولري .

               دوستانو  بحرین هم تیره اونۍ  د آل خلیفه رژيم په لاس د بشری حقوقو  د خلاف ورزیو د زیاتیدا کتونکی ؤ .  د بحرین د آل خلیفه رژيم  قضائي  محکمې  د بحرین د انقلاب د دوو شهیدانو پلار،په سوله ایزو مظاهرو کې د ګډوند دوام په تور په شپږ میاشتني بند محکوم کړی دی .

 په عین حال کې  د کرانه  سیمې  د نیول شوو کمیټې  هم وئیلی دي،د آل خلیفه رژيم  امنیتی چارواکو  دبحرین  په :جو : مرکزي بند کې د بیان دآزادۍ  له بندیانو د غچ اخستو په موخې سره،ددغه هیواد  بندیانو ته په وخت  د  خوړو  د ورکولو  په مخنیوي  سره، د وږي ساتلو سیاست ته  مخه کړې ده .

 همداراز د آل خلیفه ريم  محکمې  هم تیره اونۍ   دبحرین درې ښاریز  دهغه څه په تورونو چې له ترهه ګرو فعالیتونو سره ئې اړونده بللي،په بند،نغدې جرمانې  او د تابعیّت    په سلبولو محکوم کړي دی .د بحرین د څارنوالۍ د ترهه ګرو جنایتونو د برخې مشرحمد شاهین وئيلي دي،ددغه هیواد د درو ښاریزو  د محکمې فیصله  چې  د ولسی مقاومت د کنډکونو غړي دي،د یوه کس لپاره   حضوري او دوو نورو لپاره چې  له بحرینه بهر  تللی دی،په غیابي ډول   صادره کړې ده .

 د دغو فیصلو صادریدا په داسې حال کې د آل خلیفه رژيم  د محکمې په وسیله   دوام لري،چې  د بحرین د خبرواترو او د روغې جوړې د مرکز دمشر میثم  سلمان  په وینا، دبحرین  په بندونو کې  کابو پنځه زره عقیدتي بندیان  شتون لري و چې  له  هغو پنځو زرو عقیدتي بندیانو څخه   دوه  سوه کسان  له حده د ډيرې زیاتې  شکنجې څخه دا استفادې له امله به دغو بندونو کې  قرباني شوي   دي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې  په بحرین کې بشری حقوق ددغه هیواد دسیاسی وضعیّت په څیرلازیات په ترینګلتیا دي،زیاته  کړې ؛ په دغه هیواد کې دبشری حقوقو په زمینې کې لازیات اودوامدار ډول ګډوډي او ترینګلتیاوې،د آل خلیفه رژیم دځپونکو اقداماتو په نسبت د امریکا اوانګلستان پشمول  دنړیوالې ټولنې دچپتیاپه دلیل  رامینځةکیږي .

=     د بشري حقوقو دفاعي ادارې هم  دتیرې اونۍ په پنجشنبې ورځې  په یوه راپور کې وئيلي دي ، چې  په بحرین کې  دبشری حقوقو  وضعیّت   په خرابیدو دی  او  د دغه هیواد ډير زیات سیاسی بندیان  له خپلو سیاسی او ټولنیزو  حقوقو  په بشپړ ډول محروم دي .ددغه راپور په اساس،په تیرو اتوکلونو کې په بحرین کې یوسل څلور شپیته کسان،ژل شوي او په زرګونو نورهم نیول شوي دی .په  دغه راپو رکې همداراز راغلي دي،چې آل خلیفه رژيم د اهل تشیّع  جوماتونه اومذهبی مرکزونه  تباه وي  او  خپل مخالفان  ترهه ګر بولي .

        دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  د مینځني ختیځ دمهمو بدلونونو په باب اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ  نو تر بلې اونۍ پورې  چې له یوه بل نوی مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضریږو له تاسو اجازت غواړو ......

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه