Mar 29, 2019 17:31 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۵

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې پنځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له اتلسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ له پنځویشتمې نیټې سره سمون خوري. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۰ کاله اګاهو د لسم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، د حضرت محمد (ص) وړوکی زوی ابراهیم د یوې ناروغۍ له امله په یو نیم کلنۍ کښې وفات شو. هغه د پیغمبر (ص) هغه یوازنی زوی ګڼل کیده چې له حضرت خدیجه (س)څخه نه ؤ بلکه د هغه مور ماریه قبطیه وه. هغه یوه وینځه وه چې د مصر باچا رسول اکرم (ص)ته په تحفه کښې ورکړې وه او د اسلام له قبلولو وروسته د هغه حضرت (ص)په زوجیت کښې راغلې وه. له دې چې ابراهیم په پیغمبر (ص) ډیر ګران ؤ، د هغه له لاسه ورکول د هغوي لپاره ډیر سخت او غمجنونکي و. د ابراهیم د وفات په ورځ، نمر هم تندر ونیوه او د خلکو په مینځ کښې آوازه شوه چې د دغې طبیعی ښکارندی رامینځته کیدا د خدای د رسول (ص) د زوي د مرګ له امله ده. سره له دې چې هغه حضرت (ص) کولی شو چې د خلکو له دغه تصور نه خپلې ګټې لپاره استفاده وکړی خو سم لاسي په منبر کښیناست او ویئ فرمایل: ای خلکو بی شکه نمر او سپوږمۍ د حق تعالی د قدرت دوې نښې دی چې د هغه د فرمان او ارادې لاندې دي او د چا د مرګ او ژوند لپاره یې نه نیسی او هر وخت چې هغه دوه یا له هغو یو تندر نیولی و ګورئ، لمونځ ادا کړئ.

یادونه ضروری ده چې پیغمبر اکرم (ص)له حضرت خدیجه (س) څخه څلور لوڼې او دوه زامن درلودل چې له حضرت فاطمه (س) پرته ټول د خدای د رسول (ص) په ژوندانه له دنیا لاړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۱۴ کاله پخوا د څلور سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، آندلسی مسلمان طبیب، ستورپیژاندی او ریاضی پوه ابن سمح وفات شو. هغه په درې سوه اویایم هجری قمری کال کښې د آندلس (ننۍ اسپانیا) په یو ښار قرطبه کښې وزیږید. دغه مسلمان پوه د ریاضۍ او ستور پیژندنې په علومو کښې پراخې څیړنې او مطالعې ترسره کړې او شاګردان یې هم وروزل. له دغه نامتو ستورپیژاندی او ریاضی پوهه په عربۍ ژبه کښې ارزښتمن تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې کولائ شو (المدخل الی الهندسه)، (المعاملات) او (کتاب الزیج) کتابونو ته اشاره وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۶۷ د شپږ سوه یو دیرشم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په پینځمه نیټه، د هندوستان یو مشهور فارسی ژبه شاعر امیر خسرو دهلوی د هندوستان په یو شمالی ښار پټیاله کښې وزیږید. هغه له ځوانۍڅخه په شاعرۍ کښې خپله وړتیا وښودله. دهلوی د ډیلی د مشهور عارف نظام الدین اولیاء یو مرید ؤ او له هغه سره یې ډیره مینه درلوده. امیر خسرو دهلوی په ایرانی او هندی ادبیاتو او موسیقۍ باندې له سلطې سربیره له عربی او ترکی ژبو سره هم اشنا ؤ. د هغه پراخ اطلاعات او مهارت د دې سبب شو چې د فارسۍ د ډیرو تکړه شاعرانو په قطار کښې وګڼل شی. له امیر خسرو دهلوی څخه ګڼ شمیر اثار په یادګار پاتې دی چې اته مثنویانې او د شعرونو پینځه ټولګې له هغو څخه دی. دهلوی په دغو مثنویانو کښې د مشهور ایرانی شاعر نظامی تر سخت اغیز لاندې ؤ. د دهلوی له نورو اثارو څخه (مفتاح الفتوح)، (مطلع الانوار)، (نُه سپهر) او (آیینه اسکندری) ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۲۰ کاله وړاندې د دولس سوه شلم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، په حجت الاسلام اشرفی مشهور یو لوئ مسلمان عالم حاج ملا محمد د ایران په شمال کښې وزیږید. هغه د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د هغې حوزې استادانو له محضره یې ګټه پورته کړه. هغه څه موده وروسته د حدیث، د قرآن د تفسیر او کلام په علومو کښې د یوې نامتو څیرې په توګه مشهور شو. دغه مسلمان پوه په دیارلس سوه پینځلسم هجری قمری کال کښې وفات شو. له هغه ګټه ور تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې د (اسرار الشهاده) کتاب ته اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۴ کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د 1975 ميلادي کال د مارچ په پينځويشتمه نېټه د سعودي عربستان د هغه وخت باچا فېصل بن عبدالعزيز د خپل ورارۀ  فېصل بن ساعد بن عبدالعزيز په لاس قتل شو. فېصل بن ساعد د خپلې نتخوا په کمېدو باندې معترض ؤ. که څه هم په آل سعود کورنۍ کښې اختلافات تل موجود دي او کله کله اوج ته رسيږي خو د شاه فېصل قتل د داسې اختلافاتو په وجه د يو سعودي باچا وړومبنے قتل ؤ. د هم هغه کال د جون په اتلسمه نېټه د شاه فېصل له قاتل څخه سر پرې کړې شو. له شاه فېصله وروسته د عبدالعزيز بل زوے خالد د سعودي باچا شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۵ کاله وړاندې د 1994ميلادي کال د مارچ په پينځمه نېټه امريکائي ځواکونه چې د 1992کال په دسمبر کښې د سوماليې د بلوو د ختمېدو په بهانه دغه افريقائي هېواد ته ننوتي وو له يوې ناڅاپې ماتې وروسته له دغه هېواده ووتل. د سوماليې مخالفو ډلو په 1991 کال کښې د دغه هېواد وابسته ډېکټاټور محمد زياد باره  نسکور کړ. خو هغوي د يو ائتلافي حکومت د تشکولولو په سر موافقې نه ونۀ رسېدل او دغه سياسي بندون د کورني جنګ سبب شو. په دې مېنځومان کښې امريکائي ځواکونه په سوماليه  کښې چې د افريقې په ښکر سيمه کښې يو مهم موقعيت لري د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د ملګرو ملتو د سوله ساتونکو ځواکونو په قالب کښې دغه هېواد ته ولېږل شول خو د سوماليې د ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. په دغه مبارزه کښې تقريباً سل تنه امريکايان ووژل شول. که څه هم هغوي په سلګونو سوماليائي ووژل خو بالاخره د سوماليې خلق کامياب شول چې امريکائي عسکر په داسې يوه ورځ له خپلې خاورې څخه بهر کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه پنځه کاله مخکښې د 1393 هجري نمريز کال  د فرورۍ په پينځمه نېټه ايرانی مورخ او اديب ډاکټر محمد ابراهيم باستاني پاريزي وفات شو. هغه په 1304 ه.ش کال کښې د ايران له سيرجان ښار سره نزدۍ په پاريز کښې وزېږېد. باستاني پاريز له مقدماتي زدکړو وروسته تهران ته راغے او د تهران پوهنتون د تاريخ په څانګه کښې يې زدکړې وکړې او په 1330 ه.ش کال کښې فارغ التحصيل شو. له څو کالو تدريسه  وروسته هغۀ بيا هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، ان تردې چې  د تاريخ په څانګه کښې يې پي اېچ ډي وکړه.

له دې وروسته دغه نامتو ايراني څېړونکي په تهران پوهنتون کښې په تدريس لاس پورې کړ.

استاد باستاني پاريزي له زلميتوب څخه له ليکوالۍ او شاعرۍ سره خپله مينه څرګنده کړه او د ايران د مطبوعاتو لپاره يې زياتې مقالې وليکلې او يا يې له عربي او فرانسوي ژبو څخه په فارسۍ ترجمه کړې. له هغۀ څخه ګڼ شمېر کتابونه په يادګار پاتې دي چې له هغو څخه «ذوالقرنين يا کوروش کبير»، «خاتون هفت قلعه»، «تاریخ کرمان»او «تلاش آزادی»چې د يونېسکو انعام يې هم ترلاسه کړ اشاره کولی شوو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

ټیګونه