Mar 29, 2019 17:34 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۷

نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال وري د میاشتې اوومه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له شلمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې له اوویشتمې نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۲۷ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 13 هجری قمری کال د رجب يا بزرګې د مياشتې په شلمه نېټه په فلسطين ټاټوبي کښې په يرموک نومې دره کښې په همدې نامې سره د اسلام د لښکر او د ختيځ روم د امپراطورۍ د فوځ ترمېنځ جنګ رامنځته شو. په شام کښې د مسلمانانو له فتوحاتو وروسته د روم باچا هراکليوس له هغوي سره د جنګ لپاره يو ستر لښکر برابر کړ، خو مسلمانانو د ځواکونو او جنګي سازوسامانونو د ډېر کمښت باوجود وکړې شول د روم د امپراطور لښکريانو ته ماتې ورکړي. دغه ماتې د دې سبب شوه چې د دغې امپراطورۍ ختيځ ورونه د مسلمانانو مخې ته خلاص شي، په دا ډول چې يو کال وروسته هغوي بې له وينې بيېدنې بېت المقدس ښار فتح کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۲۲ کاله وړاندې، د ۱۷۹۷ زیږدیز کال د مارچ په ۲۷مه،فرانسوی شاعر او لیکوال (( آلفرد دوویني)) وزږید.

هغه په ځوانۍ کې له پوځ سره یوځای شو او مشرۍ ته ورسید.

ویني فیلسوف طبیعته شاعر و او فلسفي عقاید یې په اشعارو کې تر سترګو کېدل.

له ویني،چې د فرانسې د اکاډمۍ غړی هم و، (( زاړه او نوي اشعار))، (( برخلیک)) او (( د مارچ پنځمه)) اثار پاتې دي.

نوموړی په ۱۸۶۳ کال کې مړشو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۵ کاله مخکښې د ۱۳۲۳ لمریز کال د وری دمیاشتې په اوه مه نیټه د ایران د تیټر او سینما یو نه تکراریدونکی بیلګه لوبغاړی خسروشکیبائی دتهران په مولوی واټ کې وزیږید.شکیبائی په لومړی ځل په ۱۳۵۳لمریز کال کې د فریبرز صالح په ډایریکټرۍ سره د :کتبیه : نومې په شپاړس ملی میټره اولنډ فلم کې د کیمرو په وړاندې ودرید .په ۱۳۶۱لمریز کال کې په داسې حال کې چې د محمود استاد محمد په پروډیوسرۍ او ډایریکټرۍ د : شب بیست و یکم : په نمایش بوخت ؤ ، دمسعود کیمیائی د پام وړ و ګرځید او په ۱۳۶۱لمریز کال کې د مسعود کیمیائی په ډایریکټرۍ په : خط قرمز: نومې فلم کې دجمال د رول له لوبولو وروسته سینما ته راغی او تر ۱۳۶۸لمریز کال پورې د : دزد و نوسینده : ، :ترن : ، او: رابطه : نومې فلمونو کې ئې له خپلې خوا د پام وړ وړتیاوې او کارندوالی نندارې ته وړاندې کړ . خو (په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د داریوش مهرجویی ) په : هامون : نومې فلم کې له لوبې وروسته وه چې د خسرو شکیبائی نامه دعامو خلکو په خوله ورغله . هغه د فجر یا سباؤن دفلم ونو د اتمې جشنوارې د همدغه فلم په سبب دخپلې لوبې او کارندوالی په خاطر دسړی دلومړنی رول دغوره ایکټر په توګه دسیمرغ بلورین یا میډال وګاټه .خسرو شکیبائی په نورو ډیرو فلمونو کې هم ډیرې نه انکاریدونکی وړتیاوې او توانمنۍ نند ارې ته ودړاندې کړی دی . په عین حال کې دخسرو شکیبائی خورا وروستۍ ویاړ دفجر یاسباؤن دفلمونو په جشنو ارې کې د کیومرس پوراحمد په ډایریکټرۍ کې د : اتوبوس شپ : نومې فلم لپاره افتخاری ډیپلوم ؤ . خسرو شکیبائی بلاخره د ۱۳۸۷لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه دجمعې ورځې په سهار څلوربجې په ۶۴کلنۍ کې دزړه دناروغۍ له امله دتهران په پارسیان روغتونو کې وفات شو او دبهشت زهرا هدیرې دهنرمندانو په قطعې کې خاورو ته وسپارل شو. هغه ترمودې پورې د یَنې د کینسر له امله ډیر کړید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=           

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۳۱ کاله مخکښې د ۱۳۶۷لمریزکال د وری دمیاشتې په اومه نیټه د ایران په ضد دعراق دجنګ په بهیر کې دملګروملتو سرمنشی ، د عراق د وخت د رژیم په وسیله دکیمیائی وسلو د کارولو په محکومولو کې یوه اعلامیه صادره کړه .

له کیمیائی وسلو څخه دعراق په پراخې استفادې او د وخت په تیریدا او دغه راز په ورپسې کلونو کې د امنیت شورا له خوا د جدی غبرګون په نه ښودلو سره ،دملګروملتو د وخت سرمنشی خاور پریز ډیکویار پخپل نوښت ،یوه اعلامیه صادره کړ ه او دعراق حکومت ئې دامنیت شورا د پریکړه لیکونو او اعلامیوله چپتیا سره سره محکوم کړ . په هغو کې یوه اعلامیه د ۱۳۶۷لمریز کال د وری د میاشتې په اوه مه نیټه صادره شوه چې په هغې کې سرمنشی وائی چې په ډیر افسوس سره ، دعراقی ځواکونو له خوا په وروستیو ورځو کې دکیمیائی وسلو د کارولو په باب ډیر شواهد ترلاسه شوی دی چې دایران او عراق دواړو هیوادونو دښآریزو د وژلو پشمول ئې ډیر تاوانونه اړولی دی . ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې زیاته شوې ، سرمنشی په اوڅاره توګه په هره پلمه چې وی ، د کیمیائی وسلو کارول محکوم اعلان کړی دی .د ملګروملتو دسرمنشی دغه شجاعت چې په عین بې پلویتوب کې او د پیښو په منعکس کولو سره ئې د جنګ په اته کلن پړاؤ کې له ښکیلو لورو سر ه خپلې دوامدارې اړیکې ساتلی وې ، دجنګ دختمولو او دجنګ په پړاؤ کې نړیوالې انسان دوستۍ قواعدو د خلاف ورزیو په محدودولو کې اساسی اغیزې درلودلی دی .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او د مارچ د میاشتې ۲۷ نیټه د تیټر نړیواله ورځ ده.

له ۱۹۶۱ کاله د تیټر د نړیوال انسټیټیوټ ITI په وړاندیز د هر کال د مارچ په ۲۷ نیټه د تیټر د نړیوالې ورځې جشن نمانځل کیږی. د دې ورځې کلیز پیغام هر کال د تیټر د ډګر د یو نظر خاوند او هنرمند لخوا غوره کیږی او په نړیوال ډګر کښې د ټیټر په تاثیر او تقابل پورې اړوند وی. ایډورډ آلبی، آګوستو بوال، جین کوکتو، آرتر میلر، پابلو نرودا او داسې نور له هغو کسانو وو چې تراوسه یې د تیټر د نړیوالې ورځې پیغام لیکلی دی.

په ۲۰۱۱ کال کښې د تیټر د نړیوالې ورځې پیغام د تیټر د لیکوالې، ډایریکټرې او لوبغاړې جسکا کاوا لخوا لیکل شوی دی. په نړیوال ډګر کښې د هغې شهرت د تیټر په څانګه کښې د ډاکټریټ او په دې لړ کښې د ډیرو تحقیقاتو د ترسره کولو په وجه نه بلکې د هغې د انساندوستانه فعالیتونو په وجه دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*               

 

 

ټیګونه