Apr 04, 2019 11:01 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۵

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې پنځلسمه، د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب اتویشتمه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې دریمه نیټه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۸۰ کاله اګاهو د شپیتم هجری قمری کال د رجب په اته ویشتمه نیټه، د حضرت امام حسین (ع) قافلی د مدینی له سپیڅلی ښاره خپل حرکت پیل کړ. د هغه حضرت دغه اقدام د همدې (رجب) میاشتی په پینځلسمه د معاویه په مړینې او د هغه د زوئ یزید قدرت ته په رسیدا پسې وشو.

یزید سم لاسی د مدینی له واکمنه و غوښتل چې د هغه لپاره له حسین ابن علی بیعت واخلی او یا دی هغه ووژنی. خو هغه حضرت چې یزید یې یو فاسد، ګناهګار او منحرف کس باله، له بیعته یې انکار وکړ او له خپلې کورنۍ او یو شمیر ملګرو سره یې د مکې په اراده مدینه پریښودله. هغه په خپلې وصیت پاڼه کښې چې له تلو مخکښې یې خپل ورور محمد حنفیه ته وسپارله، ټینګار وکړ :( ما د خپل نیکه د خدائ رسول (ص) امت د اصلاح او ژغوریدنې پوره کولو لپاره پاڅون وکړ. غواړم چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړم او د خپل نیکه حضرت محمد (ص) او خپل پلار حضرت علی بن ابی طالب (ع) په سیرت عمل وکړم...). له امام حسین (ع) پر بیعت اخیستلو د یزید په ټینګار او د هغه حضرت په مخالفت پسې، له مدینې څخه د امام له روانیدا کابو پینځه نیمې میاشتې وروسته هغه حضرت له خپلو یو شمیر ملګرو سره یو ځائ په کربلا کښې د یزید د لښکریانو پر لاس شهادت ته ورسید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۱ کاله مخکښې د دیارلس سوه نهه ویشتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، په طاهر زاده مشهور د قفقاز یو شاعر میرزا علی اکبر صابر وفات شو. هغه په دولس سوه اته اویایم هجری قمری کال کښې د جنوبی قفقاز په شروان ښار کښې وزیږید. طاهرزاده د پیغمبر اکرم (ص) او د هغه د کورنۍ او د اهلبییتو (ع) په مدح کښې شعرونه ویلی دی. دغه فققازی شاعر به په خپلو شعرونو کښې چې په ګڼ شمیرو مجالو کښې خپاریدل، تل له بې وزلو او غریبانو څخه ملاتړ کاوه او په ډیر خوږ طنز سره یې د خپلې زمانې د خلکو ټولنیزې ستونزې بیانولې. له طاهر زاده څځه د شعرونو یو دیوان په یادګار پاتې دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۳ کاله مخکښې د دیارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د رجب په اته ویشتمه نیټه، په علامه یزدی مشهور یو ایرانی فقیه آیت ا... العظمی محمد کاظم طباطبایی یزدی وفات شو. هغه له مقدماتی زده کړو وروسته په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ او د میرزای شیرازی په شان د نامتو استادانو له محضره په استفادې سره د اجتهاد درجې ته ورسید او د دینی علومو تدریس ته یې ملا وتړله. هغه د تدریس، د نفس د تهذیب او د الهی حکمونو د خپرولو تر څنګ د عمومی ګټو مرکزونو، خیریه موسسو، جوماتونو او مدرسو جوړولو ته هم ځانګرئ پام درلود. له علامه یزدی څخه د مشهور کتاب (عروة الوثقی) او د دعا او مناجاتو په اړه د (بُستان نیاز) په شان آثار په یادګار پاتې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۰ کاله مخکښې د نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د آټلانټیک شمالی تړون سازمان یعنی ناټو جوړ شو. په دغه تړون کښې د بروکسل دتړون غړی هیوادونو چې بیلجیم، فرانسې، لوکزامبرګ، هالینډ، انګلستان او همداراز کینیډا، ډنمارک، آیس لینډ، ایټالیا، ناروې، پرتګال او امریکا پکښې شامل دي، ګډون درلود. دغو هیوادونو دناټو تړون د منشور په اساس، په یوه غړی حکومت حمله د ناټو په ټولو غړو هیوادونوحمله ګڼی. جرمنی ،یونان ،اسپانیا او ترکیه نور هغه هیوادونه وو چې په ورپسې کچو کښې له دغه تړون سره یو ځائ شول. له بلې خوا د فرانسې په شان د ناټو ځینی غړی هیوادونو له نولس سوه شپیتم میلادی کال وروسته له دغه تړون سره اړوندوالئ کم کړ او خپل پوځیان یې د ناټو له قومندانۍ وایستل. د ناټو تړون جوړیدا د ساړه جنګ نتیجه او د شوروی د احتمالی ګواښونو په وړاندې یو غبرګون ؤ. په همدې وجه ، په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته ، ناټو د دغه پوځی اورګان د ژوند د دوام لپاره د یوې پلمې په لټه کښې ده . دا په داسې حال کښې دي چې د ختیځ په لور د ناټو پراختیا له څو کلونو راهیسې د دغه تړون دغړو په ایجنډا کښې شامله وه. له دې سره سره، د ناټو غړی اروپایی هیوادونه په دغه پوځی تړون کښې د امریکا د ټاکونکی رول د کمیدو لازیات غوښتونکي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۰ کاله مخکښې د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د پاکستان پخوانۍ لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو پانسی شو. بوټو چې د پاکستان د پیپلز ګوند بنسټګر ؤ، په نولس سوه یو اویایم میلادی کال کښې له هندوستان څخه د پاکستان له ماتی او د ختیځی پاکستان له ویشل کیدا وروسته ولسمشرۍ ته ورسید. په نولس سوه درې اویایم میلادی کال کښې په داسې حال کښې چې د پاکستان نوی اساسی قانون اصلی قدرت لومړی وزیر ته وسپاره، ذوالفقار علی بوټو لومړی وزیر شو. په نولس سوه اووه اویایم میلادی کال کښې جنرال محمد ضیا الحق په یوې کودتا کښې د ذوالفقار علی بوټو حکومت نسکور کړ او هغه یې له هیواد سره په خیانت کولو او په قتل تورن کړ. ذوالفقار علی بوټو د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل د میاشتې په څلورمه نیټه د هغه دبخښلو لپاره د ځینو هیوادونو د مشرانو له غوښتنې باوجود پانسي شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه