Apr 08, 2019 04:58 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۸

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر له دویمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له اوومې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            نن د شعبان د میاشتی یعنی د خدای د مغفرت او عبادت د میاشتی لومړی نیټه ده. حضرت محمد (ص) دغه میاشت په بزرګۍ یاده کړی ده او دا یې خپله میاشت نومولې ده. د اسلام پیغمبر (ص) او د دین لوړو مشرانو له پرودګار سره په عبادت او راز او نیاز کښې، په تیره بیا په شعبان میاشتې کښې د روژې ساتلو، پریمان نصیحتونه کړی دی. ځکه چې دغه میاشت د روژې د مبارکی میاشتې زمینه جوړونکی او سریزه ده. په شعبان میاشتې کښې د خدائ د رسول (ص) د لمسی امام حسین (ع) او د حضرت امام مهدی (ع) چې ټول په نړۍ کښې د عدل او انصاف د ټینګولو لپاره او د هغه د ظهور په طمه دی، د ولادت په څیر مهمې پیښې شوی دی.

هیله من یو چې تاسو هم د شعبان د میاشتی له برکتونو ډیر تر ډیره برخمن شئ .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۹۸ کاله پخوا د اوولس سوه یویشتم میلادی کال د اپریل په اوومه نیټه، د روسیې امپراطور لوئ پیټر د سویډن پر هیواد حمله پیل کړه. روسیه او سویډن د پولینډ او ډنمارک په ملتیا له اوولس سوم میلادی کال څخه په شمالی جنګونو کښې ښکیل وو. په سویډن باندې د روسیې د پوځ د تیری په وخت، دغه هیواد د جنګ له نورو خواو سره سوله کړې وه او غوښتل یې چې له روسیې سره هم سوله وکړی. خو لوئ پیټر چې د هیواد د پراختیا په لټه کښې ؤ، په خپل تیار او سنبال لښکر سره د سویډن پوځ ته ماتی ورکړه او د نوشټاډ د سولې تړون یې په دغه هیواد وتاپه. د دغه تړون له مخې، د سویډن د خاورې ځینې برخې او همداراز فن لینډ چې د سویډن تر نیواک لاندې ؤ، روسیې ته وسپارل شو. په دې ډول د سویډن قدرت ډیر کم شو او په مقابل کښې روسیه په یو ستر اروپائی قدرت بدله شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۰ کاله مخکښې د اتلس سوه نهه اتیایم میلادی کال د اپریل په اوومه نیټه، د لاتینی امریکا مشهوره شاعره او لیکواله میرمن ګابریلا میسټرال په چلی کښې وزیږیده. د لاتینی امریکا د دغې شاعرې په اثارو کښې، د مور د مهم مقام او د هغې د عواطفو او احساساتو ستاینه نظر ځانته جلبوی.

ګابریلا میسټرال د لاتینی امریکا لومړنۍ شاعره وه چې په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې یې د ادبیاتو نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغې خپل مشهور اثار د (ګابریلا) تر عمومی عنوان لاندې خپاره کړی دی. د چلی دغه مشهوره لیکواله او شاعره په نولس سوه اووه پنځوسم میلادی کال کښې مړه شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۱ کاله مخکښې د نړیوالې روغتیا سازمان د روغتیا لومړنۍ نړیواله ټولنه جوړه کړه او د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا د روغتیا د نړیوال کانفرنس لومړنی اساسلیک برابر کړی شو. ټولنې همداراز فیصله وکړه چې له نولس سوه پنځوسم میلادی کاله وروسته به هر کال د اپریل اوومه نیټه د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نومولې او ټاکلې شي. له دغه کاله وروسته هر کال دغه ورځ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۵ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو له لاریونونو او مبارزو وروسته د ایران د اسلامی انقلاب ستر ارواښاد مشر امام خمینی (رح) آزاد شو. هغه د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولې د میاشتې د پینځلسمې نیټې د نیمې شپې په وخت د شاه رژیم په خلاف له افشاء کوونکی وینا وروسته، د رژیم د امنیتی مامورانو په لاس ونیوئ او زندان ته منتقل کړئ شو. د امام خمینی (رح) له نیولووروسته، په ټول ایران کښې د هغه د آزادۍ لپاره پراخې مظاهرې وشوې. د خلکو سخت غبرګون د دې سبب شو چې شاه رژیم امام (رح) له بند څخه په تهران کښې یوه کور ته منتقل کړی او تر څارنې لاندې یې وساتی. خو د خلکو او عالمانو د لاریونونو دوام بالاخره شاه رژیم دې ته مجبور کړ چې د امام خمینی (رح) ازادۍ ته غاړه کیږدی. د خپل ستر رهبر له ازادۍ څخه د خلکو له خبریدو وروسته په ټول ایران کښې د جشن او خوشحالۍ مراسم برابر شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه