Apr 09, 2019 16:44 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۰

نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې شلمه، د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر دریمه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې نهمه نیټه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۶ کاله مخکښې د څلورم هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه د رسول پاک(ص) لمسي امام حسین علیه السلام نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د امام حسین علیه السلام د ژوند ډیره ښه دوران د پيغمبر اکرم(ص) په خا کښې د هغه شتون او د هغوي خدمت و چې شپږ کاله و. امام حسین علیه السلام په یوه داسې کورنۍ کښې وروزل شو چې د عرفاني او اخلاقي کمالاتو او فضائلو سرچینه وه. د امام علي علیه السلام په شا ن د پلار او د بي بي فاطمه زهرا(س) په شان مور شتون چې دواړه د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) روزلي وو، هغه حضرت له ډیرو لوړو الهي فضایلو او حقایقو سره بلد کړ.

امام حسین علیه السلام په هغو مختلفو ډګرونو کښې چې اسلام له خطر سره مخامخ و، فعال شتون درلود. هغه د درس د غونډو په ترسره کولو او د اعتقادي، فکري او سیاسي موضوعاتو په شمول د مختلفو مسايلو په اړه د بحث په کولو سره تل د خپل ګران نیکه یعنې رسول ... (ص) د ګرانبیه میراث ساتندویه و. هغه حضرت په پنځوسم هجري قمري کال کښې د خپل مشر ورور امام حسن علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو هدایت او امامت نیغ په نیغه په غاړه واخیست او بلآخره د خپل خوږ نیکه حضرت محمد مصطفی(ص) د دین په دفاع کښې په ۶۱ هجري سپوږمیز کال کښې په کربلا کښې شهید شو او داشان یې پخپل شهادت سره داسې تل پاتې حماسه وزیږوله چې د اسلام تنکی بوټی یې پياوړی کړ او د انسان ټولو نسلونو ته د پتمنۍ او د ظالمانو په وړاندې د نه تسلیمیدو درس ورزده کړه.

د امام حسین علیه السلام د ولادت کلیزه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د پاسدار د ورځې نوموله شوې ده ځکه چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب پاسدارانو یا ساتونکو د هدف په لاره کښې د امام حسین علیه السلام د میړانې، ځوانمردۍ او ټینګیدو په مثال ګرځولو سره د اسلام او اسلامي انقلاب د ارمانونو د حفاظت او همداشان د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او وطن د حفاظت لپاره ښکلې او پرتمینې صحنې وپنځولې او پخپله د نړۍ د آزادي غواړي او باایمانه ځوانانو سرمشق وګرځیدل.

د حضرت امام حسین علیه السلام د ولادت یا زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د دغه معصوم امام په هکله د پیغمبر اکرم(ص) یوه خبره درته نقلوو چې ويې فرمایل: بیشکه چې حسین د هدایت څراغ او د نجات او ژغورنې کشتۍ ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۳۸۰ کاله مخکښې د ۶۰ هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه د رسول پاک حضرت محمد مصطفی(ص) د ګران لمسي امام حسین علیه السلام قافله مکې مکرمې ته ورسیدله. هغه حضرت چې ژوند یې د یزید په حکومت باندې د اعتراض او له هغه سره د بیعت نه کولو په وجه په خطر کښې و، مدینه پریښودله او مکې ته لاړ. حسین ابن علي علیه السلام په مکه کښې د ښار د خلکو او مشرانو له هرکلي سره مخامخ شو او د بني امیه په هکله د ایشوکونو په تیره بیا د یزید بن معاویه د فساد د رسوا کولو لپاره یې د حاجیانو د تګ راتګ له فرصته ګټه پورته کړه او داشان یې خپل پيغام د اسلامي ټاټوبي لرولرو سیمو ته ورسوه.

له بلې خوا امام حسین علیه السلام په مکه مکرمه کښې د کوفې د خلکو لخوا په زرهاو لیکونه ترلاسه کړل چې پکښې له یزید سره د مخالفت ترڅنګ دغه ښار ته د امام د تګ او د بني امیه د حکومت په خلاف د پاڅون غوښتنه شوې وه. امام حسین علیه السلام په مکه مکرمه کښې کابو له څلورو میاشتو پاتې کیدو وروسته د کوفې د خلکو بیابیا بلنو او همداشان هغه خطر ته په پام سره چې د یزید د مامورانو لخوا یې دوي ګواښل، د شپیتم قمري کال د ذی الحجې په اتمه نیټه کوفې ته روان شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۱ کاله مخکښې د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په نهمه نیټه، د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د دیریاسین کلی اوسیدونکی د صهیونیسټو ترهه ګرو په لاس ووژل شول. د دیریاسین کلی د خلکو ډله ایزه وژله چې کابو څلور سوه خلک پکښې اوسیدل، د یهودی حکومت د جوړولو د پیل لپاره د یوې حل لارې په توګه وپیژندل شوه او د مناحیم بیګین په مشرۍ د ارګون ، د اسحاق شامیر په مشرۍ د شټیرن او ډیویډ بن ګوریون په مشرۍ د هاګانا په نوم درې صهیونیسټی ترهه ګرې ډلې دیریاسین ته ننوتلې. دغه عام وژله د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د صهیونیسټو ترهه ګرو یو لړ تر ټولو غمیزناک ترهګر عملیات دی چې پکښې صهیونیسټانو له هیڅ جنایته ډډه ونکړه او پکښې یې په لسګونو فلسطینی ماشومان، ښځې او سړی په خاورو او وینو کښې ولغړول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۶ کاله مخکښې د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د صدام د بعثی رژیم د تپل شوی جنګ یو نامتو مستند فیلم جوړوونکی سید مرتضی آوینی د ایران د جنوب په فکه سیمه کښې د اته کلن جنګ یو نوی مستند فیلم د جوړولو په حال کښې د یوه ښخ شوی بم له امله شهید شو.

د (روایت فتح) په نوم د آوینی مستند فیلمونه د صدام رژیم په وړاندې د ایرانی ځوانانو د اته کلن مقاومت تر ټولو مهم او ځانګړی روایتونه دی. آوینی د جنګ د روایت یو نوئ سبک وړاندې کړ او د هغه په فیلمونو کښې د هغه له اغیز شیندونکی غږ سره د هغه لیکنو د آوینی مستند فیلم جوړونې ته یوه خاصه ځانګړتیا ورکړه. هغه د هنر او سینما په ډګر کښې هم یو ځانګړئ منتقد او د نظر خاوند ؤ.

له مستندو فیلمونو سربیره، د آوینی یولړ لیکل شوی ادبی اثار هم راغونډ کړئ شوی او چاپ کړئ شوی دی چې زیات ځوان مخاطبان لری. د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای همدغو شخصیتی او د فیلم جوړونې ځانګړتیاوو او عرفانی روحیې ته په پام سره چې سید مرتضی آوینی لرله، هغه د قلم د خاوندو شهیدانو سید او سردار بللئ دی. د ایران په جنترۍ کښې هم د سید مرتضی آوینی د شهادت ورځ د اسلامی هنر د ورځې په توګه نومول شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اټومی لاسته راوړنو او د اټومی سوانګو د سیسټم د تکمیلیدا په اعلانیدا سره دغه ورځ په ایرانی جنترۍ کښې د اټومی ټیکنالوجۍ د ملی ورځې په توګه ونومول شوه. دغه نومونه د یورانیمو د بډایونې زیاتې پرمختللی ټیکنالوجۍ بشپړه سیسټم ته په رسیدو کښې د ایران د اټومی سائینسدانانو د بریالیتوبونو له امله ده.

په دغه ورځ اعلان وشو چې ایرانی ځوانو سائینسدانانو د ایران د سوله ایز اټومی پروګرام د پوځی والی په باره کښې د لویدیځو حکومتونو د ټولو بائیکاټونو او دروغجنو پروپیګنډو باوجود کړئ شوی دی، د لاعلاجه ناروغیو د علاج او د اټومی بریښنا کوټ لپاره د اټومی سوانګو د بشپړه سیسټم ټیکنالوجۍ ته لاس رسی پیدا کړی. د ایران په اسلامی جمهوریت کښې په دغه ورځ هر کال جشن کیږی او د ځینو نویو اټومی لاسته راوړنو مخ څرګندونه کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه