Apr 13, 2019 04:55 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال وري د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د شعبان له اوومې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له دیارلسمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۰ کاله پخوا د نولس سوه نولسم میلادی کال د اپریل په دیارلسمه نیټه، په هندوستان کښې د جالیانوالا باغ د عام وژلې خونړۍ پیښه رامینځته شوه. په نولس سوه نولسم میلادی کال کښې د انګریز استعمار ګر حکومت د هند د خلکو د مبارزو او بلوو د مخنیوی لپاره د رولټ قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې پولیس ته اختیار ورکړئ شو چې هر یو کس چې شکمن وی، بی له دلیله او قانونی حکم ، ونیسی او حتی تر نامعلومې مودې پورې شکمن کس زندانی کړی. دغه قانون د هند خلکو غوسه را وپاروله او په همدغه ورځ په داسې حال کښې چې د امریتسر ښار جالیانوالا باغ ته په ټولنیز ارامښت کښې د خپلواکی ترلاسه کولولپاره پنځو زرو نه زیات کسان راغلی وو، د یوه انګریز قومندان په حکم سره وډزول شول. په دغه ارام غونډې کښې ګډون لرونکی کسانو ته حتی خبردارئ او د ځائ پریښودو فرصت ور نکړئ شو. له دغه عامې وژلې وروسته چې له امله یې دولس سوه کسان ووژل او څلور زره ټپیان شول، انګریز قومندان د ټپیانو درملنې او هغو ته اوبو او خوراک رسونې اجازه هم ور نکړه. په هند کښې د رولټ قانون له تصویبیدا او په جالیانوالا کښې د دغه هیواد د خلکو له بیرحمانه وژلې وروسته د ګاندی په مشرۍ د هندد خلکو د مقاومت غورځنګ اوج ته ورسید او بالاخره د انګریز استعمار د ماتی سبب جوړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۴ کاله مخکښې د نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د اپریل په دیارلسمه نیټه، په لبنان کښې داخلی جنګ، د فلسطینیانو پر یوه بس د فالانژیستانو افراطی مسیحی وسله والو په برید او له هغو د دیرشو کسانو په وژلې سره پیل شو. له دغې وژلې وروسته، د لبنان ملی پال او مسلمانان له فالانژیستانو سره مقابلې ته راپاڅیدل. څه موده وروسته، د فلسطینی کډوالو پر کیمپونو د فالانژی چریکانو له برید سره فلسطینی کمانډوز هم په ډګر د لبنان داخلی جنګ ته ور وغزیدل. دغه داخلی جنګ چې د صیهونیسټی رژیم له خوځښت سره پیل شوې ؤ، لبنان ته یې د سر او مال ډیر تاوانونه ورساول. د صیهونیسټ رژیم موخه دغه وه چې د لبنان په داخلی جنګ کښې د صیهیونیسټ رژیم په خلاف د ملی پال او مسلمان ځواکونو او فلسطینی کمانډوزو لار ونیسی او د صیهونیسټو پوځیانو پر ضد د هغو د برید مخنیوی وکړی. د لبنان داخلی جنګ په نولس سوه نوېم میلادی کال کښې د طائف تړون له تړلو سره پای ته ورسید. دغه تړون همداراز د لبنان په قبیله ایز او سیاسی نظام کښې د مسلمانانو ضایع شوی حقوقو یوه برخه هغو ته ورستانه کړه .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۳ کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، آیت ا... مجتبی حاتمی لنکرانی وفات شو. آیت ا... مجتبی حاتمی لنکرانی په دولس سوه نوېم هجری لمریز کال کښې په اصفهان کښې وزیږید او د ځوانۍ په لومړیو کښې د حوزوی زده کړو د دوام لپاره د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ. هغه په نجف اشرف کښې د میرزای نایینی، آقا ضیاء الدین عراقی، محمد حسین غروی، سید ابوالحسن اصفهانی، علامه جواد بلاغی او نورو په شان د سترو عالمانو له محضره علمی ګټه پورته کړه او لوړې علمی درجې یې ترلاسه کړې. هغه وروسته په نجف حوزې کښې تدریس ته مخه کړه او شاګردان یې وروزل. آیت ا... حاتمی لنکرانی څه موده په سامرا کښې پاتې شو تر دې چې په کابو دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال کښې د عراق د حکومت د ظلمونو له امله د هغه هیواد پریښودو ته مجبور شو او خپل زیږنځائ ته ستون شو. هغه د خپل عمر تر پایه پورې په اصفهان کښې د مذهبی علومو پر تدریس او د خلکو پر وعظ او نصیحت بوخت ؤ تر دې چې د دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال د وری د میاشتې په څلورویشتمه نیټه په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۱ کاله مخکښې په همداسې یوه ورځ چې د دیارلس سوه اووه اتیایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې له څلورویشتمې نیټې سره برابره وه، په ایران کښې د ترهګرو عملیاتو او بمی چاودنې له امله یو شمیر کسان شهیدان شول. دغه بمی چاودنه له رهپویان وصال مرکز سره نږدې د شهدائ شیراز په امام بارګاه کښې رامینځته شوه او یو شمیر کسان یې شهیدان او ټپیان کړل. دغه جنایت د پردیو امنیتی ادارو له هدایت سره رامینځته شو. د دغه بم کیښودلو یو شمیر عوامل له بم چاودنې وروسته د تهران په یوه هوټل کښې ونیول شول او له محاکمې وروسته د خپل شرمناک عمل په سزا ورسیدل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه