ایران داونۍ په هینداره کې
د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دتیرې چارشنبې په ورځې ددرست هیواد دزده کونکو داسلامی ټولنو له زرګونو غړو سره په کتنې کې ر وښآنه کړې یوه هغه خورا اساسی انګیزه چې استکباري قدرتونه ئې دایران په ضد صف جوړونې ته اړکړي ، داوه چې یو هیواد له دې پرته چې په یوه قدرت تکیه وکړي ، یوه ډير حساس ایټمي ډګر ته لاس رسی درلودلی
دوستانو په دغه پروګرام کې تحلیلي برخه هم له همدغې کتنې پیلووو .
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې پخپلې ولولناکې وینا کې د ؛ په لودیځي آسیا سیمې او نړۍ کې دایران قدرتمند شتون ، دفلسطین موضوع ،دمقاومت موضوع او داسلامی ایراني ژوند د سټایل موضوع ،له اسلامی نظام سره داستکباري جبهې داختلاف ډګرونه وبلل. دوي روښانه کړې که یو هیواد د لوديځي ژوند سټایل ته مخه کړي، ، نو د هغه ټولنې شخصیتونه به داستکبار دسیاستونو په مقابل کې په تسلیم شویو کسانو بدل شي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛نړیوال قدرتونه دهر هغه هیواد په مقابل کې چې غواړي پر هغوي له تکیې پرته پرمختګ وکړي ، دریږي ، ځکه دغه شان پرمختګ به دنورو هیوادونو او ملتونو لپاره بیلګه شي .
دوي داستکباری جبهې له نرم جنګ یا سافټ وار سره د مقابلې په ضرورت په ټينګار سره روښآنه کړې ؛داسلامی نظام مقابله جبهه د ایرانیو ځوانانو د دیني او انقلابی هویّت په بدلولو اوله هغوي دهیلې ،تاندوالي او انګیرې په اخستو پسې ده او له دغې مخامخیدنې سره دمقابلې یوازینۍ لاره د نرم جنګ یا سا فټ وار د افسرانو په توګه د :متدّینو ، انقلابی ،هوښیارو ، باتوورو او سرښیندونکو ځوانانو روزل دي ::::::
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي د دښمنانو ګواښونو ته په اشارې سره زیاته کړې ؛ ځيني وختونه مونږ په سخت جنګ او بمباریو ګواښي چې دغه څرګندونې اوتې باؤتې دي ، ځکه ددغه شان کارونو جراءت او زمینه نه لري او که هم احیانا دغه شان کار هم وکړي ، نو غاښ ماتونکی ځواب به وویني :::::
د وري دمیاشتې نهه ویشتمه نیټه ،یعني دپوځ ملی ورځ؛ تیره اونۍ د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني ، او دیوشمیر لوړپوړي پوځي چارواکو او قوماندانانو په شون سره او دایران داسلامی جمهوریت د وسله وال ځواک په پرتمین پریډ سره ولمانځل شوه .
دوستانو دایران دتیرې اونۍ مهمو پيښو سپړلو ته ددغې موضوع ته په ک تڼې سره دوام ورکوو .
دوستانو داپریل اولسمه نیټه چې دوري د میاشتې له نهه ویشتمې نیټې سره سمون خوري ، دایران داسلامی جمهوریت د وسله وال پوځ دپرسنلو د میړنتوبونو ،سرښیندنو او شجاعتونو ددرنښت ورځ ده .
په دغو دستورو کې دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني وسله وال پوځ ، یو ولسي ، مکتبي ، ملی او داسلامی انقلاب دمعظم لارښود فرمانبردار پوځ وباله او ټينګار ئې وکړ ؛ داسلامی ایران وسله وال پوځ داسلام او اسلامی نظام پوځ دی او د ایران له درست اولوي ملت سره اړه لري .
ډ اکټر روحاني د ایران داسلامی جمهوریت پر دفاعي توانمنیو په ټينګار سره وویل ، ایران دخپل دفاعي قدرت په باب له هیچا سره مذاکرات نه کوي او د دغه قدرت دپياوړتیا او پرمختګ لپاره هم له چا اجازت نه اخلي .
دایران داسلامی جمهوریت پوځ ددغې دندې په ترسره کولو کې په تیره بیا د سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې اته څلویښت زره شهیدان او کابو دوه لکه جانبازان او پتمن ډالۍ کړي او د ایران دملت په بریالیتوبونو او همداراز د ایران داسلامی جمهوریت د سپيڅلي نظام په بڼه موندلو کې ئې غوره رول لوبولی دی .
دوستانو تیره اونۍ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نیویارک ته سفر وکړ.
جواد ظریف دآب وهوا دبدلونونو دکنونش د ژمنو په دستورو او دتل پاتې پراختنیا په غونډې کې دګډون لپاره ئې نیویارک ته سفر کړی ، ددغې غونډې په څنډې کې ئې دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان په باب هم دامریکا له خارجه وزیر جان کری سره کتنه او خبرې اترې و کړې ..
د ایران داسلامی جمهوریت د مرکزي بانک مشر ولی ا.... سیف هم چې د پيسو د نړیوال صندوق ( آئي ایم ایف) او دنړیوال بانک دپسرلي په غونډې کې دګډون لپاره ئې امریکا ته سفر کړی ؤ ، له دې مخکې ئې له ایران سره د نړیوالو بانکونو د ارتباط په پراختیا کې د امریکا او لودیځي هیوادونو په وسیله د رامینځةشویو خنډونو دلیرې کولو غوښتنه کړې وه .
په نیویارک کې دمحمد جواد ظریف له خبرواترو سره په یووخت ؛ په ویاناکې دایران او ۵+۱ډلې دګډ کمیشن لومړنۍ غونډه هم ، دایران دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان د تعقیبونکي کمیشن مشر عباس عراقچي او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د غږملونکې د مرستیالې میرمن هلګا اشمیډ په مشرۍ سره ترسره شوه .
دغه کمیشن پر برجام پروګرام او دهغو مشکلاتو پر حل دڅارنې ا و کنټرولونې مسئولیّت لري چې احیانا دبرجام پر وګرام داجرا په سر رامینځة شوي دي،څو ټول کارونه پخپلې موقعې ترسره شي .
سید عباس عراقچي په دې مناسبت په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، په دغې غونډې کې د اراک د ریئکټر د بیاپلانونې دبهیر ، دبرجام پروګرام پّه اساس ایټمي ملګرتیاؤ ، دبندیزنو دلغوه کیدا او دهغو مشکلاتو اوخنډونو په باب چې موجود دي بحث او څیړنې وشوې. . دایران او ۵+۱ډلې ګډ کمیشن دتیر کال په مني کې (یعني دبرجام پروګرام له اجرا مخکې ) دوه ځله په ویانا کې غونډه جوړه کړې وه .
دایران خارجه وزیر نیویارک ته پخپل سفر کې او همداراز دتل پاتې پراختیا موخو ته درسیدا په موضوع سره دملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په غونډې کې وینا وکړه او په دې غونډې کې ئې په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران دتل پاتې پراختیا د ۲۰۳۰کال دایجنډا دبشپړې اجرا کولو هوډ لري وویل ؛ دایران اسلامی جمهوریت ، دبې وزلۍ دجرړه ایستلو، داوبو دتل پاتې مدیریّت ، دماډرنونکي انرژۍ دسرچینو ، هستوګنې ، د جنګلونو اوصحراؤ له مینځّه وړونکو اقداماتو سره دمبارزې پشمول له غوره موضوعګانو سره دچلند لپاره یولړ لومړیتوبونه ټاکلي دي .
دایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجاني د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځې ماسکو ته په په یوه سفر کې داوورایشیاء سیمې دهیوادونو دپارلیمانونو د مشرانو په غونډې کې ګډون و کړ .
په دغې غونډې کې دایران د اسلامی شورا مشر پخپلې وینا کې له ګډو ګواښونو سره په مقابلې کې د اوورایشیاء سیمې دهیوادونو دغږملتیا په اهمیّت په ټينګار سره وړاندیز و کړ داساسنامې په برابرولو او تصویبولو سره د دغه اورګان فیصلې په نړیواله سویه دپام وړ اغیزشیندنې ولري . ډاکټر لاریجاني دماسکو په غونډې کې داوورایشیاء دپارلیمانونو دمشرانو په ټول کې وویل ، دغه اورګان باید ژوندی او خوځنده شي . دایران داسلامی شورا مشر دشوروي له دړې وړې کیدا وروسته دامریکا یو اړخیز پال بهیر او د یوه قطبي او دوه قطبي نړۍ ماته خوړلي تجروبې ته په اشارې سره وویل؛ باید ملګرتیا، دسیمه ایزو سیالیو جانشینه شي .
د ایران داسلامی شورا مشر داوورایشیاء سیمې لوړو ظرفیّتونو ته په اشارې سره وویل ؛ زیاته انرژي ، ښه ارتباطات ، جغرافیا، کارنده ټيکنالوجي ددغو وړتیاؤ ځيني برخې دي . هغه دایران په شمول دنورو هیوادنو په ضد د امریکایو اړخیزبندیز ونه یاد کړل او وې ویل ، امریکا په دې پلمه چې ایران په ایټمي وسلو پسې دی ،مونږ ئې ترکلونو کلونو پورې بایکاټ کړو او نن سبا د بندیزونو له لغوه کیدا وروسته مشخصه شوه چې دهغوي ا دعاګانو ې تیروتي وې .
داسلامی ایران دکورنیو چارو وز یر عبدالرضا رحماني فضلي تیره اونۍ د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په ځانګړي غونډې کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په زمینې کې دایران هلې ځلې تشریح کړې .
د ایران د کورنیو چارو وزیر او له نشه ایزو توکو سره دمبارزې دکمیشن مشر چې دنشه ایزو موادو دنړیوالې موضوع په باب دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په ځانګړي غونډې (UNGASS) کې ګډون کړی ؤ ، له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په زمینې کې داسلامی ایر ان دتجروبو په بیانولو سره د ټرانزیټ په لاره کې د واقع ټولو هیوادونو او بالکان په لارې کې داړونده جرمونو او له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دنړیوال کنفرانس دترسره کولو لپاره ئې دایران چمتووالی اعلان کړ .
دایران کورنیو چارو وز یر ددغې غونډې په څنډې کې دملګرو ملتو د بیلابیلو جرمونو د دفتر له اجرائي مدیر یوری فدوتو ف سره په کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې نشه ایز توکي یوه انساني اونړیواله موضوع ده چې حل ئې دنړیوالو ګډون او هڅو ته اړتیا لري ، وویل ؛ ایران له یوه داسې هیواد سره د ګاونډيتوب په دلیل چې دنشه ایزو توکو دتولید او صادورلو سرچینه ده ،تراوسه پورې ئې خورا زیات لګښتونه او قربانۍ وړاندې کړي دي .
دنشه ایزو موادو په باب ځانګړي غونډه داپریل له نولسمې تر یویشتمې نیټې پورې ترسره شوه . په دغې غونډې کې دهغو کنونشنونو او فعالیتونو د نتیجو موضوع چې د دغو کنونشنونو په چوکاټ کې تراوسه پورې ترسره شوي وسپړل شوې .
د ایرانیو حاجیانو لپاره د ویزو دصادرولو په باب دعربستان د حج د وزارت له خوا تراوسه پورې هیڅ ډول شفافه او اجرائي لاره چاره نه ده وړاندې شوې .
ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام کې خپل دغه نننی مطلب هم د دغه خبر په سپړلو سره پاي ته رسوو .
تیره اوڼۍ دایران دحج اوزیارتونو دچارو د ادارې د مشر سعید اوحدي په مشرۍ یو پلاوی داپریل په یولسمه نیټه دسږکال جج د دستورو په باب د خبرواترو لپاره دعربستان د حج دوزیر په رسمي بلنې سره عربستان ته لاړ .
اوحدي دایران او عربستان دحج دچارو دچارواکوترمینځ د څو ورځنیو خبرواترو په بیانولو سره ویلی دي ؛ سعودي حکومت دایرانیو حاجیانو لپاره دویزې په صادرولو کې د لارو چارو دسپړلو لپاره دلازیات وخت غوښتنه کړې ده .
ایرانی پلاوی دتیرې چارشنبې په ورځې تهران ته ر استون شو او دایرانیو حاجیانو د ویزو په پاب د سعودي عرب دحکومت او خارجه وزارت د خبرواترو دنیتجو په تمه دی . دایران د حج اوزیارتونو دچارو دادارې مشر په عین حال کې ویلی دي ؛ دحاجیانو د امنیت دتامینولو په حوزې کې له عربستاني لوري سره یوې بشپړ جمع بندۍ ته رسیدلي یوو چې په هغو کې د ټولو حاجیانو لپاره د حاجی صیب دهستوګنې دځاي او په بشپړمشخصاتو مشتمل دالیکټرانیکي دستبند (کړۍ)کارول شامل دي . اوحدي روښانه کړې ده ، له بده مرغه په تیرو څو میاشتو کې عربستان کارړنګونې کړي دي. ایران په جدیّت سره په دې پسې دی چې سږ کال حاجیان مکې مکرمې ته ولیږدول شي .
سږکال دایرانیو حاجیانو دوضعیَت ټاکل دعربستان له خوا دیواړخیز و سیاسی اړیکو دغوڅولو په علت تر یوه حده په ځنډ سره ترسره کیږي .
د ۲۰۱۵کال دستمبر په ۲۴نیټه دنیکمرغه لوي اختر په ورځ د ۴۶۴ایرانیو حاجیانو پشمول په زرګونو حاجیانو په منا کې دحج دمناسکو دترسره کولو په وخت د آل سعود رژيم دمسئولانو دناوړه تدبیرونو په دلیل خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ایران اوعربستان هرکال په ربیع الاول میاشت کې دحاجیانو چارې مشخص کولې ، خو دعربستان له خوا د یواړخیزو سیاسی اړیکو غوڅیدا د دواړو هیوادونو دحج دچارو په باب خبرې اترې هم تراغیزلاندې راوستي دي .
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام وخت هم همدلته پاي ته رسیږي تربلې اونۍ پورې له بل مطلب سره مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری .
( سیماب)
******************************************************