سوره صافات ۳۹ -۴۹
p-807-As-Sāffāt-ayaat-39-49 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (807)
در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 39 تا 49 سوره صافات در خدمت شما هستیم.
ابتدا تلاوت آیه 39 از سوره صافات
«وََا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا کُنتُمْ تَعْمَلُونَ»
او تاسو ته سزا نه درکول کیږي مګر د هغه څه چې کول مو.
په تیرو برخو کې مو په پیغمبر اکرم د کافرانو او مشرکانو تورونو او په قیامت کې د دغه کار سختې سزا ته اشاره وکړه. دا ایتونه فرمایي: په مجرمانو د خدای عذاب او سزا یې د کینې او انتقام او یا د زړه سړولو لپاره نه ده بلکې په دنیا کې د هغوي د خپلو کارونو نتیجه ده .
د دیني متونو له مخکې د انسان وینا او عمل د هغه په روح اثر کوي او د هغه واقعي شخصیت جوړوي. په اخروي نظام کې د سزا او بدلې معیار په دنیا کې د انسان خپل عمل او د هغه خپل جوړ شوی شخصیت دی چې همدا شخصیت په اخرت کې مجسم کیږي. کفر او انکار یا ظلم او استکبار د انسان په روح دومره ویجاړوونکې او تباه کوونکې اثرات لري چې په قیامت کې د سزا او عذاب سبب کیږي.
د ویلو د ه چې د دنیا اکثره سزا ګانې او جرمانې په قراردادي او د معاهدو په شکل دي خو د قیامت سزاګانې قراردادي نه دي ، مثلا په دنیا کې د ټریفک په مساله زیات سرعت جرمانه لري چې په مختلفو هیوادونو کې یې جرمانه مختلفه ده خو د زیات او غیر قانوني سرعت یوه قهري نتیجه هم شته ده او هغه له بل ګاډي سره ټکر دی. مالي جرمانه یوه قراردادي چاره ده خو ایکسډنټ او ټکر د دغه خلاف ورزۍ طبیعي نتیجه ده. د قیامت سزاګانې دوهم ډول دي نه لومړی ډول.
درسونه:
۱: د خدای سزاګانې عادلانه دي ځکه چې د انسان له عمل سره پوره پوره تناسب لري.
۲: قیامت زمونږ د خپلو افکارو او اعمالو د راڅرګندیدو ورځ ده او هغه څه چې په دنیا کې مو کرلې دي په قیامت کې به یې ریبو.
تلاوت آیات 40 تا 44 از سوره صافات
«إِلَّا عِبَادَ اللَّـهِ الْمُخْلَصِینَ»، «أُولَـئِکَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ»، «فَوَاکِهُ وَهُم مُّکْرَمُونَ»، «فِی جَنَّاتِ النَّعِیمِ»، «عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِینَ»
مګر د خدای خالص شوې بندګان.
چې د هغوی لپاره یو ټاکلی رزق دی.
ډول ډول میوې او هغوی عزتمن دي.
له نعمته په ډکو باغونو کې.
پر تختونو د یو بل مخې ته ( به یې تکیې وهلې وي)
له دوزخي ډلې وروسته چې په تیرو ایتونو کې بیان شوه، دا ایتونه د جنتیانو بیان او خبره کوي او فرمایي: د خدای خالص شوې بندګان، د قیامت له عذابه لرې دي. هغوي په جنت کې له ډول ډول نعمتونو برخمن دي او په پوره هوساینه او ارام کې دي.
د قرآن په لغت کې د "مُخلِص" ټکی چې اسم فاعل دی، هغه چاته ویل کیږي چې چې هڅه کوي خپل کارونه خالص د خدای لپاره ترسره کړي او د معنوي کمال او ودې په لاره کې حرکت وکړي. خو د "مُخلَص" ټکی چې مفعول دی هغه چاته ویل کیږي چې د هغو کمالاتو په وجه چې لري یې د خدای له خوا خالص شوی او د معنوي کمال اوج ته رسیدلی دی.
قرآن د حضرت یوسف علیه السلام په هکله چې هغه حضرت د خدای په مرسته او مهربانۍ ځان د نفساني خواهشاتو په وړاندې له لوی ګړنګه چې هغه ښځې ورته کیندلی و، وژغوره، فرمایي: هغه د خدای له خالصو شویو بندګانو دی.
طبیعي ده چې تر څو انسان په خپله ونه غواړي چې خالص شي خدای څوک دې کار ته نه مجبوروي. خو څوک چې په دې لاره کې ګام پورته کوي باید همیشه پام وکړي چې بې له خدایه د بل چا لپاره کار ونه کړي، خدای هم په دې لاره کې د هغه مرسته کوي او د ځان په لور یې بیایي.
دغه شان انسانان نه یوازې له سزا لرې دي بلکې د هغوي بدله او انعام هم یوازې په هغو کارونو پورې محدود نه دی چې کړې یې دي بلکې د خپلو نیکو او پاکو نیتونو او ارادو په خاطر هم چې د ځینو کارونو لپاره یې لرې خو د هغوی په کولو کې نه دي کامیاب شوې له اجر او ثوابه برخمنیږي.
درسونه :
۱: د خدای بندګي له هر ډول شرک او ریا د انسان د پاکۍ او خلوص زمینه برابروي.
۲: د مجرمانو سزا د عدل او انصاف په بنیاد ده او د هغوی له عمل سره متناسبه ده خو د پاکو او سمکارو انسانانو بدله د خدای د فضل په اساس ده او د هغوی تر عمله ډیره زیاته ده.
۳: په قیامت کې مادي او معنوي کامیابۍ د یو بل په څنګ کې دي او هر څوک به له یو ټاکلي او معلوم رزقه برخمن وي.
۴: د خدای د اولیاوو دیدار او له هغوی سره همنشیني او مینه محبت د جنتیانو له معنوي خوندونو یو خوند دی.
تلاوت آیات 45 تا 49 از سوره صافات
«یُطَافُ عَلَیْهِم بِکَأْسٍ مِّن مَّعِینٍ»، «بَیْضَاءَ لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِینَ»، «لَا فِیهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا یُنزَفُونَ»، «وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِینٌ»، «کَأَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّکْنُونٌ»
او د هغوی ګیر چاپیره به، د شراب طهور ( پاکو او سوچه شرابو) جام تاوهي.
سپين او راڼه او د څښونکو لپاره خوندور شراب.
(داسې شراب چې) نه عقل خرابوي او نه یې هغوي (په څښلو) مستیږي.
او له هغوي سره به میرمنې وي ( ښکلې) او د غټو سترګو چې له نورو به سترګې پټوي.
ته وا داسې هګۍ دي چې (د چرګې تر وزرو لاندې) پټې او خوندي پاتې شوې ( او هیڅکله ورته د چا لاس نه دی رسیدلی.
د تیرو ایتونو په پای کې قران اشاره وکړه چې جنتیانو په تخت تکیه وهلې وي او ګرم او مینه ناک محفلونه به لري. دا ایتونه فرمایي: د هغوي د تختونو په خواوشا کې، به د میلمستیا لپاره جنتي کسان وي چې هغوي ته به خواږه جنتي شرابونه او شربتونه ورکوي داسې شربتونه چې له جنتي چینو په راخوټیږي او میلمه پال به ترې جامونه ډکوي او په جنتیانو به یې ګرځوي.
په دنیا کې خلک په ډول ډول شربتونو او شرابونو سره د خپلو میلمنو میلمستیا کوي ، خو دا ایتونه له دنیاوي شرابونو سره جنتي شرابونه پرتله کوي. د ویلو ده چې جنتي شرابونه، چې د انسان سورې په یوویشتم ایت کې شراب طهور یعنې پاک او پاکیزه شراب بلل شوې، له دنیاوي شرابونو سره فرق کوي او د دنیاوي شرابو په اپوټه د هیڅ ډول نشه کیدو او یا ګډو وډو ویلو سبب نه ګرځي.
د ایتونو د دغه برخې په پای کې د جنت یو بل نعمت ته اشاره شوې، جنتي میرمنې چې یوازې له خپلو میړونو سره مینه کوي او په بل چا نظر نه لري، هغوي به داسې ښایسته ښځې وي چې د نورو له دسترسه به لرې او پټې وي د هغه هګۍ په شان چې چرګې تر خپلو وزرو لاندې پټه کړې وي جنتي ښځې به هم خپل بدونه د مارغانو د وزرو په شان جامو کې پټوي.
درسونه:
۱: قیامت او معاد جسماني دی او هلته به د جنتیانو لپاره ډول ډول جسمي خوندونه موجود وي. دوزخیان به ډول ډول شکنجه او سزا کیږي.
۲: سپين رنګ له جنتي رنګونو دی چې د رڼایۍ، ښکلا پاکې او صفایۍ نښه ده.
۳: جنتي ښځې به هم ښکلې او زړه وړونکې وي او هم پاکې او پاکلمنه.