هند د پاکستان په ماتولو د کرېکټ اسیا جام اتلولي وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165194-هند_د_پاکستان_په_ماتولو_د_کرېکټ_اسیا_جام_اتلولي_وګټله
زمونږ خبریال راپور راکړی هند د اسیا جام ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
(last modified 2025-09-29T01:15:16+00:00 )
Sep 29, 2025 05:42 Asia/Kabul
  • هند د پاکستان په ماتولو د کرېکټ اسیا جام اتلولي وګټله

زمونږ خبریال راپور راکړی هند د اسیا جام ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا لوبه پرون  یکشنبه د سپټمبر پر ۲۸مه په دوبۍ کې وشوه.

هند د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه.

پاکستانۍ لوبډله په خپلې پاڼۍ کې ونه توانېده چې پوره اورونه ولوبوي او د ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې د پاکستان لپاره ډېرې ۵۷ منډې صاحبزاده فرحان وکړې. دغه راز، فخرزمان ۴۶، سایم ایوب ۱۴ او پاتې نورو هر یوه له ۱۰ کمې منډې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپ اچونه کې کولدیپ یادو ښه وځلېد او څلور پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول. سربېره پر دې، جسپریت بومرا، ورون چکرورتي او اکسر پټېل هم دوه – دوه لوبغاړي اوټ کړل.

هند بیا د پاکستانۍ لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اور کې پوره کړ.

د هند لپاره تېلک ورما ۶۹ ناسوځېدلې منډې، سنجو سمسون ۲۴ او شیوم دوبی ۳۳ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د پاکستان لپاره فهیم اشرف درې، شاهین شاه اپریدي او ابرار احمد یو – یو هندی لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې ده چې پاکستان په دې سیالیو کې درې ځلي له هند سره مخامخ شوی چې درې وارې یې سخته ماتې خوړلې ده.

افغان کرېکټ ملي لوبډله هم د دغو سیالیو برخه وه، خو په لومړي پړاو کې یې د دوو لوبو په بایللو او یوې لوبې په ګټلو له مخکې تګه پاتې شوه.