Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-842-Az-Zumar-ayaat-17-21 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (842)  

  تفسیر ساده و روان آیات 17 تا 21 سوره زمر

ابتدا  تلاوت آیات 17 و 18 از سوره زمر  

«وَالَّذِینَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن یَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّـهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ»، «الَّذِینَ یَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ  أُولَـئِکَ الَّذِینَ هَدَاهُمُ اللَّـهُ  وَأُولَـئِکَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ»

 او کومو کسانو چې د طاغوت له بندګۍ ډډه وکړه او د خدای لور ته ستانه شول د هغوي لپاره زیری دی. نو زما بندګانو ته زیری ورکړه.

هغوی چې خبره اوري او د ښې یې پېروي کوي. هغوی  دي چې خدای هدایت کړې او هم هغوي د سالم عقل خاوندان دي.

  قران په دغو ایتونو کې هم  د پرتلې له رودې استفاده کړې ځکه چې په تېر پروګرام کې  د مشرکانو خبره وشوه چې د تعصب او ضد په وجه  د حق منلو او په خدای ایمان راوړلو ته حاضر نه وو. خو دلته خبره د هغو بندګانو ده چې حقیقت غواړي دي چې کله  په حق پوه شول نو هغه یې ومانه او د خدای لور ته ستانه شول او خدای پرې هم خپله مهرباني او رحمت نازل کړ.

البته حقیقي ایمان دا دی چې انسان بې له خدایه د بل هر چا له عبادته ډډه وکړي که  هغه  د کاڼو او لرګو بوتان وي او که نفساني خواهشات ، او که د ظالمو او بدچارو واکمنانو اطاعت.  د طغیان مطلب دی له پولې او حده تېرېدل او په قرآن فرهنګ کې  له طاغوته د ډډه کولو معنا له هر ډول شرک او بت پرستۍ  ځان ساتل د نفساني غوښتنو له منلو ډډه کول او د ظالمانو واکمنانواو سلطه غواړو قدرتونو  په وړاندې نه تسلیمیدل دي.

 دا ایتونه بیا د خدای ځینو خاصو بندګانو  ته اشاره کوي چې د بې ځایه تعصبونو او ضد په پرېښودلو سره  مختلفو خبرو  ته غوږ اچوي او  د خپل عقل په مټ ترې ښه او غوره خبره خپلوي. هغوی د حقیقت تږي دي په هر ځای کې یې چې ومومي ترې هرکلی کوي او له رڼې چینې یې ځان خړوبوي. هغوي نه یوازې د حق غوښتونکي دي بلکې  په خبرو کې  تر ټولو ښه او غوره خبره خوښوي او ترې پېروي کوي.  

په حقیقت کې دا ایتونه د مسلمانانو ازاد فکر او په مختلفو مسایلو کې یې انتخاب  ته اشاره کوي. هوښیار کسان  د حق خبرې په وړاندې د دریځ په ځای هغه اوري او کله چې په حق پوه شي پر وړاندې یې تسلیمیږي. دا په خپله د عقل او پوهې نښه ده.

د قرآن په تعبیر  دا هغه کسان دي چې خدای هدایت کړې او همدوي پوه او عاقلان دي.

درسونه :

 ۱:  په خدای د واقعي ایمان شرط، د طاغوتیانو د سلطې له منلو ډډه او ترې ځان ساتل دي.

۲: له مختلفو خبرو او قولونو سره د مخامخېدو په وخت باید د هغو مینځپانګې ته پام وکړو نه د هغو ویونکي او د شخصیت مقام ته . او  په دوي کې باید تر ټولو غوره او ښه خبره  خوښه کړی شي.

۳:  د عقل او د دیني تعلیماتو او وحي ترمینځ هیڅ ټکر او تضاد نیشته  دواړه د انسان د نیکمرغۍ  او کامیابۍ په لور د انسان د لارښوونکې او  د خدای حجت دي.

۳: اسلام د آګاهانه انتخاب،ازاد فکر او د عقل او منطق په اساس د ژوند د لارې د انتخاب پلوی دی.

  تلاوت آیات 19 و 20 از سوره زمر  

 

«أَفَمَنْ حَقَّ عَلَیْهِ کَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِی النَّارِ»، «لَـکِنِ الَّذِینَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِیَّةٌ تَجْرِی مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ  وَعْدَ اللَّـهِ  لَا یُخْلِفُ اللَّـهُ الْمِیعَادَ»

 ایا نو هغه څوك چې په هغه باندې د عذاب خبره ثابته شوې ده، ایا نوته هغه څوك خلاصولى شي چې په اور كې وي.

خو هغه كسان چې له خپل ربه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې تر هغو لاندې ویالې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي

 

 له دې امله چې پېغمبر د ټولو خلکو منجمله ګمراهانو د نجات او هدایت ډېر غوښتونکی و او د هغوي په بې لارې توب اوګمراهۍ ډېر کړېده، دا ایتونه پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي: آیا ګمان کوې چې  کومو کسانو په خپله خوښه د دوزخ لاره خپله کړې له اوره یې بچ کړې؟ هیڅکله داسې نه ده، کومو کسانو چې له خپل  خدای سره د اړیکو ټولې لارې غوڅې کړې، د ژغورنې لاره نه لري ، حتی پېغمبر هم د هغوي لپاره څه نه شي کولی.

خو د دې په مقابل کې هغه کسان چې  د ایمان او تقوا خاوندان دي په قیامت کې  لوی مقام لري او په جنتي کوټو او باغونو کې به اوسیږي  په جنت کې د هغوي ژوند به له هر ډول کړاو اوغمونو لرې وي او په امنیت او بشپړه هوساینه او راحته کې به ژوند کوي.

درسونه:

 ۱: د پېغمبرانو اصلي ماموریت د حق لور ته د خلکو هدایت او هغوي ته د ژوند کولو د سمې لارې ښودل دي. په عین حال کې  د خلکو نیکمرغي او ژغورنه د پېغمبرانو په اختیار کې نه ده او د خلکو په خپل عمل او  کړچار پورې اړه لري.

۲:  څوک چې په ضد زیل او دښمنۍ سره د حق د پېژندلو لاره په ځان وتړي په حقیقت کې  یې پر ځان د نجات او ژغورنې لاره تړلې ده.

 ۳: که په خدای ایمان لرو، باید د دوزخ او جنت په هکله د هغه وعدې پوره کیدونکې وګڼو او د خپلو کارونو خیال وساتو.

  تلاوت آیه 21 از سوره زمر  

 

«أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّـهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَکَهُ یَنَابِیعَ فِی الْأَرْضِ ثُمَّ یُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ یَهِیجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَجْعَلُهُ حُطَامًا  إِنَّ فِی ذَلِکَ لَذِکْرَى لِأُولِی الْأَلْبَابِ»

 

  ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى

 د  کافرانو او  مومنانو د انجام  له یوې لنډې شان پرتلې وروسته  دا یتونه یو ځل بیا د توحید او قیامت بحث ته ورګرځي او د توحید په دلایلو کې د اسمان د باران نازلېدلو ته اشاره کوي، ځکه چې  د ځمکې ژوند په همدغو بارانونو کې دی، که دغه سسټم یعنې  د سمندورنو د اوبو بړاس کېدل ، د وریځو جوړیدل او بیا د نړۍ مختلفو سیمو ته د هغو حرکت او ترې د باران او واورې ورېدل نه وای، د نړۍ ډېرې سیمې به وچې پاتې وې شینکی او فصل به پکې نه و او  د ژوند دوام به ناممکنه ګرځېدلی و.

حتی د سمندرونو  او سیندونو د غاړو اوسیدونکو هم د  خپل څښاک او پڼه کولو اوبه نه شوای برابرولی ځکه چې د  سمندرونو اوبه تروې دي او ډېره مالګه لري او  د هغوي صفا کول او خوږول ډېر لګښت او کړاو ته ضرورت لري. او دې ته په پام سره چې د کرهڼې لپاره ډېرې زیاتې اوبه لګیږي نو دا کار له اقتصادي پلوه هم په ګټه نه دی.

 خو دا مساله خدای تعالی په طبیعت کې په ډېر ښه  او حېرانوونکي ډول حل کړې ده. په دې توګه چې کله د سمندرونونو اوبه په بړاس بدلې  او پورته وخیږي نو مالګه او نور املاح یې په بخار او بړاس بدلیږي او ختمیږي او  خالصې اوبه د باران او واورې په شکل  راوریږي، بیخي رڼې  او صفا اوبه چې د څښاک لپاره چمتو وي. بې له شکه  دا د خدای تعالی تدبیر دی چې په ډې ډول اوبه خوږوي او مالګې او  ککړتیاوې ترې لرې کوي او د انسانانو  او نورو ژوندي سارو د استعمال لپاره یې چمتو کوي.

 د باران اوبه تر ځمکې لاندې دسترخوانونو او واورې په غرونو کې زیرمه کیږي او ورو ورو د چینو ، کویانو او سیندونو په شکل کې روانیږي چې استفاده ترې وشي.

د خدای تعالي په دغه لوی نعمت کې په تفکر سره چې د ځمکې په مخ د ټولو انسانانو  حیوانانو او بوټو  د ژوند تومنه ده انسان د هستۍ د پالونکي په  عظمت پوهیږي.

درسونه:

 ۱:  د طبیعي ښکارندو پېژندل او پکې فکر کول د خدای پېژندنې یوه لاره ده. نو ځکه باید په غفلت اخته نه شو او  په دغو څیزونو کې غور او فکر پکار  دی.

۲: له یوې خاورې او اوبو ډول ډول ونې او فصلونو او رنګارنګې میوې راوځي چې دا په خپله د پالونکي د عظمت او قدرت نښه ده.

۳:  د هوښیارۍ او عقلمندۍ یوه نښه داده چې  د طبیعي ښکارندو پر پېژندلو سربېره  د هستۍ سرچینه او  خدای هم وپېژونو.

پای.