Sep 14, 2020 16:47 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ۲۳۷

ګرانو او قدرمنو دوستانو په دې نني پروګرام کښې چې د تیرې برخې دوام دی، له تاسو سره د اوومې او اتمې قمري پیړۍ د شاعر او عارف سیف فرغاني په هکله غږیږو، هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*

ګرانو مینه والو نن یو داسې ایرانې شاعر درپيژنو چې که څه هم ګمنام ژوند یې تیر کړی او په خپله زمانه کښې په ګمنامۍ سره مړ شو خو نن سبا پس د څو پیړیو له تیریدو، ایرانیان هغه د فارسي او سیاسي اجتماعي شعر د یو مخکښ په توګه پيژني.

د مولانا سیف الدین ابوالمحامد محمد فَرفاني د ژوند او آثارو په هکله ډیر معلومات نشته او په دې لړ کښې زمونږ ټول معلومات د شعرونو تر هغه دیوانه محدود دي چې له دغه شاعره تر مونږ رارسیدلې دی. ځکه چې په هیڅ کوم ادبي ماخذ او سرچینې او تذکرې کښې د دغه توانمن شاعر نوم یا کوم اثر نه دی موندل شوی.

د سیف فرغاني زیږنځای په فراردو (ماوراءالنهر) کښې د فرغانه پراخه سیمه ده. هغه په ځوانۍ کښې کوچنۍ آسیا ته لاړ او خپل نور ژوند یې په آقسرا ښار کښې تیر کړی دی. د فارسي ادب په تاریخ کښې د هغه د نوم د ګمنامه پاتې کیدو ترټولو ستره وجه دا ده ې سیف فرغاني له ایرانه له کډه کیدو او په روم ټاټوبي کښې له استوګنیدو وروسته بیا وطن ته راستون نه شو. پر دې سربیره، سیف فرغاني د آقسرا په شان وړوکي ښار کښې چې له هغه وروسته یې هم کوم مهم مرکزیت ونه مونده، اوسیده او هم هغلته وفات شو. داسې ښکاري چې له خپل دیوان پرته د هغه بل کوم اثر نشته او یا دا چې و خو ترمونږه نه دی رارسیدلې.

*/*/*/*/*/*/*

د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو وویل چې د سیف فرغاني په شعرونو کښې د اوومې او اتمې پيړۍ د ټولنیزو او سیاسي حالاتو اهمیت ته په پام سره ضروري ده پوه شو چې په هغه زمانه کښې د ایران حالات څنګه وو. ځکه چې د اوومې او اتمي هجري قمري پیړۍ (د دیارلسمې او څوارلسمې میلادي پيړیو) د سیاسي، اجتماعي او کلتوري حالاتو څیړنه او د دغې زمانې له پيښو او حالاتو سره بلدتیا، د هغه پړاؤ په پاتې ادبي آثارو او هم داشان د سیف فرغاني په افکارو د پوهیدو لپاره ضروري ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/

د مغول قام یرغل په ۶۱۶ هجري قمري کال کښې پیل شو او د تیمور په سختو حملو او په ایران کښې یې په جبارانه حکومت سره پاې ته ورسید. په دغه کړکیچن او له مصیبتونو ډک دوران کښې مغول او تاتار ویرانګرو په ایران باندې پرلې پسې بریدونه وکړل او د ایران د پراخو دښتو ستره برخه یې ورانه کړه. دغو وحشي قومونو ډیر ښارونه داسې ویجاړ کړل چې نور یې یوازې نوم په کتابونو کښې پاتې شو.

بې رحمانه وژلې او پرله پسې قتل عام، شکنجې او ځورونې، د انسانانو له سرونو د منارو جوړول او له ګچو او خښتو سره یوځاې د اسیرانو دیوالونه وهل او داسې نورې ډیرې غمیزې د هغو ډیرو کړنو او پیښو یوه برخه ده چې په ایران کښې کابو د دوو پیړیو په دغه اوږد پړاؤ کښې رامینځته شوې.

*/*/*/*/*/

ایرانیان په دغه پړاؤ کښې د خپل ټول تیر تاریخ او حتی راتلونکي په اندازه وکړیدل. که څه هم هغوي وتوانیدل چې خپل مړغونې کلتور په دوامدارو هلوځلو سره له سختو تاوانونو څخه په هره طریقه چې کیدې شول، وژغوري خو له بلې خوا د دغې زمانې د سیاسي او ټولنیزو بهیرونو ډیر ناوړه آثار پرې لکه د همیشني زخم تل پاتې شول.

په دغه تیاره او له وحشته په ډک پړاؤ کښې ایران څه موده د مغولو د تابع هیوادونو برخه وه او پس له دې چې په عملي توګه د ستر خان د مطیع هیوادونو له شمیره ووته، د چنګیز د لمسیانو په لاس اداره کیده. په ایران باندې د چنګیز د لمسیانو د حکومت له ختمیدو وروسته د ګډوډي او ویش یو نوې پړاؤ پیل شو او د داسې کمزورو لړیو سلطنت شروع شو چې زیاتره د ټولنیزو فسادونو د عیبونو خپرونکې وې او په عملي توګه یې په ایران باندې د تیمور لنګ د تسلط لپاره لاره هواره کړه.

*/*/*/*/*

کومې بیلګې چې په تاریخ کښې د چنګیز د قتل عام په هکله راغلې دي، بوږنونکې او ویرونکې دي. په ځینو ښارونو په تیره بیا د خراسان په ډیرو ښارونو کښې ورانې او وحشیانه وژلې دومره زیاتې وې چې حتی تصور یې هم بوږونکې او وحشتناک دی. مثلاً د جویني په تاریخ جهانګشا کتاب کښې د (مرو) ښار د خلکو د وژلې په هکله راغلي دي: پس له دې چې د چنګیز سپایان ښار ته ننوتل نو لوټل او د ناموسونو سپکاوې او وینه بهول یې پیل کړل. خاص او عام یې له ښاره بهر کړل او څلور شواروزه په دغه کار لګیا وو. ښځې یې له سړیو بیلې کړې او د څلورو سوو مسلکي کسانو ا یوشمیر هلکانو او نجونو له غوره کولو وروسته چې اسیران یې کړل، پاتې ټول خلک یې ووژل. په (تاریخ جهانګشای جویني) کښې راغلي دي چې په دغه قتل عام کښې د د مروې له دریو سوو نه تر څلورو سوو پورې کسان د وژلو لپاره د هر مغول عسکر په برخه ورسیدل او داسې وژله یې وکړه چې کندې له مړو ډکې شوې. ویل کیږي چې د وژل شویو شمیر له یو میلیون او درې سوه زرو (دیارلس لاکو) کسانو زیات و.

*/*/*/*/*/*

د مغولو له بې امانه وژلې ډیر لږ ښارونه، کلي او سیمې پاتې شوې. دغه بد حالات د ایران په هغو ټولو سیمو واکمن وو چې مغول ورته رسیدلي وو او خلکو دغه چاره الهي عذاب او د خدای تعالی د قهر یوه نښه بلله او مسلمانان دخالق په رضا راضي شوي وو.

چنګیز خان خپله هم دا عقیده لرله چې ګني دی، د خدای هغه عذاب دی چې د ګناهکارانو پر سر نازل شوی دی. په بخارا کښې د ښار له تسخیرولو وروسته توانمن کسان او تاجران د چنګیز خان مخې ته وړاندې کړې شول او هغه ورته وویل: ای خلکو! پوه شئ چې تاسو ستر ګناهونه کړې دي او ستاسو مشرانو هم ډیرې غټې ګناهګانې ترسره کړې دي. له ما پوښتنه وکړئ چې دا خبره ولې کوم، په دې وجه چې زه د خدای عذاب یم، که تاسو ستر ګناهونه نه وې کړي نو خدا به زما په شان عذاب پر تاسو نه نازلوه.

په خواشینۍ سره خلکو په دغه خبره باور درلود او د مغولو د بوږنونکو بریدونو په وړاندې یې مقاومت او ورسره مقابله یې نه کوله ځکه چې فکر یې کوه چې دا د خدای رضا ده او قسمت له مغولو سره مل دی او له دوي سره هر ډول مقابله او مقامت ناممکنه او بې ګټې دی. دغه ناسم فکر تر مودو پورې د مغولو د بریا او پرمختګ لامل وګرځید.

*/*/*/*/*/*/*

له بلې خوا محمد خوارزم شاه او سرداران یې چې زیاتره قُنقُلیان او قفچاقان له نورو ترک قامونو څخه وو، د ایران او ایرانیانو په غم کښې نه وو. دوي به په جنګونو کښې زیاتره وختونه ښارونه پریښودل او کله به په دې پلمه چې دوي او مغول له یو توکم او نسل څخ دي، ورسره به نه جنګیدل. د مثال په توګه په بلخ کښې یې له درې ورځې جنګ وروسته د شپې مهال ښار پریښوده او خراسان ته وتښتیدل.

په ایران کښې د مغولو لوټمار یوه طبیعي چاره وه ځکه چې یو شتمن هیواد ته رسیدلي وو. هغه د دښتو بې وزله او وږي وحشیان به چې هر لور ته تلل په حقیقت کښې د مال او پانګې د ترلاسه کولو او د مادي او داسې نورو حاجتونو د پوره کولو لپاره وو. په ایران باندې د مغولو یرغل په حقیقت کښې له اقتصادي غرضونو سره مل و او د خپل ټاټوبي پراخول او له سلطان محمد خوارزمشاه څخه غچ اخیستل ظاهري پلمه وه. عطاملک جویني په خپل (تاریخ جهانګشا) کتاب کښې په ډیر ښکلي نثر سره په ایران باندې له حملې او بیا یې له خوب او خیاله د زیات مال حال له لوټلو او شتمن کیدو مخکښې د مغولو د بې وزلۍ او خوارۍ په هکله لیکلې دي.

د ایران لپاره د دغه شان دردناکې پیښې نتیجه د ټولنې د ژوند د اصولو ګډوډیدل او د کمزورۍ او زوال راتلل وو چې د ډیرو ټولنیزو مفاسدو د رامینځته کیدو سبب شول. منظم ټولنیز تشکیلات چې د ایران په متمدن هیواد کښې دود وو، د دغو صحرایانو په لاس له مینځه لاړل. مخینه لرونکي حاکمه طبقات ختم شول او تازه کاره او بې تجربې ډله چې د خلاصي یوازنۍ لاره یې جوړجاړې او اطاعت ګڼه، قدرت ته ورسیده. د دروغو او دوکو او چل ول او غلا په شان د ډول ډول مفاسدو دودیدل او هم داشان په بدو ارواحو او جادو او جادوګرۍ او خرافاتو په شان د مغولو په عاداتو، آدابو او باورونو باندې اعتقاد د دغه حالت ځینې پایلې وې.

*/**/*/*/*/

ګرانو دوستانو د پروګرام د وخت په ختمیدو سره د دې بحث دوام راتلونکې برخې ته پریږدو او تر هغې مو په متعال خدای سپارو.

*/*/*/*/*/*

عبدالماجد درانی 

 

ټیګونه