Nov 01, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۸-۱۰

له هر څخه مخکښې به په تېره هفته کښې د دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونواو او بدلونونو ته يوه لنډه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

له هرڅه مخکې د ډېرو مهمو خبرونو سرټکو ته پام وکړئ:

په قطر کښې له بين  افغاني خبرو اترو سره په يو وخت په افغانستان کښې د تاوتريخوالو دوام، په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيل په باره کښې د ګلبدين حکمتيار سوچ رابرسېره کونکے دريځ، په افغانستان کښې د جنګ او صلحې د بهير د دوام په باره کښې د دغه هېواد د ملي امنيت د صلاحکار وېنا، د افغانستان او طالبانو د ډزبندۍ د زمينې د برابرولو لپاره د پاکستان وعده، د حکمتيار د محاکمې لپاره د افغانستان سېنټ غوښتنه، له امريکې سره د امنيتي تړون د لغو کولو لپاره د افغانستان د ولسي جرګې غوښتنه ، له خليل زاد سره د افغانستان د طالب ډلې د سياسي دفتر د مشر کتنه او د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د فرانسې په سپکاوي په افغانستان او پاکستان کښې سخت غبرګونونه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر په يو جنجالي او سوچ رابرسېره کونکي دريځ کښې د دغه هېواد د بحران يواېنۍ لار د موقته حکومت جوړول وبلل.

ګلبدين حکمتيار په کابل کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل، طالب ډلې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسنے حکومت په رسميت نه پېژني او د دغه هېواد د مشکلاتو يوازېنۍ حل لاره د يو موقته حکومت رامنځته کول دي.

هغه زياته کړه، پاکستان هغه ته اطمينان ورکړے دے چې د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په بهري کښې به صادقانه عمل وکړي.

له بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره د موقته حکومت د جوړولو په باره کښې د حکمتيار سوچ رابرسېره کونکې نظره څرګندونه يوه داسې مسئله ده  چې د هغه طرح تقريباً دوه کاله اوشول په دغه هېواد کښې له سختو غبرګونونو سره مخامخ وه او ده.

د افغانستان د حزب اسلامي د مشر دريځ په داسې حال کښې دے چې پاکستان ته د هغه سفر او د دغه هېواد له ځينو لوړرتبه چارواکو سره د هغه ليدنې کتنې د  افغانستان د ځينو ټولنو لخوا په دغه هېواد کښې د اوسني حکومت د نسکورنولو لپاره کوشش وبلۀ.

په تېره بيا دا چې حکمتيار اسلام آباد ته په سفر کښې د صلحې د بهير په خرابولو د افغان حکومت په تورنولو سره ويلي وو: د اشرف غني حکومت د جنګ د دوام غوښتونکے دے او د صلحې پلوي نه دے.

د افغانستان د د کورنيو چارو د وزارت پخواني وياند نصرت رحيمي په يو ټوئيټ کښې پاکستان ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د رسمي سفر په ردعمل کښې وليکل:

حکمتيار په دغه سفر کښې يو لړ سپېرۀ اهداف لري؛ نو پکار دي د هغه پلانونه شنډ کړې شي. حکمتيار اوس هم په خپل ذهن کښې د غېرقانونوي او ناروا طريقو له لارې اقتدار ته د رسېدو په فکر کښې دے.

پاکستان ته د حکمتيار سفر په داسې حال کښې اوشو چې هغه د افغانستان په حکومت کښې د هيڅ ډول سرکاري پوسټ نه لري او د دغه هېواد د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کښې د محمد اشرف غني له سيالانو څخه ؤ.

پاکستان ته په سفر کښې د صلحې په بهير کښې په خنډ اچونې د افغان حکومت په تورنولو کښې د حکمتيار جنجالي وېنا په افغانستان کښې د صلحې له ټينګېدو سره د مرستې لپاره د اسلام آباد له چارواکو سره د صلام مشورو به باره کښې د هغه د سفر له اعلان شويو اهدافو سره په تضاد کښې ده.

له دې نه علاوه پاکستان ته د حکمتيار سفر او د اشرف غني د حکومت په خلاف د هغه تنددريځ په افغانستان کښې دننه يو لړ غبرګونونه ولرل، د دغه سفر د نتائجو د بيانولو په هدف سره په اخباري ناسته کښې د موقته حکومت د تشکيل په باره کښې د هغه دريځ د حزب اسلامي په مشر نيوکې ډېرې زياتولې شي.

له دې مخکښې هم د واشنګټن او طالب ډلې د خبرو اترو په بهير کښې د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زملي خليل زاد لخوا په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيلېدو مسئله مطرح شوه چې د دغه هېواد د خلقو، حکومت او ځينو ګوندونو له سخت مخالفتونو سره مخامخ شوه.

په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيل په باره کښې د خليل زاد په طرح ترټولو سخته نيوکه د دغه هېواد د ولسمشر د ملي امنيت د صلاحکار حمدا... محب لخوا مطرح شوه.

حمد ا... محب په طرح باندې په سختې نيوکې سره هغه د افغانستان د حکومت د کمزوري کولو لپاره د سپينې ماڼۍ د سياست په چوکاټ کښې وبلله. د موقته حکومت د تشکيل د طرحې په اړه دا ډول ټول منفي غبرګونونه له دغې مرموزې  طرحې څخه د امريکې د شاتګ سبب شول.

په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيل له طرحې سره د پراخومخالفتونو تجربې ته په پام سره دا پوښتنه مطرح ده چې ولې حکمتيار يوځلې بيا دغه جنجالي طرحه مطرح کړې ده؟

دا اټکل کيږي چې حکمتيار هيله لري چې په افغانستان کښې د موقته حکومت په تشکيلېدو سره د دغه هېواد په سياسي راتلونکي کښې د اقتدار په مهمو منصبونو کښې د طالبانو په شاملېدو سره شتون پېدا کړې شي.

کېدې شي د يوې داسې سناريو په بنياد دي چې څه موده مخکښې حکمتيار په افغانستان کښې له طالب ډلې سره د ائتلاف تجويز وړاندې کړ البته دغې ډلې ورته څه غبرګون ونه ښود.

حکمتيار له بحرانه د افغانستان د وتلو لپاره د موقته حکومت د تشکيل طرحه مطرح کړې ده چې د قطر په خبرو اترو کښې د طالب ډلې اصلي غوښتنه له افغانستانه په بشپړه توګه د وتلو په اړه د امريکې د ژمنې اجرائي کېدل دي.

په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ دفتر يوناما رپوټ ورکړ، د دغه هېواد حکومت او طالبانو د صلحې خبرو اترو نه دي کړې شوي عامه افغانانو د سرتاوانونود کمښت سبب شي.

په دغه رپوټ کښې راغلي دي، د ستمبر په دولسمه نېټه د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو له وخت د دې مياشتې تر آخره پورې په روان ميلادي کال کښې د تېرو هفتو په نسبت د عامه خلقو د سرتاوانونو په شمېر هيڅ کمښت نه دےراغلے.

په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ د دفتر رپوټ په قطر کښې د بين الافغاني خبرو اترو باوجود په افغانسان کښې د تاوتريخوالو او ورسره د عامه خلقو د سرتاوانونو د نه کمښت دا ښودنه کوي چې د خبرو اترو په بهير کښې د نښتو د کمولو لپاره د طالب ډلې وعده نه ده پوره شوې.

البته په تېرو هفتو کښې د هلمند ولايت په شمول د افغانستان په ځينو سيمو کښې د طالبان د حملو په زياتېدو سره دا نظر مطرح شو چې دغې ډلې نه يوازې تاوتريخوالے او جنګ کم کړے نه دے بلکه د ځينو ملاحظاتو له مخې يې په دغه هېواد کښې نښتې لا زياتې کړې دي.

په قطر کښې د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې له افغان حکومت څخه د لا زياتو امتيازاتو حاصلول له دغو خبرو اترو سره په يو وخت د جنګ او تاوتريخوالي له زياتولو څخه د طالبانو يو ډېر مهم مقصد ګڼل شوے دے. د طالب ډلې دغه پاليسي په داسې حال کښې ده چې په طبيعي توګه هر کله چې دوه ښکېلې جبهې صلحې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو بهير ته داخليږي نو د تاوتريخوالو اندازه کموي چې له دې لارې بل لوري ته د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د ارادې يوه نښه وړاندې کړي.

په قطر کښې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د روان ميلادي کال د ستمبر په دولسمه د صلحې د خبرو اترو د شروع کېدو باوجود دغه ډله هم هغه شان په دغه هېواد کښې د تاوتريخوالو په دوام او زياتولو تاکيد لري چې دا مسئله په عملي توګه هم د دغو خبرو اترو په بهير باندې منفي تاثير کړےدے.په افغانستان کښې د دائمي ډزبندۍ او د جنګ د خاتمې لپاره په هرډول موافقې د طالبانو له نه پابندۍ او په دغې ډلې د بې اعتمادۍ زياتېدل په دغه هېواد کښې د تاوتريخوالو اور ته په پوکو ورکولو او د عامه سرتاوانونو په زياتېدو کښې د دغې ډلې د نارغانده پاليسۍ ځينې اثرات  دي.

په داسې حالاتو کښې چې له بين الافغاني خبرو اترو سره په يو وخت  طالبان هم هغه شان په افغانستان کښې تاريخوالو او جنګ جګړو ته دوام ورکوي، د دغه هېواد په ځينو سياسي ټولنو کښې دا هيله رامنځته شوې ده چې پاکستان پکار دے د دغې ډلې سياستونه معتدل کړي. په دې بنياد په افغانستان کښې د تاوتريخوالو کمولو او د دغه هېواد د صلحې په خبرو اترو کښې  لازياتې نرمۍ ته د طالب ډلې هڅول له هغواثراتو څخه دي چې پاکستان يې په دغې ډلې باندې په خپل نفوذ باندې په تکيه سره لرلې شي.

ه اوس  حال کښې په قطر کښې له افغان حکومت سره د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې په خنډ اچونو کښې د طالب ډلې اصلي بهانه له دغې ډلې سره د امريکې د موافقې په قالب کښې د دغه هېواد د ژمنو او وعدو نه پوره کول دي چې د دې سبب شول چې بين الافغاني خبرې اترې هم د سپينې ماڼۍ د دغې بدقولۍ ترتاثير لاندې په اوس حال کښې ناکامه پاتې شي.له افغانستان څخه په بشپړه توګه وتلو لپاره د امريکې د ژمنې په پوره کولو د طالبانو ټينګار ته په پام سره چې د بين الافغاني خبرو ترو د وړاندې شرط او پرمختګ لقب يې اخېستے دے دا اميد نه شي کېدې چې د دائمي ډزبندۍ لپاره موافقې ته تر رسېدو د دغې ډلې تاوتريخوالي کمښت پېدا کړي.

د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون د ګستاخۍ په اړه د غبرګون په دوام کښې د افغانستان خلقو د دغه هېواد په مختلفو ولايتونو کښې مظاهرې وکړې.

د بدخشان ولايت په مرکز کښې احتجاج کونکو مړه دې وي فرانسه نعرو په وهلو سره له افغان حکومته وغوښتل چې د فرانسې د ولسمشر د ګستاخانه څرګندونو په اړه دې ردعمل څرګند کړي.

د بدخشان د علماو د شورا مشر مولوي حفيظ ا... رسولي وويل، د افغانستان خلقو د مېکرون د خبرو په اړه خپله کرکه څرګنده کړه.

همدارنګ د افغانستان د ولسي جرګۍ يو شمېر غړيو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د فرانسې د ولسمشر له سپکاوي ډکو څرګندو په اړه دې په غبرګونو کښې له دغه هېواد سره سفارتي تعلقات پرې کړي.

د دغې ادارې يو غړي شاه وزير تره خيل وويل، د فرانسې ولسمشر خداے پاک د قدرمن پېغمبر (ص) په شان کښې ګستاخي کړې ده او پکار دي زر تر زره له اسلامي نړۍ او مسلمانانو څخه معافي وغواړي.هغه همدارنګ خبردارے ورکړ چې د امانوئل مېکرون نه معافي غوښتنه به د فرانسې د  حکومت او خلقو لپاره خطرناک نتائج ولري.

په پاکستان کښې هم په زرګونو خلقو د اسلامي مقدساتوپه اړه د فرانسويانو د سپکاوي په غندلو کښې په اسلام آباد کښې د فرانسې د سفارت په وړاندې احتجاجي مظاهرې  وکړې.

پاکستاني احتجاج کونکو له ځان سره داسې پلې کارډونه او بېنرونه اوچت کړي وو چې ورباندې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون او د هغه د حکومت په خلاف نعرې ليکلې شوې وې.

د پاکستان خارجه وزارت هم په اسلام اباد کښې د فرانسې د سفير په احضارولو سره د خداے د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کښې د فرانسوي مجلې له ګستاخۍ څخه د دغه هېواد د ولسمشر په ملاتړونو خپل سخت احتجاج هغه ته وړاندې کړ.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي هم د فرانسې د ولسمشر اسلام مخالفه دريځونه او د خداے د ګران پېغمبر (ص) په شان له سپکاويو څخهد هغه ملاتړ سخت وغندۀ.

--------------

 

ټیګونه