د شیخ کلیني د درنښت ورځ
هغه ځان یوازې شیعه سرچینو پورې محدود نه کړ، بلکې د "صحاح سته " (د حدیثو شپږ مستنداهل سنتو کتابونه) په څېړلو او د اهل بیت علیهم السلام له روایتونو سره یې پرتله کولو سره، یو جامع او مستند کتاب جوړ کړ.
دوستانو د دې لوی شیعه محدث ، ثقه الاسلام ، شیخ محمد بن یعقوب الکلیني (رحمه الله) هغه شخصیت چې د اهل بیت اطهارو د احادیثو په ساتلو او تالیف کې یې بې ساري رول لوبولی دی. په دې پروګرام کې به مونږ د دې لوی عالم د ژوند، افکارو او کارونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړو.
ابو جعفر محمد بن یعقوب بن اسحاق الکلیني الرازي چې په شیخ الکلیني مشهور دی، په ۲۵۸ هجري قمري (۸۷۲ م) کال کې د ریي تاریخي ښار ته څیرمه د کلین په کلي کې زیږیدلی دی.
د هغه کورنۍ د پوهې او تقوا کورنۍ وه او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و اله و سلم سره د خپلې مینې ښودلو لپاره یې د هغه لپاره محمد نوم غوره کړ. د هغه پلار او تره د خپل وخت مشهور عالمان او د حدیث عالمان وو او د هغه په دیني او علمي زده کړو کې یې مهم رول لوبولی و.
شیخ کلیني د خپلو لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته قم ته لاړ ترڅو نوره پوهه او معرفت ترلاسه کړي. هغه ښار چې په هغه وخت کې د شیعیانو د علمي او کلتوري مرکز په توګه پیژندل کیده. په قم کې، هغه د احمد بن محمد بن عیسی اشعري او عبدالله بن جعفر الحمیري په څېر له لویو عالمانو ګټه پورته کړه او په مختلفو علومو کې یې د اجتهاد کچه ترلاسه کړه. بیا، د خپلې پوهې د بشپړولو لپاره، عراق ته لاړ، او په کوفه کې یې د ابن عقدة الکوفي له لارښوونو ګټه پورته کړه، چې د هغه دورې یو له مشهورو محدثانو و، او له هغه یې له یو لک ډیر حدیثونه زده کړل.
له هغه وروسته یی بغداد ته سفر وکړ چې په هغه وخت کې د اسلامي نړۍ علمي مرکز او د لویو پوهانو ځای و.
د کلیني نوم، تر ټولو زیات ، د ارزښتناک کتاب "الکافي" سره تړاو لري. هغه کتاب چې په سمه توګه د شیعه حدیثو یو له مهمو او مستندو کتابونو ګڼل کیږي. د الکافي کتاب په دریو اصلي برخو ویشل شوی دی: اصول، فروع، او روضه.
په "اصول الکافيکې عقیدتی او فقهي مسلو په اړه بحث شوی دی ، "فروع الکافي" د دیني احکامو او فقهي مسلو پورې اړوند احادیث لري، او "روضه الکافي" د تاریخي او اخلاقي روایتونو ټولګه ده.
په دې کتاب کې له پنځلس زرو زیات حدیثونه شامل دي چې کلیني په ډېر احتیاط او دقت سره راټول او تالیف کړي دي.
مناسبه ده چې پوه شو چې شیخ کلیني په اسلامي دوره کې لومړنی کس دی چې د "اسلام د امانتدار" په لقب ویاړل شوی دی. هغه لقب چې د شیعه عالمانو په منځ کې د هغه د اعتبار، امانتدارۍ او لوړ مقام ښودنه کوي. ډېرو لویو علماوو او پوهانو، په شمول د شیخ طوسي، علامه مجلسي، او قاضي نورالله شوشتري، کلیني ته د "ثقه الاسلام " لقب ورکړی دی. دا لقب د هغه لپاره د یو ځانګړي نوم په توګه ثبت او تلپاتې شو، او دا د هغه د علمي شخصیت عظمت او د دې لوی انسان د ایمان او تقوا کچه منعکس کوي.
شیخ کلیني نه یوازې د حدیثو یو لوی عالم و، بلکې یو مشهور مفکر او عالم هم و. په الکافي سربیره، کلیني نور اثار هم درلودل چی پکې "تعبیر الروایا"، "کتاب الرجال"، "کتاب الرد القرامطه"، "کتاب الرسایل" او "کتاب ما قبل من الشعر فی اهل بیت" ته اشاره کولای شو .
لکه څنګه چې مونږ ه تیرو برخو کې یادونه وکړه، "الکافی" د شیخ کلیني یو له مهمو اثارو دی. پدې برخه کې، مونږ بیا د دې تلپاتې اثر په اړه وغږیږو.
شیخ کلیني د دې تلپاتې اثر (الکافي) د راټولولو او تدوین لپاره، د اسلامي نړۍ مختلفو ښارونو او سیمو ته په کلک هوډ او لټون روحیه سره سفر وکړ ترڅو د اهل بیت علیهم السلام مستند احادیث له معتبر راویانو راټول کړي.
هغه د شیعه حدیثو مرکزونو ته د تګ له لارې له لویو شیخانو او حدیث پوهانو سره ولیدل چې حدیثونه یې په مستند او جامع ډول بیانول، ترڅو هغه وکولی شي تر ټولو معتبر حدیثونه راټول کړي.
هغه ځان یوازې شیعه سرچینو پورې محدود نه کړ، بلکې د "صحاح سته " (د حدیثو شپږ مستنداهل سنتو کتابونه) په څېړلو او د اهل بیت علیهم السلام له روایتونو سره یې پرتله کولو سره، یو جامع او مستند کتاب جوړ کړ.
دې علمي طریقې د احادیثو په راټولولو کې د هغه دقت او انصاف څرګندکړ. "الکافي" د شیخ کلیني تر ټولو لوی او مهم اثر دی، چې د حضرت محمد صلی الله علیه و اله و سلم او معصومو امامانو شپاړس زره احادیث پکې شامل دي.
د دغه کتاب له تالیف راهیسې (د څلورمې هجري پېړۍ) تر ننه پورې، الکافي د شیعه حدیثو تر ټولو معتبر ه سرچینه پیژندل شوې او د فقهاوو او مجتهدینو لخوا د دیني احکامو د استنباط لپاره یو بنسټیز اساس دی.
د "الکافي" اهمیت دومره دی چې په لسګونو تفسیرونه او شرحې پرې لیکل شوي دي. د شیعیانو ځینې لوی عالمان او فیلسوفان چې په دې کتاب یې تفسیرونه لیکلي دي له هغو میر داماد (د صفویانو د دورې یو مشهور فیلسوف او فقیه)، ملا صدرا (د حکمت الطلیه بنسټ ایښودونکی)، او علامه مجلسي (د بحار الانوار لیکوال) ته اشاره کولای شو .
همدارنګه، د دې کتاب بې شمېره ژباړې په مختلفو ژبو په علمي او مذهبي حلقو کې د پراخې کارونې لامل شوې دي.
شیخ کلیني د "الکافي" په تالیف سره د اهل بیت علیهم السلام د علومو یو تلپاتې میراث پریښود، چې له څو پیړیو وروسته هم د یوه جامع او مستند اثر په توګه یادیږي.
دا کتاب نه یوازې د احادیثو ټولګه ده، بلکې د اسلامي پوهې یوه جامع انسایکلوپیډیا هم ده. بالاخره، د اسلامي پوهې د پراختیا او د اهل بیت علیهم السلام د علومو د خپرولو لپاره له لسیزو هڅو وروسته، شیخ محمد بن یعقوب الکلیني په ۳۲۸ یا ۳۲۹ هجري قمري کال (۹۴۱ یا ۹۴۲ میلادي) کې په بغداد ښار کې وفات شو.
د دې لوی عالم پاک مړی د بغداد په باب الکوفه سیمه کې ښخ شو.
په بغداد کې د شیخ کلیني مقبره د ټولو مسلمانانو لخوا د یو مقدس ځای په توګه درناوی کیږي. ثقة الاسلام الکلیني د خپل بې ساري شاهکار "الکافي" په لیکلو سره د اسلام په تاریخ کې د تل لپاره د پیغمبر اکرم (ص) او د پاکو امامانو (ع) د اقوالو یوه پاکه خزانه پریښوده.
بې له شکه، د تقویم او ځانګړو ورځو لکه د درنښت ورځو لمانځل او نورو مراسمو ترسره کول د هغو لویو خلکو هڅوته د بیاکتنې یو فرصت دی چې بریالیتوب یې ترلاسه کړی او د خپل ژوند په اوږدو کې یې په مختلفو برخو کې تلپاتې اغیزې کړې دي.
د کال هینداری او ځانګړو مراسمو لیدل تیرو وختونوته د کړکۍ په څیر دي؛ یوه کړکۍ چېد هغه له لارې مونږ د هغو مفکرینو او روڼ اندو ارزښتناکه لاسته راوړنې لیدلی شو چې د خپلو نه ستړې کیدونکو هڅو له لارې یې راتلونکو نسلونو ته تلپاتې میراث پریښود.
هر مناسبت او جشن د استقامت او د کمال لپاره د مینې کیسه ده؛ د هغو کسانو کیسه چې له ټولو ستونزو سره سره یې د پوهې او فضیلت په لاره روان شول او خپل نومونه یې په تاریخ کې په ښو کارونو سره ثبت کړل.
هیله لرو چې تاسو به د اسلامي نړۍ د مشهور عالم شیخ کلیني په اړه په دې پروګرام کې له وړاندي شویو موادو خوند اخیستی وي.
خدای په امان