د اسرائیلو د رژیم داخلي زیانونه ۲
(last modified Wed, 03 Nov 2021 12:35:57 GMT )
Nov 03, 2021 17:05 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د رژیم داخلي زیانونه ۲

د اسرائیلو د رژیم داخلي زیانونه (دویمه او وروستۍ برخه) پوځي او امنیتي تاوانونه

صهیونیسټي رژیم په داسې حال کښې د نورو هیوادونو خلاف جنګ جګړې جاري ساتي او د ایران په اسلامي جمهوریت باندې حملې ته د چمتووالي ادعاوې کوي چې له دننې څخه په مختلفو برخو کښې له سختو زیانونو او کمزوریو سره مخامخ دی.

د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو له ټولنیز اړخه د اسرائیلو د رژيم مهم داخلي تاوانونه وڅیړل او په دې نننۍ برخه کښې د دغه رژیم د پوځي او امنیتي زیانونو څیړنه کوو. په دې هیله چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/

اسرائيلي رژيم په تیره بیا په دې وروستیو میاشتو کښې له داسې پیښو سره مخامخ و چې د اوسپنیز ګنبد د زیات لګښت لرونکي سیسټم کارنده والی یې تر نیوکې لاندې راوستې دی او د دغه سیسټم کمزوري یې ثابته کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کښې په حیفا ښار کښې په یوې پټروکیمیکل کارخانې کښې چاودنه، د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کښې د نیواکي فلسطین د مرکز په الرمله ښار کښې د اسرائیلو د توغندي جوړونې په یوې کارخانې کښې چاودنه، د هم دغه کال په فرورۍ میاشت کښې د دیمونا ایټمي ري ایکټر په خوا کښې د سوریې د هوا ضده میزایل لګیدل او هم داشان په وروستي ۱۲ ورځني جنګ کښې د اوسپنیز ګنبد په نامه دفاعي سیسټم څخه د فلسطین د مقاومت د راکټونو او توغندیو اوړیدل په دغو پیښو کښې شامل دي.

مختلفو لویدیځو رسنیو په حیفا کښې د پیټروکیمیکل په کارخانې کښې چاودنې او په الرمله کښې د اسرائیلو د توغندي جوړونې په کارخانې کښې چاودنې او هم داشان د دیمونا په خوا کښې د سوریې د توغندي لګیدو ته غبرګون وښوده او هغه یې د اوسپنیز ګنبد د دافع هوا سیسټم د ناکارنده والي او کمزورتیا یوه نښه وبلله. انډیپنډنټ ورځپاڼې (د شخړې په درشل کښې سیمه) نومې یو رپورټ کښې ولیکل: د سوریې توغندي چې د اسرائیلو د ایټمي سایټ په خوا کښې لګیدلی دی، د اسرائیلو امنیتي کمزوري په ډاګه کړه.

هم داشان (مډل ایسټ مانیټر) خبري سایټ په یو رپورټ کښې د ثهیونیسټي رژیم ایټمي تاسیساتو ته څیرمه توغندوي حملې ته اشاره کړې او هغه یې د دغه رژيم لپاره یو ژور سټراټیجک پيغام بللی دی. مډل ایسټ مانیټر په دې هکله ولیکل: له دې ورتیر چې په نیواکي ټاټوبي کښې د دیمونا ایټمي تاسیساتو ته نزدې سیمې باندې توغندوي حمله د کوم هیواد یا ډلې له خوا شوې وي، د اسرائيلو د توغندوي دفاع په سیسټمونو باندې یې پراخې نیوکې راپارولې دي. دغې حملې هم داشان تر ډیره د اسرائيلو هغه پوځي توانمنۍ چې له کلونو راهیسې یې ورباندې په کراتو ټینګار کړی و، تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د اسرائیلو چارواکي باید ومني چې د هغوي په ظاهره پیاوړي سیسټمونه د ایران، سوریې او د لبنان د حزب ا... له خوا د توغندوي حملو سره د مقابلې په لړ کښې پوره توانمني نه لري.

دغې کمزورۍ ته په پام سره فلسطینیانو د اسرائيلو په اوسپنیز ګنبد پورې ملنډې وهلې دي او هغه یې (د وریښمو ګنبد) نومولی دی.

خو د اسرائیلو د پوځي کمزورتیا اوج په ۱۲ ورځني جنګ کښې په ډاګه شو. دغه جنګ په مۍ میاشتې کښې د اسرائيلو او د غزې تړانګې د مقاومتي ډلو ترمینځ و خو اسرائیل پس له دولسو ورځو مجبور شول چې د مینځګړو لوبغاړو په وړاندیز سره اوربند ته غاړه کښیږدي.

سِت فرانټزمین Seth J. Frantzman)  په هغې شننې کښې چې فارن پالیسي خپور کړ، د فلسطیني مقاومت له ډلو سره د اسرائيلو د وروستي ۱۲ ورځني جنګ په هکله ولیکل: د اسرائيلو او فلسطینیانو ترمینځ د جنګ د دې پړاؤ توپیر، د هغو راکټونو بې مخینې توغیدل وو چې حماس توغول او هم هم له حماس سره د مقابلې لپاره په کوشش کښې د اسرئیلو کمیدونکې کارنده توب و. حماس او ملاتړي یې په دې باور دي چې دغه جنګ د حماس لپاره یوه بریا وه. حماس وتوانیده د اسرائيلو د سټراټیجکو بیخ بیناؤ د ویشتلو لپاره په هغوي راکټونه ووروي. ظاهراً د حماس هدف دا و چې د اوسپنیز ګنبد سیسټم ټیسټ کړي یا یې وران کړي. یوازې په یو څو دقیقو کښې له ۱۴۰ زیات راکټونه وتوغیدل او د تل ابیب، اشدود او اشکلون ښارونو اسمان یې پټ کړ.

د کاناډا د براک پوهنتون اسسټنټ پروفیسر مایکل آرمسټرانګ هم په (کانورسیشن) نومې انګلیسي خپرندوې کښې په یوه مقاله کښې ولیکل: د هغه کس په توګه چې د اسرائيلو په دفاعي سیسټم یې کار کړی دی، په سر کښې یې فکر کوه چې د فلسطین د دې ورځو نښتې هغه حالت ته ورته دي چې په ۲۰۱۴ کال کښې رامینځته شوی و خو د غزې ډلو خپله راکټي ټیکنالوجي او تاکتیکونه پياوړي کړي دي. دا حالت د ۲۰۰۸ کال رایادونکی دی چې اسرائیل د راکټونو په وړاندې ډیر کمزوري وو او د غزې خلاف یې د دریو اونیو پوځي عملیات پيل کړل.

د آرمسټرانګ په لیکنه، په روان کال کښې ترټولو ستر بدلون، د زیات شمیر راکټونو توغول دي. په غزه کښې دیره ډلو د نښتو له پیلیدو وروسته په وړومبیو ۲۴ ساعتونو کښې ۴۷۰ راکټونه وتوغول او په اوسط ډول یې په ورځ کښې ۴۰۸ توغندي توغولي دي. دا ارقام په ۲۰۱۲ کال کښې په ورځ کښې د ۳۱۶ راکټونو او په ۲۰۱۴ کال کښې د ۱۹۲ راکټونو د توغولو ریکارډ ماتوي. د دغو راکټونو په توغول کیدو کښې هم لازیاته غږملتیا لیدل کیدله.

د پوځي چارو دغه شناندي لیکلي چې د مقاومتي ډلو د راکټونو دقت او ځیرتیا هم زیاته شوې ده. هغه وايي: په نیواکي ځمکو باندې توغول شويو کابو نیمايي راکټونو ښاري سیمې ګواښلې دي. دا رقم د ۲۰۱۲ کال په پرتله د ۲۲ فیصدي او د ۲۰۱۴ کال په نسبت د ۱۸ فیصدي زیاتوالي ښودنه کوي. د مقاومت ډلې پر دې سربیره، اوس لاسترو او لا لرواټنه توغندیو ته لاسرسي لري.د تیرو نښتو په دوران کښې زیاتره د نیواکي فلسطین جنوبي ښارونه د توغندیو هدف ګرځیدل خو دا ځل د نیواکي فلسطین په مرکز کښې تل ابیب ښار په اسانۍ سره په نښه کیږي.

په کلي توګه دولس ورځني جنګ ثابته کړه چې د اوسپنیز ګنبد سیسټم ډیرې کمزورۍ لري او د اسرائیلو ځینو قومندانانو هم دا خبره په ګوته کړې ده. له دولس ورځني جنګه د څلورو میاشتو په تیریدو سره د صهیونیسټي رژیم د پوځ د دافع هوا قومندان ګلعاد بیران وویل: د اسرائيلو اوسني توغندوي سیسټمونه د کمزورۍ ټکي لري او نه شي کولې چې ټولو ګواښونو ته غبرګون وښايي او مختلفې سیمې کوَر کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې جنګ کښې د اسرائیلو مقابل لوری د فلسطین مقاومتي ډلې وې چې د پوځي قابلیت له نظره د لبنان له حزب ا... سره د پرتلې وړ نه دي، د ایران اسلامي جمهوریت خو لا پریږده.

د اسرائيلي رژيم یوه بله پوځي کمزورتیا او تاوان، د دغه رژیم په پوځیانو کښې د نفسیاتي او اروايي زیان زیاتیدل دي. د صهیونیسټي رژیم د رسنیو تازه رپورټونه د هغو وځیانو د شمیر د زیاتیدو ښودنه کوي چې د دغه رژیم  د پوځ د نفسیاتي درملنې په غونډو کښې ګډون کوي. صهیونیسټ پوځیان له جنګي ماموریتونو ویریږي او دغه ماموریتونه د ځان لپاره خپسکې ګڼي. د دغه رژيم ځیني پوځیان له پوځي خدمته تښتي. د پوځي چارو څیړاندی عاموس هارئیل په هاآرتص ورځپاڼې کښې لیکلي دي: د اسرئیلو ځمکني ځواکونه تراوسه له هغو ډیرو ستونزو کړکیچي چې لامل کیږي ځمکنې جنګ د یو ویرونکي خوب په توګه وګڼي او هر ځل هڅه کوي د مړینې له ویرې ترې ډډه وکړي.

(معاریو) عبري ژبې ورځپاڼې هم په تیر ۲۰۲۰ کال کښې په یو رپورټ کښې ویلي وو چې د هغو اسرائیلي پوځیانو شمیر چې د روحي او رواني ستونزو له امله یې په پوځ کښې له خدمته ډډه کړې ده، له هغه نه د تیر کال په پرتله ۳۰ فیصده زیات شوی دی او د دغو عسکرو شمیر ۴۵۰۰ ته رسیدلی دی او دا په داسې حال کښې وو چې له هغه نه په مخکښې کال دغه شمیر ۳۵۰۰ تنه اعلان شوی و.

دغې ورځپاڼې دې ټکي ته په اشارې سره چې په هغو کښې نیمايي پوځیان حریدي یهودیان دي چې په کلي توګه د اسرائیلي رژیم په پوځ کښې د خدمت مخالف دي، لیکلي وو: پوځ په خپلو ځواکونو کښې د روحي او رواني ستونزو د بې مخینې زیاتوالي په وجوهاتو باندې له پوهیدو ناتوانه او عاجزه دی.

په اسرائيلي پوخیانو کښې د نفسیاتي تاوانانو د زیاتیدو یوه ستره وجه د فلسطین له مقاومتي ډلو سره د دغه رژيم بیابیا جنګونه او د اسرائیلو د تاواني کولو لپاره د فلسطیني ډلو د وړتیاؤ زیاتیدل بلل شوي دی.  

د هغو حالاتو ټولګه چې د اسرائیلو پوځیانو لپاره رامینځته شول، لامل شوه چې په نیواکي ټاټوبي کښې د پوځي توب اعتبار سخت کموالی وکړي. په پوځ کښې بهرتي کیدو ته د خلکو مینه کمه شوې او حتی خلک د عسکرۍ له خدمته هم تیښته کوي او د خپل پوځي خدمت ترسره کولو ته غاړه نه ږدي.

البته له پوځي خدمت نه تیښته کومه نوې ښکارنده نه ده او د هغو کسانو اندازه چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې یې پوځي خدمت نه دی ترسره کړی، ورځ تربلې زیاتیږي. دا اندازه په ۱۹۸۰ میلادي کال کښې ۱۲ فیصده وه خو په ۲۰۲۰ کال کښې ۳۲ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د اسرائيلو یو بل پوځي ګواښ او کمزوري په اطلاعاتي او استخباراتي برخه کښې کمزوري ده چې په دې وروستیو میاشتو کښې لا په ډاګه شوې ده. په تیره جولایۍ میاشت کښې د بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر په خوا کښې اور لګیدنه او هم داشان په ستمبر میاشت کښې له الجلبوع زندانه د ۶ فلسطیني قیدیانو تیښته د اسرائیلو د دغې کمزورۍ او تاوان اوج و.

که څه هم د اسرائيلو رژیم وتوانیده چې شپږ تنه تښتیدلي فلسطیني بندیان بیرته ونیسي خو په نیواکي ټاټوبي کښې عامه افکار له مخکښې نه زیات دې جمع بندۍ ته رسیدلي دي چې اسرائيل له امنیتي او استخباراتي نظره کمزوری دی.

د نیواکي ټاټوبي عامه افکار دې نتیجې ته رسیدلي چې فلسطینیان اسرائيلو ته د اطلاعاتي او امنیتي نظره په تاوان رسولو کښې له مخکښې ډیر کامیاب عمل کوي او په دې خبرې باندې د اسرائیلو هیوم ورځپاڼې هم اعتراف کړی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی  

 

ټیګونه