لويديځه آسيا په تېره اونۍ کښې۱۴۰۰-۰۹-۱۳
(last modified Sun, 05 Dec 2021 10:44:25 GMT )
Dec 05, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • لويديځه آسيا په تېره اونۍ کښې۱۴۰۰-۰۹-۱۳

په عراق کښې انتخاباتي بدلونونه او د لبنان د اطلاع رسونې د وزير استعفاء په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې له ځينو بدلونونو وو چې په دې مطلب کښې به يې لا زياته شننه اوشي.

د عراق د انتخاباتو عالي کمېشنرۍ له پارلېماني انتخاباتو څخه د يو پنځوس ورځو په تېرېدو سره د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د شکايتونو او اعتراضونو له څېړنو وروسته وروستي نتائج اعلان کړل. د عراق د انتخاباتو د عالي کمېشنرۍ مشر جليل عدنان د دې په بيانولو سره چې د رائې ورکولو لپاره د شرائط لرونکو کسانو شمېر دويشت ميلين يو لک شپاړس زره درې سوه اتۀ شپېتۀ ؤ، وويل:  د رائې ورکؤنکو شمېر نهه ميلين تنه يعنې د شرائط لرونکو ټولو کسانو څلور څلوېښت فيصده ؤ.

هغه د دې په بيانولو سره چې قضائي پلاو په ټولو شکايتونو غور وکړ، وويل: مونږ په شکايتونو په غور کولو او د انتخاباتو د نتائجو په اعلانولو کښې په خپله قانوني ژمنه عمل  وکړ. عدنان زياته کړه، د صندوقونود رايو په بيا شمېرنې سره يوازې په بغداد، اربيل، موصل، بصر او کرکوک کښې پينځه چوکۍ بدلې شوې دي. د وروستيو نتائجو په اعلانولو سره معلومه شوه چې يوازې د کردستان سيمې په ډېموکرېټک ګوند له اوله تر څلورمې ډلو د چوکيو په شمېر کښې بدلون رامنځته شو.

له دې مخکې د صدر ډلې ۷۳ چوکۍ، د التقدم ائتلاف ۳۷ چوکۍ، د قانون حکومت ۳۳ چوکۍ او د کردستان ډېموکرېټک ګوند هم ۳۳ چوکۍ ترلاسه کړې وي چې د رايو له بياشمېرنې وروسته د صدر ډلې، التقدم ائتلاف او د قانون حکومت په شمېرنو کښې څخه بدلون رامنځته نه شو، خو د ډېموکرېټک ګوند دوه چوکۍ کمې شوې او يو ۳۱ چوکۍ يې ترلاسه کړې دي. د رايو په بيا شمېرنې سره يوه چوکۍ د کردستان ائتلاف او دوه چوکۍ هم د الفتح ائتلاف په چوکيو ورزياتې شوې.کردستان ائتلاف او الفتح ائتلاف هر يو ۱۷ چوکۍ ترلاسه کړې شوې. دغه وروستۍ نتيجې پکار دي د عراق فيډرل محکمه تائيد کړي. د عراق فيډرل محکمه د اساسي قانون له مخې په دغه هېواد کښې ترټولو لويه قضائي اداره ګڼل کيږي چې د پارلېماني انتخاباتو د نتائجو تائيدول هم د دغې قضائي ادارې يوه ذمه واري ده.

د انتخاباتو د وروستيو نتيجو له اعلانېدو وروسته هم هغه احتجاجونه دوام لري. احتجاج کؤنکي باوري دي چې د انتخاباتو عالي کمېشنرۍ احتجاجونو او اعتراضونو ته پاملرنه نۀ ده کړې او يوازې د وخت په مديريت سره يې کوشش کړے دے اعتراضونو ته خاتمه ورکړي. د عراق د حقوق غورځنګ غړې عاصفه الدلوي وويل: په انتخاباتو کښې د ټګۍ په باره کښې د شواهدو باوجود خپلې تېروتنې ته دوام ورکړ او نتيجې يې اعلان کړې. دغې کمېشنرۍ له ټګۍ سره اړوندو شواهدو او ثبوتونو ته څه پاملرنه نۀ ده کړې او احتجاج او پرلت غزونې په ځاے پاتې شوې. اوس ټولو  د حقوقو حاصلولو لپاره فيډرل محکمې ته سترګې نيولې دي.»

د وروستيو نتائجو په اعلانېدو سره د کردستان ډېموکرېټک ګوند هم په انتخاباتو د اعتراض کؤنکو په ډله کښې ورزيات شوےدے. د کردستان د ډېموکرېټک ګوند رسمي وياند، وويل، د انتخاباتو د وروستيو نتائجو په اعلانېدو سره معلومه شوه چې په اربيل او نېنوا صوبو کښې له ډېموکرېټک ګوند څخه دوه چوکۍ تروړلې شوې دي چې دغه ګوند به د دغه غېرقانوني اقدام په وړاندې دريځ غوره کړي.

د عراق سياسي شناندي کريم الخيکاني هم وويل: د انتخاباتو په نتائج باندې سخت احتجاجونه او پرلت غزونې عبس نه دي او سياسي ډلې داسې شواهد لري چې د رائې اخېستنې په بهېر کښې  لاسوهنه او ټګي ثابتوي. هغه زياته کړه: شواهد د رائې ورکولو په ادارو باندې د بهرني تسلط ښودنه کوي چې يوازې د رائې ورکولو په تکرارولو او د رائې اخېستنې د ځينو مرکزونو په بندولو کښې نه رالنډيږي او له دې وراخوا قيصه ده او په سياسي بهېر کښې د بدلونو راوستلو لپاره د شمېرنې په مشينونو باندې د الېکټرونېکي تسلط ښودنه کوي.  الخيکاني تاکيد وکړ چې امريکه د کورنيو او بهرنيو لورو په ملګرتيا سره  د رائې ورکؤنکو په رايو کښې د لاسوهنې شا ته شتون لري چې سياسي نقشه بدله کړي او په عراق کښې د خپلو ځواکونو د شتون مخالفې ډلې د عراق له سياسي ډګره لرې کړي.

د شيعه سياسي ډلو مشران د تېر زيارت په ورځ د الفتح ائتلاف د مشر هادي العامري په کور کښې راغونډ شول. د شيعه ډلو په دغه غونډه کښې نوري المالکي، مقتدا صدر، حېدرالعبادي، قېس الخزعلي، همام حمودي او فالح فياض ګډون وکړ. په نورو الفاظو سره د تېرې ورځې په غونډه کښې ترټولو مهمو شيعه سياسي مشرانو شتون ولرۀ.

عراقي رسنيو دغه غونډه يو خبري بم بلۀ چې د تېرو هفتو خاموشي يې ماته کړه او بالاخره به د دغه هېواد د نوي پارلېمان برخليک په ډاګه کړي. خو د غونډې له ختمېدو وروسته  د دغې غونډې په بارهکښې مختلف روايتونه اعلان شول. مقتدا صدر له غونډې نه څو ساعته پس د خپل تصوير او لاسليک په خپرولو سره د اکثريت حکومت د تشکيل لپاره خپل پروګرام اعلان کړ. په دغه تصوير کښې چې د مقتدا صدر په ټوئيټر پاڼه کښې خپور شو راغلي دي: «نه شرقي، نه غربي دولت اکثريت ملي» د دجله چېنل په شمول خبري سرچينو ادعا کړې ده چې مقتدا صدر په دغه غونډه کښې د موافقې لپاره د خپل وړاندې شرط په توګه يو لړ محورونه مطرح کړل، هغه محورونه چې شرکت کؤنکو نه دي منلي. مقتدا صدر ته نزدې يو نزدې شخصيت علاء العبادي په خپل يو ټوئيټ کښې د شيعه ګوندونو د خبرو اترو ماتې ته اشارتاً وليکل؛ صدر د شيعه ائتلافونو نورو مشرانو ته ويلي دي چې که کولې شئ پارلېماني اکثريت او حکومت تشکيل کړئ چې زۀ د اپوزيشن مشري په غاړه واخلم او که مو ونه کړې شول نو زۀ به په ملي کثريت سره يو حکومت جوړ کړم.

خو د هادي العامري په کور کښې د ګوندونو د خبرو اترو د نتائجو په باره کښې د منفي خبرونو له خپرېدو څو ساعته وروسته ځينو عراقي رسنيو او سرچينو د هغه څه چې د مقتدا صدر نزديو کسانو يې ادعا کړې يو بل شان روايت خپور کړ؛ يو داسې روايت چې پکښې د لورو ترمېنځ د خبرو اترو په دوام او د ائتلافي حکومت د تشکيلولو لپاره په زمينې برابرولو تاکيد شوے ؤ. د مثال په توګه د عراق د پارلېماني پخواني استازي احمد الجبوري له العربيه چېنل سره په مرکه کښې وويل: د صدر ډلې او نورو شيعه ګوندونو ترمېنځ په موافقې سره به يو طاقتور حکومت په اقتدار کښې راشي.

همدارنګ د شيعه سياسي ډلو د غږملتيا د چوکاټ غړيو د تېرې جمعې په ورځ مازيګر  د اسلامي عالي شورا د مشر شېخ همام حمودي په کور کښې يوه غونډه جوړه کړه او پکښې د هادي العامري په کور کښې د تېر زيارت د ورځې په غونډه کښې د صدر د بهير د مشر مقتدا صدر د وړانديزونو په باره کښې د نظر تبادله اوشوه.

د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ د سياسي دفتر غړي سعد السعدي وويل، د جمعې د مازيګر په غونډه کښې د انتخاباتو د اعلان شويو نتائجو د مخالفينو له مظاهرو او هړتالونو څخه په ملاتړ تاکيد اوشو. السعدي زياته کړه، په دغه غونډه کښې حاضرينو په هم هغو معيارونو چې له الصدر سره له کتنې وروسته د غږملتيا د چوکاټ په بيانيه کښې علان شول تاکيد وکړ او له دې نه علاوه د انتخاباتو په نتائجو باندې د اعتراضو او شکايتونو په اړه د فيډرل محکمې د فېصلې د اعلانېدو تر وخته د حکومت له تشکيل سره له اړوندو سياسي ډلو سره موافقو ته په نه داخلېدو يې ټينګار وکړ.

د لبنان د اطلاع رسونې وزير جارج قرداحي د تېرې جمعې په ورځ له خپل پوسټ څخه د څنګته کېدو لپاره د خپلې فېصلې خبر ورکړ او اعلان يې وکړ چې کېدې شي فېصله يې د لبنان او سعودي د تعلقاتو د ښۀ کېدو لپاره نتيجه ورکؤنکې شي. قرداحي د تېر اګست په مياشت کښې يعنې يوه مياشت مخکې د نجيب ميقاتي په حکومت کښې د اطلاع رسونې د وزير په پوسټ له مقررېدو مخخکښې د قطر د الجزيزه ټي وي چېنل په يو پروګرام کښې په ګډون کولو سره د يمن په خلاف د سعودي جنګ يو بې نتيجې جنګ وبلۀ او تاکيد يې کړے ؤ چې هم هغه ډول چې حزب ا... او فلسطينيان د صهيونېسټ رژيم د تيريګريو په وړاندې د خپل هېواد د دفاع حق لري يمنيان هم د بهرنۍ تيريګرۍ په وړاندې د خپل هېواد د دفاع حق لري.

سعودي د قرداحي د څرګندونو په اړه په يو سخت ردعمل کښې له لبنانه خپل سفير راوبلۀ او د لبنان سفير ته يې هم اته څلوېښت ګېنټې فرصت ورکړ چې له سعودي ووځي. د اماراتو، بحرېن او کويت په شان هېوادونو هم چې له سعودي څخه يې ملاتړ وکړ دغه دريځ نيونه له دغو عربو هېوادونو سره د لبنان په د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو سبب شوه. په همدې لړ کښې د لبنان ولسمشر د جارج قرداحي د استعفاء ليک له ترلاسه کولو وروسته تاکيد وکړ چې هېواد يې له عربو هېوادونو سره د ډېرو ښو تعلقاتو د ټينګولو غوښتونکے دے.د لبنان ولسمشر وويل، هيله من يم چې د اطلاع رسونې د وزير استعفاء به د فارس خليج د ملګرتيا د شورا له هېوادونو سره د لبنان په تعلقاتو کښې نه انډول ته خاتمه ورکړي.

د لبنان وزير اعظم نجيب ميقاتي هم د قرداحي د استعفاء له منلو وروسته په يوې بيانيه کښې وويل، د قرداحي استعفار له هغه بحرانه وروسته چې له سعودي او فارس خليج د ملګرتيا د شورا له يو شمېر هېوادونو سره رامنځته شوےدے ضروري او له رامنځته شويو هغو ډېرو اختلافاتو نه وروسته چې په تېرو کلونو کښې رامنځته شول په سعودي او د فارس خليج د ملګرتياپه غړيو هېوادونو کښې زمونږ له وروڼو  سره په تعلقاتو په مشکلاتو باندې د غور کولو د يوې دريڅې د خلاصېدو په معنا ده.

د قرداحي استعفاء له هرڅه زيات درې پېغامونه لرل.وړومبے دا چې سعودي په خپلو سياستونو باندې د ډېرې کمې نيوکې زغم نه لري او په يو مداخلت کؤنکې پالېسۍ کښې حتی په عربو هېوادونو هم په رياض باندې د نيوکې کولو په وجه دباونه راوړي. دويم ده چې په لبنان کښې حکومت مناسب حالات نه لري او د بهرني دباو لاندې دے په دا ډول چې حتی وزيراعظم هم د بهرنيو دباونو په مقابل کښې له خپل وزير څخه دفاع وکړې شي. دريم دا چې قرداحي ملي ګټو ته په فرقه ايزو ګټو ترجيح ورکړې ده. جارج قرداحي په رسمي توګه د خپلې استعفاء په اعلانولو سره له عربو هېوادونو سره د تاوتريخوالي د ختمېدو او د لبنان د معيشتي او سياسي حالاتو د ښۀ کېدو په سيوري د خپل هېواد د راتلونکي د ښه کېدو په هيله څرګنده کړه او وې ويل: نه غواړم چې د فارس خليج د څنډې په هېوادنو کښې لبنان او   لبناني وروڼو ته د ازار رسولو سبب شم ځکه چې لبنان له ما نه زيات مهم دے، نو ځکه مې فېصله وکړه چې د لبنان په حکومت کښې له خپل پوسټ څخه څنګ ته شم