لويديځه اېشياء په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۱۰-۰۴
عزتمنو دوستانو په دې هيله چې روغ جوړ به يئ د تودوو سلامونو په وړاندې کولو سره لويديځه آسياء په تېره اونۍ کښې د دې هفتې له مطلب سره حاضر شوي يوو. د انتخاباتو د نتائجو په اړه د عراق د فيډرل محکمې د فېصلې ځنډېدل، د يمن په خلاف د سعودي د حملو دوام او همدارنګ لبنان ته د آنتونيو ګوټرش سفر په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې ځينې مهم واقعات وو چې په دې پروګرام کښې يې شننه کوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د عراق فيډرل محکمې ټاکل شوې وه د تېرې هفتې د شورو په ورځ د دغه هېواد د پارلېماني انتخاباتو په باره کښې خپله فېصله واوروي خو دغه موضوع تېر د ايتوار ورځ ته وځنډولې شوه. د انتخاباتو د وروستۍ نتيجې په اعلانولو کښې د ځنډ وجه د عراق په پارلېمان کښې د عراق د فتح ائتلاف د مشر هادي العامري شتون ته ګرځي چې د انتخاباتو د خپلواکه عالي کمېشنرۍ لخوا په انتخاباتو کښې د ټګۍ لپاره خپل ثبوتونه او دلائل دغې محکمې ته وړاندې کړل.
العامري په دغه ناسته کښې وويل، د انتخابات خپلواکې عالي کمېشنرۍ د پينځو ميلين رائې ورکؤنکو لپاره د رائې ورکولو الېکټرانيکي کارډونه جاري نه کړل او په دا ډول يې دغه هومره ښاريز له رائې ورکولو بې برخې کړي دي، همدارنګ نور هم زياتره ښاريز په الېکټرانيکي سېسټمونو کښې د ګډوډۍ په وجه له رائې ورکولو محرومه شوي دي العامري زياته کړه، د انتخاباتو د اجرا په فني بهير باندې څارونکي شرکت بې له دې چې څوک ورته متوجه شي د ټګۍ او رايو د بدلون امکان تائيد کړے دے.
له دې مخکې د اياد علاوي په مشري الوطنيه ائتلاف هم په يوې بيانيې کښې ويلي وو چې دغه ائتلاف تېرو انتخاباتو په دوران کښې څوارلس فني او اداري کارړنګونې له هغو يو لړ قانوني او حقوقي خلاف ورزيو سره چې د انتخاباتو کمېشنري يې مرتکبه شوې ده فيډرل محکمې ته وړاندې کړې دي. الوطنيه ائتلاف د عراق د اساسي قانونو د موادو او فهقي او حقوقي احکامو مطابق په بشپړه توګه د انتخاباتي بهير د باطلولو غوښتونکے شو او وې ويل، هغه څه چې باطل بنياد ولري باطل دي.
همدارنګ په زرګونوعراق ښاريز د تېرې جمعې په ورځ د عراق د انتخاباتو له نتيجې سره په مخالفت کښې سړکونو ته راووتل. د دغو انتخاباتو په نتائجو باندې په اعتراض کښې د مظاهرو او پرلت غزونو منظمؤنکې کمېټۍ د دغه هېواد عدليې ته په خطاب سره يوه بيانيه جاري کړه. په دغه بيانيه کښې راغلي دي: د کتائب حزب ا... د شهيدانو او د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې د پېښې د شهيدانو چې پکښې په داعش باندې د کاميابۍ د قوماندانانو په شمول زمونږ يو شمېر پوهان د ځينو کورنيو خائنانو په ملګرتيا د امريکائي نيواکګرو په بمباريو کښې شهيدان شول د شهادت په ورځو کښې مونږ د عراق مېړنۍ عدليې ته په خطاب سره وايوو مونږ له ابتداء راهسې په تاسو ښه ګمان لرلےدے او له غواړوو چې دباونو ته تسليم نه شي او د ټګمارو او ظالمانو په وړاندې مضبوط بند او د مظلومان مرستندويه اوسئ.
د عراق پارلېماني انتخابات د تېر اکتوبر په لسمه نېټه ترسره شول او له دغو انتخاباتو تقريباً دوه مياشتې تيريږي. له دې وروسته چې د انتخاباتو عالي کمېشنرۍ په لږ شان بدلون سره نتائج اعلان کړل، احتجاج کؤنکو خپل احتجاج ته دوام ورکړ او وټاکل شوه چې د فيډرل عالي محکمه به د انتخاباتو وروستۍ نتيجې اعلان کړي.
تېره هفته هم په يمن باندې د سعودي ائتلاف حملو دوام وموند. د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د جمعې په ورځ سحر د الثوره نومې د لوبو د مېدان په شمل د صنعا په مختلفو سيمو بمبارۍ وکړې. په دغو حملو کښې د دې ترڅنګه چې يو شمېر عامه يمنيان پکښې ژوبل شول د يو غېرفوځي ځاے په توګه د الثوره نومې د لوبو مېدان هم ويجاړ شوے دے.
د آل سعودي ادعا دا وه چې د صنعا په الثوره د لوبو او سپورټ په مرکز کښې فوځي وسلې موجودې دي او په دې وجه يې فوځي ضرورت رامنځته کوۀ چې د لوبو په دغه مېدان حمله اوشي. همدارنګ د دغو حملو له شروع کېدو نه مخکې د يمن د سياسي عالي شورا يو غړي محمد علي الحوثي په الثوره نومې سپورټي مرکز کښې د وسلو د شتون په اړه د سعودي ائتلاف د ادعا په ردولو سره له رسنيو وغوشتل چې د تيريګرو د دروغو په ډاګه کولو لپره دې د لوبو او سپورټ ځاے ته راشي او تصويرونه دې ترې واخلي.
د سعودي ائتلاف له حملو نه پس هم د يمن د اطلاع رسونې د وزير استازي نصرالدين عامر د دغه هېواد له ټولو رسنيو وغوښتل چې د صنعاء د لوبو په ځايونو کښې د وسلو د نيشتوالي د ثابتولو لپاره دې الثوره د لوبو مرکز ته راشي. يمني رسنې هم په الثوره نومې د سپورټ مرکز کښې له حاضرېدو او د مختلفو برخو د تصويرونو په اخېستلو سره په دغه سپورټي مرکز کښې د هيڅ ډول وسلو د نه شتون خبر ورکړ.
سعودي حکومت په داسې حال کښې د يمن په خلاف خپلو حملو ته دوام ورکوي چې د يمن محاصره هم هغه شان دوام لري او زيات سرتاوانونه لري. په ترټولو وروستۍ واقعه کښې په يمن کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير حسن ايرلو د يمن د محاصرې او تهران ته د هغه د وړلو لپاره په اجازه ورکولو کښې د آل سعودي د کوتاهۍ په وجه شهيد شو. د عبدالملک الحوثي د آل سعود د دغه سياست غندنه وکړه او د انصارا... مشر تېره هفته د مارب شبوه او البېضاء صوبو د څو قبائيلي پلاو په کتنه کښې په سعودي باندې په نيوکې سره وويل، سعودي چې د يمن د خلقو مخې ته يې د دغه هېواد هوائي حريم تړلے دے د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم مخې ته د مکې مکرمې او مدينې منورۍ هوائي حريم خلاص کړ چې اماراتو ته لاړ شي.
د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش تېره هفته لبنان ته يو درې ورځنے سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر مېشل عون، د پالېمان له مشر نبيه بري او وزيراعظم نجيب ميقاتي سره کتنه او خبرې اترې وکړي. ګوټرش د تېرې هفتې د نهې په ورځ هم په ناقوره کښې د ملګرو ملتو د ځواکونو له مرکزه (يونيفل) څخه ليدنه کتنه وکړه او هلته کښې يې نړيوالو لوړ رتبه قوماندانانو او افسرانو هرکلے وکړ.
د دغه سفر له ختمېدو وروسته د ملګرو ملتو مشر په يو پېغام کښې تاکيد وکړ چې لبنان ته له سفر څخه يې هدف او مقصد د دغه هېواد په بحرانونو باندې د غلبې په خاطر له خلقو څخه د ملګرو ملتو د ډېر غوره ملاتړ لپاره د موجودو لارو چارو څېړنه وه. ګوټرش له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کښې هم د لبنان له مشرانو وغوښتل چې د ضروري اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره دې يو موټے شي. ګوټرش همدارنګ د لبنان په سياسي ډګر کښې د بهرنيو د مداخلتونو د بندولو غوښتنه وکړه.د ملګرو مشر وويل: مونږ په خپلو کمو سرچينو سره د لبنان د فوځ ملاتړ کووو او د لبنان له فوځ څخه د نړيوالې ټولنې لا زيات ملاتړ ته ضرورت لروو. همدارنګ پکار دے له شنې کرښې يعنې له اسرائيلو سره د لبنان د جنوبي پولو له کرښې سره اړوند مشکلات هوار شي. هغه همدارنګ د فارس خليج د ملګرتيا د شورا له هېوادونو وغوښتل چې د لبنان له ښۀ کېدو سره دې مرسته وکړي.
په حقيقت کښې ګوټرش لبنان ته په سفر کښې د دغه هېواد په کورنيو مسائلو باندې تمرکز وکړ بې له دې چې د صهيونېسټ رژيم او عربو هېوادونو لخوا د لبنان د حاکميت خلاف ورزۍ ته يې څه اشاره کړې وي. هغه د صهيونېسټ رژيم لخوا د لبنان د حاکميت د خلاف ورزۍ په اړه هيڅ نظر څرګندونه ونه کړه چې په خپلې خاموشۍ سره يې له صهيونېسټ رژيم څخه اشارتاً ملاتړ کړې وي. په عېن حال کښې که څه ګوټرش په لبنان کښې د اصلاحات د ترسره کولو په ضرورت تاکيد وکړ خو د هغه نظر څرګندونې زياتره د لبنان په کورنيو چارو کښې د مداخلت اړخ لرۀ. ګوټرش له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کښې د لبنان په کورنيو چارو کښې د لاسوهنې ترڅنګه وويل: زۀ د لبنان له حزب ا... څخه غواړم چې د نورو سياسي ګوندونو په شان دې يو سياسي ګوند اوسي.
-------------