د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i112996-د_رهبرۍ_له_نظره_په_سیمه_کې_د_پایداره_امنیت_مولفې
امریکا په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامینولو په پلمه د اسیا په لویدیځ کې د دډیرو اډو د جوړولو له لارې خپل پوځی شتون زیات کړی دې خو د وروستۍ نیمې پیړۍ پیښو ښودلی ده چی هرڅومره د امریکا پوځی شتون زیات شوی د سیمې امنیت کم شوی دی او ترهه ګر فعالیتونه زیات شوی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2022 13:23 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ له نظره په سیمه کې د پایداره امنیت مولفې

امریکا په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامینولو په پلمه د اسیا په لویدیځ کې د دډیرو اډو د جوړولو له لارې خپل پوځی شتون زیات کړی دې خو د وروستۍ نیمې پیړۍ پیښو ښودلی ده چی هرڅومره د امریکا پوځی شتون زیات شوی د سیمې امنیت کم شوی دی او ترهه ګر فعالیتونه زیات شوی دي .

هماغه ډول چی مخکې وویل شول په سیمه کې د نفوذ لپاره د امریکا یوه ستراتیجۍ په سیمه کې د پوځی اډو پراختیا ده .

امریکایانو په عراق کی هم همدغه نقشه اجرا کړه او په بغداد ، الانبار ، دهوک ، اربیل ، کرکوک ، نینوا او صلاح الدین ولایتونو کې یې ۱۴ پوځی اډې جوړې کړې . همدراز د عراق په نورو سیمو کې یې پټې او روزنیزې اډې جوړې کړي دي .

حریر په دوی کې یوه اډه ده چی د امریکا د ترهه ګر رژیم درندې او سپکې وسلې ، پوځی تجهیزات ، جنګی الوتکې او چورلکې پکې موجودې دي . دغه اډه د اربیل ولایت په شمال کې په حریر سیمه کې ده . دغه اډه د ایران پرضد د اقداماتو د پلان او دسیسې یو ځای دی .

د عین الاسد جنجالی اډه هم د عراق په الانبار ولایت کې د امریکا د ترهه ګر رژیم  یوه بله پوځی اډه ده .

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه هوا فضا ځواک د سردار سلیمانی په ترور کې د امریکا جنایت ته په لومړنی ځواب کې دغه آډه چی د شهید سلیمانی د ترور د بی پایلیټه الوتکې د عملیاتو لپاره ترې استفاده شوی وه ، درنده توغندوی حمله وکړه چی له امله یې د عین الاسد ستره برخه تباه شوه .

««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای په همدې اړه په یوه وینا کې په امریکا یی اډې د ایران توغندوی حملو ته په اشارې سره پر دې په ټینګار سره چی  له ملتونو راوتلی د سیمې ملتونه او حکومتونه بی شکه د امریکا دغه فساد راپارونکی شتون دوام نه منی ، جوته کړه په سیمه او د دنیا په هر ځای کې د هغو شتون له جنګ ، وینې بهونې ، فتنې ، اختلاف او دبیخ بینایو له ویجاړولو پرته بله نتیجه نده درلودلی او هغو همدغه فساد او ویجاړی ارزو د اسلامی ایران لپاره هم لری او د مزاکرې مسله د دغو لاسوهنو او شتونونو سربیزه ده ، پر دې اساس باید په سیمه کې د امریکایانو شتون ختم شی .

دغه لاسوهنونکی شتون ښی چی امریکا په وروستیو لسیزو کې د اسیا د لویدیځ په ستراتیجیکه سیمه کې د خپلو هدفونو د تحقق لپاره ډیر لګښتوهنه کړی دي . د امریکا یواړخیز پالنې تراوسه په نړیوالې ټولنې ډیر  درنده تاوانونه تپلی دي . په همدې وجه له امریکا پیروی او ورسره غږملتیا د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې په ګټه ندې .

په تپلی جنګ کې امریکا او اروپایی هیوادونه دایران پرضد د عراق د بعث رزیم اصلی ملاتړي وو او د صدام په سنبالولو سره یې د عراق د تیری ګر جنګ زمینه برابره کړه او د سیمې امنیت یې له خطرې سره مخامخ کړ . دا هماغه کار دی چی نن هم په سیمه کې تکراریږی .

که اروپا او د چین ، جاپان او روسیې په شان هیوادونه د امریکا د ډیرغوښتنو تمو په وړاندې له ځانه دفاع ونکړې شی نو دغه شاتګ به په پریکنده توګه په ټولو زمینو کې هغو لپاره درنده بیه ولرلئ شي .

««««««««««««««««««««««««««««

په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د امریکا ویجارونکی اقدامات د القاعدې او داعش په جوړولو او  د افغانستان ، عراق او سوریې په ورانولو او د سیمې د تیلو په چور سره نوی پړاو ته ورداخل شوي دی . امریکا د یمن پرضد  په تیری ګر جنګ کې له عربستانه په ملاتړ او په نیواکی فلسطین کې د اسراییلو رژیم د نیواکګرۍاو جنایتونو د غندلو د پریکړه لیکونو په وټو کولو سره د زرګونو بیګناه انسانانو د وژلې ، وران کارۍ او جنګ سبب شوی دی .

امریکا د سیمې د امنیت د تامینولو په پلمه د سیمې سرچینې د وسلو د خرڅولو له لارې لیشلي دي . اوس دنیا پوهیږی چی څوک واقعا سیمې ته ناامنۍ صادروي ؟او کوم څیز سیمه زیاته ګواښی . امریکا اوس  په یوازې سرد اسیا په لویدیځ کې تر ټولو ستره بی ثبات کونکی سرچینه د ه . د اسیا په لویدیځ کې د پردیو لاس وهنه په سیمه کې د تعامل په ځای د تقابل او درز ، ترهه ګرۍ پراخیدا او ناامنۍ زیاتیدا سبب شوی ده .

په سیمه کې د امریکا سیاستونه او لاس وهنې یو اساسی چیلنج او ستونزه ده چی د سیمې د امنیتی شرایطو د زیاتې پیچلتیا سبب شوی ده . امریکا د اسیا په لویدیځ کې د ناروا پوځی شتون په دوام سره د خپلو تاوتریخوالی غواړو او ویجارونکیو سیاستونو په تعقیبولو تینګار لری .

په سیمه کې د امریکا لاس وهونکی اقداماتو په عین حال کې د سیمې د عمومی افکارو او دولت لپاره تاریخی درسونه درلودلی دي . هغه ډیر چارواکی چی امریکا پورې یې زړه ښه کړې دې او خلکو ته یې پام ندې کړې ، حکومتونه یې نسکور او هیوادونه یې ناامنه او بی ثباته شوی دي .

د دغه پروګرام وخت پاې ته ورسید خو حکایت هماغه راز پاتې دې .

 

پای