Mar 27, 2022 16:46 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو د څیړنې اونیز پروګرام

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا (لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې) د لړۍ یو نوي پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. په تیره اونۍ کښې اتم کال ته د یمن د جنګ د رسیدو په لړ کښې بدلونونه او په تیره بیا په جده کښې د آرامکو په تاسیساتو باندې حمله او هم داشان د عربستان د نوي حکومت مذهب ضده فیصلې، د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پيښې وې چې د پروګرام په دوام کښې یې څیړنه کوو.

*/*/*/*/*/

یمنیانو تیره اونۍ او د جنګ د اووم کال د ختمیدو په درشل کښې د سعودیانو خلاف د محاصرې د ماتولو د عملیاتو په درشل کښې دوه ستر عملیات ترسره کړل. د محاصرې د ماتولو د عملیاتو په دوام کښې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع تیره یکشنبه خبر ورکړ چې په ریاض، ینبع او ځینو نورو سیمو کښې د سعودي د آرامکو شرکت ځیني مهم تاسیسات په څو بالسټک او کروز توغندیو او ډرونز وویشتې شول.

جنرال یحیی سریع د جمعې په ماښام هم د سعودي عربستان خلاف د (محاصرې د ماتولو) د دریمو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ. المیادین چینل رپورټ ورکړی چې د کلابندۍ د ماتولو د لړۍ دریم عملیات د عربستان خلاف د یمن د وسله والو ځواکونو ډیر سخت عملیات دي. دغه چینل اعلان وکړ: په جده کښې د آرامکو د تاسیساتو د بشپړې سوځیدنې او د بې مخیني اور لګیدنې په هکله معلومات مو ترلاسه کړي دي. دغه معلومات د دې بیانونکي دي چې د سونګو په مخزنونو او تاسیساتو کښې اور لګیدنه د تاسیساتو د بیخي نابودیدو سبب شوې ده.

ځینو سرچینو هم وویل چې د عربستان بریښناکوټ د یمن د پوځي او ولسي مبارزانو د عملیاتو په وجه ګډوډ او بند شوی دی.

سعودي عربستان د دغو عملیاتو په غبرګون کښې  چې د سعوديانو خلاف ترټولو درانه او ستر عملیات دي، د امنیت شورا د اقدام غوښتنه کړې ده. په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په مرکز کښې د سعودي عربستان دائمي پلاوي د عربستان په غیرپوځي تاسیساتو او بیخ بیناؤ باندې د امنیتي ځواکونو د حملو په لړ کښې  امنیت شورا ته په یو لیک کښې د جدې په شمال کښې  د تیلي محصولاتو د ویش په سټیشن او په جیزان کښې په المختاره مرکز باندې د یمن پرله پسې حملو ته اشاره وکړه او په دغه لیک کښې یې د امنیت شورا د غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې ده. په دغه لیک کښې راغلي دي: (له امنیت شورا غواړو چې دغه ترهګرې حملې په کلکه وغندي او د نړیوالې صلحې او امنیت خلاف له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره یوه غونډه وکړي او په وړاندې یې پریکنده پریکړې وکړي.

د رای الیوم آنلاین ورځپاڼې سرمنشي عبدالباري عطوان په یوه مقاله کښې په جده کښې د آرامکو د تاسیساتو خلاف د یمني جنګیالیو د جمعې د ماښام حملې ته په اشارې سره ولیکل: که سعودي مسئولان د یمن په تاریخ او ولس خبر وی نو د دې هیواد خلاف به یې د جنګ اور نه بلوه.

عطوان زیاته کړه: دا جنګ اتم کال ته رسیږي، بې له دې چې د سعودي ائتلاف حملې صنعاء ته د یمن د استعفا کړي حکومت په ورستنولو کښې کامیابې وي او دغه ائتلاف وتوانیږي خپل حکمونه د یمن په خلکو ومني.

دغه عرب شناندي څرګنده کړه: د عربستان د پلازمینې ریاض، اقتصادي مرکز جدې، د پټروکمیکل صنایعو د مرکز ینبع او د دغه هیواد د تیلو د دوو شاهرګونو په توګه د بقیق او خریص د مهمو ښارونو او د هغو د ریفاینریو په نښه کول، وروستی څیز و چې د عربستان مسئولانو یې تمه درلوده.

د یمن پوځي او ولسي مبارزانو وویل چې په عربستان باندې حملې به د یمن د محاصرې تر ختمیدو پورې دوام ولري. دا حملې د هراړخیزې کلابندۍ د ختمولو لپاره د یمنیانو د پوځي خودباورۍ او هوډ او هم داشان د دې کړکیچ د یوازنۍ حل لارې په توګه د سعودي ائتلاف په وړاندې په مقاومت باندې د هغوي د باور او یقین نښه ده.داسې ښکاري چې په جده کښې د آرامکو په تاسیساتو باندې د حملې پیغام دا دی چې د جنګ اتم کال به، د سعوديانو لپاره د اووم کال په پرتله ډیر سخت وي، که څه هم سعودیانو هم د دې حملې په غبرګون کښې د یمن د غیرپوځي او ملکي وګړو خلاف جنایتونه زیات کړي دي.

*/*/*/*/*/**

د یمن جنګ په داسې حال کښې اتم کال ته ورسیده چې د سعوديانو له جنایتونو څخه د لویدیځو قدرتونو ملاتړ لاهم دوام لري. وال سټریټ جرنل امریکايي ورځپاڼې خبر ورکړ چې د جوبایډن حکومت تیره میاشت د پاټریاټ مخه نیونکي سیسټم د پام وړ توغندي سعودي عربستان ته منتقل کړي دي او په ریاض باندې د تجهیزاتو د بیا خرڅولو لپاره یې د هغه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی. دغې امریکايي ورځپاڼې هم داشان لیکلي چې د امریکې او عربستان اړیکې پس له دې چې د بایډن حکومت پریکړه وکړه د یمن د حوثیانو نوم له هغه څه چې د ترهګرۍ لیسټ یې بللی دی، لرې کړي، پيکه شوی دی.

په عین حال کښې د انګلستان وزیراعظم بورس جانسن تیره اونۍ د یوکراین د جنګ په پلمه ریاض ته سفر وکړ ترڅو سعودي چارواکي د تیلو د تولید او صادراتو په زیاتولو راضي کړي. که څه هم د خبري سرچینو د رپورټونو له مخې جانسن ونه توانیده چې د تیلو د تولید د زیاتولو لپاره د سعودیانو رضایت ترلاسه کړي خو د یمن خلاف جنګ کښې له ریاضه د لندن د حکومت ملاتړ دوام لري. په حقیقت کښې د یوکراین کړکیچ هم د یمن بحران ته د بې پامۍ سبب شوی دی. په تیرو کلونو کښې په سعودیانو باندې د انګلیسي وسلو خرڅون تر درې چنده زیات شوی دی.

په حقیقت کښې لویدیځ قدرتونه او حتی ملګري ملتونه د یمن خلاف د سعودیانو په جنایت کښې رول لري. د یمن د سیاسي چارو کارپوه ماهر الشامي په یمن باندې د سعودي-امریکايي تیري د اتم کال په پیلیدو کښې وویل چې دا هیواد ترټولو غمیزه ناک نړیوال تیري هدف ګرځیدلی دی او دا ټول تیري د عربستان په مشرۍ ترسره شوي دي او د یمن د خلکو وژله تر نړیوالو برغولو لاندې په پلان شوې توګه ترسره کیږي.

الشامي په دوام کښې څرګنده کړه: ملګري ملتونه د یمن د خلکو په قتل کښې شریک دي او په انساني مسائلو سره تجارت کوي او د امریکې تر تسلط او ولکې لاندې دي. دغه یمني کارپوه څرګنده کړه: امریکا غواړي چې شخړې او حملې زیاتې کړي او په سعودي دښمن باندې د لویدیځو او صهیونیسټو وسلو خرڅون زیات شي. دا د جنګ د دوام او د شخړو د زیاتیدو اصلي وجه ده.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزیر هشام شرف وویل: په یمن باندې پوځي تیری د امریکې، سعودي عربستان او اماراتو په مشرۍ ترسره شو او د تیرو اوو کلونو په اوږدو کښې هغوي په یمن کښې پراخ جنایتونه وکړل. هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې سعودي عربستان او انډیوالانو یې په تیرو اوو کلونو کښې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل، زیاته کړه: نن سبا د یمن خلک د تیري ګر جنګ له امله په خپل هیواد کښې له سختو معیشتي، خوراکي او درملیزو ستونزو سره مخامخ دي. دغه یمني چارواکي څرګنده کړه: یمن ته د تیلي محصولاتو د راوړونکو کشتیو د نیولو په دوام کښې د تیري ګرو د ائتلاف د سیاست پایلې د دې هیواد د روغتیا او درملنې په برخې کښې راڅرګندې شوې دي او د هیواد په ډیرو سیمو کښې یې د انساني او روغتیايي غمیزې د رامینځته کیدو خطر بیخي جدي کړی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

 

 

 

په لویدیځې آسیا کښې د تیرې اونۍ یوه بله پیښه د سعودي حکومت له خوا له رسنیو څخه د لمانځه د ویډیو په خپریدو بندیز دی. د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په جوماتونو کښې موجودې کیمرې، د لمانځه د فریضې د ترسره کولو په وجه د ملا امام او لمونځ کونکو د ویډیو د اخیستو او خپرولو لپاره ونه کاروي او په رسنیو کښې دې هیڅکله دغه شان ویډیوګانې خپرې نه شي.

دا اول ځل نه دی چې په دې وروستي یو کال کښې په عربستان کښې داسې مذهب ضده فیصله کیږي بلکې د تیر کال په جون میاشتې کښې هم د عربستان د اسلامي چارو وزیر د هیواد ټولو جوماتونو ته امر وکړ چې د بانګ په وخت د خپلو لاوډ سپیکرو غږ کم کړي. په عین حال کښې د عربستان جوماتونو ته اجازه ورکړې شوې چې یوازې اذان خپور کړي او له سپیکر څخه د قرآن د قراءت د غږ د خپرولو حق نه لري. د عربستان د اسلامي چارو وزیر د دې فیصلې په دفاع کښې مدعي شو چې ماشومان، بوډاګان او ناروغان د جومات د لاوډ سپیکر له لوړ آوازه ځوریږي.

د روژې په مبارکې میاشتې کښې له رسنیو څخه د لمانځه د نه خپرولو لپاره د عربستان پریکړه د دغه هیواد د خلکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوه. په انټرنیټ او سوشل میډیا کښې دغه غبرګونونه سبب شول چې د عربستان چارواکو وویل په مکې او مدینې کښې د لمانځه د پروګرامونو خپریدل به دوام ولري.

د روژې په ټولې میاشتې کښې د ټولې نړۍ ډیر مسلمانان عادت لري چې په مکه مکرمه کښې د طواف او عبادت نیغ په نیغه ویډیو د ټیلیویژن له لارې ګوري.

د حرمین شریفین رسمي خبري نشریې د تیرې اونۍ په پنجشبې وویل چې د عبادتي مراسمو نیِغ په نیغه کوریج به شپه او ورځ دوام ولري.

*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه